طالبانو په ننګرهار کې د ۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د لمریزې برېښنا چارې پیل کړې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د ننګرهار په شیخ مصري ښارګوټي کې یې د دوو خصوصي شرکتونونو په پانګونه د څلوېښت میګاواټه لمریزې برېښنا د بنسټ ډبره کېښوده.

خبرپاڼه کې راغلي، چې پر دغه پروژه ټول ټال ۲۸ میلیونه ډالره لګښت راځي او تر راتلونکو ۱۸ میاشتو پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.