• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلومبرک: روسیه له طالبانو سره د «داعش» د ځپلو لپاره اړیکې پیاوړې کوي

۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۰۹ GMT+۱

بلومبرګ رسنۍ په یوه تازه خپره کړې مقاله کې وایي، چې روسیه له طالبانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي، او هڅه کوي، چې د ترهګرۍ په ګډ ګواښ په ځانګړې توګه د داعش په ځپلو تمرکز وکړي.

د بلومبرګ په وینا، له طالبانو سره د اړیکو د پیاوړي کولو اقدام وروسته له هغه کېږي، چې تېر کال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې طالبان د «ملګرو» په توګه یاد کړل.

بلومبرګ لیکلي، چې له دې څرګندونو وروسته مسکو پرېکړه وکړه، چې له «ګډ دښمن داعش سره د مبارزې» لپاره له دغې ډلې سره د خپلو اړیکو د ټینګولو لپاره پر طالبانو دوه لسیزې بندیزونه لرې کړي.

جان هربسټ، د اتلانتیک شورا د یورو ایشیا مرکز مشر، وویل چې دا اقدام د «حیرانتیا وړ نه دی» ځکه چې پوتین مخکې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره د همکارۍ د زیاتیدو خبره کړې وه.

هغه زیاته کړه، چې دغه همکاري په ټولیز ډول د داعش په وړاندې ده، هغه ډله چې د ۲۰۲۴ په مارچ کې د کروکس ښار په تالار کې د خونړي ترهګریز برید مسوولیت لري.

په داسې حال کې، چې هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې مسکو له طالبانو څخه د سفیر په کچه د ډیپلوماټ د منلو هوکړه یې کړې ده.

بلومبرګ وایي، دا اړیکه د روسیې لپاره په منځنۍ اسیا کې دننه د ترهګرو له ګواښونو سره د مبارزې لپاره خورا مهمه ده، په داسې حال کې چې طالبان هم له دغو اړیکو څخه د نړۍوال مشروعیت د ترلاسه کولو او بهرنۍ پانګونې د را جلبولو لپاره کار اخلي.

بلومبرک د ۲۰۲۳کال په نومبر میاشت کې کابل ته د روسیې د امنیت شورا د مشر سرګي شویګو سفر چې په ترڅ کې یې د طالبانو له جګپوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړې اشاره کوي، او وایي چې روسیه یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې د طالبانو ډیپلوماتان یې په خپلې پلازمېنه کې ومنل.

څو ورځې وړاندې مسکو وویل، چې له طالبانو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو موخه یې له نشه‎‌يي توکو او ترهګرۍ سره مبارزه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د روسیې څېړنیزې کمېټې خبر ورکړ، چې د دغه هېواد یو نظامي لوړپوړې چارواکی په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دي.

د روسیې څېړنیز کمیټې د دغه نظامي چارواکي هویت د روسیې د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال، یاروسلاو موسکالیک یاد کړی او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې په تړاو یې یوه جزايي دوسیه پرانیستې ده.

د روسیې د دغه جګپوړي چارواکي د وژنې په اړه چې دغه برید کومې ډلې ترسره کړی، لا تر اوسه معلومات نشته، خو په واشنګټن کې د کانګریس د څیړنو مرکز د معلوماتو له مخې، داعش چې یوه ترهګره ډله ده، نه یوازې په افغانستان کې بلکې بهر کې هم ستر ګواښ دی.

دغې ډلې په ۲۰۲۴ کال کې په روسیه کې د تر ټولو لوی ترهګریز برید مسوولیت منلی و، چې لږترلږه ۱۳۷ کسان په کې ووژل شول.

بلومبرګ زیاتوي، داسې بریښي چې روسیه اوس د ترهګرۍ له ګواښونو او سیمې ته یې د خطرونو په اړه ښه پوهیږي او هیله لري چې له طالبانو سره د اړیکو پیاوړي کول د دغو ګواښونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

افغان ورزشکاره: د طالبانو حکومت به سقوط کیږي او نجونې به بیا ښوونځیو او ورزش ته ځي

۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۱

په جرمني کې مېشته افغانه سوک وهونکې سعدیه برومند له تېرو شپږو کلونو راهیسې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او هیله لري، چې د طالبانو په سقوط سره به نجونې بېرته خپل حقونه ترلاسه کړي. هغې د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې په افغانستان کې زده‌کړې او ورزش کاوه.

هغه وايي، اوس چې یې په هېواد کې نجونې له دغو حقونو بې برخې دي،‌ نو دې په برلین کې خپلو ورزشي فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

د جرمني دویچه‌وله په خپل راپور کې د هغې له خولې لیکلي: «دا وضعیت به تلپاتې نه وي. طالبان به بېرته سقوط وکړي. هیله لرم هغه ورځ راشي چې افغانستان ته سوله راغلي وي او نجونې وکولای شي تعلیم وکړي، ورزش وکړي او په هر ډګر کې وځلېږي.»

سعدیه وايي، چې ماشومتوب کې به پر بایسکل ښوونځي ته تلله او د درس له خلاصېدو وروسته به یې ورزش کاوه.

نوموړې له ښوونځي تر فراغت وروسته د ښځو په یوې ټلوېزیوني شبکه کې دنده هم کوله. هغه وايي: «په افغانستان کې د یوې ښځې لپاره تر ټولو لویه ننګونه دا ده، چې ښځه وي. کله چې پرېکړه کوې څو خپلو هیلو ته ورسېږې، نو سخته او اوږده مبارزه باید وکړې.»

سعدیې د خپل پلار په ملاتړ د سوک وهنې ورزش پیل کړ، خو کله چې ملي ټیم ته وبلل شوه او بهرنیو سیالیو ته د تګ وخت راورسېد، کورنۍ یې اندېښمنه شوه او مخالفت یې وکړ.

خو هغه وايي، ویې کولای شوای، چې د خپلې کورنۍ رضایت ترلاسه کړي او د خپلو هیلو لاسته راوړلو مزل ته دوام ورکړي. 

په ۲۰۱۹ کال کې، د امنیتي ګواښونو له امله سعدیې افغانستان پرېښود او اروپا ته ولاړه.

هغه وايي، هیله یې دا وه، چې بېرته خپل هېواد ته ستنه شي، خو د ۲۰۲۱ کال کې یې د‌ طالبانو په راتګ سره دا هیله وتروړل شوه.

طالبانو په خپله دویمه واکمنۍ کې هم د ښځو پر زده کړو، کار، ورزش او سفرونو سخت بندیزونه لګولي دي. ملګرو ملتونو دغه حالت ته د «جنسیتي اپارټایډ» نوم ورکړی دی.

افغانستان کې ګڼې مېرمنې د طالبانو د دغو سختو محدودیتونو له کبله کړاونه ګالي او ځینې مجبوره شوې چې خپل هېواد پرېږدي.

سعدیه که څه هم اوس خپل ملي ټیم او روزونکي نه لري، خو بیا یې هم په برلین کې د ورزشي سیالیو پر مهال د افغانستان بېرغ رپانده ساتلی دی. نوموړې یو شمېر نړۍوالې سیالۍ هم کړي او ځینې مډالونه یې ګټلي دي.

سعدیه وايي: «زه په بېلابېلو سیالیو کې برخه اخلم او نړۍ ته ښیم چې افغانې نجونې استعداد لري. که چانس ورکړل شي، کولی شي په هره برخه کې بریالۍ شي، نه یوازې په ورزش.»

یو پخواني طالب قوماندان منلې چې امریکایي خبریال یې برمته کړی و

۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۰۵ GMT+۱

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، چې د طالبانو یوه پخواني قوماندان حاجي نجیب ‌الله منلې، چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ میلادي کلونو کې یې یو امریکایي خبریال او دوه افغان وګړي د ډیورنډ کرښې به اوږدو کې برمته کړي وو.

نجیب الله دا مهال ۴۹ کلن دی، هغه په ۲۰۲۰ کال کې د رویټرزر خبري اژانس د پخوانی خبریال ډیویډ روډ د تښتولو په تور نیول شوی و.

اوس نوموړی په زندان کې د عمري بند له سزا سره مخ دی. رویټرز اژانس په یوه راپور کې ویلي چې یاد طالب قوماندان پخوا هم په دغه قضیه کې خپله ښکېلتیا منلې وه.

نوموړی همداراز په یوې جلا قضیه کې چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۰۹ پورې د امریکایي ځواکونو د وژنو سره تړاو لري، هم خپل جرم منلی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، د نجیب‌ الله تر مشرۍ لاندې طالبانو د امریکایي عسکرو پر ضد یو شمېر بریدونه کړي دي.

وزارت همداراز یو فرانسوي خبریال ته د نوموړي هغه څرګندونې هم یادې کړې، چې په کې ویلي یې دي، د فرانسوي او امریکایي عسکرو په نښه کول یې د فعالیتونو معمول وو.

د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې یا (ایف بي ای) د نیویارک څانګې مرستیال مشر کریسټوفر جي رایا ویلي: «دا ترهګریز بریدونه د انسانیت سره د بشپړ بې ‌پروایۍ څرګندونه ده او نجیب‌الله بالاخره ومنله چې د زموږ د وګړو د وژنو مسوول دی.»

نوموړي زیاته کړې: «نننی اعتراف د FBI د نیویارک د ترهګرۍ ضد ګډې ډلې د نه ماتېدونکي تعهد ښکارندويي کوي، تر څو د هر هغه چا څخه حساب واخلي، چې زموږ هېواد هدف ګرځوي.»

د نیویارک د سویلي ناحیې څارنوال جی کلیټون په وینا، دوی به د هغو کسانو سره له قانوني چلند څخه ډډه ونه کړي، چې له امریکایي وګړو سره یې دوښمني کړې ده.

سره له دې چې طالبان دا مهال په ټول افغانستات واکمن دي، خو لا هم د بهرنیو او ځینو کورنیو وګړو په تښتولو، ربړولو او ان په وژلو تورن شوي.

د منځني ختیځ انسټیټیوټ: ۱۱۰ زره افغانان په افغانستان کې د امریکا ویزو په تمه دي

۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۱۳ GMT+۱

د راپورونو پر بنسټ، شاوخوا ۱۱۰ افغانان چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته په افغانستان کې پاتې دي، د وېزو د ترلاسه‌کولو او یا خوندي هېواد ته د لېږدولو په تمه دي. همدا ډول شاوخوا ۹۰ زره نور افغانان په درېیمو هېوادونو کې انتظار کوي چې نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.

د منځني ختیځ انسټېټیوټ په یوه راپور کې ویلي، دا ډېری هغه افغانان دي چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې، خو دمګرۍ د طالبانو د غچ‌اخیستنې له ګواښ سره مخ دي.

د دې ترڅنګ، شاوخوا ۹۰ زره نور افغانان په درېیمو هېوادونو کې اوسېږي چې ډېرو یې د امنیتي او اداري ارزونې قوي پروسه تېره کړې، خو لا یې هم ویزې نه‌دي ترلاسه کړي او متحده‌ایالاتو یا لوېدیځو هېوادونو ته د تلو په تمه دي. د مسوولو امریکایي ادارو له‌خوا د دغو کسانو د قضیو د مخته تګ ورو بهیر د بشري حقونو بنسټونو ترمنځ په پراخه کچه اندېښنې راپارولې دي.

په داسې حال کې چې متحده‌ایالات د خپلو افغان همکارانو پر وړاندې د اخلاقي ژمنو خبرې کوي، په زرګونو هغه افغانان چې د کابل له سقوط وروسته یې دغه هېواد ته پناه وړې اوس د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دي. د منځني ختیځ انسټېټیوټ خبرداری ورکړی چې د دې خلکو ډېرې یې افغانستان ته د لېږلو په صورت کې د مرګ له ګواښ سره مخ کېدای شي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې تریشا مک‌لافلین څه موده مخکې ویلي و چې د افغانستان او کامرون د زرګونو وګړو لپاره د «اېستلو د لنډمهالي خوندي‌توب وضعیت» (ټي‌پي‌اېس) لغوه شوی دی.ښايي د دغه اقدام په ترڅ کې۱۴ زره ۶۰۰ هغه افغانان چې د لنډمهالي خوندي‌توب (ټي‌پي‌اېس) وړ وو، تر راتلونکې مې میاشتې پورې د اېستلو له ګواښ سره مخ شي.

د منځني ختیځ انسټېټیوټ په خپل راپور کې ویلي، زرګونه افغانان چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې متحده‌ایالاتو ته پناه وړې، اوس په یوه ناوړه او ګواښونکي وضعیت کې ایسار دي. ډېری دا خلک د لنډمهالي بشرپاله پروګرامونو له لارې متحده‌ایالاتو ته تللي، خو د کډوالو پروګرامونو له ختمېدو وروسته د امریکا د کډوالۍ چارواکو له هغوی غوښتي چې دغه هېواد پرېږدي.

د یاد انسټېټیوټ د وروستي راپور پر بنسټ، په ایووا کې یو شمېر افغان کډوالو د ګمرکونو او سرحدي خوندي‌توب ادارې له‌خوا برېښنالیکونه ترلاسه کړي او ترې غوښتل شوي چې سملاسي له دغه هېواده ووځي. دا پیغامونه چې له رسمي ادرسونو څخه لېږل شوي، د افغانانو په منځ کې یې وېره او ناهیلي خپره کړې ده.

د دغه بنسټ راپور زیاتوي چې د دغو کسانو له ډلې څخه ځینو یې په تېرو وختونو کې له امریکایي ځواکونو سره مستقیمه همکاري کړې او افغانستان ته لېږلو په صورت کې به له ځورونې، شکنجې یا د مرګ له ګواښ سره مخ شي. د بشري حقونو شنونکو خبرداری ورکړی چې دا ډول کړنې د متحده‌ایالاتو له بشري او امنیتي ژمنو څخه ښکاره سرغړونه ده.

یو شمېر اشخاصو، نړۍوالو بنسټونو او ټولنو د امریکا له حکومته د افغان کډوالو د وضعیت د دایمي حل لپاره د سملاسي اقدام غوښتنه کړې ده. تېره اوونۍ په جلاوطنۍ کې د افغانستان جمهوري‌غوښتونکي ډیموکراتیک خوځښت (پي‌ډي‌اېم‌اې) له ۱۴ زرو څخه ډېرو افغانانو لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو د خوندي‌توب وضعیت (ټي‌پي‌اېس) پر لغوه کېدو ژوره اندېښنه ښودلې وه.

په هغه لیک کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته لېږل شوی راغلي، دې افغانانو له کلونو راهیسې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د امریکا تر څنګ همکاري کړې ده. همداراز، نوموړي خوځښت ټینګار کړی چې یادو افغانانو د رسنیو، مدني ټولنو او متحده‌ایالاتو حکومت له پروګرامونو سره کار کړی او له همدې امله که هغوی افغانستان ته ستانه کړل شي، نو ژوند به یې له جدي ګواښ سره مخ شي.

نبیل خواجه اصف ته؛ ستا په غاړه د ترهګرۍ زنځير تا د مډال په توګه غاړه کې اچولی و

۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۱۲ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت نبیل د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف څرګندونو ته چې پاکستان یې پکې د ترهګرۍ قرباني بللی وو، په غبرګون کې لیکلي چې «ستا په غاړه کې د ترهګرۍ هغه زنځیر پاتې دی چې تا د مډال په توګه په غاړه کړی و».

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په ایکس د شوروي او امریکا ترمنځ جګړې اړوند لیکلي چې دغه جګړې ته د کفر او اسلام نوم ورکړل شو او اسامه بن لادن له همدې امله پاکستان ته صادر شو.

نوموړي همدا راز پاکستان د ترهګرۍ قرباني یاد کړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد یوازې پاتې شو.

خواجه اصف په ایکس لیکلي: «نن، هغه کسان چې موږ په ترهګرۍ تورنوي باید موږ ته ووایي چې اسامه بن لادن چا پاکستان ته راوست. ؟ څوک یې په خوا کې وو؟ دا په حقیقت کې د شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ جګړه وه، او نوم یې جهاد و. د اسلام او کفر ترمنځ جګړې ته د اړولو لپاره، د بن لادن په څیر خلک پاکستان ته صادر شول. او وروسته له هغه چې معنی څرګنده شوه، پاکستان یوازې پاتې شو. او موږ نن هم د دې ترهګرۍ او د هغې د تورونو سره مخ یو.»

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د خواجه اصف څرګندو ته په ایکس لیکلي: «ګران خواجه اصف نه قدرتونو ګټه درلوده، او نه د خدای فضل پاتې شو؛ اوس ستا په غاړه کې د ترهګرۍ هماغه زنځیر پاتې دی، کوم چې تا به یو وخت د مډال په توګه اغوستې وې!»

د خواجه اصف څرګندونې وروسته له هغې رامنځته کیږي چې په هندي کشمیر کې د وسله والو لخوا د ۲۴ سیلانیانو له وژولو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او د متحده ایالاتو حکومت د هندوستان له حکومت سره په دغه پېښه کې د ودرېدو اعلان وکړ.

د خواجه اصف څرګندونې په کور دننه هم له سختو غبرګونونو سره مخ شوي او له نوموړي یې د ترهګري د ملاتړ په اړه سپیناوی غوښتی.

د سې شنبې په ورځ، جمو و کشمير په سيلاني سيمه پهلګام کې د ناڅرګندو وسله‌والو په ډزو کې ۲۶سيلانيان ووژل شول او ۱۲نور ټپیان شول.

د هندي چارواکو په وینا، د وژل شويو کسانو په منځ کې دوه بهرني سيلانيان او د هند د بحري ځواکونو يو افسر هم شامل دي. ويل شوي چې بهرنيان د ایټالیا او اسراییل اتباع وو.

اروپايي ټولنې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته ۲۵۰ زره یورو ځانګړې کړې

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۳۱ GMT+۱

د منځني ختیځ او مرکزي اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشر اندریاس پاپاکونستانتینو وايي چې اروپایي ټولنې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته ۲۵۰ زره یورو ځانګړې کړې دي. د هغه په وینا، دا پيسې به په افغانستان کې سور صلیب نړۍوال فدراسیون ته وسپارل شي.

نوموړي د جمعې په ورځ (اپرېل ۲۵) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې دغه مالي مرسته به د سور صليب نړۍوال فدراسيون له لارې د زرګونو افغان کډوالو لپاره د سرپناه، بېړنيو روغتيايي چارو، څښاک اوبو او خوړو په برخو ولګول شي.

د منځني ختیځ او مرکزي اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشر اندریاس پاپاکونستانتینو لیکلي: «ډېرو دغو کډوالو خپل کورونه له لاسه ورکړي او دمګړۍ له بې‌وزلۍ او ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.»

هغه همداراز ویلي چې د خېبرپښتونخوا پېښور ته د خپل سفر پرمهال یې له یو شمېر افغان کډوالو سره لیدلي او د هغوی خبرې یې اورېدلي دي. پاپاکونستانتینو زیاته کړې: «زه د دې خلکو له زغم او مقاومت څخه ژور اغېزمن شوم. اروپايي ټولنه د هغوی ترڅنګ ولاړه ده.»

د اروپايي ټولنې یاد استازی دا مرسته داسې مهال اعلانوي چې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو جبري اېستلو ته زور ورکړی دی.

د یادونې ده چې دوه ورځې مخکې د طالبانو د رياست‌الوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مشر عبدالسلام حنفي ویلي و چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د افغانانو اېستل د شرم وړ مسئله ده.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت ویلي و چې یوازې د تېرې چهارشنبې په ورځ د تورخم له لارې دوه زره ۲۹۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.