بلاول بوټو: له ترهګرو ډلو ملاتړ د پاکستان د تاریخ یوه ناخوښه برخه ده

د پاکستان د بهرنیو چارو مخکني وزیر بلاول بوټو زرداري ومنله، چې پاکستان له ترهګرو ډلو او طالبانو ملاتړ کړی. هغه سکای نیوز ته ویلي، دا سمه ده، چې پاکستان به له ترهګرو ډلو ملاتړ کړی وي، خو وايي اوس یې له دغه کاره لاس اخیستی.