• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زلمی خلیلزاد: د کشمیر د برید په تړاو پاکستان باید شفافو څېړنو ته غاړه کېږدي

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۲۳ GMT+۱

د افغانستان له پاره د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان او هندوستان ترمنځ د ترینګلو حالاتو په اړه پاکستان ته لارښوونه کړې چې په هندي کشمیر کې د برید په اړه باید شفافې څېړنې اومني، نوموړي همدا راز د ټرمپ له حکومت غوښتي چې دا موضوع جدي ونیسي.

تېره ورځ د هندوستان، کشمیر په پهلګام سیمه کې وسله والو ۲۴ سیالانیان په ډزو ووژل، د هند حکومت ددغه ترهګریز برید پړه پر پاکستان واچوله.

زلمي خلیلزاد ددغه برید په تړاو د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شویو ترینګلو حالاتو په اړه په ایکس لیکلي: «په کشمیر کې د سیلانیانو قتل عام او دا چې د هند حکومت شک لري چې اسلام‌اباد د دې برید تر شا دی، د هند او پاکستان ترمنځ یې یوه ستره بحراني فضا رامنځته کړې، حتی د جګړې ګواښ هم مطرح شوی دی.»

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې که څه هم دواړه هېوادونه د اټومي وسلو لرونکي دي، او دا ممکن د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي، خو د دواړو هېوادونو د اټومي وسلو د جوړښت له مخې، هر لوری ممکن فکر وکړي چې لومړی برید کول به پرېکړه‌کوونکی وي.

خلیلزاد همدا ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د مخنوي په موخه پاکستان ته لارښوونې کړي او لیکلي یې دي:« پاکستان باید دا ومني چې د تروریستي برید په اړه به رښتینی او شفاف تحقیق کوي؛داسې هوکړه وړاندې کړي چې دواړه هېوادونه به اجازه نه ورکوي چې د دوی خاوره د بل هېواد پر ضد د ګواښ لپاره وکارول شي؛ او د کشمیر د لانجې دایمي حل لپاره د خبرو وړاندیز وکړي.»

د افغانستان لپاره د امریکا دغه پخواني استازي لیکلي چې مشرف او واچپايي په دې موضوع کې رښتینې پرمختیا کړې وه، خو دوی ونه توانېدل چې دا هوکړه نهايي کړي او زیاترو یې سیاسي لاملونه لرل.

نوموړی لیکلي: «د تاریخي بې‌باورۍ، د هند د خلکو د غصې، او د پاکستان د پوځ د مشر د شخصیت (احساساتي او جګړه‌طلبه څرګندونو ته میلان لرونکی) په نظر کې نیولو سره، د دواړو هېوادونو مشران داسې نه ښکاري چې دې لارې ته چمتو وي.»

خلیلزاد همدا راز د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اداره غږ کړی چې دا موضوع جدي ونیسي او مرسته وکړي چې دا وضعیت د جګړې پر لور لاړ نه شي.

یاده دې وي چې د پاکستان د ملي امنیت تر ناستې وروسته د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې هند د پاکستان په ځینو ښارونو کې د برید پلان لري. نوموړی وايي، که «زموږ پر خلکو برید وشي، نو د هند خلک به هم خوندي پاتې نه شي».

بل پلو د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په کشمیر کې پر سیلانیانو له برید وروسته ژمنه وکړه چې د کشمیر وروستي ترهګریز برید عاملان به د « ځمکې تر پایه» تعقیب کړي او په سزا به یې ورسوي. دا څرګندونې داسې مهال شوي، چې هندي چارواکو ددغه پېښې دوه بریدګر پاکستانیان ښودلي دي.

پاکستان او هندوستان د کشمیر اوږده شخړه ترمنځ لري، وخت نا وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کیږي او کله دا حالت تر جګړې ورسیږي، اوس تازه په کشمیر کې د وسله والو له لورې په سیانیانو برید د جګړې احتمال زیات کړی او دواړو هیوادونو یو بل ته ګواښونه کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د تورخم سربېره د انګور اډې له لارې افغان کډوال افغانستان ته لېږي

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۵۶ GMT+۱

پاکستان د تورخم سربېره د انګور اډې له لارې هم افغان کډوال جبري افغانستان ته لېږي. د خېبرپوښتونخوا د کورنیو چارو وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې، د انګور اډې له لارې نن ۳۷ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي‌ دي.

په دغو ناقانونه کډوالو کې د ۵ کورنیو ، ۵ نارینه، ۹ ښځې او ۲۳ ماشومان شامل دي.

د پاکستان حکومت دغه کډوال نن (پنجشنبه د غویي ۴مه) افغانستان ته ستانه کړي دي.

د چارواکو په وینا دا د بیرته ستنولو د دویم پړاو برخه وه، چې پکې د لومړي ځل لپاره د انګور اډې له لارې په رسمي ډول کډوال داوطلبانه خپل هېواد ته ستانه شوي.

د حکومتي چارواکو په وينا، دغو کډوالو اسناد نه درلودل. په دغو کډوالو کې د ACC اوPOR کارت لرونکي هم نه و شامل او جبري هم نه دي اېستل شوي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر له ۱۷مې نېټې راهیسې ټولټال ۸۰۳۴ افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په دغه شمېر کې ۱۳۴۰ کورنۍ شاملې دي چې پکې دوه زره او ۲۵۳ یې نارینه، ۲ زره او ۶۶ ښځې او ۳ زره او ۷۱۵ ماشومان شامل وو.

د انګور اډې لار د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر تر ۲۰۲۵ کال د فېبرورۍ تر ۲۵مې نېټې پرانیستې وه، خو د کړکېچ پر مهال د نورو ټولو پولو په څېر دا هم وتړل شوه. د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د خبرو وروسته یواځې د تورخم پوله د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې وه.

خو نن، د اپرېل ۲۴مه نېټه، د انګور اډې لار هم د افغانانو د اېستلو په موخه بېرته پرانیستل شوې ده.

بل خوا د تورخم له لارې هره ورځ د پآکستان حکومت په سلګونه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

د اپرېل په لومړۍ نېټه د افغان کډوالو ته د پاکستان وروستی ضرب الاجل پای ته ورسېد او له هغه وروسته د ددوی د شړلو جبري عملیات پیل شول.

په دویم پړاو کې تر اوسه پاکستان له ۸۰۰ زرو ډېر افغان کډوال جبري بېرته افغانستان ته ستانه کړي او لا هم دا لړۍ روانه ده.

طلال چوهدري: پاکستان ته د راتګ لپاره د نورو په څېر پر افغانانو هم ورته قانون پلي کېږي

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د پاکستان کورنیو چارو په برخه کې د دولت وزیر طلال چوهدري ویلي، چې حکومت یې د ټولو بهرنیو لپاره یوه تګلاره جوړه کړې او د نورو هېوادونو د وګړو په څېر پر افغانانو یې هم ورته قانون عملي کړی دی.

نوموړي له جیونیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، هرڅوک چې پاکستان ته راځي باید د ویزې او قانوني اسنادو سره راشي او پاکستان د ویزې تګلاره او بهیر اسانه کړی دی.
هغه وایي، حکومت یې د «یو سند» تګلارې له مخې ۸۵۷۱۵۷ بهرنیان بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړي دي چې د دوی ترټولو لویه برخه افغانان وو.
طلال چوهدري زیاته کړې، پاکستان د اې سي سي کارت لرونکو ته لارښوونه کړې وه چې په خپله خوښه (د مارچ تر ۳۱مې) نېټې پورې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او دغه موده د اپرېل په لومړۍ نېټه پای ته ورسېده.
د هغه په وینا، د پي او کارت لرونکي بیا د جون میاشتې تر وروستۍ نېټې وخت لري چې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.
هغه زیاته کړه، که افغانان غواړي چې بیا پاکستان ته راشي؛ نو کولای شي د ویزې سره راشي.
هغه وایي:« افغانان زموږ مېلمانه وو، زموږ مېلمانه دي او هغه افغان کډوال چې د ټاکلې مودې تر ختمېدو نه ستنېږي؛ نو دوی د کډوالو مرکزونو ته لېږل کېږي.»

نوموړي تر دې وړاندې هم د افغان کډوالو په اړه ویلي و، چې پاکستان لسګونه کاله د افغانانو کوربه‌توب کړی؛ خو اوس د قانون پلي کېدو وخت راغلی دی.

هغه زیاته کړې وه:« موږ نور په ناقانونه توګه د پاتې کېدو اجازه نه شو ورکولای او له دې وروسته به سخت اقدامات کېږي.»

هغه (د اپرېل تر ۳۰مې نیټې) بې اسناده بهرنیانو او په ځانګړې توګه افغانان وخت ورکړی، چې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.

هغه په ټینګار سره ویلي، چې هیڅوک دې په دغه نېټه کې د بدلون فکر نه کوي او دا وروستۍ نېټه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لاهم روانه ده.

اسحاق ډار د خپل ازبک سیال سره د افغان ټرانس پروژې په اړه خبرې کړې دي

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۲۴ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له خپل ازبک سیال سیدوف بختیور سره د افغان ټرانس پروژې په اړه ټیلفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي ډار په دغه ټیلفوني خبرو کې کابل ته د خپل وروستي سفر په لړ کې له طالب چارواکو سره په دې اړه وروستي جزییات شریک کړي؛ خو په خبرپاڼه کې بیا دغه جزییات نه دي راغلي.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان په ګډون به دغه درې هېوادونه ډېر ژر د دغه پروژې له لارې سره ونښلول شي.
د خبرپاڼې په وروستۍ کرښه کې راغلي، چې دواړه مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د اقتصادي او سوداګریزو اتصالاتو د زیاتوالي، د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د اوسنیو سیمه‌ییزو او نړۍوالو مسلو په اړه خبرې کړې دي.
له بل پلوه د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک جومانګارین هم د دوشنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر پرمهال ویلي و، چې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ په اړه بحثونه د هغو موضوعاتو څخه دي چې د طالب چارواکو سره به یې د لیدنې پر مهال پرې خبرې وکړي.
د افغان ټرانس پټلۍ پروژه د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ یوه درې اړخیزه پروژه ده، چې د ازبکستان د اورګاډي شبکه د افغانستان له لارې د پاکستان د اورګاډي له شبکې سره نښلوي.
په افغانستان کې د اورګاډي دغه لار چې ۶۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري، له مزارشریف څخه پیلېږي له سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردګ، لوګر او پکتیا ولایتونو څخه تېرېږي او په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستان له پټلۍ سره یوځای کېږي.

د دغې پروژې په اړه په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د درې واړه هېوادونو ترمنځ هوکړه وشوه او د جوړېدو لګښت یې پنځه مېلیارده ډالر اتکل شوی و، چې په کال کې به ۲۰ مېلیون ټنه توکي له دغې لارې لېږدول کېږي.

داسې هم ویل کېږي، چې د دغې لارې په جوړېدو سره به ټول سوداګریز توکي چې دا مهال د یوې میاشتې په زیاته موده کې لېږدول کېږي؛ دغه موده به پنځو ورځو ته رالنډه شي او په ټرانسپورټي لګښتونو کې به هم نیم په نیمه کموالی راشي.

ډان ورځپاڼه: هند پرته له کوم ثبوته پر پاکستان د ترهګرۍ تور پورې کړی

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۴۸ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند حکومت پرته له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوونکی بللی او د اسلام‌اباد پر ضد یې یو شمېر اقدامات اعلان کړي دي.

دغه تورونه د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې تر یوه خونړي برید وروسته لګول شوي دي. په یاد برید کې ۲۵ هندي وګړي او یوه نیپالی وژل شوی دی. 

د تورونو په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په سهار (۲۴ اپريل ۲۰۲۵) د ملي امنیت شورا (NSC) بیړنۍ غونډه وربللې ده.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار ويلي، چې دا غونډه د هند د تازه پرېکړو د ارزونې لپاره کېږي.

ښاغلي ډار په ایکس پاڼه لیکلي: «لومړی وزیر شهباز شریف د پنجشنبې لپاره د ملي امنیت شورا غونډه رابللې څو د هند د اعلامیې په اړه پریکړه وشي.»

اسحاق ډار د چهارشنبې په شپه یوه خصوصي ټلویزیوني شبکې ته وویل، چې د هند چلند «غير مسوولانه او نابالغه» دی.

هغه زياته کړه: «هند هیڅ ډول ثبوت نه دی وړاندې کړی. هغوی هیڅ سیاسي پوخوالی نه دی ښودلی. دا یوه بې ‌مسوولیتي ده، چې سمدلاسه له پېښې وروسته یې شور ماشور جوړ کړ.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې ویل شوي: «موږ د اننت ‌ناګ په سیمه کې د ګرځندویانو پر وژنه خواشیني یوو. د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایو او ټپیانو ته د ژر روغېدو هیله کوو.»

په هغو اقداماتو کې چې د هند له‌خوا اعلان شوي، د ایندوس د اوبو تړون ځنډول تر ټولو زیات پام ځان ته اړولی. دا تړون په ۱۹۶۰ کې د نړۍوال بانک په منځګړیتوب لاسلیک شوی و او ان د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړو پر مهال هم پر ځای پاتې شوی و.

ډان لیکلي، د دې تړون ځنډول د دواړو هېوادونو په کړکېچنو اړیکو کې یو مهم پړاو ګڼل کېږي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د کابینې امنیتي کمېټې (CCS) ناسته شوې او پریکړې یې کړې، چې لاندې اقدامات به پلي کېږي:

د اتاري سرحدي دروازه به ژر وتړل شي.

پاکستانیان به نور د سارک د ویزې معافیت له لارې هند ته سفر نه شي کولای.

ټول مخکې ورکړل شوې ویزې لغوه شوې او هغوی چې اوس‌ مهال په هند کې دي، یوازې ۴۸ ساعته وخت لري چې هند پرېږدي.

د پاکستان د سفارت پوځي سلاکاران او دفاعي اتشې د «ناخوښو کسانو» په توګه اعلان شوي او یوه اوونۍ وخت لري چې له هند ووځي.

د هند حکومت دا اعلان هم کړی، چې خپل دفاعي، هوایي او بحري مشاورین به له اسلام‌اباده بېرته وغواړي او د دواړو هېوادونو د سفارتونو کارکوونکي به له ۵۵ څخه ۳۰ تنو ته راکم کړي.

د هند امنیتي ځواکونه د پوره چمتووالي په حالت کې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت سکرتر جنرال ویکرام میسري وویل: «موږ هڅه کوو چې د هغو کسانو استرداد وکړو چې د ترهګریزو بریدونو مسؤلیت لري، لکه څنګه چې د تهوور رانا د تسلیمۍ قضیه کې مو ولیدل. موږ به هېڅکله له تعقیبه لاس وانخلو.»

د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ هم ګواښ کړی: «هغه کسان چې د دغه برید مسوول دي، ډېر ژر به زموږ غږ واوري. موږ به نه یوازې عاملین، بلکې طراحان هم هدف وګرځوو.»

په ورته وخت کې، هغه روغتون چې د قربانیانو نومونه ثبتوي، اعلان کړی چې ۲۶ کسان وژل شوي، چې په کې ۲۵ هندیان او یو نيبالی شامل دي.

برید هغه مهال وشو کله چې وسله ‌وال له ځنګله راووتل او په پهلګام سیمه کې يې پر ګرځندویانو ډزې وکړې.

ډان ورځپاڼه لیکي، چې په ورته وخت کې د هند امنیتي ځواکونو او د یاغي ‌ګرو شکمنو کسانو ترمنځ په تانګ ‌مارګ سیمه کې وسله ‌واله نښته هم شوې ده.

د هند پوځ هم ویلي، چې په بارامولا سیمه کې یې په یوه جلا پېښه کې دوه کسان چې غوښتل یې له پولې واوړي وژلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د فرانسی، جرمني، برېټانیا، اروپايي، ټولنې، چین، اسراییلو، متحده عربي اماراتو لوړپوړو چارواکو او پر افغانستان واکمنو طالبانو د هند له حکومت سره خواخوږي ښودلې او برید یې غندلی دی.

د ویلسن انستیتوت لوړپوړي امریکایي کارپوه مایکل کوګلمن ویلي: «دا برید د هند او پاکستان ترمنځ د یوه نوي ناورین رامنځته کېدو ته زمینه برابروي او دا ښایي د ۲۰۱۹ لنډ مهاله پوځي نښتې راهیسې تر ټولو جدي ګواښ وي.»

د پښتونخوا صوبایي پارلمان غواړي له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۱۹ GMT+۱

د پښتونخوا صوبایي پارلمان د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د وروستۍ نیټې د غځولو غوښتنه کړې او له مرکزي حکومت یې غوښتي، چې دوی ته واک ورکړي؛ ترڅو له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي.

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې د پښتونخوا اسمبلۍ په ګډه بېلابېل پنځه پرېکړه لیکونه تصویب کړل.
د دغې اسمبلۍ غړي شرافت الله له‌خوا په وړاندې شوي پرېکړه لیک کې روښانه شوې، چې پښتونخوا له اوږدې مودې راهیسې د ترهګرۍ قرباني ده او خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.
په پرېکړه لیک کې د افغانستان په اړه د مرکزي حکومت پر تګلارې سختې نیوکې شوې دي.

په دغه پرېکړه لیک کې راغلي، چې مرکزي حکومت د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پاتې راغلی او پر ځای یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې هم خورا ترینګلې شوې دي.
په دې کې د اوسنۍ تګلارې د هر اړخیزې او سملاسي بیاکتنې غوښتنه وشوه.
له بل پلوه ټیک دوه ورځې وړاندې د پښتونخوا سر وزیر علي‌امین ګنډاپور هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ته ګېله کړې وه، چې افغانستان ته یې په خپل سفر کې د پښتونخوا حکومت نه دی شامل کړی.
هغه ویلي و، د پاک-افغان خبرو اترو تر ټولو لوی او مهم اړخ پښتونخوا ایالت دی؛ چې له دې خبرو پاتې کړل شوی.
ښاغلي ګنډاپور زیانه کړې وه: «موږ د خبرو اترو لپاره شرایط هم واستول؛ خو د حکومت له‌خوا مو هیڅ ځواب ترلاسه نه کړ او اوس د خبرو اترو او هوکړو جزییات هم نه دي افشا شوي.»

د ښاغلي ګنډاپور په وینا: «که زموږ جرګه ومنل شي؛ نو د پام وړ پایلې به ترلاسه شي.»
په خپل دویم پرېکړه لیک کې د دغې اسمبلۍ غړي شرافت الله وویل، چې مرکزي حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره یوه وروستۍ نیټه ټاکلې ده.
هغه ټینګار وکړ، د کډوالو بېرته ستنېدل چې د لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، په ټولنه کې مدغم شوي او د هېواد په سوداګرۍ کې مهم رول لوبوي؛ نو د دوی بېرته ستنېدل به عملي ننګونې او بې باوري رامنځته کړي او د ورورۍ په اړیکو به منفي اغېز وکړي.
د پښتونخوا اسمبلۍ سپارښتنه وکړه، چې مرکزي حکومت باید د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره وروستۍ نېټه وغځوي.

د پاکستان حکومت تېره اوونۍ په دغه هیواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د وتلو وروستۍ نیټه د روانې اپریل میاشتې وروستۍ ورځ ټاکلې چې ایله یوه اوونۍ ورته پاتې ده.
د پښتونخوا اسمبلۍ د پرېکړه لیک له مخې، مرکزي حکومت باید کډوالو ته اجازه ورکړي چې په عزت او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شي او اجازه دې ورکړي، چې خپل د کور سامان له ځانه سره یوسي.