• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنځو کلونو کې «۱۲ زره افغانان» په جعلي پاکستاني پاسپورټونو سعودي عربستان ته تللي

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۵۴ GMT+۱

د پاکستان د مشرانو جرګې ویلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې له «۱۲ زرو ډېر افغانان» په جعلي پاکستاني پاسپورټونو سعودي عربستان ته تللي دي. د تېرې پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د یادې جرګې د داخلي چارو کمېټې په دې تړاو ناسته کړې ده.

د دغې ناستې مشري سناتور فیصل کریم کړې، چې په کې د افغانانو له لوري د جعلي پاکستاني پاسپورټونو د ترلاسه کولو او پرې سعودي عربستان د سفر مسایل په کې بحث شوي دي.

د پاکستانۍ اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هېواد د پاسپورټ ادارې مشر مصطفی جمال قاضي وویل، چې له دغو کسانو څخه «درې زره تنو یوازې د پاسپورټ عکسونه» بدل کړي وو، خو شپږ زرو نورو بیا د پاکستان د احصایې ادارې (نادرا) له لوري‌ د معلوماتو په بدلون سره جوړ شوي.

نوموړي زیاته کړه، چې ډېری دا کسان تر پېژندل کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي او دا مهال هېڅ یو یې په پاکستان کې نه اوسیږي.

همدا راز ویل شوي، چې له دغو کسانو ځینې یې په سعودي عربستان کې هم پېژندل شوي او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

قاضي وویل، د دې قضیې له افشا کېدو وروسته د نادرا او پاسپورټ ادارو کې د یو شمېر کارکوونکو پر ضد اقدامات شوي، چې ۳۵ مرستیال مدیران هم په کې شامل دي.

هغه دا هم وویل، چې د دوی اداره د کال ۵۰ میلیارده پاکستانۍ روپۍ عاید لري، خو بیا هم د مالي امکاناتو د کمښت له امله اړ دي چې له نورو حکومتي ادارو څخه مرسته وغواړي.

تر دې څو ورځې وړاندې یا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او د پښتونخوا ایالتي حکومت چارواکو خبر ورکړی و، چې په دغه هېواد کې د هغو افغانانو د پېژندو لپاره یې هم ځانګړې پلټنې پیل کړي، چې په جعلي توګه یې د دغه هېواد پېژند پاڼې (شناختي کارډونه) جوړ کړي دي.

همدا راز ویل شوي هغه پاکستاني وګړي به هم له قانوني څار لاندې راشي، چې افغانان یې په خپلو کورنیو کې شامل کړ‌ي او بیا یې ورته د دغه هېواد تابعیت کارډونه اخیستي دي. پاکستان له دې سره هم مهاله په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارت لرونکي او بې اسناده افغان کډوالو د اېستل کیدو لړۍ پیل کړې ده.

د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو نیول کیدو پسې کوڅه په کوڅه او کور کور په کور د پولیسو له لوري د نیول کیدو عملیات روان دي.

هره ورځ زرګونه افغانان د تورخم، سپین بولدک او اوس تازه د غلام خان بندر له لارې پر ډیورنډ کرښه اړول کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د هند او پاکستان د ځواکونو ترمنځ په کشمیر کې نښته شوې

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۱۸ GMT+۱

د هند یوې خبري رسنۍ اې اېن ای راپور ورکړی، چې د جمعې په ورځ د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر اړوند د کنټرول کرښې په اوږدو کې د دواړو هیوادونو د پوځيانو تر منځ ډزې شوې دي. تر اوسه پورې د دغې نښتې له امله د زیانونو معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د دغه راپور له مخې، د پاکستاني ځواکونو له‌خوا د سپکو وسلو نه کار اخیستل شوی او ډزې یې کړي دي.

سرچینې چې د هند له پوځ سره تړاو لري ویلي، چې د هند پوځ هم «په موثر ډول» ځواب ویلی دی.

تر اوسه پورې د هند او پاکستان حکومتونو په رسمي توګه د دغې نښتې په اړه څه نه‌ دي ویلي او نه هم د مرګ ژوبلې یا زیانونو راپور ورکړل شوی دی.

یاده دې وي چې د «کنټرول کرښه» هغه پوځي پوله ده، چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر څخه جلا کوي.

دغه سیمه له پخوا راهیسې د دواړو هیوادونو تر منځ د تاوتریخوالي یوه حساسه نقطه بلل کېږي.

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ حالات وروسته تر هغې ترینګلي شو، چې وړمه ورځ د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې وسله والو ۲۵ تنه سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.

د هند لومړي وزیر تر دغه پېښې وروسته د کابینې تر بېړنۍ غونډې وروسته له پاکستان سره خپلې ډېپلوماټيکي اړیکې را کمې کړې، ځینې سرحدي بندرونه یې وتړل، د اوبو تړونونه یې لغوه کړل او پاکستانیانو ته یې امر وکړ چې په د دوه ورځو په اوږدو کې له دغه هېواده ووځي.

د پاکستان د لومړي وزیر شبهاز شریف په مشرۍ هم د هند د دغو اقداماتو په غبرګون کې د ملي امنیت شورا غونډه وکړه او ورته اقدامات یې ترسره کړل.

اوس د دواړو هېوادونو له لوري بېلابېلې سرحدي پولې تړل شوې او پوځیان یې یو بل ته ګوته په ماشه او ځینو ځایو کې نښتې شوې دي.

هند له افغانستان سره د ۴.۸ ټنه واکسینو مرسته وکړه

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۱۰ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته ۴.۸ ټنه واکسینونه د بشري مرستو په توګه ورکړي دي. دغه واکسینونه د خطرناکو ناروغیو لکه د لیوني سپي، تیتانوس، تور زیړي او انفلونزا د مخنیوي لپاره دي.

هندي رسنیو ویلي چې دغه مرستې په کابل کې د طالبانو عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوې دي.

بلخوا د طالبانو یاد وزارت په یوې خبرپانه کې د مرستو له دغه جوپې هرکلی کړی او دا یې د زرګونه افغانانو د ژوند په ژغورلو کې مهم ګام بللی دی.

هند داسې مهال افغانستان د روغتیا په برخه کې مرستې لېږي چې تازه یې له طالبانو سره د اړیکو نوی باب پرانیستی او په ممبيي کې یې د طالبانو یو ډېپلوماټ هم منلی دی، خو لا هم د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند څه موده مخکې خبر ورکړی و، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره به خپلې بشري مرستې روانې وساتي.

هند له دې وړاندې هم ورته بشري مرستې کړي دي. د اپرېل میاشتې په ترڅ کې یې د «برهما عملیات» تر نوم لاندې د میانمار هېواد ته هم یو نوی مرسته‌یز بار لېږلی و.

په میانمار کې د هند سفارت ویلي، چې دغه مرستې د هند سفیر «ابهی تاکور» د ماندالای ایالت والي «میو آنگ» ته سپارلي دي.

دا مرستې د اوبو تصفیه کولو ماشینونه، جنراتورونه، وریجې، نودلې، خوړو تېل، اوړه، بوره، دال، مالګه، چمتو خواړه، کمپلې او درمل شامل وو.

هند همداراز د مارچ په ۲۸مه د شوي زلزله‌ ځپليو لپاره هم د ۷۵۰ ټنه څخه زیاتو طبي او بشري مرستو ژر تر ژره برابرول پیل کړي وو.

دا مرستې روغتیايي توکي، خواړه، لنډمهالی سرپناه او نور اړین مواد پکې شامل وو.

همدارنګه، هند د اپرېل په میاشت کې کامرون هېواد ته د خوراکي مرستو لپاره ۱۰۰۰ ټنه وریجې استولي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جایسوال پر ایکس (پخوانی ټویټر) لیکلي: «هند، د نړیوال جنوب یو ژمن شریک. د ۱۰۰۰ ټنه وریجو بار له نهاوا شیوا بندر څخه کامرون ته واستول شو.»

نوموړي همداراز ویلي، چې هند د بوټسوانا هېواد ته هم د وروستیو سېلابونو له امله خپلې لومړنۍ بشري مرستې لېږلي دي. دا مرستې چې وزن یې شاوخوا ۱۰ ټنه ښودل شوی، پکې ضروري درمل، جراحي وسایل، د مچیو جالونه، د اوبو تصفیه وسایل او نور اړین توکي شامل وو.

جایسوال لیکلي: «هند بوټسوانا ته بشري مرستې واستولې. دا مرستې د وروستیو سېلابونو له امله برابرې شوې وې او لومړۍ جوپه یې دا هېواد ته رسېدلې ده.»

جرمني د ۲ زره هغه پنا غوښتونکو قضیې څيړي چې خپلو هیوادنو ته تللي

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۴۶ GMT+۱

د آلمان د مهاجرت ادارې ویلي دي چې د هغو پناه غوښتونکو پر وړاندې چې خپل هیواد ته تللي دي، تر دوه زره ډیرې دوسیې یې پرانستې دي. دا قضیې چې افغانان هم په کې شامل دي، کیدای شي د دوی د پناه غوښتنلیکونه لغوه شي.

دویچه ویله د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د جرمني د مهاجرت او مهاجرت فدرالي دفتر (BAMF) په پنځو میاشتو کې د هغو کډوالو په وړاندې چې د موجوده قوانینو څخه په سرغړونې خپل هیواد ته ستانه شوي له دوه زرو څخه ډیر قضیې ثبت کړي دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې، نږدې ۲۱۵۷ قضیې اصلي هېوادونو ته د موقتي سفر له امله د کډوالو د وضعیت د لغوه کېدو په اړه ثبت شوې دي.

د دویچه ویله په راپور کې راغلي چې عراق د ۷۶۲ قضیې، سوریه ۷۳۴، افغانستان ۲۴۰، ایران ۱۱۵ او ترکیه په ۳۱ پېښو کې هغه هېوادونه دي چې تر ټولو زیات کډوال یې خپل وطن ته تللي دي.

د دې راپور له مخې، د هغو خلکو لپاره چې خپل هیواد ته سفر کوي، چارواکي د سفر د اسنادو لپاره یو فایل پرانیزي چې د دوی له بیرته ستنیدو خبر شي.

خپلو هیوادونو ته د کډوالو سفر له ډیرې مودې راهیسې په جرمني کې د سیاسي بحثونو موضوع ده. دویچه ویله راپور ورکوي چې د جرمني پخواني حکومت په سولینګن کې له برید وروسته په خپل امنیتي پلان کې موافقه کړې وه چې هغه خلک چې خپل هیواد ته سفر کوي د مهاجرت وضعیت له لاسه ورکوي، پرته له دې چې په ځانګړو قضیو دوی سفر وکړي.

پناه غوښتونکي هم اړ دي چې د کډوالو چارواکي له خپل سفر وړاندې خبر کړي.

ازبکستان او روسیه غواړي د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ پاکستان سره وصل کړي

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۰۱ GMT+۱

د راپورونو له مخې د ازبکستان او روسیې د ټرانسپورټ وزیرانو له پاکستان سره د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د پراختیا پړاو د پیلولو تړونونه لاسلیک کړي. دغه اقدام چې د دې پروژې د عملي تطبیق لپاره مهم ګام بلل شوی، موخه یې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا له پاکستان سره نښلول دي.

د مرکزي اسیا د ټایمز د راپور له مخې، د روسیې د ترانسپورت وزارت ویلي دي چې دواړه هیوادونه به په ګډه په ۲۰۲۵ کال کې د دې پروژې د امکاناتو څیړنه وکړي چې تمرکز به یې د بار وړونکو توکو د ټرافیک او د پروژې د اقتصادي ګټې په اندازه وي.

راپور د پروژې پیل کولو لپاره دوه احتمالي لارې وړاندیز کوي:

لومړۍ لاره: مزارشریف – هرات – دلارام – کندهار – چمن

دویمه لاره، ترمز (ازبکستان) – نایاب آباد – لوګر (افغانستان) – کرلاچي

په پام کې ده چې د مې په ۱۵ او ۱۶ د روسیې په کازان ښار کې د روسیې-اسلامي نړیوالې غونډې لپاره د پاکستان ریل پټلۍ او د طالبانو له پلاوي سره نورې خبرې هم وشي.

تاشکند د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خپل تړون وغځوه چې له حيرتان څخه تر مزارشريف پورې د اورګاډي پټلۍ، چې د چين-قرغزستان-ازبکستان-افغانستان دهليز يوه مهمه برخه ده، فعاليت او ساتنه وکړي.

تمه کیږي چې د چین، قرغزستان، ازبکستان د اورګاډي پټلۍ په بشپړیدو سره د دې دهلیز اهمیت نور هم زیات شي. اوس مهال چين ته د منځنۍ اسيا د اورګاډي پټلۍ د قزاقستان له لارې محدودې دي.

په همدې حال کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پنجشنبې په ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان د ټرانس-افغان اورګاډي د پروژې په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې اسحاق ډار هیله څرګنده کړې چې درې واړه هېوادونه به ژر د دې مهمې سیمه ییزې پروژې د چوکاټ تړون لاسلیک کړي.

دا خبرې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر له وروستي سفر وروسته شوې.

افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان له لارې د ۵۷۳ کیلومترو په اوږدوالي د اورګاډي د جوړولو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې منځنۍ اسیا د پاکستان له بندرونو سره ونښلول شي. د دې پروژې اټکل شوی لګښت ۴،۸ میلیارده ډالره دی او موخه یې د سیمه ییزو اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده.

ضیا سراج: د کشمیر برید پر افغانانو د طالبانو د بریدونو یاد تازه کوي

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۴۵ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس ضیا سراج هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو وروستي برید ته په اشارې وايي، دا برید په افغانستان کې د سلګونو هغو پېښو یاد تازه کوي چې په تېرو کلونو کې د طالبانو او د هغوی نړۍوالو ملګرو له‌خوا د ملکیانو پر خلاف ترسره شوي دي.

یاد افغان استخباراتي چارواکي پنجشنبه د شپې ناوخته (غويي ۴مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې د دغه خونړي برید په غبرګون کې دا پېښه «دردوونکې» او د ترهګرۍ واقعي څېره بللې ده.

نوموړي خبرداری ورکړی چې ترهګرې ډلې، وروسته له هغې چې هغوی یې په افغانستان کې «لاسته‌راوړنې» بولي، اوس هڅه کوي څود دغه هېواد له پولو ور هاخوا د خپل نفوذ لمنه پراخه کړي.

هغه زیاته کړې ده: «له ډېرې مودې راهیسې د دغه بهیر وړاندوینه شوې وه، خو اوس اندېښمنوونکې خبره دا ده چې وسله‌والې ډلې غواړي د دا ډول بریدونو له لارې اټومي جګړې راوپاروي.»

هغه همداراز وسله‌والو ډلو پر وړاندې د سیمه‌ییز چلند د ارزونې غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د «ښې ترهګرۍ» او «بدې ترهګرۍ» ترمنځ د توپیروالي سیاست ته دوام ورکول جدي او ناوړه پایلې لرلای شي.

د ضیا سراج په باور، د افراطي ډلو د څرګند یا پټ ملاتړ درول او د یوې همغږې او پرېکنډه سیمه‌ییزې ستراتیژۍ غوره کول، د ترهګرۍ او بې‌ثباتۍ د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره یو حیاتي اقدام دی.

د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د ملي امنیت رییس دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې وړمه ورځ د هندي کشمیر په بهلګام سیمه کې د یوه وسله‌وال برید په ترڅ کې ۲۵ هندیان او یو نيپالی وګړي وژل شوي دي.

هند وايي، په دغه برید کې پاکستان ښکېل دی. هندي چارواکو د کشمیر پېښې په غبرګون کې هغو پاکستانيانو ته چې مخکې ویزې ورکړل شوې وې، لغوه کړې او هغه پاکستانيان چې دا مهال فعالې ویزې لري او په هند کې دي، له دغه هېواده یې د وتلو لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی دی.

طالبانو هم په هندي کشمير کې پر سیلانیانو برید ته غبرګون ښودلی دی. د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې په هندي کشمېر کې پر سیلانیانو وروستی برید غندلی او د وژل شویو له کورنیو سره یې خواخوږي شریکه کړې ده.