د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو پالیسیو له کبله، چې د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو او بهرنيو حکومتونو له خوا پرې سختې نیوکې شوې، د افغانستان وضعیت اندېښمنوونکی بلل شوی.
د رپوټ له مخې، د طالبانو اقداماتو د ښځو پر ضدسیستماتیکې ځورونې رامنځته کړې، چې په هغې کې د تعلیم، کار او حرکت حقونه په جدي توګه محدود شوي دي.
رپوټ وايي، طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره ښوونه بنده کړې او تر اوسه داسې نښې نه شته چې دا پالیسي به بدل شي. ښځې چې د حکومت له خوا له کار کولو منع شوې دي، اکثره وخت د خپلو کورنیو او ځان لپاره د عاید په پیدا کولو کې ناکامې دي.
د۲۰۲۴ کال تر دسمبر میاشتې پورې طالبانو خپل سخت قوانین لا پسې ډېر کړل او له لوړ زده کړو، طبي زده کړو او عامه ځایونو کې له ګرځېدو یې هم را وګرځولې.
توقیف شوي کسان، په ځانګړې توګه هغه چې له پخواني حکومت سره یې تړاو درلود یا د طالبانو د سیاستونو مخالف وو، له شکنجو او بېمحاکمې اعدامونو سره مخامخ شوي.
د ۲۰۲۴ کال له جنوري تر جون پورې لږ تر لږه ۹۸ د غیر قانوني نیونې او توقیف پېښې ثبت شوې دي چې د پخواني حکومت کارکوونکي پکې شامل وو. په دې کې ۲۰ پېښې د شکنجې او نورو ځورونکو شرایطو او ۹ پېښې د ناحقه وژنو وې.
رپوټ وايي، د طالبانو تعزیري سزاګانې په ټول هېواد کې روانې دي. د ۲۰۲۴ کال له اپریل تر جون پورې ۱۷۹کسان چې ۱۴۷ نارینه، ۲۸ ښځې او ۴ هلکان پکې شامل وو، له ورته سزاګانو سره مخ شوي دي.
د دې مجازاتو لپاره تورونه اکثراً د زنا، کور نه د تېښتې، او لواطت ول، چې ښځې او نجونې یې زیاتره متاثرې کړې دي.
د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې تر ۲۰۲۴ کال مارچ پورې د امر بالمعروف د غړو د ناعادلانه ځواک کارونې لږ تر لږه ۱یو زر او ۳۳ پېښې ثبت شوې دي چې ۲۰۵ ښځې او نجونې او ۸۲۸ نارینه او هلکان پکې هدف ګرځېدلي.
په رپوټ کې د رسنیو او بیان د ازادۍ په تړاو د طالبانو چلند او پر رسنیو بندیزونو ته هم اشاره شوې او دغه راز په پاکستان او نوره نړۍ کې د افغان کډوالو پر وړاندې سختې پالیسۍ یې هم یادې کړې دي، چې بشري وضعیت یې کړکېچن کړی.
هغه وویل چې له دوه کاله زیات وخت کې هغه هره ورځ د طالبانو له خوا له خپلې کاتولیکې عقیدې د اوښتلو لپاره له فشار سره مخ و. هغه ټینګار وکړ چې بار بار یې له دې غوښتنې ډډه کړې چې خپله عقیده د خلاصون په بدل کې نه بدلوي.
جورج ګلزمن وویل چې په دې موده کې، تقریباً هره ورځ د طالبانو له خوا پر هغه فشارونه وو چې مسلمان شي. د هغه په وینا، دغه فشارونه له وهلو نیولې د یخنۍ په موسم کې پر ده تر سړو اوبو پاشلو پورې وو.
هغه وویل: « هغوی به راتلل او هڅه یې کوله چې زه خپل دین بدل کړم. هغوی ویل که اسلام ومنم، دوی به ما په دوه ورځو کې خوشی کړي.»
ګلزمن په مرکه کې ټینګار وکړ چې دا ژمنې ښایي «دروغ» وې. هغه همدارنګه وویل چې طالبانو ده ته د خپلو باورونو له مخې د عبادت اجازه نه ورکوله.
هغه خپلو مسلمانو دوستانو ته وویل: « زه د هغوی ایمان ته درناوی لرم او هغوی زما د ایمان درناوی کوي. طالبان فکر کوي چې یوازې دوی اصلي مسلمانان دي».
جورج ګلزمن له خوشي کېدو وروسته د خپلو احساساتو په اړه وویل: « ما داسې احساس وکړ لکه ماشوم چې په یوه سوداګریز مرکز کې د خلکو ترمنځ ورک شوی وم، او ناڅاپه پلار پیداکوم او په غېږه کې مې نیسي او زه د امنیت احساس کوم».
هغه ټینګار وکړ چې خپل سفرونه به جاري ساتي، خو نور به داسې خطرناکو ځایونو لکه افغانستان ته، نه ځي.