د جمعې په ورځ د هند تر واک لاندې کشمیر په "پهلګام" نومې سیمه کې د ترهګریز برید نهمه ورځ شوه. په تېرو نهو ورځو کې د هند او د پاکستان تر منځ پوځي ناندرۍ او تبلیغاتي جګړه خپل اوج ته رسېدلې ده، او د شپې او د ورځې یوه او بل ته دړکې ورکوي.
د دواړو هېوادونو پوځونه د تیارسۍ په حالت کې دي او جنګي تمریناتو ته یې ادامه ورکړې ده، خو توده جګړه یوازې هغه تیت و پرک ډزې دي چې دواړې خواوې یې په کشمیر کې، په اصطلاح له کنټرول کرښې پر یوه او بل کوي.
درې ورځې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ د شپې یوه نيمه بجه یو مطبوعاتي کنفرانس دایر کړ او اعلان یې وکړ چې د پاکستان استخباراتو داسې معلومات لاس ته راوړي دي چې د راتلونکو ۳۶ تر څلوېښتو ساعتونو منځ کې د هند وسله وال پوځ په پاکستان باندې د برید کولو پلان لري. هغه هند ته خبرداری ورکړ، چې اسلام اباد به د نوي ډیلي برید ته کلک ځواب ورکړي. خو په ذکر شوي وخت کې هند د پوځي برید په ضمن کې کوم ګام اوچت نه کړ.
پاکستان د ډیپلوماسۍ په میدان کې په تکرار سره وايي چې هغه له ملګرو ملتونو یا بل درېیمګړي کمېسیون سره همکارۍ کولو ته چمتو دی، چې په کشمیر کې د شوي ترهګریز برید د عاملانو د معلومولو لپاره جوړ شي. پاکستان ادعا کوي چې هند تر اوسه په پېښه کې د پاکستان د لاس لرنې په تړاو کوم کوټلي شواهد نه دي وړاندې کړي، خو هند دا یوازې د پاکستان له خوا له پېښې نه د پام اړولو او په ځان د پردې اچولو هڅه بولي او وايي چې نوي ډيلی ځینې استخباراتي معلومات لري چې تل غوندې په دې تازه پېښه کې پاکستان ککړ دی او د څېړنې د کمېسیون جوړولو په باب د پاکستان وړاندیز ردوي.
هند د لشکر طیبه مرکز په نښه کوي؟
څلور ورځې وړاندې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د خپلو وزیرانو، د ملي امنیت سلاکار او د وسله والو ځواکونو د لویو جنرالانو په یوه غونډه کې د وسلهوالو ځواکونو مشرتابه ته واک او اختیار ورکړ چې په کشمیر کې د ترهګریز برید د غچ اخیستلو لپاره د پاکستان پر ضد د پوځي ګام اوچتولو پلان جوړ کړي او د دې کار لپاره دې نېټه هم وټاکي.
د هند له دغه تصمیم څخه دا خبره څرګندیږي چې نوی ډیلی له پاکستان سره د یوې پراخې، سترې یا د یوې عامې جګړې نیت نه لري. داسې ښکاري چې هند په پاکستان کې د یو محدود او مشخص پوځي ګام اوچتولو پلان لري، چې سبا ووایي چې دا د کشمیر ترهګریز برید د عمل غچ اخېستل شول او پاکستان ته سزا ورکړل شوه. خو ورسره دې ته هم پام کوي چې دغه ګام باید د دواړو هېوادونو تر منځ په یوه ستره جګړه بدل نه شي.
د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې. مارکو روبیو له هند سره د ترهګرو په برید کې شویو تلفاتو باندې خواخوږي څرګنده کړه او هیله یې وکړه چې نوی ډیلی به د غچ اخیستلو لپاره اوچتېدونکي ګام کې داسې حد ته نه درومي چې له هغه نه د هند او پاکستان ترمنځ ستره جګړه جوړه شي او باید دواړه هېوادونه د کشالو د حل لپاره له یو بل سره خبرې وکړي.
هغه پاکستان ته وویل چې د پېښې د څېړلو لپاره وړاندیز ښه دی، خو که د پېښې مسوولین په پاکستان کې وي، نو باید اسلام اباد د هغوی د له منځه وړلو په کار کې همکاري وکړي. د امریکا د دفاع وزیر د هند د دفاع وزیر سره هم ټیلیفوني خبرې کړې دي. د امریکا له خوا نه د کشالې د حل په برخه کې له دواړو هېوادونو سره د رسمي تماس نه وروسته، د سترې جګړې امکانات کم شوي دي.
خو دا خبره حتمي ښکاري چې هند به هرومرو د پاکستان پر ضد کوم ګام پورته کوي.
د هند حکومت په ترهګریز برید کې درې کسان نېغ په نېغه ککړ ګڼي، او وايي چې په دوی کې یو تن یې د هند تر واک لاندې کشمیر کې تر برید وروسته پټ دی، او دوه تنه یې په پاکستان کې دي. که د هند استخبارات په پاکستان کې د هغو کسانو موقعیت په اړه معلومات په لاس کې لري، نو دا امکان شته چې هلته د توغندي یا د ډرون له لارې برید وکړي. خو دا خبره هم یقيني ده چې د پاکستان پوځ به هم د هند برید ته ځواب ورکوي.
دیالوګ؛ د ای ایس ای رییس د ملي امنیت سلاکار په رول کې
نو مشکل دا دی چې د دواړو هېوادونو سیاسي مشرانو دومره لافې کړې دي چې دواړه به په یو بل ګوزار هرومرو کوي، خو دا ګوزارونه به داسې حدود ولري چې ستر جنګ ترې جوړ نه شي. له ګوزارونو وروسته به بیا د خبرو اترو نوبت وي.
ویل کېږي چې پاکستان دوه ورځې وړاندې د ایاېسای رییس پر خپلې دندې سربېره د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار هم وټاکه، ځکه د پاکستان او هند ترمنځ خبرې تل د ملي امنیت د سلاکارانو په کچه کېږي. پاکستان کې دمګړۍ دغه څوکۍ خالي وه، نو پوځ غواړي چې له هند سره د خبرو اترو معامله هم په خپل لاس کې وساتي.
یوه بله عجیبه خبره دا ده چې پاکستان هر ځل په پاکستان کې د کېدونکې ترهګرۍ تور پر افغانستان لګوي او هېڅ کوم ثبوت یا سند نه افغانستان ته او نه نړۍ ته وړاندې کوي، خو پر افغانستان د توغندیو، ډرونونو او الوتکو له لارې بریدونه کوي خو چې کله پرې خپله د هند له خوا ورته تور ولګي، نو بیا د ثبوتونو او اسنادو د وړاندې کېدلو غوښتنه کوي. دا دوه مخیتوب دی.
وروستۍ خبره دا ده چې نن په "نیو یارک ټایمز" کې د یوه پاکستانی ژورنالېست سلمان مسعود راپور چاپ شوی دی. په راپور کې راغلي چې که څه هم د پاکستان د دولتي کنټرول لاندې میډیا د جنګ نغارې ډنګوي او د جنګ لپاره د خلکو د لیوالتیا ادعاوې کوي، خو دغه ژورنالېست په اسلاماباد کې له ځینو پاکستاني اتباعو سره مرکې کړې دي، چې مرکه کوونکي جنګ بې ګټې او تاواني شی بولي او نظر ورکوي چې باید د خلکو ټولنیزو او اقتصادي مسایلو ته پام وشي او د هېواد وسایل د جنګ پرځای د دغو مسایلو د حل لپاره مصرف شي.
اسامه بن لادن د ۲۰مې پېړۍ یوه مهمه او بحثپارونکې څېره بلل کېږي. هغه د القاعده ترهګرې شبکې بنسټګر، په امریکا کې د سپټمبر ۱۱مې بریدونو اصلي طراح او هغه شخص و، چې د نړۍوال امنیت هنېداره یې بدله کړه.
د نوموړي د ژوند داستان د شتمنۍ له ماڼیو، د جهاد له مورچلونو، د غرونو له غارونو، تر ایبټاباد د خوندي کور تر دېوالونو پورې اوږد رسېږي. دا مقاله د تاریخ له واقعیتونو سره د هغه د ژوند مهم پړاوونه څرګندوي.
لومړی. له سعودي شتمنۍ تر اسلامي مفکورې
اسامه بن محمد بن عواد بن لادن د ۱۹۵۷م کال د مارچ په ۱۰مه د سعودي عربستان په جده ښار کې زېږدلی دی. پلار یې محمد بن لادن د یمنالاصله یو ودانیز شرکت خاوند و چې د سعودي سلطنت لهخوا یې سترې پروژې پلې کولې. اسامه د خپلې مور لهخوا له نورو وروڼو جدا او یو څه یوازینی و چې وروسته یې پر شخصیت ډېر اغېز وکړ.
بن لادن لومړنۍ اسلامي زدهکړې د سعودي په مدرسو کې ترلاسه کړې، خو وروسته یې د مدینې په پوهنتون کې د اقتصاد او مدیریت په برخه کې زدهکړې وکړې. همدلته یې د اخوانالمسلمین له افکارو او بیا د فلسطین، افغانستان او اسلامي نړۍ د حالاتو له کبله یوه راډیکاله اسلامي مفکوره خپله کړه.
دویم. د افغانستان جهاد، د جهاد خوند او بیا تر نړۍوال شهرته رسېدل
په ۱۹۷۹م کال کې، کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، اسامه بن لادن د جهاد له نارې سره د خېبرپښتونخوا پېښور ته راغی. نوموړي د «مکتبالخدمات» (Maktab al-Khidamat) په نوم بنسټ جوړ کړ چې له خلیجي هېوادونو څخه یې د پیسو، وسلو او رضاکارو عربو راجلب ته لاره هواره کړه. دا بنسټ د عبدالله عزام تر سلامشورې لاندې کار کاوه، چې د اسلامي نړۍ یو بل مشهور مفکر و.
په افغانستان کې اسامه نه یوازې مالي ملاتړ ورکاوه، بلکې له مجاهدینو سره یې جګړه هم وکړه. ده ته د تورا بورا غرونو او جلالاباد غرنیز چاپېریال د یو معنوي تحول پلازمېنه وه. دلته یې د عربو مجاهدینو شبکې، روزنیز کمپونه، او استخباراتي اړیکې ډېرې پراخې کړې.
اوس پوښتنه دا ده چې القاعده څنګه جوړه شوه؟
په ۱۹۸۸م کې، کله چې شوروي ځواکونو له افغانستانه د وتلو نیت وکړ، اسامه بن لادن احساس وکړ چې باید دا جهادي شبکه نړيواله کړي.د همدې فکر په پر بنسټ، القاعده يعنېبنسټ یا اساسیې د یوې نړۍوالې اسلامي جهادي ډلې په توګه جوړه کړه او موخه یې دا وه چې د غرب، په ځانګړي ډول د امریکا، نفوذ له اسلامي نړۍ څخه لرې کړي.
په ۱۹۹۲م کې بن لادن له سعودي فشارونو وروسته سوډان ته کډه وکړه. هلته یې خپلې شبکې ته بنسټیز مالي، ساختماني او استخباراتي بڼې ورکړې، خو د ۱۹۹۶م کال په اپرېل کېله نړۍوال فشار وروسته، سوډان هغه له دغه هېواده و ایسته.
بن لادن بېرته افغانستان ته راغی. دا ځل د طالبانو تر واک لاندې ملا عمر ورته د امن او خوندي پناه ورکړه. دی په ننګرهار، جلالاباد او بیا کندهار کې مېشت شو، د «دارالضیافه» کورونه یې جوړ کړلاو له طالبانو سره یو نظامي-ایډیالوژیک تړون رامنځته کړ. په همدې موده کې د ۱۹۹۸م کال د اګست په ۷مه، القاعده د کینیا او تانزانیا په امریکايي سفارتونو خونړي بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې نږدې ۳۰۰ کسان ووژل شول.
پنځم.د سپټمبر ۱۱مه، د تاریخ خونړی برید او نړۍوال غبرګون
د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۱۱مه، القاعده د امریکا پر نیویارک او واشنګټن د الوتکو بریدونه تنظیم کړل. څلور الوتکې وتښتول شوې چې دوه د نیویارک د نړۍوال سوداګریز مرکز پر برجو ولګېدې، درېیمه د پینټاګون پر ودانۍ او څلورمه له خپل موخې نه مخکې راولوېده.په دې بریدونو کې تر درېیو زرو ډېر کسان ووژل شول. اسامه بن لادن په ویډیویي پیغامونو کې د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیست. دا پېښه د امریکا د بهرني سیاست مخ بدل کړ او د افغانستان پر ضد یې د پوځي یرغل پیل ته لار هواره کړه.
شپږم. تېښته، تورا بوړه او پاکستان ته پناه
امریکا د ۲۰۰۱م کال په اکټوبر کې پر افغانستان یرغل وکړ. د القاعده مشران، بن لادن او نور له کندهاره د ننګرهار بوړې غرونو ته وتښتېدل. هلته شدیدې بمبارۍ وشوې، خو اسامه وتوانېد د پاکستان قبایلي سیمو ته وتښتي. له ۲۰۰۲م تر ۲۰۱۱م پورې، اسامه د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پټ ژوند درلود، چې وروستی او تر ټولو خوندي ځای یې د ایبټاباد ښار "بلټاون" سیمه وه. هلته یوه لویه ودانۍ کې له خپلې کورنۍ سره اوسیږي، او اړیکې یې یوازې له محدودو کسانو سره وې.
اووم.د وژنې عملیات، د شپې یرغل او پای
د ۲۰۱۱م کال د مې په ۲مه د امریکا د وخت ولسمشر بارک اوباما د ځانګړو ځواکونو عملیات تایید کړل. د د امریکايي پوځیوه ځانګړې او سمندري ځواک ډله د شپې پرمهال د هیليکوپټرو له لارې د بن لادن پر کور چاپه وکړه. دغو عملیاتو تر ۴۰ دقیقو پورې دوام وکړ او په پایله کې یې اسامه بن لادن د کور په دویم پوړ کې ووژل شو.د امریکا ځواکونو د هغه مړی له ځان سره بوت، ډياېناې (DNA) ټېسټ یې وکړ او بیا یې د عرب سمندر پر غاړه وغورځاوه. دا پرېکړه د نړۍوالو د شکونو لامل هم شوه، خو امریکا ټینګار وکړ چې د هغه قبر د زیارت په توګه نهشي کارېدلای.
اتم.القاعده تر بن لادن وروسته
تر اسامه وروسته، ایمنالظواهري د القاعده شبکې مشري واخیسته. القاعده کمزورې شوه، او د داعش په راڅرګندېدو یې سیالي له لاسه ورکړه. اوس القاعده یو پارچه او واحد ځواک نهلري، بلکې د ځايي څانګو په بڼه لکه: AQAP، AQIM، او al-Shabaab کې فعالیت لري، خو د اسامه بن لادن نوم لا هم د نړۍوالې ترهګرۍ له تر ټولو پېژندل شویو نومونو څخه دی.
اسامه بن لادن د شتمنۍ له ماڼیو تر جهادي غارونو پورې یو داسې داستان لري چې د شلمې پېړۍ سیاست، دین، جګړه او نړۍوال امنیت یې اغېزمن کړل. که څه هم وژل شوی، خو د ده مفکوره لا هم د ځینو ترهګرو لپاره ډلو الهام ګرځېدلی دی. نوموړی یو د تاریخ مهم څېره پاتې شوې چې د یو لپاره «اتل او د بل لپاره ترهګر» یادېږي.
له هغې ورځې چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړی، د حکومت جوړښت، تشکیلاتواو صلاحیتونو په برخه کې دوامدار بدلونونه رامنځته شوي دي. که څه هم دا بدلونونه ظاهراً د بودجې د کموالي او ادارې اصلاحاتو تر نامه لاندې توجیه کوي.
خو د وروستیو تحولاتو له ارزونې داسې ښکاري چې دا پرېکړې یوازې اقتصادي دلایل نه لري، بلکې د واک پر سر ژور اختلافونه، شخصي رقابتونه او د قدرت د تمرکز هڅې هم تر شا پټې دي.
د خلیل الرحمن حقانې په اړه ویل کېدل چې نوموړي له امارت د باندې د ولسونو، قومونو، سیاسي څېرو او همدارنګه د مخالفینو سره هم د ښو اړېکو د جوړولو په برخه کې ډېر ګټور وو. داچې دداسې شخص وژل د سیاسي اختلافاتو نتیجه ده او که د نظامي مخالفينو، هغه څه دي چې تر اوسه یې د حقاني شبکه هم په تردد کې اچولې ده. دغې موضوع نه یوازې د عامو خلکو ذهن ته پوښتنې راولاړې کړې دي، بلکې د حقاني شبکې دننه یې هم شکونه او ترددونه پیدا کړي دي. البته یو څه چې تر ډېره حتمي ښکاري، هغه دا ده چې تر وزارت پورې د یوه انتحاري رسېدل، د داخلي همکارۍ پرته ناشوني دي.
له بل پلوه، د کورنیو چارو وزارت هم د اختلاف یوه مهمه ساحه ده. سرچینې وایي چې د ملا هبتالله له خوا د دې وزارت وزیر له واکه لوېدلی، صلاحیتونه یې معین ته ورکړل شوي، وفاداران یې نورو ولایتونو ته بدل یا منفک شوي دي. د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ملاهبت الله له لورې د خوست ولایت له لومړۍ درجې درېیمې ته د تنزیل حکم رد کړی او د امیر حکم یې غیرقانوني بللی. دا ډول مخالفتونه د طالبانو په جوړښت کې د مرکزي واک پر وړاندې د ځینو حلقو مقاومت څرګندوي.
تر ټولو جالبه موضوع دا ده چې امریکا د کورنیو چارو د وزیر خلیفه حقاني پر سر اعلان شوې لس میلیونه ډالري جایزه لغوه کړې، چې دا کار نه یوازې د طالبانو دداخلي رقیبانو د شکونو لامل شوی، بلکې د طالبانو مشر یې اندېښمن کړی هم دی. ځینو کسانو د حقاني شبکې د نفوذ کمولو لپاره داسې خبرې هم کوي چې که کورنیو چارو وزیر د امریکا ضد وي، نو دده پر سر دا جایزه ولې لغوه شوه؟ دا شکونه ښيي چې طالبانو ته بهرنۍ اړیکي هم د داخلي وفادارۍ پر کچه اهمیت لري.
د طالبانو له وروستیو اقدامونو داسې ښکاري چې د تشکیلاتو کمښت یوازې یو ظاهري اقدام دی؛ تر شا یې د ملا هبتالله له خوا د قدرت پراخولو، د رقابتونو لمن تنګولواو خپلو باوري کسانو ته د واک ورکولو ستره هڅه روانه ده. د واک پر سر داخلي اختلافونه، د صلاحیتونو محدودول، د سیاسي شخصیتونو منزوي کول او د مالي منابعو تمرکز، ټول د دې نښه ده چې د طالبانو دننه د یو قوي، خو انحصاري مرکز جوړېدو هڅې روانې دي.
که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، ښایي د طالبانو داخلي صفونه لا ډېر وپاشل شي.یوه خبره د مطلق اکثریت طالب چارواکو، خواخوږو او ملاتړو ترمنځ متفق علیه ده او هغه د ملاهبت الله د سیاست او تګلارې زیانونه امارت او افغانستان ته دي چې ټول ورسره مصلحتاً سرښووري، اما دا سرښورونه شاید نور دوام ونکړئ.
د هند او پاکستان ترمنځ اړیکه د اوږدې شخړې، درېیو لویو جګړو او پرلهپسې سرحدي نښتو شاهده پاتې شوې دي. که څه هم د رسنیو راپورونه او سیاسي څرګندونې تل دا وضعیت داسې انځوروي چې ګواکې جګړه نږدې ده، خو واقعي وضعیت دا نه دی.
دواړه هېوادونه د کورنیو ستونزو لکه اقتصادي ستونزو، ولسي مخالفت او کمزورې حکومتوالۍ سره مخ دي او شخړه یې یوازې یوه سیاسي وسیله ده.
د شخړې تکرارېدونکی دور
د ۱۹۴۷، ۱۹۶۵، ۱۹۷۱ او ۱۹۹۹ کلونو جګړو دا ثابته کړه چې هند او پاکستان دواړه په جګړه کې پایله نه شي ترلاسه کولی. د هرې جګړې وروسته یو ډول سولې ته تمایل راغلی؛ خو بیا هم د ترهګریزو بریدونو، سیاسي ناندریو، یا سرحدي بریدونو له کبله د اړیکو فضا خرابېږي.
د هند لومړی نریندرا مودي د اقتصادي ستونزو، د کار نشتوالي او مذهبي تفرقو له امله له سختو نیوکو سره مخ دی. د ده حکومت د انتخاباتو د ګټلو لپاره تل د پاکستان ضد تګلاره غوره کړې. د ولسي پاملرنه د خپل حکومت له ناکامیو څخه اړولو لپاره، د پاکستان پر ضد دریځ یو مؤثره حربه ګرځېدلې.
دا چاره یو ژور تاریخي شالید لري چې همېشه هند د پاکستان پر ضد دریځ د حکومتونو د تداوم لپاره د یو روایت لپاره کارولی دی.
پاکستان: کمزوری اقتصاد او پیاوړی داخلي کړکېچ
پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی. افراطیت، د بهرنیو پورونو زیاتوالی او د حکومتي ادارو کمزوري د دې سبب ده چې دا هېواد د جګړې توان نه لري؛ خو د پوځ او سیاسي مشرانو لپاره د هند سره لفظي جګړه یوه داسې وسیله ده چې ورسره کولی شي خپل سیاسي مشروعیت خوندي کړي.
د شهباز شریف په مشرۍ جوړ شوی مشترک حکومت د عمران خان له ګوند سره په کړکېچ اوښتی، عمران خان زنداني دی او ګوند یې د پاکستان په پارلمان کې په دویمه درجه ډېرې څوکۍ ګټلي دي.
دا داخلي سیاسي اختلاف د دې سبب شوی چې په حکومتي چوکاټونو اعتبار کم شي، د ولس او حکومت تر منځ فاصله لا زیاته شي، چې په داسې مهال له هند سره ټکر د حکومت لپاره د ملاتړ روایت ایجادولی شي؛ خو د جګړې امکان نه شي زیاتولی.
ولې جګړه نه کېږي؟
۱. اقتصادي محدودیتونه
هند او پاکستان دواړه د جګړې اقتصادي توان نه لري. جګړه به د دواړو هېوادونو اقتصاد ته سخت زیان ورسوي او د نړۍوالو اړیکو لپاره به هم خطرناکه وي.
هند که څه هم له پاکستانه په ښه اقتصادي وضعیت کې دی؛ خو که د جګړې ډګر ته ښکته کیږي دا په دې معنا چې د پرمختګ له کرښې اوړي او په یو وخت کې چین او پاکستان سره په مخامخ اختلاف اخته کیږي.
۲. ولسي مخالفت
دواړو هېوادونو کې خلک جګړه نه غواړي. که څه هم د جګړې پر وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې احساسات پارېدونکي دي؛ خو ولسونه د سولې، کار، زدهکړې او روغتیا غوښتونکي دي، نه د جنګ او وینې تویېدو. دا ښکاره ده چې جګړه د ولس غوښتنه نه ده، بلکې د سیاستوالو اراده ده.
۳. اټومي وسلې او متقابل بازدارنده ځواک
هند او پاکستان دواړه اټومي وسلې لري. دا وسلې یو بل ته د برید مخه نیسي، ځکه د جګړې هره تېروتنه کولی شي د سیمهییز ناورین لامل شي. همدې دلیل جګړه ناممکنه کړې ده.
د سپای کرونیکل کتاب: د استخباراتي همکارۍ شواهد
The Spy Chronicles چې د هند د RAW او د پاکستان د ISI پخواني مشران یې لیکوالان دي، ښيي چې دواړه استخباراتي ادارې پخوا پټې اړیکې او همکارۍ لرلې. په دې کتاب کې راغلي چې:
دواړو ادارو د سولې لپاره پټې هلېځلې کړې.
دواړو هېوادونو له جګړې نه، بلکې له خبرو اترو ډېر څه ترلاسه کولی شول.
سریزه: افغانستان نن ورځ د خپل معاصر تاریخ په یوه له خورا حساسو او پیچلو شیبو کې دی. یوه داسې شیبه چې نه یوازې د ناکامې تیرې ورځې انعکاس کوي، بلکې د ژورې اندیښنې وړ اوسني وضعیت او د راتلونکي مبهم او ناڅرګند افق هم څرګندوي.
په دغه هیواد کې پخواني سیاسي جوړښتونه له مشروطه شاهي څخه د بن کنفرانس تر جمهوریت پورې، هر یو په خپل ډول سره ړنګ شول. یا د اړین ولسي مشروعیت د نشتوالي له امله، یا د پراخ او جوړښتي فساد له امله، یا د هغو نسخو د تحمیل له امله چې نه د هیواد په ټولنیز جوړښت کې ریښې لري او نه هم د افغانانو له کلتوري، تاریخي او قومي واقعیتونو سره سمون لري.
ډیری دا ماډلونه د بهرنیو پالیسیو او جیوپولیتیک لوبو په سیوري کې ډیزاین او پلي شوي وو، پرته له دې چې د دوی لپاره کوم ټولنیز بنسټ یا سیمه ایز اداري جوړښت رامینځته شي.
په اوسني حالت کې، طالبانو، د یوې ایډیالوژیکې ډلې په توګه، د هیواد په ډیری برخو کې په نظامي وسایلو او استخباراتي شبکو له تکیې او میداني حضور سره د اجرایوي جوړښتونو کنټرول په لاس کې اخیستی دی. خو دا وضعیت، که څه هم د تاوتریخوالي او ظلم له لارې پر دوام بریالی شوی، خو دوامداره نه شي پاتې کیدی. نه د مشروعیت له نظره، نه د موثریت له نظره، او نه د ټولنې له اصلي غوښتنو او اړتیاوو سره د مطابقت له نظره. د نه منلو وړ حقیقت دا دی چې افغانستان د تل لپاره په دې ناڅرګند حالت کې نشي پاتې کېدای.
ملي او ډله ییز هدف باید دا وي چې له دې مهم پړاو څخه تېر شو خو د طالبانو او اوسني وضعیت څخه تېرېدل د هیواد د سیاسي راتلونکي په اړه د بحث د بندولو په معنا نه دي، بلکې د دې بحث د ژر تر ژره او بشپړ حل کولو اړتیا ده. اوس، تر بل هر وخت زیات، د افغانستان د سیاسي نظام د راتلونکي جوړښت په اړه د ژورو، صادقانه او مسؤلانه خبرو اترو بیا پیلولو ته اړتیا ده؛ داسې خبرې اترې چې په احساساتو ولاړې نه وي، بلکې په سیاسي عقلانیت، ملي ګټو او د هیواد اوږدمهاله ګټو ولاړې وي.
په داسې شرایطو کې، دا طبیعي ده چې د «فدرالیزم» بحث د حکومتدارۍ د بدیل ماډل په توګه بیرته عامه ډګر ته راشي. ځینې د ټولنیز عدالت د تضمین، د سرچینو د عادلانه ویش، د قومي تنوع د مدیریت او د مرکز او شاوخوا سیمو ترمنځ د واک د توازن د وسیلې په توګه د فدراليزم ملاتړ کوي. په مقابل کې، یوه بله ډله دا د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي یووالي، او د قومي او ژبني ویش ته د لمن وهنې لپاره یو جدي ګواښ ګڼي. خو مهمه خبره دا ده چې فدراليزم باید د خلکو په ذهن کې د "ممنوع" په توګه بنسټیز نه شي، لکه څنګه چې دا باید پرته له پوښتنې د "مقدس توتم" په توګه ونه منل شي. د حکومتي ماډل په اړه بحث کول نه جرم دی او نه هم خیانت. نقد یې باید د رد او تورلګونې لامل نشي او دفاع یې باید د قومي او ژبنيو حساسیتونو د راپارولو لامل نه شي.
هغه څه چې د اندېښنې وړ دي هغه په افغان سیاسي فضا کې ددې د راپورته کېدو څرنګتیا ده. د فدراليزم بحث ددې پرځای چې په ملي، قانوني او عقلي چوکاټ کې مطرح شي، ډېری په غلط فهمیو، لنډمهاله احساساتو، او هویتي/قومي رقابتونو مبتني چوکاټ کې مطرح شوی. د دې ماډل ځینو ملاتړو، که په نیت هم وي، ځینې مهال داسې دریځونه غوره کړي چې د هیواد تاریخي او ټولنیزو شرایطو ته له پام او د غیر ارادي پایلو تفصيلي تحلیل پرته یې غلط فهمۍ، افراطیت او حتا ټولنیزې شخړې ته لمن وهلې ده.
له بلې خوا، د فدراليزم یو شمیر مخالفین، د معلوماتو او تجربې پر بنسټ د تحلیلي نیوکو وړاندې کولو پر ځای، په ساده ډول د دې احساساتي دریځونو په وړاندې غبرګون ښیي او دا د ملي یووالي او د هیواد د شتون لپاره د یو قطعي ګواښ په توګه وړاندې کوي. دا خلک، کله ناکله د ریښتینې اندیښنې له امله او کله ناکله د تیرو ترخو تجربو پر بنسټ، په یو ډول بیړني تعصب کې راښکیل شوي دي چې د سالمو خبرو اترو لپاره ځای محدودوي. په پایله کې، دې غلط دوه ګونی چلند د فدراليزم شاوخوا بحث له خپل طبیعي مسیر څخه اړولی او دا یې په دوه قطبي هویتي-سیاسي مسالې بدل کړی دی.
دا ګډوډه او دوه قطبي فضا، که د ځینو ناخبره ملاتړو یا ارتجاعي مخالفینو له خوا وي، د دې لامل شوې چې فدراليزم د افغانستان د ځواک جوړښت د اصلاح لپاره د بحث وړ ماډل پرځای د احتمالي خطر یا سیاسي سره کرښې په توګه وګڼل شي.
په داسې شرایطو کې، دا اړینه ده چې دې ماډل ته په واقعیتي او تحلیلي لید سره وګورو، نه دا چې په بشپړه توګه یې رد کړو یا یې ستاینه وکړو. په فدراليزم پورې اړوند ګټې او زیانونه، فرصتونه او ګواښونه، لومړني شرایط او نړیوالې تجربې باید په تفصیل او پرتله کولو سره وڅیړل شي. افغانستان، چې یو له شخړو ډک تاریخ، متنوع ټولنه او یو نازک سیاسي جوړښت لري، د حکومتولۍ د مختلفو ماډلونو په اړه یوه پرانیستي او مسؤلانه ملي ډیالوګ ته اړتیا لري.
فدراليزم، په خپل ساده بڼه کې، د حکومت یو ډول جوړښت دی چې په هغه کې واک د مرکزي حکومت او محلي حکومتونو (لکه ایالتونو، ولایتونو یا سیمو) ترمنځ ویشل کیږي. د واک دا ویش داسې دی چې د حکومت هره کچه ځانګړي وړتیاوې او مسؤلیتونه لري؛ نه مرکزي حکومت هرڅه کنټرولولی شي، او نه هم سیمه ییز واحدونه په بشپړ ډول خپلواک فعالیت کوي.
د دې لپاره چې دا ډول سیسټم په سمه توګه کار وکړي، دوه اصلي شرایط باید پوره شي:
۱. مرکزي حکومت باید د هیواد د همغږۍ او یووالي د ساتلو لپاره مشروعیت، واک او وړتیا ولري.
۲. سیمه ییز حکومتونه باید اداري ظرفیت، بشري سرچینې او تخنیکي وړتیا هم ولري چې خپلې سیمه ییزې چارې اداره کړي.
پر دې اړیکې د ښه پوهیدو لپاره، فدراليزم د لمریز نظام سره پرتله کیدی شي. په دې سیسټم کې، لمر د انرژۍ او نظم مرکز دی، او سیارې؛ يعنې، ځايي حکومتونه؛ هر یو خپل مدار لري او په خپلواکه توګه حرکت کوي. خو دا ټول حرکتونه د لمر سره په همغږۍ کې ترسره کیږي. که چیرې د لمر او سیارو ترمنځ دا اړیکه یا توازن ګډوډ شي، نه یوازې یوه سیاره، بلکې ټول سیسټم به بې ثباته او سقوط وکړي. دغسې په فدراليزم کې، د مرکزي حکومت ډیره کمزوري یا د ولایتونو ډیره خپل سري د هیواد نظم او بشپړتیا ګواښي (واټس، ۲۰۰۸).
په افغانستان کې د فدرالي نظام پر فرصتونو او ګواښونو د ښه پوهیدو لپاره، دا اړینه ده چې د نورو هیوادونو تجربو ته یوه پرتلیزه کتنه وشي. د بریالیو او ناکامو ماډلونو معاینه کول موږ سره مرسته کوي چې نه یوازې د فدراليزم د ګټو په اړه زده کړه وکړو، بلکې د هغې خطرونو په اړه هم وپوهېږو.
۱. د ملي اجماع نشتوالی: په افغانستان کې لا هم د "ملت"، "تبعه"، "ملي ګټو"، "ګډو ارزښتونو"، او "صلاحیتونو د حدودو" کوم ګډ تعریف نشته. د اساسي ملي اصولو په اړه له توافق پرته، فدراليزم د یووالي پر ځای د ویش او تجزیې عامل ګرځي.
۲. د بېلتون غوښتنې ګواښ: د مخنیوونکو ادارو په نشتوالي کې، ځینې قومي ډلې ممکن فدراليزم د خودمختارۍ یا حتی خپلواکۍ غوښتلو لپاره د یوې وسیلې په توګه وکاروي.
۳. د هویتي تشو بنسټیز کول: د قومیت پر بنسټ فدرالي جوړښتونه هویتي سیالۍ بنسټیزې کوي او ټولنیز تبعیض ژوروي، داسې یوه ستونزه چې افغانستان لا دمخه ورسره مخ دی.
۴. د مرکزي حکومت کمزوري: له طالبانو وروسته مرکزي ادارې، په ځانګړې توګه د بې ثباتۍ په شرایطو کې، به د هیواد یووالي ساتلو توان ونه لري، او په داسې شرایطو کې فدراليزم به د واک تشه رامینځته کړي.
۵. د سیمه ییزو ظرفیتونو سخته نابرابري: هغه ولایتونه چې د سرچینو، زیربناوو او بشري سرچینو له پلوه کمزوري دي، په خپلواکه توګه حکومت نشي کولی، او دا به د مدیریت بحران ته لمن ووهي.
۶. د ملي او سرتاسري ګوندونو نشتوالی: ډیری افغان ګوندونه قومي، شخصي، یا کورنۍ محوره دي، او همدارنګه په ښکاره او پټه توګه نظامي څانګې لري. په ملي کچه د ګوندونو د سیالۍ په نشتوالي کې، فدراليزم به د واک غیر مسؤل سیمه ییز تمرکز ته لار هواره کړي.
۸. په سیمه ییزو سرچینو د زورواکو کنټرول: د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ د ډیموکراتیک جمهوریت سیسټم له ړنګیدو وروسته او د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر وروستیو ورځو پورې، موږ د هیواد په ډیرو برخو کې د سیمه ییزو شخصیتونو له خوا د عامه سرچینو لکه ګمرکونو، کانونو او سیمه ییزو عوایدو مستقیم یا غیر رسمي کنټرول شاهدان وو - یوه داسې پدیده چې نه یوازې یې ملي حاکمیت کمزوری کړ، بلکې د خلکو په سترګو کې یې د نظام مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوست. د جوړښتي اصلاحاتو او ریښتینې ادارې جوړونې په نشتوالي کې، هیڅ تضمین نشته چې دا نمونه به د طالبانو وروسته پړاو کې تکرار نشي او یو ځل بیا به د موازي اقتصاد، سیمه ییزو مافیاګانو او د مرکزي حکومت د واک کمزوري کیدو لپاره لاره هواره نه کړي.
۹. په سرحدي سیمو کې د ګاونډیو هیوادونو نفوذ: ایران، پاکستان، چین او نور سیمه ییز قدرتونه په ډیری ولایتونو کې مستقیم یا غیر مستقیم نفوذ لري. له ځواکمن مرکز پرته به فدرالیزم د دې نفوذ د زیاتوالي لپاره لاره هواره کړي (AREU، 2021).
۱۰. د ترهګرو او وسله والو ډلو نفوذ او تسلط: اوس مهال، د هیواد ځینې سیمې عملا د وسله والو او ترهګرو ډلو تر کنټرول لاندې دي چې د ملي حاکمیت له چوکاټ څخه بهر فعالیت کوي. که چیرې د طالبانو وروسته پړاو کې، د امنیتي او قانوني چوکاټ له چمتو کولو پرته فدراليزم ته مخه شي، نو دا خطر شته چې ورته ډلې به د رسمي میکانیزمونو څخه کار واخلي څو خپل کنټرول مشروع کړي او تر قانوني پوښښ لاندې خپل غیرقانوني حضور بنسټیز کړي؛ داسې څه چې کولی شي د ملي امنیت او د هیواد یووالي ته جدي ګواښ پېښ کړي.
۱۲. د بریالۍ تاریخي تجربې نشتوالی: په افغانستان کې د سیمه ییزې حکومتولۍ پخوانۍ تجربې، په ځانګړې توګه د ډاکټر نجیب الله د رژیم له سقوط او د مجاهدینو د واکمنۍ له پیل وروسته، ډیری وختونه د ثبات او نظم پر ځای د شخړو او بې ثباتۍ لامل شوي دي. په هغه وخت کې، د یو متمرکز او حساب ورکوونکي سیسټم پر ځای، د واک جوړښت په غیر رسمي او بې ثباته توګه د ګوندونو او سیمه ییزو قوماندانانو ترمنځ وویشل شو. کورنۍ تنظیمي جګړې، د ولایتونو د کنټرول لپاره وسله والې سیالۍ، د سرچینو غصب، اداري بې نظمۍ او د ملي واک نشتوالي عملا هیواد د پاشلو قدرتونو په ټاپوګانو بدل کړ او دا دوره نه یوازې د حکومتي جوړښتونو د سقوط لامل شوه، بلکې خلک یې سیمه ییزو کچو ته د واک پر لیږد هغه هم له قانوني او نظارتي چوکاټ پرته، بې باوره کړل او تر یوې اندازې د طالبانو د راڅرګندېدو لپاره یوه پلمه شوه. له همدې امله، د قانوني او شفافو ادارو پرته، او د مرکزي حکومت له واک ساتلو پرته، په افغانستان کې د محلی ادارې تجربه نه یوازې ناکامه وه، بلکې د بحران او بې ثباتۍ د دوام یو له اصلي عواملو څخه هم شوه.
۱۳. د سیمه ییزو مافیایي جوړښتونو په لاسونو کې د سرچینو تمرکز: د توزیعي عدالت او مالي څارنې په نشتوالي کې به ملي سرچینې د ځانګړو قومي، ګوندي یا کورنیو کړیو په واک کې وي، چې د فقر بیا تولید او ټولنیزو درزونو او د انحصار د بنسټیز کیدو لامل کیږي.
۱۴. د ملي سرشمېرنې او باوري احصایو نشتوالی: ل دقیقو احصایوي معلوماتو پرته د واک او سرچینو عادلانه ویش ممکن نه دی. افغانستان لا هم یوه هر اړخیزه او بې طرفه سرشمېرنه نه لري (NSIA، ۲۰۱۹).
۱۸. د خپلواکو سیمه ییزو رسنیو او مدني ټولنې نشتوالی: د آزادو او څارونکو رسنیو په نشتوالي کې، سیمه ییز چارواکي به مسؤل نه ګڼل کېږي او فساد، ظلم او محرومیت به خپور شي.
۲۰. په طبیعي او امنیتي بحرانونو کې د ملي یووالي ګواښ: د جګړې یا طبیعي پیښو په شرایطو کې، د یو باصلاحیته مرکز نشتوالی کولی شي د بحران مدیریت ګډوډ کړي او هیواد ګډوډۍ ته بوځي.
ایا افغانستان د فدرالي نظام لپاره چمتو دی؟
(د فدراليزم پر لور له حرکت وړاندې د خنډونو ماتولو او ریښتیني بنسټ جوړولو لپاره لس ګامونه)
ځینې سیاسي خوځښتونه او شخصیتونه د فدراليزم په اړه خبرې کوي په داسې حال کې چې داسې ښکاري چې د افغانستان حساسو، نازکو او پیچلو شرایطو ته کافي پاملرنه نه کوي. د دې مسلې په اړه چټک چلند ځینې وختونه داسې ښکاري چې عدالت او پرمختګ په ساده ډول د سیاسي جوړښت په بدلولو سره ترلاسه کیدی شي پرته له دې چې موجوده بنسټیز بحرانونه له منځه یوسي. خو، که موږ ورته په حقیقي او مسؤلانه لیدلوري وګورو، نو موږ ګورو چې هیواد لاهم د فدراليزم په اړه د رغنده او مؤثر بحث لپاره اړینې زیربناوې، ادارې او ملي اجماع نه لري.
موږ باور لرو چې د حکومت د راتلونکي جوړښت په اړه له کومې پریکړې دمخه، ناچار له یو لړ بنسټیزو او تدریجي ګامونو تیر شو، هغه ګامونه چې د ملي خبرو اترو، د باور بیا رغولو، د ادارو جوړولو او ریښتینې ګډون لپاره یو پلیټ فارم چمتو کوي. د فدراليزم په بحث کې هر ډول بیړني داخلېدل، پرته له دې چې دا لاره تعقیب کړي، نه یوازې بې ګټې به وي، بلکې پخپله کولی شي د بې ثباتۍ د زیاتوالي او په هیواد کې د نوي بحران د رامینځته کولو عامل شي. د دې خنډونو په پام کې نیولو سره، اوس دا اړینه ده چې د هر غیر متمرکز جوړښت لپاره لاره په احتیاط او احتیاط سره په پام کې ونیول شي.
د فدراليزم بحث ته له ننوتلو وړاندې لس اړین ګامونه:
۱. د ملي پیوستون پیاوړتیا او د تابعیت حقونو او مسؤلیتونو تدریس: په هغه هیواد کې چې پراخه قومي، ژبني او مذهبي تنوع لري، د هر ډول جوړښتي بدلون لپاره لومړی ګام د مختلفو سیمو د خلکو ترمنځ د ګډ ژوند او خواخوږۍ احساس پیاوړی کول دي. د رسمي زده کړو، آزادو رسنیو او عامه خبرو اترو له لارې، دا مفهوم باید خپور شي چې ټول اتباع، پرته له دې چې ژبه یا سیمه په پام کې وي، د هیواد په ګډ راتلونکي کې مساوي رولونه او حقونه لري.
۲. د تنوع لپاره له قانوني ملاتړ سره د ملي ګوندونو جوړول: که څه هم د طالبانو ایډیالوژیکي نظام د نظرونو تنوع، آزاد سیاسي ګډون او سالم ګوندي سیالۍ ته زغم نه لري، خو د جمهوري نظام تجربه په دې برخه کې بې کمزورتیاوو نه وه. په جمهوري جوړښت کې، ډیری سیاسي ګوندونه قومي، محلي، یا د ځانګړو شخصیتونو او کورنیو سره تړلي وو، او د ملي، پروګرام پر بنسټ، او حساب ورکوونکو ادارو په توګه د راڅرګندیدو توان یې لږ درلود. دا په داسې حال کې ده چې که فدراليزم وړاندیز شي، نو د ملي او څو توکمیزو ګوندونو شته والي ته اړتیا لري چې د هیواد د عمومي ګټو استازیتوب وکړي، نه د قومي یا سیمه ییزو محدودو ګټو. له همدې امله، د ګوندونو د قانون بیاکتنه او د سیاسي نظام اصلاحات؛ چې ملي، څو اړخیزه او په برنامه متکي ګوندونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي، د هر ډول ساختاري بدلون (لکه د فدرالیزم بحث) لپاره له مهمو مخ شرطونو شمېرل کېږي. په داسې حالت کې چې ملي ګوندونه نه وي، هر ډول غیرمتمرکز نظام به د سیمهییز استبداد لامل شي. اړینه ده چې د ګوندونو د قانون په اصلاح سره، د برنامو پر بنسټ، ملي او ځواب ویونکي سیاسي جریانونو د رامنځته کېدو زمینه مساعده شي(AREU، 2021).
۳. له نړیوال څار سره د ملي سرشمیرنې ترسره کول: د نفوس، قومي، جغرافیایي او اقتصادي ویش په اړه له دقیقو احصایو پرته، د سرچینو او ځواک د ویش لپاره پلان جوړول ممکن نه دي. د خلکو باور ترلاسه کولو لپاره باید د نړیوالو او کورنیو ادارو په نظارت سره یوه شفافه او بې طرفه سرشمیرنه ترسره شي (NSIA، ۲۰۱۹).
۴. د واک له لېږد څخه مخکې د سیمه ییزو ادارو پیاوړتیا: په ډیری ولایتونو کې سیمه ییزې ادارې متخصصې بشري سرچینې، دوامداره بودیجې او اغیزمن اداري سیسټمونه نه لري. د واک هر ډول لیږد باید تدریجي وي، د اداري واک ورکولو پر بنسټ او له مرکزي څارنې سره.
۵. په راتلونکي کې د خپلې حکومتولۍ د محدودې تجربې لپاره د ځینو ولایتونو تدریجي چمتووالی: له طالبانو وروسته وضعیت کې، ډیری ولایتونه به د ناامنۍ، کمزورو اداري وړتیاوو او د ځواکمنو خلکو د نفوذ سره مخ شي. له همدې امله، افغانستان به لا تر اوسه د خودګردانۍ پروژو پلي کولو ته چمتو نه وي. خو په راتلونکي کې، له جوړښتي اصلاحاتو وروسته، ځینې باثباته ولایتونه د ځینو سیمه ییزو واکونو د لیږدولو لپاره د محدودې تجربې په توګه کارول کیدی شي - په داسې حال کې چې مرکزي څارنه ساتل کیږي او ملي یووالي ته درناوی کیږي.
۶. د فساد پر وړاندې جوړښتي مبارزه: په مرکزي او ولایتي کچه فساد د هر ډول اصلاحاتو په وړاندې یو له جدي خنډونو څخه دی. د واک سپارلو دمخه، د فساد ضد اغیزناکې ادارې باید رامینځته او پیاوړې شي، چې د ادارې، سرچینو او پریکړې کولو نظارت کولو وړتیا ولري. د شفافیت او حساب ورکولو پرته، د واک هیڅ لیږد به مشروع نه وي. افغانستان په مرکزي او ولایتي کچه د فساد ضد خپلواکو جوړښتونو ته اړتیا لري (سیګار، ۲۰۲۱).
۷. د ګوندونو او سیمه ییزو چارواکو د مالي سرچینو شفافیت: په واک کې هر ډول ګډون باید له مالي شفافیت سره مل وي. خلک باید پوه شي چې د ګوندونو او چارواکو مالي سرچینې له کومه راځي او څنګه مصرف کیږي څو د سیمه ییزو مافیا شبکو او بهرنیو لاسوهنو مخه ونیول شي.
۸. د سیمه ییزو شوراګانو او خپلواکو رسنیو پیاوړتیا: د ټاکل شویو سیمه ییزو شوراګانو له لارې د خلکو څارنه، او د خپلواکو رسنیو له لارې افشا کول، د سیمه ییزې ډیموکراسۍ یوه مهمه وسیله ده. پرته له دې، واک لېږد ممکن سیمه ییز تېري ته لار هواره کړي.
۹. د مرکز او ولایتونو ترمنځ د اړیکو د تنظیم لپاره د یو جامع قانون مسوده: په راتلونکي کې د نیمه مرکزي یا فدرالي جوړښت په لور د حرکت په صورت کې، د مرکز او ولایتونو ترمنځ د اړیکو د تنظیم لپاره د یو روښانه او جامع اساسي قانون شتون یوه اساسي اړتیا ده. په داسې یوه حالت کې چې افغانستان د طالبانو وروسته دوره کې د یو مشروع او منل شوي اساسي قانون له نشتوالي سره مخ دی، د نوي اساسي قانون مسوده چې د مرکزي حکومت او سیمه ییزو واحدونو ترمنځ د شخړو د حل لپاره وړتیاوې، د مسؤلیت محدودیتونه او میکانیزمونه په روښانه توګه تعریف کړي، د هیواد په سیاسي جوړښت کې د هر ډول بدلون لپاره یو بنسټیز شرط ګڼل کیږي. له روښانه قانوني چوکاټ پرته د واک جوړښت د بدلولو هر ډول هڅه به نه یوازې د بې ثباتۍ لامل شي، بلکې د شخړو او متقابل قضاوت لپاره به زمینه هم برابره کړي.
۱۰. د ولایتونو له مشورتي ګډون سره د مرکزي حکومت په لاس کې د بهرني سیاست ټینګول: حتی په پرمختللو فدرالي سیسټمونو کې، بهرنۍ پالیسي، ملي امنیت، او نړیوالې اړیکې د مرکزي حکومت په انحصار کې دي. په افغانستان کې هم، دا اصل باید پرته له ابهام څخه وساتل شي، مګر په حساسو قضیو کې د ولایتونو په مشوره او خبرتیا سره.
هیواد د یووالي ساتلو، ننګونو باندې بریالي کیدو او د اغیزناکو سیاسي جوړښتونو په لور د حرکت لپاره، افغانستان د قانون جوړونې، بهرنۍ پالیسۍ، ملي دفاع او امنیت، استخباراتو او معلوماتو، عدالت، مالیې، حساب ورکولو او څارنې په برخو کې ملي، خپلواکو او ځواکمنو ادارو ته اړتیا لري.
دا ادارې باید د ملي حکومت دننه پاتې شي څو پر پاشلو واحدونو د هېواد له وېشل کیدو مخه ونیسي.
فدراليزم په راتلونکې پورې تړلی بحث دی، نه یوه سملاسي نسخه. له پورته لسو ګامونو له تېرېدو پرته، د فدراليزم په اړه خبرې کول یو چټک او د بحران لامل کېدونکی اقدام دی. لومړیتوب باید د باور بیا رغونه، د ادارو جوړول، ملي اجماع، او یو حساب ورکوونکی سیسټم وي. د افغانستان راتلونکی د واک په منطقي تمرکز، عادلانه ګډون او جوړښتي اصلاحاتو پورې اړه لري؛ نه د قدرت په ناپاخه ماتولو کې.
د فدراليزم د چټک پلان خطرناکې پایلې:
د افغانستان په څېر له بحران وروسته هیوادونو تاریخي تجربو ښودلې چې د څارنې ادارو، ملي ګوندونو او عامه اجماع په نشتوالي کې د فدرالي سیسټم بیړنۍ طرح نه یوازې په ولایتونو کې د نیمه قومي دولتي جوړښتونو د رامینځته کیدو لامل کیدی شي، بلکې د سیمه ییزو زورواکو او مافیا شبکو د مشروعیت له لارې، هیواد د ویجاړوونکې تجزیې، د وسله والو شخړو زیاتوالي او اوږدمهاله بې ثباتۍ په لور رهبري کوي. په داسې شرایطو کې، قومي او ژبني تقسیمات، چې له وړاندې هم په افغانستان کې د کړکیچ عوامل ګرځېدلي، ممکن د سیمه ییزو او نړیوالو شخړو لومړۍ کرښه شي.
فدراليزم، د حکومتدارۍ د نورو ماډلونو په څیر، د افغانستان په سیاسي جوړښت کې هله د یو انتخاب په توګه ګڼل کیدی شي چې هیواد نسبي ثبات ولري، ملي ادارې رامینځته شي، او اړین قانوني، اداري او ټولنیز چوکاټونه په خپل ځای وي. خو حقیقت دا دی چې په اوسنیو نازکو شرایطو کې، د داسې یو سیستم بیړنۍ طرح نه یوازې بې ګټې ده، بلکې کولی شي هیواد د پیچلتیا او بحران یوې نوې مرحلې ته هم وغورځوي.
له طالبانو وروسته افغانستان باید د واک جوړښت بیاکتنې دمخه د سیاسي، ټولنیز او اداري بیارغونې له یوې ژورې مرحلې تیر شي. په دې مرحله کې، تر بل هر څه مهم، د خلکو او حکومت ترمنځ، د قومونو او ډلو ترمنځ، د مرکز او ولایتونو ترمنځ، د کلیو او ښارونو ترمنځ، او حتی د تعلیمي، مذهبي او مدني ادارو ترمنځ له لاسه ورکړل شوی باور باید په تدریجي او دوامداره توګه بیا و رغول شي. دا باور به هغه وخت بیرته راژوندی شي کله چې خپلواکې ملي ادارې، آزادې رسنۍ، ملي ګوندونه، او یو عادلانه او شفاف قضايي سیسټم جوړ شي. دقیق احصایوي معلومات هم باید چمتو شي، د سیمه ییزې ادارې ظرفیت باید پیاوړی شي، او د هیواد په کورنیو چارو کې بهرنۍ لاسوهنه باید بنده شي.
د داسې شرایطو په نشتوالي کې، د فدراليزم په بحث کې ګډون به په عمل کې نه د عدالت د تحقق لامل شي او نه به د مشارکت زیاتوالي لامل شي. برعکس دا به بې باوري رامینځته کړي، د هویت تشې به زیاتې کړي، او په پای کې به ملي یووالي کمزوری کړي. تاریخي او سیمه ییزو تجربو دا هم ښودلې ده چې فدراليزم، که چیرې له ملي اجماع او حساب ورکوونکو ادارو پرته معرفي شي، نو د سیاسي تفرق، جوړښتي فساد او سیمه ییز انحصار لامل کیږي.
د تیرو لسیزو تجربې موږ ته دا راښيي چې پوه شو هیڅ سیاسي جوړښت په تشه او له قانوني او اداري بنسټونو پرته نه شي بریالی کیدی. فدراليزم هم استثنا نه ده. د واک له ویش وړاندې، د جوړښتونو مشروعیت باید بیرته احیاء شي؛ د حکومتولۍ ماډلونو ته د رسیدو نه مخکې باید ملي اجماع ته ورسیږو.
له بده مرغه، په اوسني وضعیت کې، ځینې وختونه د فدرالي نظام د ځینو ملاتړو یا مخالفینو څرګندونې د سیاسي پوهې د تعمق پرځای د خلکو احساساتو ته زیان رسوي او د بې باورۍ دیوالونه پیاوړي کوي. په صداقت او سیاسي ارامۍ سره باید ټینګار وشي چې تحقیر، توهین او پارونه هیڅکله د مشروع ملي خبرو اترو لپاره لاره نه شي هوارولی. که دا د فدراليزم په اړه وي یا د کوم بل انتخاب په اړه.
نن ورځ، تر بل هر وخت زیات، افغانستان ملي، ارام او مسؤلانه دیالوګ ته اړتیا لري. یو داسې ډیالوګ چې له احساساتو څخه هاخوا وي او قناعت کولو ته سره ورسیږي، له انحصار څخه لیرې او ټول شموله ګډون ته نږدې شي، او په توپیرونو د تمرکز کولو پرځای په ګډو زمینو تکیه وکړي.