• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان لوی درستیز: د هند هر ډول تېري ته به «چټک او پرېکنده» ځواب ورکړو

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۹ GMT+۱

د هند او پاکستان د کړکېچ په لړ کې د‌ پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر هندوستان ته خبرداری ورکړی، چې پر دغه هېواد به یې هر ډول پوځي تېري ته به «چټک او پرېکنده» ځواب ورکړي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پهلګام ترهګریزې پېښې اړوند خپلو وسله والو ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې د پېښې په غبرګون کې «د ځواب ویلو ډول، هدف او وخت» لپاره دې اقدام وکړي.

پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپانې لیکلي، چې جنرال عاصم منیر په پنجاب کې د یوه پوځي مانور پر مهال خپله وینا کې څو څو واره هندوستان مخاطب کړی دی.

هغه ویلي، پوځ یې د هېواد ځمنکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع لپاره چمتو دی.

جنرال منير وويل: «پاکستان د سيمې سولې ته ژمن دی، خو د خپلو ملي ګټو د دفاع لپاره زموږ چمتووالی او مطلقه اراده موجوده ده.»

تېره اوونۍ وسله والو د هندي کشمیر په پهلګام کې ۲۵هندي سېلانیان ووژل او شل نور یې ټپیان کړل.

تر دې پېښې وروسته هند اسلام اباد ته ګوته ونیوله او په ترهګرۍ یې تورن کړ.

نوي ډیلي له پاکستان نه سره ټولې ټرانزیټي لارې وتړلې، د اوبو تړون یې لغوه کړ او ډېپلوماټيکې اړیکې یې هم راکمې کړې.

اسلام اباد هم ورته غبرګون وښود او د هندوستان د دغو پرېکړو په غبرګون کې یې خپلو ډېپلوماټیک فشارونه ډېر کړل.

پاکستاني‌ او هندي رسنۍ اوسمهال په احتمالي توګه د هند له لوري د پاکستان پر ځینو ښارونو د بریدونو د چمتووالي خبرونه خپروي. ان په کشمیر کې پولې ته نږدې بیا څو څو ځله په تېرو څو ورځو کې د دواړو لوریو ځواکونو پر یو بل ډزې هم کړي دي.

د دغو دوه اټومي وسلو لرونکو ګاونډيانو ترمنځ روان کړکېچ نړۍواله ټولنه هم اندېښمنه کړې ده.

امریکايي چارواکو له هند او پاکستان وغوښتل چې د تاوتريخوالي د راکمولو لپاره همکاري وکړي. همدا راز پاکستان غوښتنه کړې چې د پېښې په تړاو دې بې پرې څېړنې وشي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان حکومت نږدې ۱۷۰۰ افغان کډوال په جبري توګه له دغه هیواد نه ستانه کړي دي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۰۳:۲۶ GMT+۱

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د یاد هېواد پولیسو د پنجشنبې په ورځ د تورخم له لارې د افغانانو د ایستلو په روانه لړۍ کې ۱۶۹۹ کډوال په زور افغانستان ته ستانه کړي دي.

د راپور له مخې د (غوایي ۱۱مه) په دغو کسانو کې ۶۳۳ تنه یې د افغان وګړو کارت لرونکي (ACC) درلودونکي وو او ۱۰۶۶ نورو بیا د مېشتیدو هېڅ ډول قانوني اسناد نه لرل.

همدا راز د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوالو ته هم د روان زېږدیز کال د جون تر پایه وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.

د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې تر یادې نېټې وروسته به د پي او ار (POR) کارت لرونکو په وړاندې جدي اقدامات وکړي او د پولیسو له لوري به په زوره خپل هېواد ته وایستل شي.

چارواکو خبرداری ورکړی، چې دا ځل د افغانانو د ایستلو لپاره په ټاکل شوې موده کې هېڅ ډول بدلون نه راځي.

د بشري حقونو او کډوالو ملاتړ سازمانونو له پاکستان نه غوښتي، چې په زور د افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي، خو ښکاري چې اسلام اباد دا ځل دغو غوښتنو ته چندان پام نه دی کړی. پاکستان داسې مهال د افغان کډوالو ایستلو دغه لړۍ پیل کړې، چې په کور دننه بشري ناورین او فقر په اوج کې دی.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې لوږه ډېره شوې او د بې روزګارۍ کړکېچ هم ورځ تر بلې ډېریدونکی دی.

پاکستان کې تر دوه میلیونه ډېر افغان کډوال مېشت دي او باورونه دا دی که د ستنیدونکو دغه څپه همداسې دوام ولري، نو په هېواد کې به ورسره روان ناورین لا پراخ شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ لا له وړاندې اندېښنه ښودلې، چې افغانستان ته بېرته ستنیدونکي کسان په ځانګړې توګه نجونې او ښخې له ناڅرګنده راتلونکي سره مخ دي. دغه سازمان ویلي، چې د زده کړو تر څنګ به دغه بېرته ستنیدونکې نجونې د طالبانو له نورو محدودیتونو سره مخې شي.

همدا راز له ایران څخه هم د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر روان دی او ښايي په نږدې راتلونکي کې د افغانستان دغه ګاونډي هم دا لړۍ ګړندۍ کړې.

نیوکې دا دي، چې طالبان د سرپناوو، بشري مرستو، خوراکي توکو، روزګار او بېلابېلو برخو کې تازه ستنیدونکو ته اسانتیاوو چمتو کولو کې پاتې راغلي دي.

طالبانو له نړۍوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو څخه غوښتي، چې د بېرته ستنیدونکو افغانانو لپاره دې ورسره لازمې بشري او مالي مرستې وکړي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ په پولو کې بشري ناورین پراخ شوی دی

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۰۱:۵۷ GMT+۱

د پاکستان او افغانستان په دروازو کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې نوی چمتوشوی راپور ښیي چې زرګونه افغانې کورنۍ د بشرپاله شرایطو په پام کې نیولو پرته له پاکستانه ایستل شوې دي. په پاکستان کې د افغان کډوالو حضور د څو لسیزو له تېرېدو سربېره، د هغوی د ایستلو بهیر په ډېرې چټکۍ سره دوام لري.

د نوموړې امریکايي ورځپاڼې د راپور له‌مخې، پاکستاني چارواکو په خپله خوښه د کډوالو د دویم پړاو پلي‌کول پیل کړي، خو شواهد ښیي چې ډېرۍ افغانې کورنۍ په جبري ډول او له مخکینۍ خبرتیا پرته ایستل شوي او دا بهیر لا هم دوام لري.

که څه هم پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دې اقداماتو موخه د کډوالۍ قوانینو پلي‌ کول دي، خو د بشري حقونو څارونکي او نړۍوال بنسټونه بیا وايي، په دغه بهیر کې د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو پراخه سرغړونه شوې ده.

نیویارک ټایمز د ایستل‌شویو کډوالو په تړاو په سرحدي سیمو کې ناوړه بشري وضعیت ته اشاره کړې ده. هغه کورنۍ چې له نسلونو راهیسې یې په پاکستان کې ژوند کړی، اوس په افغانستان کې له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي. «هغه هېواد چې لاهم د بې‌‌وزلۍ، بې‌کارۍ، او پراخو ټولنیزو او سیاسي محدودیتونو» تر سرې کرښې لاندې دی.

راپور همداراز څرګندوي چې د کډوالو د ایستلو دا بهیر د ټولنې او کورنيو د پاشل‌کېدو لامل شوی او ګڼ شمېر خلک له ملاتړکوونکو سرچینو او روغتیايي پاملرنې څخه بې‌برخې شوي دي. ځینو مرکه‌کوونکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې د پولیسو د عملیاتو پرمهال ورسره ناوړه چلند شوی او پرته له دې چې د خپلو شخصي توکو د ټولولو وخت ورکړل شي، له سیمو په جبري ډول ایستل شوي دي.

په داسې حال کې چې ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري ایستل ودروي، دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د ایستلو بهیر ته زور ورکوي.

څه موده مخکې د بښنې نړۍوال سازمان یو وار بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی و چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړۍوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي. دغه سازمان ویلي و، پاکستان د ناقانونه بهرنیانو په نوم د اته لکو ډېرو افغانانو اېستلو دویم پړاو پیل کړی، چې افغانستان ته په ستنېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

د یادونې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ویلي، د اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه پورې ۱۲۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

د اوکراین پر ښارونو له دوامداره بریدونو سره سم د روسیې د جګړې په موخو کې بدلون

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۵ GMT+۱

سي‌اېن‌اېن د لوېديځو او امریکايي استخباراتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ښايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لنډمهالې جګړې موخې بدلې او په اوکراین کې د نیول‌شویو سیمو پر خوندي‌توب او د روسیې د کورني اقتصاد په پیاوړتیا تمرکز ته مخه کړي.

د امریکايي او اروپايي استخباراتي چارواکو د نویو ارزونو پر بنسټ، که څه هم روسي ځواکونو د جبهې په ځینو برخو کې کوچني پرمختګونه کړي، خو داسې هېڅ نښه نشته چې مسکو په نږدې راتلونکي کې د اوکراین د خاورې د پراخو برخو د نیولو وس ولري.

سي‌اېن‌اېن د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي په حواله زیاته کړې، روسیه اوس هڅه کوي د اوکراین حکومت کمزوری کړي او ورسره جوخت د اشغال شوې سیمې ډېره برخه په رسمیت وپېژني.

په همدې تړاو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف ټینګار کړی چې د کریمیا په ګډون دونېتسک، لوهانسک، زاپوریژیا او خرسون ولایتونه د روسیې د حاکمیت په توګه رسمي پېژندل د سولې مذاکراتو د دوام اساسي شرط دی. 

نوموړی روسي چارواکی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په وار-وار ټینګار کړی چې دی به هېڅکله د خپلې خاورې اشغال ونه مني.

ورته مهال، داسې راپورونه شته چې د امریکا متحده‌ایالات ښايي په رسمي ډول پر کریمیا او نورو نیول شویو سیمو د روسیې کنټرول په رسمیت وپېژني، خو له دې سیمو څخه د اوکرایني ځواکونو د شاتګ موضوع یې رد کړې ده.

دې سره جوخت، پخلاینې د ظاهري سیاست پر خلاف، روسیې د اوکراین پر ښارونو خپل هوایي بریدونه دوام لري. همدا پرون پر زاپوریژیا ښار د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکې د برید په ترڅ کې یو ۶۱ کلن سړی وژل شوی او ۱۴ نور کسان ژوبل شوي دي.

د کیف انډیپنډېنټ د راپور پر بنسټ، دغه برید لږترلږه د ۱۰ بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوی او د استوګنې سیمې، لوړ پوړیزې ودانۍ، ښوونیز مرکزونه او مهمې زیربناوې یې په نښه کړي دي.

همداراز د دغه برید ۹ نور ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. ورته مهال، د اوکراین د بیړنیو خدمتونو ادارې ویلي چې له بریدونو وروسته لویه اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.

دې پېښې یو ځل بیا په اوکراین کې د ملکي سیمو پر وړاندې د ګواښونو لوړه کچه روښانه کړې او د سولې په مذاکراتو کې یې د مسکو د صداقت په تړاو ډېرې پوښتنې راپورته کړې دي.

ملکري ملتونه: په غزه کې نژدې ۴ نیم لکه بې ځایه شوي خلک د تګ لپاره خوندي ځای نلري

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۰۰:۳۲ GMT+۱

د ترکيې اناډولو اژانس د ملګرو ملتو له قوله خبر ورکړی، چې په غزه کې تر ۴ لکه ۲۳ زره زيات بې ځایه شوي خلک د تګ لپاره خوندي ځای نه لري. په خبر کې راغلي، چې په رفع او ختيځه غزه کې وروستیو هوايي بریدو د ملکي خلکو مېنې هدف ګرځولي او سخت زیان يې اړولی.

د ترکیې اناډولي اژانس د جمعې په ورځ د (غويي ۱۱مه) خبر ورکړی، چې په غزه کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو په سختېدو سره بشري هڅې زياتې محدودې شوي او له ۴۲۳۰۰۰ څخه زيات فلسطینیان بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري کنفرانس وویل: «د بشري چارو د همغږۍ دفتر خبرداری ورکړ، چې په غزه کې د ننه د اسراییلو د پوځي فعالیتونو، بریدونو او عملیاتو له کبله بشري مرستې محدودې شوي، چې له کبله يې مرستندویه کارکوونکي او د هغوی ځایونه د خوندیتوب له خطر سره مخ دي.»

ویاند زیاته کړې، چې په هوايي بریدونو کې د استوګنې ودانۍ په نښه شوي او دامهال اړین توکي هم خلاص شوي دي.

د دوجاریک په خبره، چې همکاران یې د اړتیا وړ تیلو زيرمې له لاسه ورکړي او د اسراييلي چارواکو سره همغږۍ ته اړتیا لري.

هغه په ورته وخت کې د ماشومانو مرګونې زیان ته په ټينګار وویل: «ماشومان، چې د غزې د نفوس نیمایي برخه جوړوي، زموږ شریکان، چې د ماشومانو د ساتنې ملاتړ چمتو کولو لپاره کار کوي، خبرداری ورکوي چې دغه برخه د زیان له زیاتیدونکي کچې، غفلت او تاوتریخوالي سره مخ ده.»

د ملګرو ملتونو د ویاند په خبره، چې په غزه کې د عملیاتو له پيل راهسې ۱۰۰ ورځې پوره کيږي، چې مرګونه، ټپونه، ویجاړۍ او بې ځایه کېدل د دې کسانو په برخه دي.

په خبر کې راغلي، چې په جګړه ځپلې سيمه کې د قحطۍ راپورنه ورکول شوي او اسراییلو د مارچ له دویمې نېټې راهيسې د غزې لارې تړلي، چې د اړتیا وړ توکو د ننوتلو مخه یې نيولې ده.

د اسراییل پوځ د مارچ په ۱۸مه په غزه باندې خپل بريد بیا پيل کړ او د جنوري په ۱۹مه نېټه د فلسطين د مقاومت ډلې حماس سره د اوربند او بندیانو د تبادلې تړون یې مات کړ.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې په غزه کې د اسراییلو په برید کې له ۵۲،۴۰۰ څخه ډیر فلسطینیان وژل شوي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

خواجه اصف: د پهلګام د پېښې په تړاو دې ملګري ملتونه بې پرې څېړنې وکړي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۱

پاکستاني چارواکو ویلي چې د هندي کشمیر په پهلګام کې د ترهګریزې پېښې د څېړلو له پاره دې د ملګرو ملتونو یو کمېسیون جوړ شي او بې پرې څېړنې دې ترسره کړي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز په یو پروګرام کې وویل: «یا خو دې دوه درې هېوادونه په ګډه څېړنې وکړي، یا دې بیا د ملګرو ملتونو له لوري یو کمېسیون جوړ شي.»

خواجه آصف زیاته کړې چې د هند د تحقیقاتو وړاندیز ځکه نه مني، چې ویره لري کوم بل څه راښکاره نشي.

نوموړي همدا زار وویل، د خبرو اترو امکان هېڅکله هم له احتماله نه شي ایستل کېدای، ځکه که هر څومره تاوتریخوالی هم وي، بیا هم د خبرو اتور لار غوره کېږي.

د پاکستان دفاع وزیر دا هم وویل چې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د جګړې احتمال کم شوی، خو په هند کې اوس‌مهال یوه ویره موجوده ده. د نوموړي په وینا، ټول هېوادونه وایي چې دا موضوع باید د خبرو له لارې حل شي.

خواجه اصف زیاته کړه، امریکا، روسیه، چین، ترکیه، ایران یا بل هر هېواد د دې تحقیقاتو پیل کولای شي.

نوموړي وویل: «په پېلګام کې له یوې خوا پېښه وشوه او په لسو دقیقو کې قضیه ثبت شوه، دا خپله د پېلګام د پېښې پر اعتبار د شک سبب شوې، ان د هند دننه هم د دې پېښې پر سموالي نیوکې شوې دي».

څه وخت وړاندې په هندي کشمیر پهلګام کې وسله والو پر سیلانیانو ډزې وکړې او ۲۶ سیالانیان یې ووژل، په دغه پېښه کې دولس کسان نور ټپیان شوي هم دي، له پېښې وروسته د هند حکومت پاکستان په دغه پېښه کې په لاس لرلو تورن کړی او د غچ اخیستو ګواښ یې کړی، د څو ورځو په تېریدو د دواړو هېوادنو ترمنځ په پوله وړې نښې هم ترسره شوي او حالات لا هم ترینګلي دي.