• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ضیا سراج: د کشمیر برید پر افغانانو د طالبانو د بریدونو یاد تازه کوي

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۱۹ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس ضیا سراج هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو وروستي برید ته په اشارې وايي، دا برید په افغانستان کې د سلګونو هغو پېښو یاد تازه کوي چې په تېرو کلونو کې د طالبانو او د هغوی نړۍوالو ملګرو له‌خوا د ملکیانو پر خلاف ترسره شوي دي.

یاد افغان استخباراتي چارواکي پنجشنبه د شپې ناوخته (غويي ۴مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې د دغه خونړي برید په غبرګون کې دا پېښه «دردوونکې» او د ترهګرۍ واقعي څېره بللې ده.

نوموړي خبرداری ورکړی چې ترهګرې ډلې، وروسته له هغې چې هغوی یې په افغانستان کې «لاسته‌راوړنې» بولي، اوس هڅه کوي څود دغه هېواد له پولو ور هاخوا د خپل نفوذ لمنه پراخه کړي.

هغه زیاته کړې ده: «له ډېرې مودې راهیسې د دغه بهیر وړاندوینه شوې وه، خو اوس اندېښمنوونکې خبره دا ده چې وسله‌والې ډلې غواړي د دا ډول بریدونو له لارې اټومي جګړې راوپاروي.»

هغه همداراز وسله‌والو ډلو پر وړاندې د سیمه‌ییز چلند د ارزونې غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د «ښې ترهګرۍ» او «بدې ترهګرۍ» ترمنځ د توپیروالي سیاست ته دوام ورکول جدي او ناوړه پایلې لرلای شي.

د ضیا سراج په باور، د افراطي ډلو د څرګند یا پټ ملاتړ درول او د یوې همغږې او پرېکنډه سیمه‌ییزې ستراتیژۍ غوره کول، د ترهګرۍ او بې‌ثباتۍ د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره یو حیاتي اقدام دی.

د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د ملي امنیت رییس دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې وړمه ورځ د هندي کشمیر په بهلګام سیمه کې د یوه وسله‌وال برید په ترڅ کې ۲۵ هندیان او یو نيپالی وګړي وژل شوي دي.

هند وايي، په دغه برید کې پاکستان ښکېل دی. هندي چارواکو د کشمیر پېښې په غبرګون کې هغو پاکستانيانو ته چې مخکې ویزې ورکړل شوې وې، لغوه کړې او هغه پاکستانيان چې دا مهال فعالې ویزې لري او په هند کې دي، له دغه هېواده یې د وتلو لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی دی.

طالبانو هم په هندي کشمير کې پر سیلانیانو برید ته غبرګون ښودلی دی. د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې په هندي کشمېر کې پر سیلانیانو وروستی برید غندلی او د وژل شویو له کورنیو سره یې خواخوږي شریکه کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: سرپل کې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره ښارګوټی پرانیستل شو

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۳۲ GMT+۱

د طالبانو حکومت ویلي چې جبري راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره یې په سرپل ولایت کې د ښارګوټي پرانیسته کړې، خو راستانه شوي افغانان بیا د بنسټيزو بشري حقونو د نشتوالي شکایت کوي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت خبر ورکړی چې دغې ډلې د سرپل ولایت په سېداباد ولسوالۍ کې په جبري ډول هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو لپاره یو ښارګوټی پرانیستی دی. د فطرت په وینا، دغه ښارګوټی څه باندې ۱۲۰۰ جریبه مساحت لري.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (غويي ۴مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې زیاته کړې چې دغه ښارګوټی د طالبانو د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د ښار جوړونې وزارت سرپرست حمدالله نعماني، د سرپل ولایت د والي مرستیال خان محمد حقاني، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د دغې ډلې د سیمه‌ییزو چارواکو له‌خوا پرانیستل شوی دی.

فطرت د طالبانو د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په حواله زیاته کړې چې چې دا ډله هڅه کوي بېرته راستانه کړل شویو افغانانو ته د ژوند مناسب شرایط برابر کړي. هغه ادعا کړې چې دغه ښارګوټی به د څښاک اوبو، برېښنا، روغتیایي خدمتونو، ښوونځیو او سړکونو په ګډون له ټولو اسانتیاوو برخمن وي.

حنفي ویلي چې طالبان د راستنېدونکو کډوالو د اسکان او خدماتو لپاره بېلابېلې کمېټې ګمارلې دي، تر څو د هغوی ستونزې ژر تر ژره حل کړي. د هغه په وینا، دا کمېټې به د عاجلو اړتیاوو لکه خواړو، موقتي استوګنځي او اصلي مېنو ته د لېږد په برخه کې کار کوي.

طالبان د دغه ښارګوټي د پرانیستلو په تړاو داسې مهال خبر ورکړی چې ګڼ شمېر هېوادوال هېواد ته د بېرته راستنېدو پرمهال د بشري حقونو بنسټیزو اصولو د نه رعایت له امله شکایت کوي.

د یادونې ده چې وړمه ورځ د طالبانو د رياست‌الوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مشر عبدالسلام حنفي ویلي و چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د افغانانو اېستل د شرم وړ خبره ده.

ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو جبرې اېستلو ته زور ورکړی دی. تېره ورځ د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت ویلي و چې یوازې د تېرې چهارشنبې په ورځ د تورخم له لارې دوه زره ۲۹۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

ټي ټي پي: په خېبر پښتونخوا کې مو ۵ امینتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۲۷ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ادعا کړې چې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې ۶ بریدونه ترسره کړي، د دوی په وینا په دغه بریدونو کې یو امنیتي کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

ټي ټي پي د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دغه بریدونه یې د پنجشنبې په ورځ (د اپریل۲۴مه) د الخندق عملیاتو تر چتر لاندې ترسره کړي.

د دغې ډلې په اعلامیه کې راغلي، د لکي مروت ولسوالۍ د غزني خېل په پیزو سیمه کې د پولیسو پر کاروان وسله‌وال برید کړی، چې په پایله کې یې یوه موټر ویجاړه شوی، او مرګ ژوبله یې ور اړولې.

دغه ډله په خپلې اعلامیې کې زیاتوي، چې د سویلي وزیرستان په تیارزه سیمه کې دغې ډلې یوه غرنۍ سیمه کې جګړه کړې. خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي لیکلي.

اعلامیه زیاتوي چې وسله والو یې د باجوړ په ناوګۍ سیمه کې د سرتېرو پر ګزمه د سړک غاړې ماین ته چاودنه ورکړې، چې په وینا یې درې سرتېري پکې ژوبل شوي. همدا راز په بنو بکاخېل زوني خېل سیمه کې د سنایپر برید له امله یو سرتېری وژل شوی او یوه امنیتي کمره تخریب شوې.

شمالي وزیرستان د دوسلي اسد خېل سیمه کې د شنکئ پوست پر ضد سنایپر او درنو وسلو برید شوی، چې یو سرتېری پکې ژوبل شوی او امنیتي یوه کمره له منځه وړل شوې ده.

تر اوسه د پاکستان پوځ یا کورنیو چارو وزارت له خوا په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

تېره ورځ هم د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) وسله‌والې ډلې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو خبرونه خپاره کړل، د دوی په وینا په دغه بریدونو کې یې لږ تر لږه اوه پاکستاني پوځیان وژلي، دوه ټپیان دي او یو شمېر امنیتي تجهیزات ویجاړ کړي دي.

پاکستانی جنرال: د طالبانو او اسحاق ډار وروستۍ لیدنه د اختلافاتو حل څرګندوي

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۳۷ GMT+۱

د پاکستان پخواني متقاعد جنرال انعام‌الحق کابل ته د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروستي سفر ته په اشارې، دغه سفر د دواړو ګاونډیانو ترمنځ د اړیکو د بیارغېدو پر لور یو مهم ګام بللی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (اپرېل ۲۴مه) د پاکستان د اېکسپرېس ټریبیون رسنۍ له لارې په یوې خپرې شوې مقاله کې زیاته کړې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په کابل کې دا لیدنه د پاکستان او د دغې ډلې ترمنځ د ډېپلوماتیک چوکاټ دننه د اختلافاتو د حل ښودنه کوي.

نوموړی وايي چې په دې مذاکراتو کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، سیمه‌ییزو پروژو لکه کاسا-۱۰۰۰ ټاپي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد رالېږد پر اسانتیا تمرکز شوی دی. د انعام‌الحق په وینا، د دواړو خواوو ترمنځ هوکړه شوې چې له افغانستانه پر ټرانزیټي توکو درانه مالیات کم او د پاکستان په اقتصاد کې د افغان سوداګرو ځای‌ ځایګی ښه شي.

پاکستاني جنرال ویلي چې کابل ته د اسلام‌اباد لوړپوړي پلاوي په خپل سفر کې افغانستان ته د افغان کډوالو پر ستنېدو ټینګار کړی او زیاتوي چې دا بهیر باید له کابل سره په بشپړې همغږۍ کې ترسره شي.

انعام‌الحق وړاندې وايي چې پاکستان د طالبانو رژیم دننه، پېچلو جوړښتونو ته په درک، اسلام‌اباد هڅه کوي د سختو امنیتي اقداماتو تر څنګ له نرمې ډېپلوماسۍ او مذهبي اړیکو څخه هم کار واخلي ترڅو د مذاکراتو فضا خوندي وساتل شي.

د مقالې لیکوال د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ډلې حضور او فعالیتونه د دې مذاکراتو یوه حساسه موضوع یادوي او په وینا یې، دا موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ډېره مهمه بلل کېږي. انعام‌الحق ټینګار کړی چې د پاکستان له حکومت سره د حقاني شبکې له همکارۍ پرته، د ټي‌ټي‌پي ګواښ کنټرولول به ستونزمن کار وي.

هغه په دې مقاله کې ټینګار کړی چې د افغانستان په خاوره کې د ټي‌ټي‌پي دوامداره حضور په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته ټولنیزې او امنیتي ستونزې رامنځته کړي. د ده په اند، د دغې ډلې په کنټرول کې د پرمختګ نشتوالی کولای شي د افغان کډوالو پر وړاندې د خلکو احساسات راوپاروي او د ملتونو ترمنځ د همغږۍ مخنیوی وکړي.

د پاکستان یاد متقاعد جنرال دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې نوموړي تېره اوونۍ د طالبانو خپل‌منځي اختلافاتو ته په اشارې په یوې مقاله کې ادعا کړې وه چې د دغې ډلې واکمني له جدي کورنیو ننګونو او سیمه‌ییزو ګواښونو سره مخ ده.

هغه په خپلې مقاله کې زیاته کړې وه چې د ملا هبت‌الله د سخت دریځو مذهبي او قومي نظریاتو پر بنسټ د دغې ډلې رژیم د حقاني شبکې د عملي تمایلاتو پر وړاندې د وېش له ګواښ سره مخ دی.

زلمی خلیلزاد: د کشمیر د برید په تړاو پاکستان باید شفافو څېړنو ته غاړه کېږدي

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۲۳ GMT+۱

د افغانستان له پاره د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان او هندوستان ترمنځ د ترینګلو حالاتو په اړه پاکستان ته لارښوونه کړې چې په هندي کشمیر کې د برید په اړه باید شفافې څېړنې اومني، نوموړي همدا راز د ټرمپ له حکومت غوښتي چې دا موضوع جدي ونیسي.

تېره ورځ د هندوستان، کشمیر په پهلګام سیمه کې وسله والو ۲۴ سیالانیان په ډزو ووژل، د هند حکومت ددغه ترهګریز برید پړه پر پاکستان واچوله.

زلمي خلیلزاد ددغه برید په تړاو د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شویو ترینګلو حالاتو په اړه په ایکس لیکلي: «په کشمیر کې د سیلانیانو قتل عام او دا چې د هند حکومت شک لري چې اسلام‌اباد د دې برید تر شا دی، د هند او پاکستان ترمنځ یې یوه ستره بحراني فضا رامنځته کړې، حتی د جګړې ګواښ هم مطرح شوی دی.»

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې که څه هم دواړه هېوادونه د اټومي وسلو لرونکي دي، او دا ممکن د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي، خو د دواړو هېوادونو د اټومي وسلو د جوړښت له مخې، هر لوری ممکن فکر وکړي چې لومړی برید کول به پرېکړه‌کوونکی وي.

خلیلزاد همدا ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د مخنوي په موخه پاکستان ته لارښوونې کړي او لیکلي یې دي:« پاکستان باید دا ومني چې د تروریستي برید په اړه به رښتینی او شفاف تحقیق کوي؛داسې هوکړه وړاندې کړي چې دواړه هېوادونه به اجازه نه ورکوي چې د دوی خاوره د بل هېواد پر ضد د ګواښ لپاره وکارول شي؛ او د کشمیر د لانجې دایمي حل لپاره د خبرو وړاندیز وکړي.»

د افغانستان لپاره د امریکا دغه پخواني استازي لیکلي چې مشرف او واچپايي په دې موضوع کې رښتینې پرمختیا کړې وه، خو دوی ونه توانېدل چې دا هوکړه نهايي کړي او زیاترو یې سیاسي لاملونه لرل.

نوموړی لیکلي: «د تاریخي بې‌باورۍ، د هند د خلکو د غصې، او د پاکستان د پوځ د مشر د شخصیت (احساساتي او جګړه‌طلبه څرګندونو ته میلان لرونکی) په نظر کې نیولو سره، د دواړو هېوادونو مشران داسې نه ښکاري چې دې لارې ته چمتو وي.»

خلیلزاد همدا راز د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اداره غږ کړی چې دا موضوع جدي ونیسي او مرسته وکړي چې دا وضعیت د جګړې پر لور لاړ نه شي.

یاده دې وي چې د پاکستان د ملي امنیت تر ناستې وروسته د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې هند د پاکستان په ځینو ښارونو کې د برید پلان لري. نوموړی وايي، که «زموږ پر خلکو برید وشي، نو د هند خلک به هم خوندي پاتې نه شي».

بل پلو د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په کشمیر کې پر سیلانیانو له برید وروسته ژمنه وکړه چې د کشمیر وروستي ترهګریز برید عاملان به د « ځمکې تر پایه» تعقیب کړي او په سزا به یې ورسوي. دا څرګندونې داسې مهال شوي، چې هندي چارواکو ددغه پېښې دوه بریدګر پاکستانیان ښودلي دي.

پاکستان او هندوستان د کشمیر اوږده شخړه ترمنځ لري، وخت نا وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کیږي او کله دا حالت تر جګړې ورسیږي، اوس تازه په کشمیر کې د وسله والو له لورې په سیانیانو برید د جګړې احتمال زیات کړی او دواړو هیوادونو یو بل ته ګواښونه کړي.

محمداشرف غني: بې‌سیم مخابرات د بشري اړیکو په تاریخ کې یو انقلابي بدلون و

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۱۶ GMT+۱
•
ظاهر څراغ

د افغانستان د جمهوري نظام وروستي ولسمشر محمداشرف غني په «پنځه دېرشم» پوډکاسټ کې وايي چې د مخابراتو پرمختګ، په ځانګړې توګه بې‌سیم ټکنالوجي، د انسانانو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې یو بنسټیز بدلون راوستی دی.

غني زیاته کړې چې بې‌سیم مخابراتو ټېلیفون عام او د خلکو ترمنځ یې د اړیکو په طریقه کې بدلون رامنځته کړی دی.

اشرف غني وايي چې پخوا به د خلکو او حکومتونو ترمنځ د معلوماتو تبادله ډېره ورو او محدوده وه، خو د ټېلیګراف او بیا د ټېلفون له رامنځته‌کېدو سره دا تبادله خورا چټکه شوې ده. هغه د امریکا د کورنۍ جګړې پرمهال د ټېلیګراف رول ته په اشارې ویلي چې دا د جګړې په مدیریت کې یو انقلاب و.

نوموړي څرګنده کړې چې پخوا به د یوه پیغام رسېدل اوونۍ او ان میاشتې وخت نیوه، خو نن سبا انسانان کولای شي د یوه «کلېک» په وسیله له نړۍ سره اړیکه ونیسي. نوموړي دا پرمختګ د مخابراتي زیربناوو د لویو پانګونو پایله بللې ده.

غني همداراز راډیو او ټلوېزیون د اغېزو یادونه هم کړې او وايي چې دغو وسایلو د خلکو او حکومتونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړي کېدو کې ډېر مهم رول لوبولی دی. هغه وايي چې په خپل وخت کې يې ملت ته د پيغامونو د رسونې لپاره راډيو د يوې اغېزمنې وسيلې په توګه کاروله او د افغانستان ولس د «بي‌بي‌سي» له لارې د هغه غږ پېژانده.

نوموړي خبرداری ورکړی چې اوسني مخابراتي سېستمونه او ټولنیزې شبکې له قوي ګواښونو سره مخ دي؛ د ناسمو معلوماتو خپرېدل او سایبري بریدونه یې جدي ګواښونه ګڼلي دي. د غني په اند، نن سبا مېلیونونه انسانان پر درواغو باور کوي او دا وضعیت کولای شي ټولنې له کړکېچ سره مخ کړي.

محمداشرف غني زیاتوي چې انسانان باید پرېکړه وکړي چې له دغو بدلونونو سره څنګه چلند کوي. دی وايي: «ایا موږ، د یوه نړۍوالې ټولنې په توګه، چمتو یو چې په منطق یو بل سره وغږېږو، که نه بې‌باوري او تخریب زموږ راتلونکی وټاکي؟»

نوموړي له افغان ولس غوښتي چې د ټکنالوجۍ د اسانتیاوو تر څنګ باید د هغې له ګواښونو هم خبر وي او په وینا یې، «ټلیفون، انټرنېټ او ټلویزیون ځواکمن وسایل دي، خو باید د رښتیا، پوهې او یووالي لپاره ترې کار واخیستل شي.»

د پخواني خبریال داوود جنبش په کوربه‌توب د افغانستان د جمهوري نظام وروستي ولسمشر د خپل پوډکاسټ مرکې په دوام، نوموړي د نړۍوالو مخابراتي قوانینو د تاریخ په اړه هم وضاحت ورکړی. هغه وايي چې دا بهیر له ۱۸۶۵م کال راهیسې پیل شوی، کله چې ۲۰ اروپايي هېوادونه د ټېلګراف ټولنې په جوړېدو سره هوکړې ته ورسېدل او بیا وروسته، ټېلیفون، راډیو او نور وسایل هم تر همدې اصولو لاندې تنظیم شول.

د مخابراتو تحول، چې له تاریخي وسایلو لکه ټېلګراف، ټېلفون او راډیو پیل شوی، نن سبا د بې‌سیم ټکنالوجۍ، انټرنېټ او ټولنیزو شبکو تر عصري پړاوونو رسېدلی دی. دغو پرمختګونه نه یوازې انساني اړیکو ته چټکتیا ورکړې، بلکې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو بڼه یې هم بدله کړې ده.

غني په خپلې مرکه کې د مخابراتي وسایلو تاریخي ارزښتونه، ګټې او ننګونې هم روښانه کړې دي. هغه د نړۍوالو اصولو اړتیا ته په اشارې وايي چې د معلوماتو باور، خصوصي حریم او ټولنیز ثبات د خوندي‌توب لپاره اړین دي. د پرځېدلي جمهوري نظام وروستی ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې نړۍ د معلوماتي انقلاب له چټکو بدلونونو سره مخ ده او د دغو بدلونونو مدیریت سیاسي، تخنیکي او حقوقي همغږۍ ته اړتیا لري.