پاکستاني هندوانو په کویټه کې د هندوستان پر ضد لاریون کړی

پاکستانۍ ډان ورځپانې ویلي، چې په کویټه کې مېشتو هندوانو د اسلام اباد او ډیلي ترمنځ په روان تاوتریخجن حالت کې د هندوستان پر ضد لاریون کړی. په لاریون کې ښځو هم ګډون کړی و او د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي تر څنګ یې د هغه د حکومت پر ضد شعارونه ورکول.

د پاکستان او هند تر منځ له تېرو څو ورځو راهیسې سیاسي ناندرۍ روانې دي او ویره دا ده چې هند دې پر دغه هیواد برید وکړي.