د خوړو نړۍوال پروګرام: بشرپاله هوایي خدمتونه به د بودجې د کمښت له امله وځنډول شي

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، ښايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو الوتنې د بودجې د سخت کمښت له امله وځنډول شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، ښايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو الوتنې د بودجې د سخت کمښت له امله وځنډول شي.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د ملګرو ملتونو د بشرپاله هوایي خدمتونو د الوتنو د دوام لپاره ۱۰.۵ مېلیونه ډالرو ته بېړنۍ اړتیا ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې، چې دغه الوتنې یې د هېواد لرو پرتو او سختو سیمو ته د بېړنیو مرستو د رسولو یوازینۍ لار وه.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د یوه راپور له مخې، اوسمهال له ۲۳ مېلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د سره صليب نړۍوالې کمېټې تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې هره اوونۍ د شاوخوا پنځو زرو کډوالو په راستنېدو سره په افغانستان کې مېليونونه خلک له بې وزلۍ، بې کورۍ او له سختو بشري شرايطو سره مخ کېږي.
د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ترمنځ د سیمه ییز هوايي دهلېز پر جوړولو سربېره؛ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره UNHAS په ټول افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام په ګډون د ملګرو ملتونو د کارکوونکو لپاره د کورنیو الوتنو خدمات هم وړاندې کوي.
د دغې الوتنو یو له اصلي موخو څخه د ناورین لومړۍ کرښو او سختو سیمو ته د بشري مرستو کارکوونکو لېږدول دي.

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت خبر ورکړی، چې په فراه ولایت کې یې ۶۰۰ ملایانو ته د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د سندونو د وېش بهیر پیل کړی دی.
د یاد وزارت د دیني اسنادو د وېش استازي احمدالله رښتین د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې د دغو سندونو د وېش لپاره یې له سلګونه ملایانو څخه ازموینه اخیستې وه او شپږ سوه کسان یې بریالي اعلان شوي دي.
د هغه په خبره:« د وړې دورې لپاره عالیه دوره بلل کېږي د لېسانس او لویې دورې ته چې عالمیه بلل کېږي د ماسټرۍ اسناد ورکوو. اسناد مو له ځان سره راوړي دي.»
د فراه د لوړو زدهکړو موسسې اداري غړی عبدالظاهر صدیقي وایي، چې د طالبانو د لوړپوړو غړو په ځانګړې لورېینه دغو ملایانو ته د لوړو زدهکړو اسناد ورکول کېږي.
د نوموړي په وینا:« دوی کولای شي، چې په دغو اسنادو تر ډوکټورا پورې زدهکړې وکړي او دندې هم پرې اخیستلای شي.»
د عبدالرحیم حقاني په نوم د فراه یو ځایي ملا هم د طالبانو په لورېینه د ماسټرۍ له سند څخه برخمن شوی دی.
هغه د خپلې خوښۍ په څرګندولو سره وایي، چې اوس به د دغو سندونو سره دوی ته په دولتي ادارو کې دندې ورکړل شي.
طالبانو تر دې مخکې هم د کابل په ګډون بېلابېلو ولایتونو کې خپلو همفکره ملایانو ته د لېسانس او ماسټرۍ سندونه وېشلي دي.
نیوکې دا دي، چې طالبانو د دغو سندونو په وېش سره د لوړو زدهکړو اکاډمیک او چاپېریال زیانمن کړی دی.
د پوهنتون ځیني استادان په دې باور دي، چې د یادې ډلې له لوري ملایانو ته د لوړو زدهکړو د سندونو دغه ډول وېش اکاډمیکې زدهکړې اغېزمنولای شي.
له دې سربېره طالبانو د هېواد په ډېری پوهنتونونو کې مسلکي استادان په بېلابېلو پلمو له دندو ګوښه کړي او د خپلې ډلې سختدریځه ملایانو ته یې د استادۍ لارې پرانېستي دي.
طالبانو په پوهنتونونو کې خپل فکري کسان ګومارلي، چې غواړي په دې سره پوهنتوني چاپېریالونه تر خپل اغېز لاندې راولي.
د پوهنتون ی پخواني استادان وېره لري، چې طالبانو پوهنتونونه د افراطي مذهبي مدرسو په بڼه اړولي او په راتلونکې کې ترې د تاوتریخوالي پراخېدو اندېښنې شته.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران په بندر عباس کې د تېلو په ډیپو کې د پرونۍ چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د طالبانو دغه وزارت ویلي، چې په یاده پېښه کې د سلګونه کسانو مړینې او ټپي کېدو سخت خواشیني کړي دي.
طالبانو زیاته کړې، چې په دې سختو ورځو کې د ایران له حکومت سره اوږه په اوږه ولاړ دي.
د ایران په بندرعباس کې پرون د تېلو په یو ټانک کې د چاودنې له امله سلګونه تنه مړه او ټپیان شوي دی.
د ایران د کورنیو چارو وزارت په دغه چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ او د ټپیانو شمېر ۷۵۰ تنه ښودلی دی.
بل خوا بیا له بندرعباس څخه یوې ځایي سرچینې ایرانانټرنشنل ته په یوې لېږل شوې ویډیو کې ویلي، چې د بندرعباس ښار په رجایي بندر کې د پرونۍ چاودنې له امله د دوی په اداره کې ۲۳ ښځې وژل شوې دي.
سرچینې په دغه ویډيو کې زیاته کړې، چې د چاودنې څپې دومره زوروې وې چې د خلکو سترګې یې سختې زیانمنې کړې دي او په روغتونونو کې ډاکټرانو له یو شمېر ټپيانو لاسونه هم پرې کړې دي.
د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ د بندرعباس په چاودنه کې د دغې بندر ټولې ودانۍ زیانمنې شوې او وېره شته، چې ځیني کارکوونکي او خلک به د ودانیو ار دېریو لاندې وي.
ایراني چارواکي وايي، چاودنه د تېلو ډېپو کې رامنځته شوې ده؛ خو لامل یې لا روښانه نه دی.
ویل کېږي، چاودنه دومره زوروره وه، چې تر څو کیلومترو لرې پرتې ودانۍ یې هم زیانمنې کړې دي.

طالبانو د غویي ۷مې کودتاه او د غویي ۸مې د ډاکټر نجیب الله حکومت د ړنګېدو په تړاو خبرپاڼه کې ویلي، چې د مجاهدینو په منځ کې یو شمېر د قدرت تږیو کسانو تنظیمي جګړې پیل کړې او افغانستان یې په اور کې وسوځاوه.
طالبانو د (غویي ۷مې) په خبرپانه کې زیاته کړې، چې افغانانو د شوروي یرغل او کمونېستي نظام پر ضد کلکه مبارزه وکړه؛ خو (د غویي پر ۸مه) د «خپلواکۍ» ترلاسه کولو وروسته ځینو جهادي ډلو د واک پر سر ژور اختلافات رامنځته کړل او هغه مهال یې په افغانستان کې د سوچه «اسلامي نظام» رامنځته کېدو هیلې خاورې کړې.
طالبانو په خبرپاڼه (د غویي پر ۷مه) د سردارد محمد داود خان د حکومت ړنګېدل غندلي او پر ضد یې شوې کودتاه د شوروي اتحاد تېري ته زمینه سازي بللې.
خبرپانه کې راغلي:« دا کار د دې لپاره وشو، چې د افغانستان خاوره خپله مستعمره او خلک یې د ځان غلامان وګرځوي او خپله کمونېستي مفکوره پرې تحمیل کړي.»
د ۱۳۵۷ لمریز کال (د غویي په ۷مه نېټه) د نور محمد تره کي په مشرۍ د خلق ډیموکراټیک ګوند له لوري د محمد داود خان پر ضد کودتاه وشوه او د هغه حکومت یې ړنګ کړ.
د هغه پلویانو دغه نېټې ته د «ثور انقلاب» نوم ورکړی او مخالفین یې بیا «توره کودتاه» بولي.
پوره ۳۳کاله وړاندې (۱۳۷۱ کال د غویي ۸مه) د مجاهدینو بېلابېلو ډلو کابل ته په ننوتو د ډاکټر نجیب حکومت وپرځاوه.
طالبانو د خپلې خبرپاڼې په پای کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې «اسلامي شرعي نظام» راوستی او خلک یې باید ساتلو کې همکاري وکړي.
طالبان په خپلو ویناوو او شعارونو کې څرګندوي، چې ګوندې له افغانستانه یې بهرني ځواکونه د خپلې جګړې په زور اېستلي دي؛ خو د پخواني پرځېدلي جمهوري نظام چارواکي ادعا لري، چې دغه ډله د دوحې تړون د سیاسي معاملې له مخې واک ته رسېدلې ده.
پر دغه ډلې نیوکه ده، چې افغانستان کې یې د «شرعي نظام» په نوم پر خلکو خپل سختدریځي افکار پلي کړي چې له کبله یې افغانان له سختو کړاوونو سره مخ شوي دي.
دغې ډلې د ښځو پر حقونو، د نجونو پر زدهکړو، د ښځو پر کار، بیان ازادۍ، رسنیو، سیاسي فعالیتونو او د ژوند په بېلابېلو برخو کې پر خلکو سخت بندیزونه لګولي دي.
همدا راز دغه ډلې حکومتي دستګاه یوازې د خپلو فکري کسانو او ملایانو څخه ډکه کړې ده. طالبان په افغانستان کې نه یوازې په فکري انحصار تورن دي؛ بلکې نیوکې دا دي چې دغې ډلې یو استبدادي رژیم رامنځته کړی او پر هر څه یې منګولې ښخې کړې دي.

له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې طالبانو د هېواد په زرګونه متقاعدین له خپلو تنخواوو بې برخې کړي دي، چې له امله یې د پراخې بې وزلۍ او دوامداره بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دي.
د دغو تقاعد شویو کسانو یوې ډله پرون یو وار بیا په کابل کې د طالبانو د تقاعد خزانې د عمومي ریاست مخې ته راغونډه شوې وه او د خپلو تقاعدونو د ورکړې غوښتنه یې کوله.
دوی د «موږ خیرات نه غواړو، خپل حق غواړو» تر شعار لاندې د طالبانو له رژیم څخه د عدالت غوښتنه وکړه.
دوی پر نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو پر سازمانونو غږ وکړ، چې پر طالبانو فشار راوړي چې د دوی حق ورکړي.
له دغې ډلې څخه یو تن خوشحال سنګر افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې وویل:« ډېری متقاعدین بې وزلۍ او لوږې دومره ځپلي، چې سوال کولو ته اړ شوي دي او ځیني نور یې د ځان وژنې فکر کوي.»
هغه زیاته کړې:« زه پر عامه خلکو غږ کوم، چې له موږ سره ودرېږي او له حقونو مو دفاع وکړي.»
دغه متقاعدین چې د طالبانو تر ولکې لاندې ادارو ته له تګ راټګ څخه ستړي شوي وايي، چې طالبانو ورسره تل ژمنې کړې دي؛ خو تر اوسه یې یوه ژمنه هم نه ده پوره شوې.
یو بلې متقاعدې ګل مینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« موږ خیرات نه غواړو، دا پیسې زموږ د خدمت پر مهال زموږ له تنخواوو ګرځول شوې وې، موږ خپل حق نه پرېږدو، موږ یې اخلو.»
ګل مینه په ژړغوني غږ سره زیاتوي:« د وږو تقاعد شویو، بې وزلو ماشومانو اوښکو او ژړا عرش هم لړزولی؛ خو طالبان دغه ژړا او فریاد نه اوري. موږ به تر وروستۍ سلګۍ د خپلو حقونو غوښتنه وکړو.»
طالبانو له څلورو کالونه راهیسې د هېواد متقاعدینو ته په داسې حال کې خپل تقاعد نه دی ورکړی، چې د کار قانون، د ملکي خدمتونو د تقاعد مقررې او د نړۍوالو حقوقي سندونو پر بنسټ، چې افغانستان لاسلیک کړی؛ دولتي ادارې مکلفې دي چې متقاعدینو ته تقاعد ورکړي.
جانباز ځوانمل چې یو عمر خوړلی متقاعد دی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي:« په دغو څلورو کالونو کې چې د تقاعد تنخوا یې نه ده ترلاسه کړې، خپلې ټولې پانګې یې پلورلې او مصرف کړې دي او اوس کوم مالي او اقتصادي ملاتړ نلري او په دې فکر کې دی، چې څنګه خپل ژوند تېر کړي.»
ځوانمل زیاتوي:« که پر وخت ورته طالبان د تقاعد تنخوا ورنکړي؛ نو اړ دی، چې د پامیر په څلورلاري کې سوالګري پیل کړي.»
د یادولو وړ ده، چې د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ؛ خو څو میاشتې تېرې شوې، چې لا هم د تقاعد کوونکو ستونزه نه ده حل شوې.
په هغه وخت کې ځینو متقاعدینو وویل، چې ملا هبت الله اخندزاده د متقاعدینو د تنخواوو د ورکړې اراده نه لري.
دغه تقاعد شوي کسان د تنخواوو د ورکړې په موخه د طالبانو ځانګړې محکمې ته راجع شوي؛ خو تر اوسه دغې محکمې د دوی د تنخواوو د ورکړې حکم نه دی صادر کړی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو په کویټه ښار کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري اېستلو په غبرګون کې لاریون کړی او له دغه هېواده یې غوښتي، چې ژر تر ژره دغه لړۍ ودروي.
د پاکستانۍ ډان ورځپانې د راپور له مخې، لاریونوال د کویټې ښاروالۍ مخې ته راټول شوي وو او د افغان کډوالو د جبري اېستل کېدو تګلارې خلاف یې شعارونه ورکول.
لاریونوال د کویټې ښار په بېلابېلا سیمو کې وګرځېدل او په منان چوک کې یې یوه اعتراضیه غونډه هم وکړه.
د پښتونخوا عوامي ملي ګوند یوه غړي عبدالرحیم زیارتوال د خپلې وینا پر مهال د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه، چې له افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي.
د هغه په خبره، دغه افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره ثبت شوي قانوني کارتونه لري او باید په جبري توګه اېستل کېدو ته اړ نشي.
د غونډې یوه بل ویناوال ډاکټر عبدالمجید اڅکزي بیا ویلي، افغانانو د پاکستان په اقتصادي پیاوړتیا کې ځانګړې ونډه اخیستې او له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې یې د دغه هېواد له وګړو سره څنګ په څنګ ژوند کړی دی.
ګډونوالو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې په دغه هېواد کې له لسیزو راهیسې مېشتو افغانانو ته دې تابعیتونه ورکړل شي.
ویناوالو وویل، چې لوېدیځ هېوادونه کډوالو ته د پنځو کالو اوسېدو وروسته تابعیت ورکوي؛ خو پاکستان د څلوېښتو کالو وروسته هم کډوال اېستلو ته اړ باسي.
دغه لاریونونه داسې مهال کېږي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې پاکستان په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ تنګه کړې او د جبري اېستنې دویم پړاو یې پیل کړی دی.
د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، په تېرو ۲۶ورځو کې له ۱۲۰زرو ډېر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه اېستل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
ټاکل شوې، چې پاکستان په دغه دویم پړاو کې د «اې سي سي» کارت لرونکي اته سوه زره افغان کډوالو تر څنګ بې اسناده افغانان هم له خپل هېواده وباسي.
پاکستان کې له دوه مېلیونه ډېر افغان کډوال مېشت دي او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له دغه هېواده غوښتي، چې د جبري اېستل کېدو څخه یې ډډه وکړي؛ خو پاکستان دغو غوښتنو ته دا ځل چندان ارزښت نه دی ورکړی.
