د سره صلیب نړيواله کمېټه: افغانستان ته راستنېدونکي کډوال له سخت حالت سره مخ دي

د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، چې له پاکستان او ایران څخه ډیری راستنېدونکي کډوال له سخت حالت سره مخ دي، او ان ځینې وختونه څلور کورنۍ د یوې خیمې لاندې ژوند کوي.

د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، چې له پاکستان او ایران څخه ډیری راستنېدونکي کډوال له سخت حالت سره مخ دي، او ان ځینې وختونه څلور کورنۍ د یوې خیمې لاندې ژوند کوي.
دغه سازمان په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، «هره ورځ په منځني ډول له څلورو تر شپږو زرو پورې افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنیږي، د لنډمهاله سرپناه نشتوالي په ګډون دایمي سرپناه یو له جدي ننګونو څخه ده، چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي.»
په دې راپور کې راغلي، چې یوازې د اپریل په میاشت کې، شاوخوا ۱۴۵،۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي، چې د فبروري پرتله اته ځله زیات دي.
په ټولیزه توګه له دغه هیواد څخه شاوخوا یو میلیون کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي: «د دې زیاتیدونکي بحران د کچې او شدت په پام کې نیولو سره، مونږ اوس یو جامع بیړنی غوښتنه پیل کوو، چې موخه یې د راتلونکو دوو کلونو لپاره د ژوند ژغورنې مرستو چمتو کولو لپاره ۲۵ میلیون سویسي فرانک راټولول دي، په دغو مرستو کې به د بیا رغونې او بیا یوځای کیدو ملاتړ، عاید تولیدونکي فعالیتونه، مسلکي روزنې او نغدي پیسې شاملې وي.»
دغې بشرپاله کمېټې زیاته کړې، چې غوښتل شوې مرستې به د خطر سره مخ او زیان منونکو راستنیدونکو ته ځانګړې شي، په خاص ډول میندوارو میرمنې، بې سرپرسته ماشومان، عمر خوړلي خلک، معلولینو او بې سرپناه کورنۍ چې ډیره اړتیا لري.
د سره صلیب په خبره، هغه بشري ننګونې چې راستنیدونکي ورسره مخ دي "ژورې او زړه ماتونکې" دي.
ډیری کډوالو په پاکستان کې خپل ژوند، شتمنۍ او ثبات قرباني کړي دي او اوس افغانستان ته له راستنیدو وروسته له ډیرو ستونزو سره مخ دي.
د سره صلیب نړۍواله کمېټه ټینګار کوي، چې د کډوالو په منځ کې ماشومان اوس مهال تر ټولو ډیر د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي چې ځانګړي پاملرنې او د تغذیې ملاتړ ته بیړنۍ اړتیا لري.


د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې د جاپان حکومت په افغانستان کې د خوړو له بحران او خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره له دغه سازمان سره ۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې دا مالي مرسته د هغو وګړو د ملاتړ لپاره ده، چې د بشري او خوراکي بحرانونو څخه اغیزمن شوي او د درېیو میاشتو لپاره به په ټول افغانستان کې د دریو زرو کورنیو مساوي ملاتړ وکړي.
دغه سازمان زیاتوي، چې له دغې مرستې سره به وکولی شي کورنیو ته، په ځانګړې توګه میندوارو او شیدې ورکوونکو میندو او خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو ته د خوړو مرستې چمتو کړي.
د جاپان دا اقدام په داسې وخت کې کیږي، چې د افغانستان نږدې دریمه برخه نفوس د خوراکي توکو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې خوارځواکي دا مهال خپلې لوړې کچې ته رسیدلې ده، چې ښځې او ماشومان په ځانګړي ډول د دې بحران له پایلو څخه کړېږي.
په کابل کې د جاپان سفیر، تاکایوشي کورومیا وویل، چې دغه مرسته به په کابل کې د خوارځواکۍ کلینیکونه تمویل کړي، چیرې چې سلګونه میندواره او شیدې ورکونکې میندې او د دوی ماشومان د تغذیې خدمات ترلاسه کوي.
د جاپان سفیر زیاته کړه: «دا زړه ماتوونکې وه چې دومره ډیرې افغان میندې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته وو.خو دا هڅونکې وه چې د خوړو د نړۍوال پروګرام او د هغوی د شریکانو هڅې مې ولیدلې چې دې خلکو ته حیاتي مرستې چمتو کوي او د دوی تغذیوي او روغتیا حالتو ته پاملرنه کوي.»
له بلې خوا، په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیال هارالډ مانهارټ هم په دې وویل، چې ښځې او نجونې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د بحران له امله لا هم ځورېږي. «سره له دې چې مالي ننګونې او د بودیجې سخت کمښت دی، زه د جاپان حکومت په څیر شریکانو د سخاوت څخه مننه کوم، چې ډبلیو ایف پي کولی شي په ټول افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ملاتړ وکړي.»
د یادولو وړ ده، چې د جاپان حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د مختلفو بشري او بیړنیو خوراکي مرستو پروګرامونو لپاره ۹۳ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
همدارنګه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان په لویدیځ کې د ویجاړونکې زلزلې وروسته، یاد هیواد د بیړني غبرګون لپاره یو میلیون ډالر ځانګړي کړل.

د بښنې نړۍوال سازمان د رسنیو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لا هم د رسنیو د ازادۍ په برخه کې یو له بدترینو هېوادونو څخه دی.
دغه سازمان زیاتوي، «طالبان په بې رحمۍ سره د بیان د ازادۍ ځپلو ته دوام ورکوي، د ځینو رسنیو په فعالیت یې بندیز لګولی او د هغوی خپرونې یې محدودې کړي دي.»
په مقاله کې راغلي، طالبان په ناقانونه ډول هغه خبریالان بندیانوي او شکنجه کوي، چې د دوی د سختو تګلارو او قوانینو په اړه انتقادي راپورونه خپروي.
د بښنې نړۍوال سازمان په خپله لیکنه کې په ۲۰۲۴ کال کې د یوناما خپور کړي راپور ته په اشارې سره وایي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د طالبانو لهخوا د ۳۳۶ خبریالانو او رسنیو کارمندانو د خپل سري نیولو، شکنجې، ناوړه چلندونو او کواښلو راپورونه ورکړل شوي دي.
طالبانو په افغانستان کې د بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته په هېواد کې د ټلویزیون او راډیوګانو په ګډون ډیری رسنۍ د دوی په تکلارو د نیوکو له امله بندې او یا هم ځنډولي دي.
دغې سخت دریځې ډلې پر هغو خبریالانو او شنونکو هم محدودیتونه لګولي، چې له هیواده بهر د ځینو رسنیو لپاره کار او یا ورسره همکاري لري.
د رسنیو او بیان پر ازادۍ د خپل دوامداره برید د یوې برخې په توګه، طالبانو په رسنیو کې پر ژوندیو سیاسي خبرو اترو محدودیتونه لګولي، او انپه رسنیو کې کسان طالبان ټاکي، چې څوک مرکه کولی شي او څه ووايي.
د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لسګونه رسنۍ وتړل شوې، سلګونه خبریالان له دندو بېبرخې شول، پر ګڼو ټلوېزیوني چینلونو د ساه کښو د انځورونو خپرول منعه اعلان شول او په ټولو رسنیو کې د موسیقي پر خپرولو شدید بندیزونه ولګېدل.
که څه هم د خبریالانو ملاتړو بنسټونو په وار- وار له طالبانو د دغو بندیزونو او محدودیتونو د لرېکېدو غوښتنه کړې، خو دا ډله رسنیو ته د دوښمن په سترګه ګوري او د یادو بنسټونو غوښتنې یې له پامه غورځولي دي.

د ماډرن پاليسي پاڼې په یوې خپرې کړې مقاله کې ویل شوي د «داعش خراسان» ډلې فعالیتونه په افغانستان کې مخ په پراخیدو دي او له همدې کبله د سیمې په ګدون ګاونډیو هېوادونو ته هم له یادې ترهګرې ډلې څخه جدي ګواښونه پېښ دي.
په مقاله کې راغلي، چې داعش په افغانستان کې د واک له خلا او د څار له نشتوالي څخه په ګټې اخیستنې خپل فعالیتونه چټک او پراخ کړي دي.
همدا راز د ملګرو د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ ویل شوي، چې داعش نه یوازې د افغانستان دننه، بلکې د سیمې په کچه هم یو مخ په زیاتېدونکی خطر ګڼل کېږي.
مقاله وړاندې کاږي، چې د طالبانو د واک ته رسیدو سره سم د پاکستان پر ضد جنګیدونکې «ټي ټي پي» وسله والې ډلې هم په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه موندلي او له هماغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي.
اندېښنه ښودل شوې، چې پر کابل واکمنو د پاکستاني طالبانو تحریک د مهارلو لپاره جدي اقدامات نه دي کړي.
په مقاله کې زیاته شوې، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په وار وار پاکستان تورن کړی چې ګوندې د «خطرناکو ترهګرو ډلو» کوربه دی.
د هغه دغو څرګندونو د پاکستاني چارواکو او امنیتي کارپوهانو جدي غبرګونونه هم راپارولي دي.
د خلیلزاد دا څرګندونې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان دننه له روان امنیتي ناورین څخه د خلکو پام اړولو لپاره ګڼل شوي دي.
همدا راز پر خلیلزاد تور لګول شوی، چې د دوحې په تړون کې یې له طالبانو څخه د ترهګرۍ ضد اقداماتو اړوند هېڅ ډول عملي تضمین نه دی اخیستی او په لوی لاس یې د پخواني جمهوري نظام پر ځای طالبانو ته سیاسي مشروعیت ورکړ.
د یاد نظام پرځېدل او له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو له کړکېچه ډک وتل هم د دوحې تړون مستقیمې پایلې بلل شوې دي.
د مقالې په پای کې ټینګار شوی، چې نړۍواله ټولنه باید طالبان اړ کړي، څو د داعش سربېره د پاکستاني طالبانو پر ضد جدي اقدامات وکړي او د سیمې له هېوادونو سر په همکارۍ د افغانستان دننه مخ پر زیاتیدونکي ترهګریزو ګواښونو مخه ډب کړي.

د طالبانو تر سختدریځې واکمنۍ وړاندې د مخکني جمهوري نظام پرمهال نږدې دوه زره ښځې په بېلابېلو برخو کې د افغاستان په ګوډ ګوډ کې له رسنیو سره په دندو بوختې وې. د طالبانو له سختو بندیزونو وروسته یو شمېر ښځینه خبریالانې مجبورې شوې، چې هېواد پرېږدي.
د جګړې او سولې راپور ورکوونکي انسټیټیوټ (IWPR) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو نه یوازې د دغو ښځینه وو غږ چوپ کړی، بلکې د دوی ټولنیز او رسنیز حضور یې هم له منځه وړی دی.
صوفیا ناصري هم له همدې ډلې یوه ده، چې اوس په برېټانیا کې ژوند کوي. دې ۲۷ کلنې خبریالې په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نۍ) کې د ژورنالېزم تر دوه کلنو زده کړو وروسته رسنیز فعالیت پېل کړ، خو د طالبانو په راتګ سره یې دنده هم له لاسه ورکړه. نوموړې وویل: « طالبانو زما خوبونه له خاورو سره خاورې کړل. زه یوازې له دندې نه یم بې برخې شوې، بلکې خپل غږ هم بایللی.»
د طالبانو بیا راتګ د افغان مېرمنو ژوند له بېساري ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي محدودیتونو سره مخ کړی.
سمیه ولیزاده چې د افغانستان د خبریالانو مرکز سره کار کوي وايي: «نږدې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې له هېواده وتلې دي.»
هغې زیاته کړه، طالبان د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې ۲۲ محدودوونکي فرمانونه صادر کړي، چې ډېری یې د ښځو پر ضد وو.
له دې ډلې یوه دا هم ده چې نارینه خبریالان نه شي کولای له ښځینه سرچینو سره مرکې یا ټلیفوني خبرې وکړي.
همدا راز یو شمېر ښځینه یوټیوبرانې هم له فعالیتونو څخه منعه کړای شوي دي.
یوه بله ښځینه خبریاله چې لا هم په افغانستان کې ژوند کوي او نه غواړي نوم یې خپور شي شپږ کاله یې د کابل په سویل کې له یوې سیمه ییزې راډیو سره کار کاوه.
هغې وویل: «موږ د میندوارۍ، جنسي روغتیا او ټولنیزو موضوعاتو په اړه خپرونې درلودې. موسیقي مو خپروله او د هغو ښځو غږ مو پورته کاوه چې د ټولنې له نظره پټې وې.
خو د طالبانو له راتګ سره دا هر څه بند شول. اوس بې کارۍ له ژونده زړه تورې کړې یم.»
تاج الدین چې په بدخشان کې یې له ښځو سره د رسنیو په برخه کې ۲۰ کاله کار کړی اندېښنه څرګندوي، چې د ښځینه خبریالانو نشتوالي په کلیوالي سیمو کې د ښځینه وو پر وړاندې ځنې جدي ننګوونې له رسنیز کیدو پټې ساتلې دي.
هغه زیاته کړه: «په دغو سیمو کې د ښځو د بشري حقونو وضعیت دومره خراب دی چې بیانول یې سخت دي او دا ځکه چې ښځینه خبریالانې نشته. دا ستونزې هلته پټې پاتې شوي او هېڅکله رسنیو ته نه رسیږي.»
د جګړې او سولې د راپور ورکوونکي انسټیټیوټ په راپور کې همدا راز اندېښنه ښودل شوې، چې اوسمهال په هېواد کې یوټیوبرانو د خبریالانو ځای نیولی او له همدې کبله مسلکي خبریالي هم زیانمنه شوې ده.
طالبانو د هېواد په ډېری ولایتونو کې ټلوېزیوني خپرونې له دې کبله بندې کړي، چې ملا هبتالله د ساه کښو انځورونو خپرول منعه اعلان کړي دي.
همدا راز د پلازمېنې کابل په ګدون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د خبریالانو خبرونه سانسور شوي او سیاسي خپرونې هم د طالبانو تر ځانګړي څار وروسته خپرېږي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیراحمد فایق ټینګار کړی چې د دغه سازمان په بحثونو او خبرواترو کې طالبانو ته د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ د سپارلو لپاره هېڅراز هوکړه یا طرحه نشته.
نوموړي د شنبې په ورځ (غويي ۱۳مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې د یوناما دفتر هېڅ کارکوونکی نهشي کولای او نباید د ملګرو ملتونو او افغانانو په استازیتوب نامسوولانه څرګندونې وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي د هېواد د سیاسي مسئلې د حل لپاره د دغه سازمان د سرمنشي د هڅو او نېک نیت هرکلی کړی دی. فایق همداراز خبرداری ورکړی، هره هغه طرحه چې موخه یې د شفافیت، پليکېدو تضمین، ملموس پرمختګ او د افغانستان په سیاسي او ټولنیز وضعیت کې له بنسټیزو بدلونونو پرته د امتیازاتو ورکول یا له طالبانو سره اړیکې عادي کول وي، افغانان به یې ونه مني.
نوموړي زیاته کړې، هر سیاسي پلان یا نوښت باید د افغان ولس د مشروع استازو په ګډون د ډېموکراټیکو ځواکونو او ښځو په مشورې او هوکړې سره وړاندې شي او د هغوی له حضور پرته دا نهشي منل کېدای.
نصیراحمد فایق دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي چې له دې وړاندې باوري سرچینو د ملګرو ملتونو په حواله افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د دغه سازمان ډېپلوماټانو د افغانستان د سیاسي حللارې او همداراز په ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازي سهیل شاهین ته د افغانستان څوکۍ د سپارلو پر سر سلامشورې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، دا خبرې د ملګرو ملتونو د هغې سیاسي طرحې په چوکاټ کې روانې دي چې موخه یې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان یو ځای کول دي. په دې طرحه کې درې مهم شرطونه د طالبانو له لوري وړاندې شوي او همداراز نړۍوالې ټولنې هم خپل درې شرطونه دغې ډلې ته وړاندې کړي دي.