• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران ۲۰۲۵ نندارتون کې افغان سوداګر وایي غواړي له هند سره سوداګرۍ ته وده ورکړي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۲۱:۰۹ GMT+۱

افغان سوداګرو د ایران ۲۰۲۵ کال نندارتون کې د هند سره د سوداګرۍ د ودې لپاره لېوالتیا ښودلې او د دواړو هېوادونو له حکومتونو يې غوښتي، چې سوداګرو ته اسانتیاوې برابري کړي. د ایران ۲۰۲۵ نندارتون کې افغان سوداګرو برخه اخیستې.

افغان سوداګرو د واګه پولې پر بندېدو خواشني ښودلې او د چابهار بندر يې د هند سره د سوداګرۍ په برخه کې ښه فرصت یاد کړی.

افغان سوداګر عبدالقدیم طیب د جمعې په ورځ د (غويي ۱۲مه) د هندي رسنۍ ای این اې سره په خبرو کې ویلي: «موږ له افغانستان څخه راغلي یو. پخوا مو ښه سوداګري لرله؛ خو اوس واګه پوله بنده ده. د هند او افغانستان لپاره دا مهال چابهار بندر ښه فرصت دی.»

یو بل افغان سوداګر بیا د پاکستان سره د سوداګرۍ د ستونزو په اړه هم خبري کړي او زیاته کړې: «د هند او پاکستان دروازې د افغان سوداګرۍ لپاره تړل شوي، د تورخم او چمن لارې بندې شوي، چې د افغان سوداګرو د وچې او تازه مېوې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي او نه شي کولی هند، دوبۍ او نورو هېوادونو ته يې صادري کړي.»

په دې غونډه کې یوه هندي سوداګر ویلي: «غواړي له افغانستان سره سوداګري د چابهار له لارې اسانه کړي، ځکه دا تر ټولو لنډه او اسانه لاره ده.»

د یادونې وړ ده چې د ۱۱۱ هیوادونو څخه له ۳۱۰۰څخه زیاتو نړیوالو سوداګرو د ایران په ۲۰۲۵ نندارتون کې برخه اخیستې وه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

اسامه بن لادن؛ له جګړې تر مرګه د «افغانستان په جګړه کې ښکېل د یوه نړۍوال ترهګر» داستان

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

اسامه بن لادن د ۲۰مې پېړۍ یوه مهمه او بحث‌پارونکې څېره بلل کېږي. هغه د القاعده ترهګرې شبکې بنسټ‌ګر، په امریکا کې د سپټمبر ۱۱مې بریدونو اصلي طراح او هغه شخص و، چې د نړۍوال امنیت هنېداره یې بدله کړه.

د نوموړي د ژوند داستان د شتمنۍ له ماڼیو، د جهاد له مورچلونو، د غرونو له غارونو، تر ایبټ‌اباد د خوندي کور تر دېوالونو پورې اوږد رسېږي. دا مقاله د تاریخ له واقعیتونو سره د هغه د ژوند مهم پړاوونه څرګندوي.

لومړی. له سعودي شتمنۍ تر اسلامي مفکورې

اسامه بن محمد بن عواد بن لادن د ۱۹۵۷م کال د مارچ په ۱۰مه د سعودي عربستان په جده ښار کې زېږدلی دی. پلار یې محمد بن لادن د یمن‌الاصله یو ودانیز شرکت خاوند و چې د سعودي سلطنت له‌خوا یې سترې پروژې پلې کولې. اسامه د خپلې مور له‌خوا له نورو وروڼو جدا او یو څه یوازینی و چې وروسته یې پر شخصیت ډېر اغېز وکړ.

بن لادن لومړنۍ اسلامي زد‌ه‌کړې د سعودي په مدرسو کې ترلاسه کړې، خو وروسته یې د مدینې په پوهنتون کې د اقتصاد او مدیریت په برخه کې زده‌کړې وکړې. همدلته یې د اخوان‌المسلمین له افکارو او بیا د فلسطین، افغانستان او اسلامي نړۍ د حالاتو له کبله یوه راډیکاله اسلامي مفکوره خپله کړه.

دویم. د افغانستان جهاد، د جهاد خوند او بیا تر نړۍوال شهرته رسېدل

په ۱۹۷۹م کال کې، کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، اسامه بن لادن د جهاد له نارې سره د خېبرپښتونخوا پېښور ته راغی. نوموړي د «مکتب‌الخدمات» (Maktab al-Khidamat) په نوم بنسټ جوړ کړ چې له خلیجي هېوادونو څخه یې د پیسو، وسلو او رضاکارو عربو راجلب ته لاره هواره کړه. دا بنسټ د عبدالله عزام تر سلامشورې لاندې کار کاوه، چې د اسلامي نړۍ یو بل مشهور مفکر و.

په افغانستان کې اسامه نه یوازې مالي ملاتړ ورکاوه، بلکې له مجاهدینو سره یې جګړه هم وکړه. ده ته د تورا بورا غرونو او جلال‌اباد غرنیز چاپېریال د یو معنوي تحول پلازمېنه وه. دلته یې د عربو مجاهدینو شبکې، روزنیز کمپونه، او استخباراتي اړیکې ډېرې پراخې کړې.

اوس پوښتنه دا ده چې القاعده څنګه جوړه شوه؟

په ۱۹۸۸م کې، کله چې شوروي ځواکونو له افغانستانه د وتلو نیت وکړ، اسامه بن لادن احساس وکړ چې باید دا جهادي شبکه نړيواله کړي.د همدې فکر په پر بنسټ، القاعده يعنېبنسټ یا اساسیې د یوې نړۍوالې اسلامي جهادي ډلې په توګه جوړه کړه او موخه یې دا وه چې د غرب، په ځانګړي ډول د امریکا، نفوذ له اسلامي نړۍ څخه لرې کړي.

100%

له افغانستانه وتل او بېرته راتګ

۱۹۸۹-۱۹۹۱:شوروي ځواکونه ووتل، اسامه بېرته سعودي ته لاړ.

۱۹۹۱-۱۹۹۶:د سعودي له نیوکو وروسته هغه له خپل هېواده شړل شو او سوډان ته لاړ.

۱۹۹۶: د سوډان له فشارونو وروسته بېرته افغانستان ته راغی، هلته د طالبانو رژیم ته نژدې شو.

درېیم.القاعده له شخصي جهاد تر نړۍوالې شبکې

په ۱۹۸۸م کال کې اسامه بن لادن د القاعده په په نوم یوه شبکه جوړه کړه. دا شبکه د «خدماتو دفتر»یوه پرمختللې او فوکس شوې بڼه وه چې موخه یې یوازې د افغانستان نه، بلکې د اسلامي نړۍ په کچه «جهادي انقلاب» رامنځته کول و.القاعدې خپل جوړښت د خلیجي، مصري، شمالي افریقايي، یمني او ان اروپايي رضاکارو په مرسته پراخ کړ. ایمن‌الظواهريچې د مصر د «اسلامي جهاد» ډلې مشر و، له بن لادن سره یو ځای شو، او دا ملګرتیا د نړۍ د تر ټولو خطرناکې ترهګرې شبکې بنسټ‌ګرې شوه.

څلورم.له سوډانه افغانستان ته اوبیا د طالبي امارت کوربه‌توب

په ۱۹۹۲م کې بن لادن له سعودي فشارونو وروسته سوډان ته کډه وکړه. هلته یې خپلې شبکې ته بنسټیز مالي، ساختماني او استخباراتي بڼې ورکړې، خو د ۱۹۹۶م کال په اپرېل کېله نړۍوال فشار وروسته، سوډان هغه له دغه هېواده و ایسته.

بن لادن بېرته افغانستان ته راغی. دا ځل د طالبانو تر واک لاندې ملا عمر ورته د امن او خوندي پناه ورکړه. دی په ننګرهار، جلال‌اباد او بیا کندهار کې مېشت شو، د «دارالضیافه» کورونه یې جوړ کړلاو له طالبانو سره یو نظامي-ایډیالوژیک تړون رامنځته کړ. په همدې موده کې د ۱۹۹۸م کال د اګست په ۷مه، القاعده د کینیا او تانزانیا په امریکايي سفارتونو خونړي بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې نږدې ۳۰۰ کسان ووژل شول.

پنځم.د سپټمبر ۱۱مه، د تاریخ خونړی برید او نړۍوال غبرګون

د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۱۱مه، القاعده د امریکا پر نیویارک او واشنګټن د الوتکو بریدونه تنظیم کړل. څلور الوتکې وتښتول شوې چې دوه د نیویارک د نړۍوال سوداګریز مرکز پر برجو ولګېدې، درېیمه د پینټاګون پر ودانۍ او څلورمه له خپل موخې نه مخکې راولوېده.په دې بریدونو کې تر درېیو زرو ډېر کسان ووژل شول. اسامه بن لادن په ویډیویي پیغامونو کې د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیست. دا پېښه د امریکا د بهرني سیاست مخ بدل کړ او د افغانستان پر ضد یې د پوځي یرغل پیل ته لار هواره کړه.

100%

شپږم. تېښته، تورا بوړه او پاکستان ته پناه

امریکا د ۲۰۰۱م کال په اکټوبر کې پر افغانستان یرغل وکړ. د القاعده مشران، بن لادن او نور له کندهاره د ننګرهار بوړې غرونو ته وتښتېدل. هلته شدیدې بمبارۍ وشوې، خو اسامه وتوانېد د پاکستان قبایلي سیمو ته وتښتي. له ۲۰۰۲م تر ۲۰۱۱م پورې، اسامه د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پټ ژوند درلود، چې وروستی او تر ټولو خوندي ځای یې د ایبټ‌اباد ښار "بلټاون" سیمه وه. هلته یوه لویه ودانۍ کې له خپلې کورنۍ سره اوسیږي، او اړیکې یې یوازې له محدودو کسانو سره وې.

اووم.د وژنې عملیات، د شپې یرغل او پای

د ۲۰۱۱م کال د مې په ۲مه د امریکا د وخت ولسمشر بارک اوباما د ځانګړو ځواکونو عملیات تایید کړل. د د امریکايي پوځیوه ځانګړې او سمندري ځواک ډله د شپې پرمهال د هیلي‌کوپټرو له لارې د بن لادن پر کور چاپه وکړه. دغو عملیاتو تر ۴۰ دقیقو پورې دوام وکړ او په پایله کې یې اسامه بن لادن د کور په دویم پوړ کې ووژل شو.د امریکا ځواکونو د هغه مړی له ځان سره بوت، ډي‌اېن‌اې (DNA) ټېسټ یې وکړ او بیا یې د عرب سمندر پر غاړه وغورځاوه. دا پرېکړه د نړۍوالو د شکونو لامل هم شوه، خو امریکا ټینګار وکړ چې د هغه قبر د زیارت په توګه نه‌شي کارېدلای.

اتم. القاعده تر بن لادن وروسته

تر اسامه وروسته، ایمن‌الظواهري د القاعده شبکې مشري واخیسته. القاعده کم‌زورې شوه، او د داعش په راڅرګندېدو یې سیالي له لاسه ورکړه. اوس القاعده یو پارچه او واحد ځواک نه‌لري، بلکې د ځايي څانګو په بڼه لکه: AQAP، AQIM، او al-Shabaab کې فعالیت لري، خو د اسامه بن لادن نوم لا هم د نړۍوالې ترهګرۍ له تر ټولو پېژندل شویو نومونو څخه دی.

اسامه بن لادن د شتمنۍ له ماڼیو تر جهادي غارونو پورې یو داسې داستان لري چې د شلمې پېړۍ سیاست، دین، جګړه او نړۍوال امنیت یې اغېزمن کړل. که څه هم وژل شوی، خو د ده مفکوره لا هم د ځینو ترهګرو لپاره ډلو الهام ګرځېدلی دی. نوموړی یو د تاریخ مهم څېره پاتې شوې چې د یو لپاره «اتل او د بل لپاره ترهګر» یادېږي.

په کندهار کې طالبانو په شخصي پوهنتونو کې انځور اخیستل او خپرول بند کړل

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د کندهار د امربالمعروف ادارې سره په ګډه په شخصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو کې د انځور اخیستل او خپرول بند کړل. د طالبانو محتسبانو په کندهار کې د لوړو زده کړو مرکزونو ته خبردارۍ ورکړی، چې د فراغت په مراسیمو کې به هم انځورونه نه اخلي.

د کندهار شخصي پوهنتونونو څخه سرچینو د جمعې په ورځ د (غويي ۱۲مه) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د امربالمعروف ادارې د دغه ډلې د لوړو زده کړو وزارت په امر خبرداری ورکړی، چې د انځور اخیستلو او خپرولو څخه ډډه وکړي.

د کندهار ميرویس نیکه پوهنتون څخه یوې سرچينې ویلي، چې تېره اونۍ د طالبانو محتسبان څو ځله د پوهنتون استادانو او محصلینو سره په ناسته کې غوښتنه کړې، چې د پوهنتون داخل پر هر ډول انځورونو او ويډيو اخیستلو او نشرولو بنديز دی.

طالبانو په دې ناسته کې ویلي، که څوک د دوی له امر څخه سرغړونه وکړي قانوني چلند به ورسره وکړي.

په کندهار کې دوه شخصي پوهنتونونه او درې د لوړو زده کړو موسسې فعاله دي، چې زيات مهال به یې خپل تدريسي چارې او لاسته راوړڼې پر ټولنيزو رسنیو هم نشرولې.

طالبانو د پوهنتونونو له مسولینو غوښتي، چې د فراغت په مراسیمو کې دې هم دې ټکې ته پام وکړي او انځورونه دي نه اخلي.

د سرچينو د معلوماتو له مخي، چې طالبانو له ټولو پوهنتونونو څخه د مشهور لیکوالانو، تاريخي څهرو او افغان اتلانو انځورونه او تابلوګانې هم لیري کړي او له ځان سره یې وړي دي.

په کندهار کې د امربالمعروف ادارې ټينګار کړی، چې د پوهنتونو له دیوالونو څخه دي رسامۍ او ساه لرونکې نقاشۍ ليرې کړل شي.

په دغه ولایت کې د پوهنتونونو د استادانو او محصلینو سره د امربالمعروف ادارې کارکوونکي پرله پسې ناستې تر سره کوي او زيات مهال دوی ته «پر شریعت د ځان جوړېدو» سپارښتنې کوي.

سرچينې زياتوي، چې د طالبانو دغه ډله د استادانو او محصلینو څخه د لمانځه پوښتنې هم کوي او د خپلو قوانینو پر عملي کېدو ټينګار کوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې لومړۍ په کندهار کې خپلو دولتي مامورینو ته امر وکړ، چې له رسنیو سره انځوریزې مرکې تر سره نه کړي او یوازي په لیکلې بڼه خپل راپورونه وړاندي کړي.

له دې بنديز وروسته د کندهار والي ملاشيرین او یو شمېر نور طالب چارواکي له انځور او ويډيو اخیستلو ډډه وکړه.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو پر رسنیو د طالبانو دغه بندیزونه غندلي او دا یې د بیان د ازادۍ د محوه کېدو په مانا یاد کړي.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو له طالبانو غوښتي، چې پر رسنيو لګېدلي ورته بندیزونه لیري کړي.

خو دغه ډله پرته له دې چې د رسنیو د بندیزونو د لیرې کېدو په برخه کې جواب ووايي، لا خپلو بندیزونو ته دوام ورکوي.

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۷:۰۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د اسیا پسیفیک څانګې مشرې کاني وګنراجا وايي، چې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو بندیزونه تر ۲۰۲۶ کال پورې د افغانستان اقتصاد ته ۹۲۰ مېلویونه ډالر زیان اړولی شي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د اسیا پسیفیک څانګې مشرې کاني وګنراجا زیاتوي، چې طالبان دې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي او د ښځو په مشرۍ د سوداګرۍ ملاتړ دې وکړي.

نوموړې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې که د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه دوام ومومي نو د ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۶ کلونو پورې به د افغانستان اقتصاد ته نږدې ۹۲۰ مېلیونه ډالره زیان واړوي.

نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما تېره ورځ په خپل نوي راپور کې ویلي وو، چې طالبانو د ښځو پر ازداۍ او حقونو خپل بندیزونه سخت کړي او ښځې یې له ټولنیز ژونده ایستلي دي.

ملاهبت الله طالبانو ته؛ اوس به تاسو د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې مقابله کوئ

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۸ GMT+۱

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په اېکسپاڼه کې لیکلي، چې ددې ډلې مشر ملاهبت الله د کابل د ملکي او نظامي ادارو یوه ورځني روزنیز سمینار کې کډون وکړ. ملاهبت الله طالبانو ته سپارښتنه کړې، چې شل کاله یې جګړه کړې ده او اوس به دوی د "دوښمن" د تبلیغاتو پر وړاندې مقابله کوئ.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن جعمه (د غويي ۱۲مه) په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې ملاهبت الله په خپله وینا کې ټینکار کړی چې "دښمن" غواړي چې د خپلو تبلیغاتو له لارې په طالبانو کې بې اتفاقي او اختلاف رامنځته کړي.

ملاهبت الله ویلي:« د دښمن په تبلیغاتو تېر نه وځئ.»

ملاهبت الله خپلو طالب مسوولینو ته د وینا، په یوه برخه کې ویلي: "د شریعت په مقابل کې د چا مراعت مه کوئ، په شریعت کې د الله تعالی رضا ده، د کبر، لويي، غرور، بې اتفاقي او یو پر بل د بې اعتمادي څخه ځان وساتئ."

ملا هبت الله له طالبانو غوښتي، چې غفلت ونه کړي او غفلت عذر نه دی، "په غیر مقصودي او عبثو کارو کې ځان مه مصروفوئ."

ملاهبت الله وايي:«دې خلکو اوس تاسو ته سترګې دي، نو اوس وخت دی چې د دې خلکو ښه خدمت وکړئ، رحم پرې وکړئ، نرمي ورسره وکړئ، عزت یې وکړئ او په منځ کې یې د عدل فیصلې وکړئ، اوس وخت دی چې پر مظلوم رحم وشي او پر ظالم شدت وشي.»

ملاهبت الله زیاته کړه چې علماء او نېکان خلک د اجتماعي عباداتو او سیاست څخه د سوونو کلونو راهیسې لیرې پاتې کړل شوي وو او دنیا کوښښ کاوه چې نور هم علماء او نېکان خلک څنډې ته کړي.

ملاهبت الله وايي: "اسلامي نظام، جهاد، شریعت او حدود الله یوازي په کتابو او کیسو کې پاته شوي و."

ملاهبت الله وايي، د اټکل خلاف د "الله په فضل" سره اوس په افغانستان کې سیاست د علماو، طالبانو او نېکانو خلکو په لاس کې دی.

د طالبانو مشر په دې باور دی، چې اوس "الله تعالی" دوی په امتحان کې راوستلي او هغه سیاست چې مسلمانان تري سوونه کلونه بې برخې وو اوس ورسره مخ شوي نو باید پاملرنه وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې ملا هبت الله خپلو جنګیالیو ته د یووالي او اتفاق خبره کوي؛ بلکې له دې وړاندې په ځلونو نوموړي پر خپلو وسله والو غږ کړی چې خپل منځي اختلافات له منځه یوسي.

د امریکا ایف بي ای یو افغان د جعلي اسنادو له لارې امریکا ته د ننوتو په تور نیولی دی

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۱

یو افغان، چې ځان یې له امریکايي ځواکونو سره همکار معرفي کړی و، د جعلي اسنادو په وسیله امریکا ته داخل شوی او اوس د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف بي ای) له‌خوا نیول شوی دی.

د نیویارک لوېدیځې څارنوالۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې "دلبر ګل دلبر" چې خپل نوم یې "دلبر ګل تاج علي خان" هم ښودلی، د ځانګړې کډوالۍ وېزې (SIV) لپاره یې جعلي اسناد کارولي دي. د څارنوالۍ چارواکي وايي، نوموړي ته تر ۱۰ کلونو د بند سزا اټکل کېږي.

امریکايي څارنوالانو ویلي، چې دلبر ګل په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۱ کلونو کې د امریکا د ځانګړۍ کډوالۍ ویزې (ایس ای وي) لپاره غوښتنلیکونه سپارلي وو، خو له جعلي تصویب‌لیک، دروغجن کاري سند او جعلي سپارښت‌لیک سره. د همدې اسنادو پر بنسټ، نوموړی د ۲۰۲۴ کال په اپرېل میاشت کې امریکا ته داخل شو او ورته د دايمي اقامت کارت یا "ګرین کارډ" هم ورکړل شو.

څېړنو ښودلې چې هغه کمپنۍ چې د دلبر ګل لپاره یې د کار سند صادر کړی، په پراخه کچه د جعلي اسنادو کاروبار کاوه. همداراز، د سپارښت‌لیک صادرونکی هم د هغو کسانو له ډلې و، چې د درغلیو له لارې د کډوالۍ اسناد پلوري.

دلبر ګل دا مهال نیول شوی او ټاکل شوې ده چې د مې په ۹مه نېټه محاکمه شي.

امریکايي چارواکو ویلي، چې نوموړی د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف بي ای)له‌خوا نیول شوی او تر هغو چې محکمه پرې وروستۍ پرېکړه ونه کړي، یوازې تورن بلل شوی، نه مجرم.