• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان رپوټ: د طالبانو امر بالمعروف کارکوونکو تېر کال ۱۳ زره تنه نیولي

۹ غویی ۱۴۰۴ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان رپوټ وايي، چې د طالبانو امر بالمعروف وزارت محتسبانو، چې د اخلاقي پولیسو په نوم هم یادیږي، د تېر کال په اوږدو کې ۱۳۰۰۰ کسان نیولي دي. دغه راز د طالبانو د امر بالمعروف د غړو د ناعادلانه ځواک کارونې لږ تر لږه یو زر او ۳۳ پېښې ثبت شوې دي.

د بښنې نړیوال سازمان کلني رپوټ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه تریخ تصویر وړاندې کړی چې له ښځو، قومي او مذهبي اقلیتونو، سیاسي مخالفانو او رسنیو سره د طالبانو پر چلند پکې نیوکې شوې دي.

رپوټ وايي، د طالبانو تعزیري سزاګانې په ټول هېواد کې روانې دي. د ۲۰۲۴ کال له اپریل تر جون پورې ۱۷۹کسان چې ۱۴۷ نارینه، ۲۸ ښځې او ۴ هلکان پکې شامل وو، له ورته سزاګانو سره مخ شوي دي.

د دې مجازاتو لپاره تورونه اکثراً د زنا، کور نه د تېښتې، او لواطت ول، چې ښځې او نجونې یې زیاتره متاثرې کړې دي.

د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې تر ۲۰۲۴ کال مارچ پورې د طالبانو د امر بالمعروف د غړو د ناعادلانه ځواک کارونې لږ تر لږه یو زر او ۳۳ پېښې ثبت شوې دي چې ۲۰۵ ښځې او نجونې او ۸۲۸ نارینه او هلکان پکې شاملیږي.

رپوټ وايي، چې د طالبانو له خوا عامه اعدامونه دوام لري او په فبروري کې درې کسان په عامه توګه اعدام شول، او یو بل کس د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې اعدام شو. د نورو رپوټونو له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې د طالبانو محکمو له۳۰۰ نه تر۶۰۰ پورې بندیانو ته د مرګ سزا ورکړې ده.

په مارچ کې رپوټونه ورکړل شوي چې طالبان کېدای شي د زنا په جرم د سنگسار سزا بیا پیل کړي.

د عامه اعدامونو او نورو سختو سزاګانو پر دوام نړیوالې ټولنې سختې نیوکې کړې دي چې د قانوني حقوقو نقض او د عادلانه محاکمې حقونو ته پام پکې نه کیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ایران د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو رغولو لپاره ۱۰ میلیونه یورو بېل کړي

۹ غویی ۱۴۰۴ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۲۱ GMT+۱

د طالبانو ټولګټو وزارت وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي سره وکتل. بیګدلي وویل چې د ابونصر فراهي میل ۷۸سړک د بشپړېدو لپاره ۱۰میلیونه یورو ځانګړې شوې.» هغه دغه راز زیاته کړه، چې د یاد سړک کار به د روان کال تر پایه بشپړ شي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن سې شنبه د غويي ۹مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په دې کتنه کې د ابو نصر فراهي میل ۷۸سړک د پاتې برخو د بشپړېدو، د میلک دویم پل رغولو، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له مسیر څخه د انتقالاتو پر زیاتوالي او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.

په لیدنه کې د ایران سفیر عليرضا بیګدلي ویلي،چې «د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر سره تر تیرې ناستې وروسته موږ د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو، د خواف – هرات اوسپنیزې کرښې مسیر څخه لیدنه وکړه».

نوموړي زیاته کړې، چې «ایران ته د سفر په ترڅ کې د ابونصر فراهي میل ۷۸سړک د بشپړېدو لپاره ۱۰میلیونه یورو ځانګړي شوې.»

یاد وزارت وايي، چې د لیدنې په لړ کې د طالبانو د ټولګټو وزارت وزیر ملا محمدعیسی ثاني وویل چې ددغه سړک د پاتې برخو بشپړېدل د طالبانو د اقتصادي پلان له لومړيتوبونو څخه و.

دغه طالب چارواکي هیله ښودلې، چې د دواړو هیوادونو د خلکو او سوداګرو د ستونزو د حل په موخه د یاد سړک د پاتې برخو رغولو کار ژر تر ژره بشپړ شي.

امیر خان متقي له قطر نه د ډېپلوماتيکو اړيکو د «کچې لوړولو» غوښتنه کړې

۹ غویی ۱۴۰۴ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي په بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزير محمد بن عبدالعزيز الخليفي سره کتنه کې هیله څرګنده کړې، چې دوحه دې له طالبانو سره د ډېپلوماټیکو اړیکو کچه لوړه کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخې نن سې شنبه، د غويي ۹مه، وویل، چې په دې ناسته کې دواړو لوريو پر دوو اړخيزو اړيکو، مختلفو برخو کې د همکاريو پر پراختيا او ځينو سيمه‌ييزو مسايلو خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي:«د هېواد د بهرنيو چارو وزير قطر سره د افغانستان اړيکې مثبتې وبللې او هيله يې څرگنده کړه چې دواړه هېوادونه په نږدې راتلونکي کې د ديپلوماتيکو اړيکو کچه لوړه کړي.»

امير خان متقي په پراختيايي او بشري برخو کې له افغانستان سره د قطر مرستې ارزښتناکې وبللې او د افغانستان حکومت له اړخه يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي چې په بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزير هم له افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې نږدې وگڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د همکاريو د پراختيا خبرې وکړې.

دوی زیاتوي چې محمد بن عبدالعزيز الخليفي په کلتوري، روغتيايي، سپورتي او د کاريګرو لېږد برخو کې له افغانستان سره د مرستو لپاره چمتووالی وښود.

الخلیفي ټينګار کړی، چې د چارو د ښه تعقيب لپاره د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ د منظمو تماسونو ميکانيزم رامنځ ته شي.

دواړو لوريو د ناستې په پای کې د دواړو هېوادونو د ګڼو ارګانونو ترمنځ پر نږدې همکارۍ او ليدو کتو هوکړه کړې ده.

امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ د یوه جګپوړي طالب پلاوي په مشرۍ دوحې ته لاړ.

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي دي.

د بښنې نړیوال سازمان: ۳۰۰ تر ۶۰۰ افغان بندیان په مرګ محکوم شوي

۹ غویی ۱۴۰۴ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۱۳ GMT+۱
•
خبرخونه

د بښنې نړیوال سازمان وايي چې سلګونه افغان بندیان د مرګ په سزا محکوم شوي دي. دغه سازمان دا څرګندونې په خپل تازه خپاره شوي کلني رپوټ کې کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان کلنی رپوټ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه تریخ تصویر وړاندې کړی چې له ښځو، قومي او مذهبي اقلیتونو، سیاسي مخالفانو او رسنیو سره د طالبانو پر چلند پکې نیوکې شوې دي.

دغه رپوټ چې په ۴۰۹ مخونو کې خپور شوی، وايي، د۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې، افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د پام وړ تنزل لیدلی.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو پالیسیو له کبله، چې د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو او بهرنيو حکومتونو له خوا پرې سختې نیوکې شوې، د افغانستان وضعیت اندېښمنوونکی بلل شوی.

د رپوټ له مخې، د طالبانو اقداماتو د ښځو پر ضدسیستماتیکې ځورونې رامنځته کړې، چې په هغې کې د تعلیم، کار او حرکت حقونه په جدي توګه محدود شوي دي.

رپوټ وايي، طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره ښوونه بنده کړې او تر اوسه داسې نښې نه شته چې دا پالیسي به بدل شي. ښځې چې د حکومت له خوا له کار کولو منع شوې دي، اکثره وخت د خپلو کورنیو او ځان لپاره د عاید په پیدا کولو کې ناکامې دي.

د۲۰۲۴ کال تر دسمبر میاشتې پورې طالبانو خپل سخت قوانین لا پسې ډېر کړل او له لوړ زده کړو، طبي زده کړو او عامه ځایونو کې له ګرځېدو یې هم را وګرځولې.

100%

د اقلیتونو او سیاسي مخالفینو پر وړاندې تشدد

رپوټ وايي، چې قومي لږه کي، په ځانګړې توګه شیعه هزاره، د طالبانو له سختو پالیسیو سره مخ دي.

د داعش خراسان څانګه د هزاره وګړو پر جوماتونو، ښوونځیو او مدني سیمو پراخو بریدونو کې ښکیله ده. رپوټ وايي، چې د طالبانو حکومت د دې لږه کیو د خونديتابه لپاره په تدابیرو کې پاتې راغلی، چې دا د مذهبي تشدد زیاتیدو ته لاره هواروي.

په ورته وخت کې، د طالبانو سیاسي مخالفین، په ځانګړې توګه پخواني حکومتي کارکوونکي، ژورنالیستان او د بشري حقونو مدافعین له سختو تهدیدونو سره مخ دي. رپوټ زیاتوي چې د طالبانو حکومت ګڼ کسان نیولې دي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د نږدې ۶۰۰ کسانو د توقیف قضیې ثبت شوې دي.

رپوټ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت او محلي بشري حقونو سازمانونو په استناد وايي، چې د ۲۰۲۴ کال د جون تر میاشتې پورې، ۲۰ زره کسان، چې لږ تر لږه ۱۵۰۰پکې ښځې وې، د طالبانو تر کنټرول لاندې بندي شوي دي. دغه توقیفونه په عمده توګه د هغو کسانو پر ضد وو چې د طالبانو د پالیسیو مخالف یا د هغوی سیاسی رقیبان لکه پخواني حکومتي کارکوونکي، مذهبي عالمان، د مدني ټولنې فعالین، بشري حقونو دفاع کوونکي او خبریالان، ګڼل شوي دي.

یوازې د ۲۰۲۴ کال د لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د بشري حقونو سازمان راوادري ۶۱۴ د بې‌قانوني توقیفونو او ۳۵ د اجباري تری تمونو رپوټونه ثبت کړي دي، چې دا پېښې یې په نهو ولایتونو کې ثبت کړې وې.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت محتسبانو چې د «اخلاقي پولیسو» په نوم هم یادیږي، د تېر کال په اوږدو کې ۱۳۰۰۰ کسان کسان نیولي دي.

یوه مهمه پېښه د احمد فهیم عزیزي وه، چې د ښوونې د حقونو یوفعال و، هغه د ۱۱ میاشتو لپاره بندي شوی و.

عزیزي د لاریونونو تنظیمولو او لاریون ته د ښځو د هڅونې په تور نیول شوی و، خو په سپتمبر کې خوشی شو.

بې‌محاکمې اعدامونه او شکنجې

توقیف شوي کسان، په ځانګړې توګه هغه چې له پخواني حکومت سره یې تړاو درلود یا د طالبانو د سیاستونو مخالف وو، له شکنجو او بې‌محاکمې اعدامونو سره مخامخ شوي.

د ۲۰۲۴ کال له جنوري تر جون پورې لږ تر لږه ۹۸ د غیر قانوني نیونې او توقیف پېښې ثبت شوې دي چې د پخواني حکومت کارکوونکي پکې شامل وو. په دې کې ۲۰ پېښې د شکنجې او نورو ځورونکو شرایطو او ۹ پېښې د ناحقه وژنو وې.

رپوټ وايي، د طالبانو تعزیري سزاګانې په ټول هېواد کې روانې دي. د ۲۰۲۴ کال له اپریل تر جون پورې ۱۷۹کسان چې ۱۴۷ نارینه، ۲۸ ښځې او ۴ هلکان پکې شامل وو، له ورته سزاګانو سره مخ شوي دي.

د دې مجازاتو لپاره تورونه اکثراً د زنا، کور نه د تېښتې، او لواطت ول، چې ښځې او نجونې یې زیاتره متاثرې کړې دي.

د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې تر ۲۰۲۴ کال مارچ پورې د امر بالمعروف د غړو د ناعادلانه ځواک کارونې لږ تر لږه ۱یو زر او ۳۳ پېښې ثبت شوې دي چې ۲۰۵ ښځې او نجونې او ۸۲۸ نارینه او هلکان پکې هدف ګرځېدلي.

100%

عامه اعدامونه او د مرګ سزاوې

رپوټ وايي، چې د طالبانو له خوا عامه اعدامونه دوام لري او په فبروري کې درې کسان په عامه توګه اعدام شول، او یو بل کس د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې اعدام شوی. د نورو رپوټونو له مخې، تر ۲۰۲۴ کال جولای پورې د طالبانو محکمو له۳۰۰نه تر۶۰۰ پورې بندیانو ته د مرګ سزا ورکړې ده. په مارچ کې رپوټونه ورکړل شوي چې طالبان کېدای شي د زنا په جرم د سنگسار سزا بیا پیل کړي.

د عامه اعدامونو او نورو سختو سزاګانو پر دوام نړیوالې ټولنې سختې نیوکې کړې دي چې د قانوني حقوقو نقض او د عادلانه محاکمې حقونو ته پام پکې نه کیږي.

رپوټ وايي، چې د افغانستان بشري وضعیت لاهم ژور شوی دی. د یونیسف په وینا، د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغان ماشومان له شدیدې سوء تغذیې خطر سره مخ دي، چې ۸۵۰ زره یې له ژوندګواښونکي حالت سره مخ دي.

په رپوټ کې د رسنیو او بیان د ازادۍ په تړاو د طالبانو چلند او پر رسنیو بندیزونو ته هم اشاره شوې او دغه راز په پاکستان او نوره نړۍ کې د افغان کډوالو پر وړاندې سختې پالیسۍ یې هم یادې کړې دي، چې بشري وضعیت یې کړکېچن کړی.

ازبکستان له طالبانو نه د امو سیند د تحکیماتو برخه کې د اقدام غوښتنه کړې

۹ غویی ۱۴۰۴ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د بلخ والي دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان هېواد د کرنې وزارت مرستیال عبدالزخروف جمشید او تخنیکي ټیم یې د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا سره وکتل. عبدالزخروف جمشید په دې ناستې کې ویلي، چې پر امو سیند د تحکیماتو د جوړېدو عملي چارې پیل شي.

د طالبانو د بلخ والي دفتر د سې شنبې په ورځ، د غويي ۹مه وویل، چې راغلي پلاوي د ازبکستان هیواد او افغانستان ترمنځ ګډ سیند له تحکیماتو څخه له نژدې لیدنه وکړه او له طالب چارواکو سره یې د امو سیند د تحکیماتو په اړه خبرې کړې دي.

ازبکستان د قوشتیپې کانال له اړخه اندېښمن دی او غواړي چې طالبان په شګلنو سیمو کې د اوبو د جذب مسالې ته ځېر کړي او په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي.

طالبانو د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال عبدالزخروف جمشید په حواله لیکلي:«د امو سیند د تحکیماتو اړوند ډېر ژر عملي ګامونه واخیستل شي او د مقبرې په څلورو طرفونو کې به ځنګل ته ورته ځای ددې تخنیکي ټیم په ملتیا جوړ کړل شي.»

د طالبانو د بلخ والی دفتر په خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې لیدنه کې د زراعت پراختیا، زراعت برخه کې د پانګوني، د افغانستان د تازه میوو لپاره نړیوالې بازار موندني، د امو سیند د تحکیماتو، د سبزیجاتو او میوه جاتو دوا پاشي « پومیګیشن » په اړه خبرې شوې دي.

فرانسه د خوړو د نړۍوال پروګرام له لارې له افغانستان سره د یو میلیون یورو مرسته کوي

۹ غویی ۱۴۰۴ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۰۴ GMT+۱

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پرواګر وايي، چې فرانسه د افغانانو د ژوند ښه کولو، طبیعي پېښتو ته د چمتوالي، اقلیمي بدلون سره د مبارزې او اقتصادي خپلواکۍ د پياوړتیا په برخه کې يو ميلیون يورو مرسته کوي.

دغه اداره زیاتوي، یاده مرسته به په شپږ میاشتو کې تر زر زياتو کورنيو ته په بېلابېلو برخو کې ورسوي.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د سې شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د فرانسې دا مرسته به د شپږو مياشتو لپاره دوی ته زمينه برابره کړي، چې « د ۱۱۰۰ څخه زياتي کورنۍ مسلکي ورزوي، د کروندګرو ملاتړ وکړي او د اقليمي بحران په وړاندې لا اغېزناک ګامونه واخلي.»

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د فرانسې د سفيرې او په روم کې د ملګرو ملتونو د دایمي استازې سلین یورګنسن له قوله ویلي، اوږدې وچکالۍ او وروستيو مرګونو سېلابونو د میلیونو خلکو ژوند اغېزمن کړی، چې د خوراکي توکو د کرلو یا د ژوند لپاره د عوايدو د پېدا کېدو بله لار نه لري.

هغې زياته کړې: « افغانه ټولنه اوږد مهاله حل لارو ته اړتیا لري، تر څو اقتصادي خپلواکي او باثباته ژوند ته ورسيږي.»

د خوړو نړۍوال پروګرام د فرانسې حکومت د یومیلیون یورو مرستې کولو مننه کړې.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې تېر کال یې د زغم یا مقاومت د پروژو له لارې ۴۵۰۰ ميټریک ټنه خوراکي توکي او شاوخوا ۲۴ میلیونه امریکایي ډالر نقدې پېسې تر نیم میلیون پر زیاتو خلکو ویشلي، چې نږدې نيمايي يې ښځې او نجونې وې.

دغه ادارې ویلي، چې سږ کال په ۳۰ ولایتونو او ۶۱ ولسواليو کې د همدغو پروژو له لارې ۵۰ زره کورنیو ته د مرستې رسولو پلان لري.

د همدې خبرپاڼې له مخې، د فرانسې حکومت په افغانستان کې دخوړو نړۍوال پروګرام په بېلابېلو برخو کې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ پورې شاوخوا ۵۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.