ژوند او ټېکنالوژي؛ چین ۱۰جي براډبینډ انټرنټ خدمات معرفي کړل

چین د لومړي ځل لپاره ۱۰ جي براډبینډ انټرنټ خدمات وړاندې کړل. د ۱۰ جي براډبینډ د ډانلوډ سرعت په یوې ثانیه کې ۹،۹۳۴میګا بایټه او د اپلوډ سرعت ۱،۰۰۸ میګا بایټه دی.

چین د لومړي ځل لپاره ۱۰ جي براډبینډ انټرنټ خدمات وړاندې کړل. د ۱۰ جي براډبینډ د ډانلوډ سرعت په یوې ثانیه کې ۹،۹۳۴میګا بایټه او د اپلوډ سرعت ۱،۰۰۸ میګا بایټه دی.
د ۱۰جي انټرنټ سرعت دومره زیات دی، چې شاوخوا ۲۰جي بي حجم لرونکې بشپړه فورکې(4K) فلم یوازې په شلو ثانیو کې ډاونلوډ کوي.
د کارپوهانو په وینا، چین کې د ۱۰جي انټرنټ خدماتو وړاند کول د ټېکنالوژۍ په نړۍ کې یو ستر پرمختګ دی، چې له امله به یې نه یوازې د ټېکنالوژۍ برخه، بلکې د روغتیا، تعلیم او کرنې برخې هم لا پیاوړې شي.


د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پر بنسټ جوړ شوی مشهور ماډل "چټ جیپيټي" چې د اوپن اې ای (OpenAI) لهخوا جوړ شوی، اوس د ګوګل کروم براوزر اخېستلو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د چټ جي پي ټي مشر نک ټرولې د ګوګل د اجارې په اړه د یوې محکمې د اورېدنې پر مهال ویلي: "هو، موږ هم د نورو شرکتونو په څېر د دې پېرودلو لېوالتیا لرو."
نوموړي زیاته کړې، که اوپن اې ای وکولی شي کروم واخلي، نو چټ جي پي ټي به یې له براوزر سره په غوره ډول یوځای کړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د ۲۰۲۴کال په اګست کې یوه امریکايي قاضي دا فیصله وکړه، چې ګوګل د انټرنټ لټون (سېرچ) په برخه کې ناقانونه اجارهداري (Monopoly) رامنځته کړې ده.
وروسته بیا د ۲۰۲۵کال په مارچ کې د امریکا د عدلیې وزارت محکمې ته وړاندیز وکړ، چې ګوګل باید خپل کروم براوزر وپلوري، څو دغه اجارې ته د پای ټکی کېښودل شي.
که چېرې ګوګل د پلور پرېکړه وکړي، نو اوپن اې ای حاضر دی چې ویې پېري.
همدا اوس کاروونکي کولای شي، چې د کروم له لارې د چټ جي پي ټي مرستیال د پلگاین له لارې وکاروي، خو د نک ټرولې په وینا، که اوپن اې ای کروم واخلي، نو دا تجربه به لا پیاوړې او مستقیمه شي او کاروونکي به د AI ټکنالوژۍ له نوې او مخکښې بڼې سره بلدتیا ومومي.
بل لور ته دا یوازینی ګوګل محصول نهدی چې له حقوقي ستونزو سره مخ دی، بلکې یوې بلې محکمې هم په دې وروستیو کې دا پرېکړه وکړه، چې ګوګل د انلاین اعلانونو په برخه کې هم اجارې ته دوام ورکړی دی.
سره له دې چې عدلیې وزارت اوس د ګوګل د تجزیې امکان څېړي، خو پر AI ټېکنالوژۍ د ګوګل پانګونو ته اجازه ورکړل شوې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې پاکستان غواړي له چین سره د فضا ټکنالوژۍ، سټلایټ اړیکواو انټرنټي خدماتو په برخو کې همکاري نوره هم زیاته کړي.
دا خبرې هغه د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د چین د فضایي ټکنالوژۍ کمپنۍ ګیلیکسي سپېس له یوه پلاوي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
یاد پلاوی د شرکت د رییس شو مېنګ په مشرۍ پاکستان ته تللی.
شهباز شریف چین یو «باور وړ دوست» او «ستراتېژيک شریک» بللی او ویلي یې دي چې پاکستان د فضا او مخابراتو په برخو کې پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي.
د اکسپرېس ټرېبیون د رپوټ له مخې، چینایي پلاوي د پاکستان په فضایي صنعت کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړې او د پاکستان له فضایي ادارې سوپارکو او ځايي ټېلېکام شرکتونو سره یې د ګډو پروژو پر امکان خبرې وکړې.
دغه راز، دوی د پاکستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت له چارواکو سره هم ناستې درلودې.
تېر کال، پاکستان له چین سره په ګډه خپل لومړی سپوږمکۍ سټلایټ فضا ته واستاوه، چې د اسلاماباد د فضا ټکنالوژۍ انسټیټیوټ (IST)، سوپارکو او د چین د شانګهای جیاو تونګ پوهنتون په همکارۍ جوړ شوی و.
دغه۷ کیلو ګرامه سټلایټ د عکس اخیستو او ژورې فضا سره د اړیکو لپاره کامرې او سنسرونه لرل.

په داسې حالت کې چې هم خندا پاروي او هم اندېښنه، د OpenAI اجرایوي رییس سام الټمن تازه انکشاف کړی چې له مصنوعي ځیرکتیا سره مودبانه خبرې د برېښنا په بڼه یو حقیقي لګښت لري، چې حتا تر میلیونونو ډالرو پورې رسېږي، خو چټ جي پي ټي وايي، ښه ده چې مودب واوسو، خیر که مصرف کیږي😄».
د امریکا د ټېکنالوژي او بازارموندنې د یوه شرکت (ZubLink) رپوټ وايي، چې له مصنوعي ځېرکتیا سره د خلکو طبیعي چلند ښایي د تمې خلاف پایلې، یا په میلیونونو ډالره لګښت ولري.
که څه هم مودبانه خبرې کول بې ضرره او یا حتا هوښیاري ګڼل کېږي، خو دا ډول خبرې په تخنیکي توګه د چټ جي پي ټي په څېر پلیټفارمونو باندې اضافه بوج واردوي.
دا موضوع وروسته له هغې د بحث وړ شوه، چې یوه کاروونکي پر اېکس ولیکل، چې ایا له مصنوعي ځیرکتیا سره مودبانه خبرې کول برېښنا ضایع کوي؟. د اوپن اې ای مشر په ځواب کې یوه خندوونکې خو فکر پاروونکې تبصره وکړه، چې له هغې وروسته دا بحث نړیوال شوی.
د مایکروسافټ کوپایلټ د ډیزاین مشر کورتیس بیورز وایي: د ادب ژبه زیاتره وخت همکاره او غوره ځوابونه راوړي. د مایکروسافټ داخلي څېړنې ښيي چې اې ای د داخلې شوې ژبې له غږ (تون) سره ځان سموي اوادبي ژبه ادبي ځوابونه راوړي.
د زوب لېنک د ۲۰۲۴ کال یوه سروې ښيي چې ۶۷ سلنه امریکایان له مصنوعي ځیرکتیا سره ادبي ژبه کاروي.
نو دا سلوک چې خلک له اې ای سره د یوه ملګري یا همکار په څېر خبرې کوي، ورځ تر بلې طبیعي کېږي. ان تر دې چې ځینې خلک چټ جي پي ټي ته وايي: « ګرانه مرستیاله» یا «په مینه » چې دا د ماشینونو په نړۍ کې یو بېسارې انساني رنګ ور زیاتوي.
خو جدي اندېښنې هم راپورته شوې، لکه دا چې دا ډول کوچني عادتونه، که ناڅیز هم ښکاري، د چاپېریال لپاره ستر زیانونه لرلی شي.
همداراز، دا موضوع یو ژور اخلاقي بحث هم راپورته کوي چې که مودبانه ژبه تعامل ښه کوي، نو ایا باید تر انرژۍ سپما مخکې ارزښت ورکړل شي؟
د سام الټمن وروستي ټکي دا دی، چې دا لګښت، که څه هم لوړ دی، ارزښت لري.د هغه په اند، له اې ای سره په طبیعي او انساني بڼه تعامل، د اوپن اې ای دماموریت یوه مهمه برخه ده او که برېښنا هم پرې مصرفېږي، نو سمه ده.
هره کلمه، یو اضافي لګښت
رپوټ څرګندوي چې د چټ جي پي ټي په څېر سیستمونو کې هره اضافه کلمه د «توکن» شمېر زیاتوي. توکن هغه تخنیکي واحد دی چې مصنوعي ځیرکتیا یې د ژبې د تحلیل لپاره کاروي. هر زیات شوی توکن د کمپیوټري ځواک زیاتوالی غواړي او دا مستقیماً د برېښنا مصرف لوړوي. کله چې دا عادتونه په میلیوني تعاملاتو کې ضرب شي، حتا کوچني عادتونه هم لوی مالي او چاپېریالي لګښتونه زېږوي.
د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه د پراخو معلوماتي مرکزونو (data centers) له لارې فعالیت کوي، چې لوړ ظرفیته سرورونه پکې ځای لري. دا ماشینونه نه یوازې ډېره برېښنا مصرفوي، بلکې د سړولو لپاره پېچلي سیستمونه هم غواړي. نو له یوې خوا یو ساده او مودب پیغام، له بلې خوا یو پټ مالي او چاپېریالي لګښت لري.
زوب لېنک خبرداری ورکوي چې دا ډول عادتونه د مصنوعي ځیرکتیا د دوامدارې پراختیا لپاره یو خطر پېښوي، په ځانګړي ډول چې د چټ جي پي ټي کاروونکي اوسمهال نږدې ۸۰۰ میلیونو ته رسېږي.
خو کله چې موږ ددغه رپوټ په اړه له چټ جي پي ټي نه وپوښتل، چې ایا دا رښتیا دي؟ په ځواب کې یې وویل، « دا یوه نیمه رښتیا خبره ده، نه پوره مبالغه ده او نه هم یو بېاهمیته ټکی. که تاسې ډېرې خبرې ولیکئ (او میلیونونه نور هم همدا وکړي)، نو په مجموعي ډول د برېښنا لګښت ورسره ډېرېږي.
چټ جي پي ټي ولیکل، چې اوسمهال دا لګښتونه د لویو شرکتونو لپاره د طبیعي کمپیوټري مصرف برخه ګڼل کېږي، نه یو ناورین: « تر دې هم مهم، دا یوازې ادب نه دی چې بار زیاتوي، هره اوږده، تفصیلي پوښتنه، که مودبه وي یا نه، د سیسټم سرچینې زیاتې کاروي».
چټ جي پي ټي په پای کې د خندا له نښې سره زیاته کړه، « ښه چلند، روښانه پوښتنه او منطقي جملې د مصنوعي ځیرکتیا د ځواب کیفیت لوړوي. داسې نه ده چې یوه "مهرباني وکړئ" ویل دې له ګروپ نه ډېر برق وخوري! زه وایم: ښه ده چې مودب واوسو، خیر که یو توکن زیات شي😄».

پستهلرونکي قیمتي چاکلیټ چې په ټولنیزو رسنیو کې د «دوبۍ چاکلیټ» په نوم پېژندل کېږي، د خپل زیات شهرت له امله د دې لامل شوی چې پسته په نړۍوال بازار کې کمه شي او بیه یې هم په بېسارې توګه لوړه شي.
د «سي جي هکینګ» سوداګریزې کمپنۍ په وینا، د پستې مغز د یو پونډ بیه د یوه کال په اوږدو کې له ۷.۶۵ ډالرو څخه ۱۰.۳۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.
د دې چاکلیټ بېسارې غوښتنه د دې لامل شوې، چې د پستې نړۍوال اکمالات کم شي.
پسته تر ډېره په امریکا او ایران کې کرل کېږي.
له دې وړاندې هم په امریکا کې د پستې د حاصلاتو د کمښت له امله، چې تر ټولو ستر صادروونکی هېواد دی، عرضه کمه شوې وه.
په ایران کې هم د پستې صادراتو کې زیاتوالی راغلی، په ځانګړې توګه متحده عربي اماراتو ته چې د «دوبۍ چاکلیټ» له مهمو توزیعکوونکو مرکزونو ګڼل کېږي.
د رسمي شمېرو له مخې، ایراني تولیدوونکو د ۲۰۲۵کال د مارچ تر پایه پورې اماراتو ته ۴۰سلنه زیاته پسته صادر کړې، چې دا له ټول تېرکال څخه ډېره ده.
دا چاکلیټ له هغې وروسته مشهوره شو، چې د ۲۰۲۳کال په پای کې یوې ویډیو کې د دې چاکلیټ ستاینه وشوه او تر اوسه له ۱۲۰ مېلیونو زیات لیدونکي لري، چې ورسره ورته نورو ویډیوګانو هم بازار موندلی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ شاوخوا ۶ سلنه وګړي یا نږدې ۵۲۹ مېلیونه کسان د شکر ناروغۍ (ډیابېتس) په ځانګړې توګه ډېری یې د ډیابېتس ټایپ ۲ سره مخ و. په دې کال د یادې ناروغۍ له امله ۱۶ لکه کسان مړه شول.
ډیابېتس ټایپ ۲یوه پېچلې ناروغي ده، چې د وخت په تېرېدو سره پراخېږي او بدن د انسولین کافي اندازه نه تولیدوي یا یې په مؤثره توګه نه کاروي، چې په پایله کې یې د بدن شکرو، فټونو او پروټینو د کارولو او ذخیره کولو ظرفیت اغېزمن کېږي.
ډیابېتس ټایپ ۲سره مختلفې ناروغۍ لکه د زړه ناروغۍ او د فلج کېدو ګواښ پیدا کېږي.
له نیکه مرغه، د ډیابېتس ټایپ ۲مخنیوی ممکن دی او اومېګا ۳په دې برخه کې مرسته کولای شي.
د ماهي د غوړ کپسولونو کې موجود فیټي ایسډونه د ډیابېتس ټایپ ۲ او د زړه د ناروغیو خطر کموي.
د کاناډا په مونټریال انسټېټیوټ کې ترسره شوې یوې څېړنه کې چې ۴۰ کسانو چې هېڅ ډول درمل یې نه کارول برخه اخیستې وه.
د دغو کسانو روغتیایي وضعیت له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۹ پورې وڅېړل شو.
هغوی ته ۱۲ اونۍ اومېګا ۳ سپلیمینټونه ورکړل شوي وو او د هغوی خوراک هم عادي حالت کې پاتې شوی و.
د دې څېړنې په جریان کې د هغوی کاربوهایډریټ او فټ متابولیزم معاینه شو او د جسم د التهاب ضد معاینه یې هم وشوه.
التهاب زموږ د بدن یو طبیعي دفاعي عمل دی چې د ناروغیو سره د مبارزې لپاره بدن سره مرسته کوي، خو که چېرته التهاب اوږد مهال پاتې شي، دا د دایمي ناروغیو لکه ډیابېتس ټایپ ۲ او د زړه د ناروغیو خطر زیاتوي.
څېړنه کې معلومه شوه، چې د ماهي د غوړو کپسولونو د خوړلو څخه وړاندې، د دغو افرادو په وینه کې د التهاب او غوړو کچه زیاته وه، خو د سپلیمینټونو د استعمال درې میاشتې وروسته د دوی بدن کې د التهاب سطحه کمه شوه، چې په دې سره د ډیابېتس ټایپ ۲ او د زړه د ناروغیو خطر هم کم شو.
د دې سپلیمینټونو د استعمال سره د دوی بدن کې د انسولین د استعمال وړتیا هم ښه شوه او د وینې د شکر او د جسم د غوړو پر وړاندې حساسیت هم زیات شو.
که څه هم چې د مچھلي یا د ماهي د غوړو کپسولونو څخه پرته اومېګا ۳فیټي ایسډونه د کتان د تخمونو څخه ترلاسه کېدای شي، خو زموږ بدن نباتي منابعو څخه د اومېګا ۳ ایسډونو ته ای پي ای او ډي اېچ ای بدلولای نه شي.
ای پي ای او ډي اېچ ای هغه فیټي ایسډونه دي، چې د زړه د روغتیا د ساتلو لپاره مهم دي.
دا دواړه د وینې د چربی کچه کموي او همدارنګه د مفصلونو درد کموي.
محققین وايي، چې دغه سپلیمینټونه د ډیابېتس ټایپ ۲ او د زړه د ناروغیو خطر کموي او د دې لپاره څېړنې روانې دي، چې معلومه شي څنګه دا سپلیمینټونه د وینې د غوړ کچه او د زړه د ناروغیو خطر کموي.