• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند او پاکستان د ځواکونو ترمنځ په کشمیر کې نښته شوې

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۱۸ GMT+۱

د هند یوې خبري رسنۍ اې اېن ای راپور ورکړی، چې د جمعې په ورځ د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر اړوند د کنټرول کرښې په اوږدو کې د دواړو هیوادونو د پوځيانو تر منځ ډزې شوې دي. تر اوسه پورې د دغې نښتې له امله د زیانونو معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د دغه راپور له مخې، د پاکستاني ځواکونو له‌خوا د سپکو وسلو نه کار اخیستل شوی او ډزې یې کړي دي.

سرچینې چې د هند له پوځ سره تړاو لري ویلي، چې د هند پوځ هم «په موثر ډول» ځواب ویلی دی.

تر اوسه پورې د هند او پاکستان حکومتونو په رسمي توګه د دغې نښتې په اړه څه نه‌ دي ویلي او نه هم د مرګ ژوبلې یا زیانونو راپور ورکړل شوی دی.

یاده دې وي چې د «کنټرول کرښه» هغه پوځي پوله ده، چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر څخه جلا کوي.

دغه سیمه له پخوا راهیسې د دواړو هیوادونو تر منځ د تاوتریخوالي یوه حساسه نقطه بلل کېږي.

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ حالات وروسته تر هغې ترینګلي شو، چې وړمه ورځ د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې وسله والو ۲۵ تنه سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.

د هند لومړي وزیر تر دغه پېښې وروسته د کابینې تر بېړنۍ غونډې وروسته له پاکستان سره خپلې ډېپلوماټيکي اړیکې را کمې کړې، ځینې سرحدي بندرونه یې وتړل، د اوبو تړونونه یې لغوه کړل او پاکستانیانو ته یې امر وکړ چې په د دوه ورځو په اوږدو کې له دغه هېواده ووځي.

د پاکستان د لومړي وزیر شبهاز شریف په مشرۍ هم د هند د دغو اقداماتو په غبرګون کې د ملي امنیت شورا غونډه وکړه او ورته اقدامات یې ترسره کړل.

اوس د دواړو هېوادونو له لوري بېلابېلې سرحدي پولې تړل شوې او پوځیان یې یو بل ته ګوته په ماشه او ځینو ځایو کې نښتې شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ټامي بروس: ولسمشر ټرمپ او مارکو روبیو د هند حکومت ترڅنګ ولاړ دي

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۲۸ GMT+۱

د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې پر ۲۶سیلانیانو د وروستي خونړي برید په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید د غندنې ترڅنګ د عاملانو د مجازاتو غوښتنه کړې او وايي چې ولسمشر ټرمپ او د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هند حکومت ترڅنګ ولاړ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د یوه خبري کنفرانس پرمهال ویلي چې واشنګټن روان وضعیت له نږدې څاري او په دې پیښه کې یې د پاکستان د رول په تړاود دریځ له نیولو ډډه کړې ده.

نوموړې د دې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او وايي: «د هغو کسانو لپاره چې په دې پیښه کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دعا کوو او د ټپیانو د سملاسي روغتیا هیله لرو.»

مېرمن بروس د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ په کمښت کې د واشنګټن د رول په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «وضعیت په چټکۍ سره بدلېږي او موږ یې له نږدې څارو.»

هغې د اسلام‌اباد او نوي ډیلي ترمنځ د سولې په بهیر کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رول په تړاو له نظر ورکولو څخه ډډه کړې او زیاتوي چې په دې هکله د ولسمشر ټرمپ او دبهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو رسمي څرګندونې روښانه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې وړمه ورځ د هندي کشمیر په بهلګام سیمه کې د یوه وسله‌وال برید په ترڅ کې ۲۵ هندیان او یو نيپالی وګړي وژل شوي دي.

هندي حکومت وايي چې په دغه برید کې پاکستان ښکېل دی، خو پاکستاني حکومت بیا دا ادعا رده کړې ده.

ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ تړون کولی شي د ډېرو خلکو ژوند وژغوري

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۳۶ GMT+۱

په داسې حال کې چې ایراني چارواکي د ایران او امریکا ترمنځ د درېیم پړاو مذاکرات اسانه نه دي بللي، د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي چې د تهران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا او ایران خبرې ښې روانې دي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل:«موږ له ایران سره ډیر ښه روان یوو او موږ ډېرې جدي غونډې لرو. دوه انتخابونه شته، یو انتخاب هېڅکله ښه انتخاب نه دی.»

ولسمشر زیاته کړه: "موږ کولی شو ډېره ښه پرېکره وکړو او د ډېرو خلکو ژوند وژغورو.»

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تازه، ددغه خبرو په تړاو ایراني چارواکيو ویلي چې د تېرو پړاوونو په پرتله به د درېیم پړاو خبرې اسانه نه وي.

علاءالدین بروجردي، د ایران د ولسي جرګې د امنیت او بهرنۍ پالیسۍ کمېسیون غړی، د ایسنا خبري اژانس ته ویلي، د خبرو ساده مرحلې د لومړي او دویم پړاو پر مهال بشپړې شوې، خو «کله چې کار د تخنیکي بحثونو مرحلې ته داخلېږي، نو دا د ستونزو او سختو خبرو پړاو وي.»

بروجردي ویلي، د ایران اراده داده چې «خبرې اترې نتیجه ورکړي، ځکه بله لاره نشته»، خو په همدې حال کې یې خبرداری ورکړی چې ایران به «له خپل مشروع اټومي حق نه شاته نه شي». هغه ټینګار وکړ چې امريکا بايد د اندېښنو د رفع کولو او تضمین ترلاسه کولو په بدل کې، د ایران پر وړاندې بندیزونه لغوه کړي.

د امریکا او ایران ترمنځ د اپریل په ۱۶مه په روم کې دویم پړاو خبرو اترو پړاو د عمان په منځګړتوب ترسره شو. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي ویلي و چې دواړو خواوې په ځینو مسایلو پراخ متقابل تفاهم ته ورسیدل.

ټاکل شوې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکوف د شنبې په ورځ (د اپریل ۱۶مه) د خبرو اترو درېیم پړاو کې سره وګوري.

پر غزې د اسراییل د بریدونو دوام؛ لږترلږه ۵۵ کسان ووژل شول

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۲۷ GMT+۱

د العربیه انګلیسي د راپور له‌مخې، په غزه کې د اسراییل د وروستیو هوايي بریدونو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۵۵ کسان وژل شوي دي. دې سره جوخت، اسراییلي پوځ د خپلو برمته‌شویو کسانو د نه‌خوشې کېدو په صورت کې د لا نورو قوي بریدونو خبرداری ورکړی دی.

د اسراییل پوځ لوی درستیز جنرال ایال زامیر په غزه کې له خپلو ځواکونو سره د یوې غونډې پرمهال وویل: «که چیرې د برمته‌‌شویو کسانو په خوشې‌ کېدو کې پرمختګ ونه‌شي، موږ به عملیات قوي او پراخ پړاو ته وغځوو.» دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د غزې په شمالي سیمو کې د ملیکانو د جبري اېستلو بهیر هم ګړندی شوی دی.

د العربیه انګلیسي په راپور کې راغلي، د غزې په شمال کې د پنجشنبې په ورځ د یوه خونړي برید په ترڅ کې دیوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي. په دې پېښه کې یوه جوړه او د هغوی څلور ماشومان د دغه هوايي برید په ترڅ کې پر خوب ویده حالت کې په نښه شوي دي. په جبالیا کې د پولیسو پر یوې پخوانۍ ودانۍ د یوه بل برید په ترڅ کې نهه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د اسراییلي پوځیانو د بریدونو او له سیمې څخه خلکو ته د جبري اېستلو له اعلان سره سم، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا اقدامات د خلکو د جبري اېستل‌کېدو په مانا دي. د مرسته‌رسوونکو بنسټونو د معلوماتو له مخې، د غزې له ۲.۴ مېلیون نفوسه تر ۸۰ سلنې ډېر خلک د جګړې له پیل راهیسې لږترلږه یو ځل بې‌ځایه شوي دي.

د ملکيانو مرګ‌ژوبلې له زیاتوالي سربېره، د نړۍوالو بنسټونو د کارکوونکو د وژل‌کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي. ورته مهال، د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ منلې چې د مارچ په میاشت کې یې د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی په ناپامۍ سره د عملیاتو پرمهال وژلی دی. دا اعتراف داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو قرباني شوی کارکوونکی د بلغاریا وګړی و او دغه هېواد له اسراییل څخه د رسمي ځواب‌ویلو غوښتنه کړې ده. همداراز، په یوه جلا څېړنه کې د اسراییل پوځ د فلسطینیانو د بېړني وضعیت د ۱۵ کارکوونکو د وژنې مسوولیت هم منلی دی.

د یادونې ده، چې پر غزې د اسراییل د ځمکني او هوايي بریدونو په ترڅ کې تر دې دمه تر ۵۰زرو ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي. څه موده مخکې د سور صلیب نړۍوالې کمېټې مشرې میرجانا سپولیاریچ ویلي و چې په غزه کې بشري وضعیت په ډېرې چټکۍ سره ناوړه شوی او دا سیمه د ځمکې پر سر د انسانانو لپاره «دوزخ» ګرځېدلې ده.

ضیا سراج: د کشمیر برید پر افغانانو د طالبانو د بریدونو یاد تازه کوي

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۴۵ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس ضیا سراج هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو وروستي برید ته په اشارې وايي، دا برید په افغانستان کې د سلګونو هغو پېښو یاد تازه کوي چې په تېرو کلونو کې د طالبانو او د هغوی نړۍوالو ملګرو له‌خوا د ملکیانو پر خلاف ترسره شوي دي.

یاد افغان استخباراتي چارواکي پنجشنبه د شپې ناوخته (غويي ۴مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې د دغه خونړي برید په غبرګون کې دا پېښه «دردوونکې» او د ترهګرۍ واقعي څېره بللې ده.

نوموړي خبرداری ورکړی چې ترهګرې ډلې، وروسته له هغې چې هغوی یې په افغانستان کې «لاسته‌راوړنې» بولي، اوس هڅه کوي څود دغه هېواد له پولو ور هاخوا د خپل نفوذ لمنه پراخه کړي.

هغه زیاته کړې ده: «له ډېرې مودې راهیسې د دغه بهیر وړاندوینه شوې وه، خو اوس اندېښمنوونکې خبره دا ده چې وسله‌والې ډلې غواړي د دا ډول بریدونو له لارې اټومي جګړې راوپاروي.»

هغه همداراز وسله‌والو ډلو پر وړاندې د سیمه‌ییز چلند د ارزونې غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د «ښې ترهګرۍ» او «بدې ترهګرۍ» ترمنځ د توپیروالي سیاست ته دوام ورکول جدي او ناوړه پایلې لرلای شي.

د ضیا سراج په باور، د افراطي ډلو د څرګند یا پټ ملاتړ درول او د یوې همغږې او پرېکنډه سیمه‌ییزې ستراتیژۍ غوره کول، د ترهګرۍ او بې‌ثباتۍ د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره یو حیاتي اقدام دی.

د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د ملي امنیت رییس دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې وړمه ورځ د هندي کشمیر په بهلګام سیمه کې د یوه وسله‌وال برید په ترڅ کې ۲۵ هندیان او یو نيپالی وګړي وژل شوي دي.

هند وايي، په دغه برید کې پاکستان ښکېل دی. هندي چارواکو د کشمیر پېښې په غبرګون کې هغو پاکستانيانو ته چې مخکې ویزې ورکړل شوې وې، لغوه کړې او هغه پاکستانيان چې دا مهال فعالې ویزې لري او په هند کې دي، له دغه هېواده یې د وتلو لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی دی.

طالبانو هم په هندي کشمير کې پر سیلانیانو برید ته غبرګون ښودلی دی. د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې په هندي کشمېر کې پر سیلانیانو وروستی برید غندلی او د وژل شویو له کورنیو سره یې خواخوږي شریکه کړې ده.

ټي ټي پي: په خېبر پښتونخوا کې مو ۵ امینتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۲۷ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ادعا کړې چې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې ۶ بریدونه ترسره کړي، د دوی په وینا په دغه بریدونو کې یو امنیتي کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

ټي ټي پي د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دغه بریدونه یې د پنجشنبې په ورځ (د اپریل۲۴مه) د الخندق عملیاتو تر چتر لاندې ترسره کړي.

د دغې ډلې په اعلامیه کې راغلي، د لکي مروت ولسوالۍ د غزني خېل په پیزو سیمه کې د پولیسو پر کاروان وسله‌وال برید کړی، چې په پایله کې یې یوه موټر ویجاړه شوی، او مرګ ژوبله یې ور اړولې.

دغه ډله په خپلې اعلامیې کې زیاتوي، چې د سویلي وزیرستان په تیارزه سیمه کې دغې ډلې یوه غرنۍ سیمه کې جګړه کړې. خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي لیکلي.

اعلامیه زیاتوي چې وسله والو یې د باجوړ په ناوګۍ سیمه کې د سرتېرو پر ګزمه د سړک غاړې ماین ته چاودنه ورکړې، چې په وینا یې درې سرتېري پکې ژوبل شوي. همدا راز په بنو بکاخېل زوني خېل سیمه کې د سنایپر برید له امله یو سرتېری وژل شوی او یوه امنیتي کمره تخریب شوې.

شمالي وزیرستان د دوسلي اسد خېل سیمه کې د شنکئ پوست پر ضد سنایپر او درنو وسلو برید شوی، چې یو سرتېری پکې ژوبل شوی او امنیتي یوه کمره له منځه وړل شوې ده.

تر اوسه د پاکستان پوځ یا کورنیو چارو وزارت له خوا په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

تېره ورځ هم د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) وسله‌والې ډلې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو خبرونه خپاره کړل، د دوی په وینا په دغه بریدونو کې یې لږ تر لږه اوه پاکستاني پوځیان وژلي، دوه ټپیان دي او یو شمېر امنیتي تجهیزات ویجاړ کړي دي.