• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو تازه رپوټ: طالبانو ۵۰ اسماعیليان سني مذهب منلو ته اړ اېستي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۶:۲۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندوی دفتر (یوناما) ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې لږترلږه ۵۰ تنه اسماعیلیه مذهبي د مذهبي فشار، ګواښ او تشدد له لارې سني مذهب منلو ته اړ کړي دي.

په یوه درې میاشتني رپوټ کې چې یوناما د پنجشنبې په ورځ خپور کړی، ویل شوي، چې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو په ځانګړي ډول د امر بالمعروف ادارې مامورینو د شپې له خوا د اسماعیلیه ټولنې غړي له خپلو کورونو ایستلي، د مذهبي عقایدو په تړاو یې ترې پوښتنې کړې او هڅه یې کړې چې د هغوی مذهب بدل کړي.

رپوټ زیاتوي چې طالبان نه یوازې خلک د مذهب بدلولو ته اړ باسي، بلکې په اسماعیلیه مېشتو سیمو کې یې د سني اسلام پر بنسټ دیني مدرسې هم جوړې کړې دي او له خلکو یې غوښتي چې خپل ماشومان هلته واستوي.

یوناما لیکلي، د طالبانو د امر بالمعروف مامورین د جمعې او تراویح لمونځونو په ګډون مذهبي مراسم سخت څاري، بازارونه یې د لمانځه پر مهال تړلي او هغه کسان یې مجازات کړي چې د دوی له مذهبي احکامو سرغړونه کوي.

رپوټ څرګندوي چې طالبانو د فراه، زابل، هلمند او سمنګان په جوماتونو کې د هغو کسانو نوملړ جوړ کړی چې لمونځونو ته نه حاضرېږي، ځینې یې نیولي او بد چلند ورسره شوی دی.

بل‌خوا، په بادغیس او هرات ولایتونو کې ښځو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د تراویح لمونځونه ترسره کړي.

افغانستان انټرنشنل پښتو په دې اړه له یادو ولایتونو څخه څو رپوټونه درلودل، چې طالبانو خلکو ته جوماتونو کې حاضرۍ اچولې او ښځې د جمعې له لمونځونو را ګرځوي.

د فزیکي سزاوو دوام هم د یوناما د رپوټ مهمه برخه ده. یوناما وايي، د جنورۍ له لومړۍ تر مارچ ۳۱مې پورې، طالبانو لږترلږه ۱۸۰ کسان چې ۱۴۲ نارینه، ۳۵ ښځې او درې نجونې پکې شاملې دي، علناً د دُرو په سزا محکوم کړي.

یوناما د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو له قوله لیکلي چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې سترې محکمې تر اوسه لږترلږه ۲۱۳ کسان په دُرو وهلي دي چې۱۶۹ نارینه او ۴۴پکې ښځې دي.

دا رپوټ داسې مهال خپریږي، چې د افغانستان انټرنشنل - پښتو موندني ښيي، چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۲۹ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. دې ډلې په دې موده کې یاد شمېر کسان د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې په دُرو وهلي، چې لسګونه ښځې هم پکې شاملې دي.

نامشروع اړیکې، له کور څخه تېښته، بداخلاقي، زنا، لواطت، غلا، رشوت، جعل کاري، د شرابو کار و بار او فرېبکاري هغه جرمونه دي، چې تورن کسان پرې مجازات کېږي.

د افغانستان انټرنشنل دغه نوې موندنې ښيي، چې په عام محضر کې د بدني سزاوو پېښې د ۲۰۲۴ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله زیاتې شوې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

افغان رپ سندرغاړې سونیتا علي زاده ته د لاین هارټ نړیواله جایزه ور کول کیږي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۴:۴۰ GMT+۱

افغان رپ سندرغاړې، ليکواله او د ښځو د حقونو فعاله سونيتا علي‌زاده په کنس لاینز نړیوال فسټیوال کې د ۲۰۲۵ کال د لاین‌هارټ یا زمري زړه جايزه ترلاسه کوي. دغه جايزه هر کال هغه شخصیت ته ورکول کېږي چې خپل شهرت یې د ټولنیز بدلون لپاره کارولی وي.

سونیتا د افغانستان لومړنۍ مسلکي رپ سندرغاړې ده او ترڅنګ یې د بشري حقونو فعاله او لیکواله هم ده. دا جایزه هغې ته د نجونو د حقونو لپاره د نه ستړې کېدونکې مبارزې له امله ورکول کیږي.

سونیتا د "ارزو" او خوبونو کتاب (Dreams Book) په نوم د پټو ښوونځیو بنسټ اېښی، چې د طالبانو له بندیز سره -سره نجونو ته زده‌کړه برابروي. د هغې مشهوره ویدیو «د لوڼو پلورل» د ماشومو ودونو پر ضد نړیوال غږ و.

سونيتا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په هرات کې زېږېدلې او په۱۰ او ۱۶ کلنۍ کې دوه ځلې د جبري ودونو له ګواښ سره مخ شوې. هغې وروسته ایران ته پناه یووړه، هلته یې موسیقي د خپل غږ د پورته کولو وسیله وګرځوله. د هغې کیسه د سونيتا په نوم مستند فلم کې انځور شوې، چې په سنډنس فلم فیسټیوال کې یې جايزه هم ګټلې ده.

د کین لاینز مشر فېليپ توماس وویل: «سونيتا د زړورتیا او نه ماتېدونکي هوډ بې‌سارې بېلګه ده. هغې د موسیقۍ او فعاليت له لارې نړۍ ته دا پیغام ورکړ چې ظلم باید ونه زغمل شي».

سونيتا ویلي، چې د لاین‌هارټ جايزه ترلاسه کول یوازې ویاړ نه دی، بلکې دا یو پیاوړی پیغام دی چې د نجونو د ازادۍ او حقونو لپاره غږ پورته کول اهمیت لري.

سونيتا د نړۍ په بېلابېلو سټېجونو کې کنسرټونه ورکړي، له نړیوالو هنرمندانو او موسسو سره یې همکاري کړې او د ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار سازمان په ګډون له ګڼو نادولتي ادارو سره یې کار کړی.

د فستیوال مسوولین وايي، سونیتا د خپل هنر او غږ له لارې د ظلم پر وړاندې ولاړه شوې او نړۍ ته یې الهام ورکړی. دا جایزه به هغې ته د جون په ۲۰مه، د فستیوال د وروستي ماښامي په مراسمو کې ورکړل شي.

ریچارډ بېنېټ: د عابدې د ځان سوځونې له عاملانو سره باید حساب وشي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۲:۴۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د غور ولایت د یوې پېغلې عابدې د ځان‌وژنې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا یوه دردناکه فاجعه ده چې باید څېړنه یې وشي او له عاملینو سره یې حساب وشي.

بېنېټ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «د غور ولایت څخه د یوې ځوانې نجلۍ د ځان‌وژنې دردناکې راپورونه خپاره شوي. له کورنۍ سره یې خپله خواخوږي شریکوم. د پېښې پلټنه او حساب‌ورکونه اړینه ده.»

نوموړي دا هم زیاته کړې چې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک ظلم دوام لري او دا ډول حالتونه د رواني فشارونو زیاتېدو ته لاره هواروي.

ریچارډ بېنېټ زیاتوي، «د جنسیتي ظلم سیستماتیک حالت لا ډېرې رواني مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري. هغوی چې له رواني ستونزو سره مخ دي، باید له نورو سره په ځانګړي ډول له مسلکي کسانو سره خبرې وکړي. هیله لا شته.»

د بېنېټ دا څرګندونې په داسې وخت دي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي، زده‌کړې، کار او اساسي بشري حقونه یې تر پښو لاندې شوي او دې چارې په ټول هېواد کې د ښځو رواني او ټولنیز وضعیت اغېزمن کړی.

د عابدې په نوم يوې نجلۍ د غور ولایت په تيورې ولسوالۍ کې د غویي پر نهمه وروسته له هغه ځان ته اور واچاوه، چې یو طالب قوماندان غوښتل په زور یې خپل ورور ته واده کړي. سرچينې وايي، چې طالب قوماندان له وسلو سره د نجلۍ کور ته ورغلی و .

سرچينو ویلي و، د حاجي محمد رحماني په نوم ځایي طالب وسله وال په زور د نجلۍ کور ته ورغلی، د هغې پلار او ورور یې بندیان کړي وو او غوښتل يې، چې نجلۍ په زور له ځان سره بوځي.

دا پېښه داسې مهال ترسره شوې، چې د طالبانو امربالمعروف ریاست نژدې هره ورځ د جبري نکاح د مخنيوي خبر ورکوي او دا مخنیوی د خپلو لاسته راوړنو یوه برخه ګڼي.

پاکستان د افغان سوداګرو ۱۵۰ موټرو ته اجازه ور کړې چې هند ته لاړ شي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۹ GMT+۱

د هند رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته اجازه ورکړې، څو د واګا بندر له لارې خپل سوداګریز توکي هند ته ولېږدوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر ۱۱مه، اعلان وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت په غوښتنه یې ۱۵۰ افغان سوداګریزو ګاډو ته د ټرانزیټ اجازه ور کړې، چې غواړي هند ته لاړ شي.

پاکستان وايي، چې د طالبانو سفارت د اپرېل پر ۲۸مه له دوی نه د یوه رسمي لیک له لارې دا غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې هغو افغان لاریو ته اجازه ورکړل شوې چې د اپرېل تر ۲۵مې مخکې پاکستان ته داخلې شوې دي. د دغو ۱۵۰ لاریو مفصل لېست اړوندو چارواکو ته سپارل شوی چې د سرحدي تګ راتګ بهیر یې اسانه شي.

وزارت په خپل ځوابي لیک کې افغان سفارت ته ویلي: « دا پرېکړه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوستانه او ورورګلویزو اړیکو ښکارندویه ده».

د هند تر ادارې لاندې پهلګام کې پر سیلانیانو تر برید وروسته د دغه هېواد او پاکستان ترمنخ اړیکې ټرینګلې شوې او دواړو هېوادونو د واګه بندر وتاړه.

د واګه بندر تړل کېدو له امله له افغانستان څخه هند ته د توکو لېږد هم ځنډېدلی.

د پاکستان له زندانونو ۵۸ خوشي شوي افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، ۵۸ افغان کډوال چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د استوګنې اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي وو، له لنډمهالي بند وروسته د غویي میاشتې پر ۱۰مه نېټه افغانستان ته راستانه شول.

د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د ثبت او هرکلي کمېټې د معلوماتو له مخې، یاد کسان له یو تر پنځو ورځو پورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې بنديان وو. راخوشي شوي کسان د بایومټریک ثبت او لومړنیو بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه کوي د کډوالو ستونزې تعقیب کړي او د هغوی د بېرته ستنیدو بهیر اسانه کړي.

تېره ورځ (چهارشنبه) هم د پاکستان له زندانونو شاوخوا ۱۰۰ افغان بندي کډوال خوشي او هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان له څه باندې یوه کال راهیسې په ځانګړې توګه په وروستیو میاشتو کې له دې هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې د اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه پورې ۱۲۰زره کډوال له پاکستان نه اېستل شوي دي.

حبیب الرحمن حکمتیار: هبت الله په افغانستان کې د سپاه پاسداران په څېر ځواک جوړوي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۱

د افغانستان د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمن حکمتیار وایي، چې د طالبانو مشر د ایران د سپاه پاسداران په څیر یو موازي ځواک جوړوي. حکمتیار دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو په امنیتي ځواکونو کې تنقیص راوستی.

حکمتیار د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر ۱۱مه، پر اېکس پاڼې د طالبانو په نظامي تشکیلاتو کې دغه تنقیص ته اشاره کړې او ویلې یې دي: «ځینې دوستان په امنیتي ځواکونو کې تنقیص د اختلافاتو د پیاوړتیا او په راتلونکي کې د طالبانو د ضعف یو عامل ګڼي. خو زما تاثر دا دی چې د طالبانو مشر په کندهار کې د امنیتي ځواکونو په کمولو سره خپل ځواک زیاتوي.»

هغه زیاتوي، دغه په لسګونه زره ځواک به د طالبانو مشرتابه ته وفادار او له پراخو صلاحیتونو سره وي، چې په تدریجي ډول به اصلي بودجه او واک دې ادارې ته ورکړل شي او په لنډ وخت کې به استخبارات، دفاع او کورنیو چارو وزارت خپل اهمیت او وړتیا له لاسه ورکړي.

هغه وایي هغه کسان چې د تنقیص په نامه اېستل شوي ډېریو کسانو یې په جګړه کې رول نه درلود او ښایي د طالبانو لپاره د ستونزې جوړولو توان پکې نه وي.

حبیب الرحمن حکمتیار وایي: «دا هغه څه دي چې په ایران کې له انقلاب وروسته پیښ شول. امنیتي ځواکونه د مشرتابه تر کنټرول لاندې نه وو. د سپاه په جوړېدو، د ژمنو اشخاصو استخدام او د لا زیاتو واکونو او بودیجې ورکولو سره، نورو امنیتي ادارو په تدریجي ډول د سپاه پاسداران ایران سره د سیالۍ کولو وړتیا له لاسه ورکړه، تر هغه چې سپاه پاسداران په ایران کې تر ټولو مهم رول ترلاسه کړ».

نوموړی وايي، چې هره داخلي شخړه د سپاه له لارې ځپل کیږي او په پریکړو کې د پام وړ رول لوبوي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو په خپلو تشکیلاتو کې تنقیصات راوستي.

د غویي پر لسمه د طالبانو دوه باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ددې ډلې مشر ملاهبت الله په شفاهي امر د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت پوسټ لغو شوی.

له دې وړاندې د طالبانو مشر د یوه حکم په ترڅ کې کورنیو چارو او دفاع چارو وزارتونو ته سپارښتنه کړې وه، چې په خپلو تشکیلاتو کې ۲۰ سلنه تنقیص راولي.