اسحاق ډار د خپل ازبک سیال سره د افغان ټرانس پروژې په اړه خبرې کړې دي

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له خپل ازبک سیال سیدوف بختیور سره د افغان ټرانس پروژې په اړه ټیلفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له خپل ازبک سیال سیدوف بختیور سره د افغان ټرانس پروژې په اړه ټیلفوني خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي ډار په دغه ټیلفوني خبرو کې کابل ته د خپل وروستي سفر په لړ کې له طالب چارواکو سره په دې اړه وروستي جزییات شریک کړي؛ خو په خبرپاڼه کې بیا دغه جزییات نه دي راغلي.نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان په ګډون به دغه درې هېوادونه ډېر ژر د دغه پروژې له لارې سره ونښلول شي.د خبرپاڼې په وروستۍ کرښه کې راغلي، چې دواړه مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د اقتصادي او سوداګریزو اتصالاتو د زیاتوالي، د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د اوسنیو سیمهییزو او نړۍوالو مسلو په اړه خبرې کړې دي.له بل پلوه د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک جومانګارین هم د دوشنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر پرمهال ویلي و، چې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ په اړه بحثونه د هغو موضوعاتو څخه دي چې د طالب چارواکو سره به یې د لیدنې پر مهال پرې خبرې وکړي.د افغان ټرانس پټلۍ پروژه د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ یوه درې اړخیزه پروژه ده، چې د ازبکستان د اورګاډي شبکه د افغانستان له لارې د پاکستان د اورګاډي له شبکې سره نښلوي.په افغانستان کې د اورګاډي دغه لار چې ۶۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري، له مزارشریف څخه پیلېږي له سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردګ، لوګر او پکتیا ولایتونو څخه تېرېږي او په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستان له پټلۍ سره یوځای کېږي.
د دغې پروژې په اړه په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د درې واړه هېوادونو ترمنځ هوکړه وشوه او د جوړېدو لګښت یې پنځه مېلیارده ډالر اتکل شوی و، چې په کال کې به ۲۰ مېلیون ټنه توکي له دغې لارې لېږدول کېږي.
داسې هم ویل کېږي، چې د دغې لارې په جوړېدو سره به ټول سوداګریز توکي چې دا مهال د یوې میاشتې په زیاته موده کې لېږدول کېږي؛ دغه موده به پنځو ورځو ته رالنډه شي او په ټرانسپورټي لګښتونو کې به هم نیم په نیمه کموالی راشي.


د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف له خیریه بنسټونو غوښتي چې افغانستان ته د بېرته راستنیدونکو افغانانو سره دې په بېلابېلو برخو کې لازمې مرستې وکړي.
نوموړي ویلي، اړینه ده چې خیریه ادارې د استوګنیزو ښارګوټو، د اوبو رسونې شبکو، ښوونځیو، دیني مدرسو، جوماتونو او روغتیايي کلینیکونو په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي.
د اقتصاد وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دین محمد حنیف د مرستو د جلب په موخه د یو شمېر خیریه بنسټونو له مسوولانو سره کتلي دي.
هغه په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې خیریه ادارې باید خپلې ټولې مرستندویه چارې د طالبانو د کډوالو چارو د مرستو د همغږۍ له کمېټې سره په تفاهم ترسره کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د روان میلادي کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې، پاکستان له ۱۰۰ زرو ډېر افغان مهاجر له خپل هېواده اېستلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
یوشمېر هغو کډوالو چې بېرته افغانستان ته راستانه شوي، شکایت کړی چې د ایستنې پر مهال اړ کړل شول چې خپل مالونه او شتمنۍ په پاکستان کې پرېږدي او تش لاس هېواد ته راستانه شي.
له دې سره هممهاله، د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي هم له نړیوالو بنسټونو او د اسلامي همکاریو له سازمان غوښتي چې خپلو نړیوالو مسوولیتونو او ژمنو ته ژمن پاتې شي.
هغه ویلي، دا بنسټونه باید د هغو هېوادونو پر وړاندې غبرګون وښيي چې د کډوالو حقونه تر پښو لاندې کوي او دغه ډول کړنې باید وغندي.
په تورخم ښارګوټي کې تازه ستنیدونکو کډوالو شکایت کړی چې طالبانو ورته په اړونده پنډغالو کې لازمې اسانتیاوې نه دي برابري کړی او له همدې کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. افغانستان چې د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې له سخت اقتصادي ناورین او بې روزکارۍ سره مخ دی، د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو د دغه ناورین د پراخیدو خبر ورکړی دی.
بشري سازمانونو اندېښنه ښوولې چې تازه ستنیدونکي به په هېواد کې د سرپناوو او د روزګار په برخه کې له جدي ننګوونو سره مخ شي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، چې د افغانستان طبیعي زېرمې او مهم جغرافیایي موقعیت، د طالبانو له حکومت سره د پراخې همکارۍ لپاره یو مهم فرصت برابر کړی دی.
کابلوف دا څرګندونې د روسۍ ورځپاڼې ایزوستیا سره په یوه مرکه کې کړي او ویلي یې دي، چې ټاکل شوې د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی د کازان ښار ته ولاړ شي.
نوموړی زیاتوي، چې په دې سفر کې به د افغانستان او روسیې تر منځ د ۵۷۳ کیلومتره اوږدې ریل پټلۍ د جوړولو پر موضوع هم بحث وشي.
دا خبرې وروسته له هغې کېږي، چې تېره اوونۍ د روسیې سترې محکمې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه وویستل. ورپسې کابلوف وویل: «افغانستان کولای شي د روسیې، منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ یو مهم ترانزیټي دهلېز شي.»
ټاکل شوې چې د «کازان – اسلامي نړۍ» تر نامه لاندې غونډه د مئ په میاشت کې جوړه شي، چې په کې به د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی ګډون وکړي.
د روسیې د سترې محکمې قاضي اولګ نفدوف ویلي، چې د طالبانو د بندیز ځنډیدل سملاسي نافذېږي.
له دې پرېکړې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، دا ګام به له کابل سره د بشپړې همکارۍ زمینه برابره کړي، چې دا د دواړو ملتونو په ګټه ده.
مسکو ویلي، چې غواړي له طالبانو سره خپلې سوداګریز اړیکي پراخې کړي.
ضمیر کابلوف همداراز تېره چهارشنبه کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي دي.

د «هېل» ورځپاڼې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو متقاعد ډګروال او د بهرنیو چارو وزارت پخواني سیاسي افسر رون مک کامون یوه مقاله خپره کړې او په کې لیکلي یې دي، د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې له افغانستان نه د امریکا له وتلو وروسته طالبانو د یوې واحدې ډلې په توګه فعالیت نه دی کړی.
په مقاله کې راغلي، چې اوس په افغانستان کې واک په خاموشۍ سره د دوو ډلو په سیالۍ بدل شوی دی؛ یوه ډله د سخت دریځه کندهاریانو ده او بله تقریبآ منځلارې ډله د حقانیانو ده.
د مقالې له مخې، د امریکا له وتلو راهیسې کندهاریانو د طالبانو د مشر ملا هبتالله په مشرۍ د نجونو په زدهکړو محدودیتونه ولګول، مدني ټولنې محدودې کړې او له بهرني تعامل یې هم ډډه وکړه؛ خو حقانيانو یې له لرې ننداره کوله، هغوی انتظار وکړ، اتحادونه یې جوړ کړل او بلې ډلې ته یې اجازه ورکړه، چې عامه نهیلي خپره کړي؛ خو ښایي دا د انتظار شېبې نورې پای ته رسېدلې وي.
د مقالې په ټکو؛ په دې وروستیو میاشتو کې د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د خلکو پام ځانته را اړولی دی.
هغه نړۍوالو رسنیو ته مرکې ورکوي، د اقتصادي بیارغونې په اړه اشاره کوي او ان د نجونو لپاره د زدهکړو د دوام وړاندیز کوي.
مقاله زیاتوي، دا د طالبانو په واکمنۍ کې بشپړ بدلون نه دی؛ خو دا بهرنیانو ته داسې یو پیغام دی، چې ټولې دروازې لا تړلې ندي.
خو له بل پلوه په افغانستان کې حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خبرداری ورکړی، چې افغانستان په سم لور روان نه دی.
مقاله کاږي، چې هغه له حقاني ډلې سره ډېر نږدې شوی او دوی اوس د افغانستان دننه د یوه بدلون په لټه کې دي.
مقالې کې راغلي؛ که داسې څه وي، نو وخت یې راغلی چې امریکا خپل ټک وهل پیل کړي.
مقاله کې راغلي، چې حقانيان په هیڅ ډول صلاح غوښتونکي او متحد نه دي؛ خو دوی د ځواک لوبغاړي دي، چې په ګټې اخیستنې ښه پوهېږي او دوی ګوري چې د افغانستان اقتصاد لاهم سخت ملاتړ ته اړتیا لري.
د امریکا هر ډول وړاندیز به سیاسي ګواښ او کره څېړنې به له ځان سره ولري. د دوی سره تعامل به سخت شرایط، څارنه او روښانه پوهاوي ته اړتیا ولري او دا به هم په ډاګه کوي، چې دغه تعامل د ګټو له مخې شوی کوم سیاسي مشروعیت نه دی.
مقاله وړاندې کاږي، چې د مرستو بندېدو، د دندو له منځه تلو او د بانکي سیسټم د ګډوډېدو سره، له ۹۰ سلنې ډېر افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
هغه څه چې ډېری امریکایان ښایي پرې ناخبره وي؛ هغه دا چې افغانستان یو د هغو هېوادونو په کتار کې راځي، چې د پراخو نه کارول شویو کاني زېرمو په سر کې ځای لري او د اټکل له مخې، ۱ ټریلیون ډالرو سرچینو څخه مس، اوسپنه، ګران بیه ډبرې او لیتیم په کې شامل دي.
چین لا دمخه د لیتیم په نړۍوال اکمالاتي پړاو کې تر ټولو واکمن دی او په دې وروستیو کې یې د ټرمپ ادارې د تعرفو په ځواب کې امریکا ته د نادره ځمکنیو توکو صادرات وځنډول.
له افغانستان نه د امریکا د وتلو راهیسې، بیجینګ په چټکۍ سره د کانونو او زېربنایي پروژو د هوکړه لیکونو په لاسلیکولو سره توانېدلی، چې د لسیزو لپاره خپل نفوذ ټینګ کړي. ایران او روسیه هم په دې هڅه کې دي.
په مقاله کې راغلي، خو ډېری افغان مشران ان د طالبانو دننه ځیني چارواکي هم د امریکا سره کار کول غوره ګڼي؛ نه دا چې دوی په موږ باور لري، بلکې ځکه چې دوی د متحده ایالاتو سیسټمونو، هوکړه لیکونو، روڼتیا او حساب ورکولو ته درناوی کوي.
دوی ښایي دا په عامه توګه ونه وايي؛ خو دوی د چین ګړندۍ معاملې او د دوی اوږدمهاله لګښتونه نه خوښوي.
د بګرام هوایی اډه د خپلې زېربنا او ستراتیژیک موقعیت سره کولای شي د اقتصادي پراختیا لپاره د بنسټ ډبره کېږدي او په فعاله توګه د سوداګریز تعامل ملاتړ لپاره د امریکا یوه پټه کونسلګري ولري. او ښایي دغه همکاري د ځانګړو پایلو سره ونښلوي لکه: د نجونو د ښوونځيو بیا پرانیستل، د څارنې سوداګرۍ ته اجازه ورکول او د بشري عملیاتو خوندي ساتل.
دویم د داعش خراسان څانګې په اړه د استخباراتي معلوماتو وړاندې کول، چې په خپله افغانستان ته هم ګواښ جوړوي. دا یو داسې ګواښ دی، چې امریکا او حقاني ډله دواړه یې جدي نیسي او حقاني ډله داسې شبکې لري که د باور جوړونې چینل پرانیستل شي؛ نو ګټور ثابتېدای شي.
خو د دې کار لپاره امریکا تازه منځګړو ته اړتیا لري.

د مخکني جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستي خونړي ترهګریز برید ته په غبرګون کې ویلي، چې ښايي په برید کې کارېدلې وسلې د طالبانو د هغو زېرمه شویو وسلو برخه وي، چې تازه «ورکې» اعلان شوې دي.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «که چېرې دغه ترهګر ونیول شي، ډېر امکان شته چې وسلې یې د هغو تجهیزاتو برخه وي، چې د طالبانو له زېرمو ورکې شوي دي. دا چې دا وسلې (ورکې) بلل کېږي، ډېرې معناوې لرلای شي.»
صالح زیاته کړې، چې که څه هم افغانستان له کشمیر سره ځمکنۍ پوله نه لري، خو په سیمه کې داسې جوړښتونه شته چې ترهګرو ته د ازاد تګ راتګ او بریدونو زمینه برابرېږي. هغه وویل: «یو ځانګړی امنیتي او استخباراتي چاپېریال موجود دی، چې له امله یې سختدریځه ډلې کولای شي پرته له کوم خنډه له پولو واوړي او بریدونه وکړي.»
نوموړي په خپل تحلیل کې یو شمېر سناریوګانې هم وړاندې کړې، چې هند کولای شي د دغې برید په ځواب کې یې عملي کړي.
د هغه له نظره، یوه ممکنه لاره دا ده، چې ښايي هند د پاکستان دننه پر هغو هدفونو هوايي بریدونه وکړي چې یا خو د ترهګرو مرکزونه وي او یا نظامي تاسیسات. هغه دا «محتاط خو خطرناک» اقدام وباله.
دویمه طرحه چې صالح وړاندې کړې، هغه دا ده، چې هند پاکستان له وچې، اوبو او فضا څخه کلابند کړي. د باورونو له دا یو تخنیکي او لوژیستیکي پېچلی اقدام دی، خو صالح باور لري، چې پاکستان ته به درانه اقتصادي زیانونه واړوي.
هغه همداراز پر اقتصادي بندیزونو او د ډېپلوماټیکو اړیکو پرې کولو هم لیکل کړي، خو یادونه یې کړې. چې اوسنی سوداګریز تعامل دومره ټیټ دی چې ښايي سملاسي اغېز ونه کړي.
ښاغلي صالح د سایبري بریدونو احتمال هم مطرح کړی او ویې پوښتل چې ایا د پاکستان د انرژۍ بنسټونه دې ته چمتو دي، چې د پرمختللو سایبري بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړي؟
هغه له ستراټېژیکي پلوه د «سترګو پر وړاندې سترګه» تګلاره هم یاده کړه او ویې ویل، هند کولای شي د هر برید په مقابل کې مناسبه غبرګون وښيي، تر څو مخالف لوری نور له دا ډول بریدونو ډډه وکړي. خو صالح دا پوښتنه هم وکړه چې هند واقعاً دا ډول ظرفیتونه لري؟
امرالله صالح د جګړې د بشپړ پيل سناریو هم مطرح کړې، خو زیاته کړې یې ده، چې دا یوه خطرناکه او درنه لاره ده چې ښايي د پاکستان پوځ دا فرصت وبولي، څو د پوځ کنټرول لا زیات کړي او ان نظامي حالت اعلان کړي.
هغه په پای کې لیکلي چې هند باید د نړۍ له نورو هېوادونو سره ټلواله جوړه کړي تر څو پاکستان نړۍوالې انزوا ته واچوي. صالح وویل: «هند یو داسې هېواد دی چې نور هېوادونه له ځان سره همکاران کولای شي، ځکه هند پور ورکوونکی دی، نه پور اخیستونکی.»
نوموړي خبرداری ورکړ، چې د پاکستان نظامي جوړښت نه یوازې له بهرني فشار ویره نه لري، بلکې د هند له ممکنه برید څخه به د یوه داخلي کودتا او نظامي واک د پراخولو د وسیلې په توګه کار واخلي.
سیمه ييزې اندېښنې او نړۍوال غبرګون
دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي، چې هند له برید وروسته خپلې امنیتي اقدامات زیات کړي او د دغه برید عاملینو ته د سخت غبرګون ژمنه کړې ده.
د هند امنیتي ادارې اوس هڅه کوي معلومه کړي، چې د برید وسلې له کوم ځایه راغلي او ایا دا له هغو تجهیزاتو دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته په افغانستان کې طالبانو ته پاتې شوې او د نیابتي ډلو لاس ته ورغلي.
امرالله صالح په پای کې د پوښتنې په ډول لیکلي: «هند اوس خپلې لارې ارزوي، خو د پاکستان لپاره کومې لارې پاتې دي؟ ایا دا هېواد به همداسې دوه مخې لوبې ته دوام ورکړي او له ترهګرۍ سره به پټ ملاتړ روان وي او که د خپلو سیاستونو بیاکتنه به وکړي؟»
هم مهاله پاکستان د هند له لوري پر دوی د ترهګرۍ او یاد برید کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.
نن د پاکستان لومړی وزیر شبهاز شریف د هند د شوې پرېکړې په غبرګون کې ځانګړې امنیتي ناسته کوي، څو د هند د شویو پرېکړو په تړاو د خپل حکومت دریځ څرګند کړي.
پاکستاني رسنیو لیکلي، چې هند تر اوسه پورې په ترهګریزو پېښو کې د اسلام اباد د ښکېلتیا لپاره هېڅ ډول شواهد نه دي وړاندې کړي او یوازې تورونه یې لګولي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند حکومت پرته له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوونکی بللی او د اسلاماباد پر ضد یې یو شمېر اقدامات اعلان کړي دي.
دغه تورونه د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې تر یوه خونړي برید وروسته لګول شوي دي. په یاد برید کې ۲۵ هندي وګړي او یوه نیپالی وژل شوی دی.
د تورونو په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په سهار (۲۴ اپريل ۲۰۲۵) د ملي امنیت شورا (NSC) بیړنۍ غونډه وربللې ده.
د پاکستان بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار ويلي، چې دا غونډه د هند د تازه پرېکړو د ارزونې لپاره کېږي.
ښاغلي ډار په ایکس پاڼه لیکلي: «لومړی وزیر شهباز شریف د پنجشنبې لپاره د ملي امنیت شورا غونډه رابللې څو د هند د اعلامیې په اړه پریکړه وشي.»
اسحاق ډار د چهارشنبې په شپه یوه خصوصي ټلویزیوني شبکې ته وویل، چې د هند چلند «غير مسوولانه او نابالغه» دی.
هغه زياته کړه: «هند هیڅ ډول ثبوت نه دی وړاندې کړی. هغوی هیڅ سیاسي پوخوالی نه دی ښودلی. دا یوه بې مسوولیتي ده، چې سمدلاسه له پېښې وروسته یې شور ماشور جوړ کړ.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې ویل شوي: «موږ د اننت ناګ په سیمه کې د ګرځندویانو پر وژنه خواشیني یوو. د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایو او ټپیانو ته د ژر روغېدو هیله کوو.»
په هغو اقداماتو کې چې د هند لهخوا اعلان شوي، د ایندوس د اوبو تړون ځنډول تر ټولو زیات پام ځان ته اړولی. دا تړون په ۱۹۶۰ کې د نړۍوال بانک په منځګړیتوب لاسلیک شوی و او ان د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړو پر مهال هم پر ځای پاتې شوی و.
ډان لیکلي، د دې تړون ځنډول د دواړو هېوادونو په کړکېچنو اړیکو کې یو مهم پړاو ګڼل کېږي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د کابینې امنیتي کمېټې (CCS) ناسته شوې او پریکړې یې کړې، چې لاندې اقدامات به پلي کېږي:
د اتاري سرحدي دروازه به ژر وتړل شي.
پاکستانیان به نور د سارک د ویزې معافیت له لارې هند ته سفر نه شي کولای.
ټول مخکې ورکړل شوې ویزې لغوه شوې او هغوی چې اوس مهال په هند کې دي، یوازې ۴۸ ساعته وخت لري چې هند پرېږدي.
د پاکستان د سفارت پوځي سلاکاران او دفاعي اتشې د «ناخوښو کسانو» په توګه اعلان شوي او یوه اوونۍ وخت لري چې له هند ووځي.
د هند حکومت دا اعلان هم کړی، چې خپل دفاعي، هوایي او بحري مشاورین به له اسلاماباده بېرته وغواړي او د دواړو هېوادونو د سفارتونو کارکوونکي به له ۵۵ څخه ۳۰ تنو ته راکم کړي.
د هند امنیتي ځواکونه د پوره چمتووالي په حالت کې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت سکرتر جنرال ویکرام میسري وویل: «موږ هڅه کوو چې د هغو کسانو استرداد وکړو چې د ترهګریزو بریدونو مسؤلیت لري، لکه څنګه چې د تهوور رانا د تسلیمۍ قضیه کې مو ولیدل. موږ به هېڅکله له تعقیبه لاس وانخلو.»
د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ هم ګواښ کړی: «هغه کسان چې د دغه برید مسوول دي، ډېر ژر به زموږ غږ واوري. موږ به نه یوازې عاملین، بلکې طراحان هم هدف وګرځوو.»
په ورته وخت کې، هغه روغتون چې د قربانیانو نومونه ثبتوي، اعلان کړی چې ۲۶ کسان وژل شوي، چې په کې ۲۵ هندیان او یو نيبالی شامل دي.
برید هغه مهال وشو کله چې وسله وال له ځنګله راووتل او په پهلګام سیمه کې يې پر ګرځندویانو ډزې وکړې.
ډان ورځپاڼه لیکي، چې په ورته وخت کې د هند امنیتي ځواکونو او د یاغي ګرو شکمنو کسانو ترمنځ په تانګ مارګ سیمه کې وسله واله نښته هم شوې ده.
د هند پوځ هم ویلي، چې په بارامولا سیمه کې یې په یوه جلا پېښه کې دوه کسان چې غوښتل یې له پولې واوړي وژلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د فرانسی، جرمني، برېټانیا، اروپايي، ټولنې، چین، اسراییلو، متحده عربي اماراتو لوړپوړو چارواکو او پر افغانستان واکمنو طالبانو د هند له حکومت سره خواخوږي ښودلې او برید یې غندلی دی.
د ویلسن انستیتوت لوړپوړي امریکایي کارپوه مایکل کوګلمن ویلي: «دا برید د هند او پاکستان ترمنځ د یوه نوي ناورین رامنځته کېدو ته زمینه برابروي او دا ښایي د ۲۰۱۹ لنډ مهاله پوځي نښتې راهیسې تر ټولو جدي ګواښ وي.»