سپینه ماڼۍ: امریکا او اسراییل د ایران په اړه سره هېڅ ډول اختلاف نظر نه لري

د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویټ وایي، چې ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتیاهو په وروستۍ ټلیفوني اړیکه کې د امریکا او ایران ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه په ځانګړي ډول خبرې اترې کړي دي. هغې په ټینګار سره وویل، چې امریکا او اسراییل د ایران په اړه سره هېڅ ډول اختلاف نظر نه لري.