• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند او پاکستان کړکېچ: پاکستان ادعا کړې چې بلوچستان کې یې د هند «ترهګریز» پلان افشا کړی

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۰۳:۱۶ GMT+۱

پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې بلوچستان کې یې د هند په ملاتړ یو لوی «ترهګریز» پلان افشا کړی. په راپور کې د استخباراتي سرچینو په حواله راغلي، چې د هند استخباراتي ادارې «را» د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې نیابتي ډلې فعالې کړې دي.

استخباراتي سرچینې وايي، چې د هند «را» په ګوادر، کویټه او خضدار کې ترهګریز پلانونه جوړ کړي دي.
د راپور له مخې؛ «را» بلوڅ بېلتون پاله ډله، ټي‌ټي‌پي او بې اسناده افغان کډوالو ته لارښوونه کړې، چې په دغه ښارونو کې ترهګريز فعالیتونه ترسره کړي.
د پاکستان استخباراتي سرچینو زیاته کړې، چې «را» هم «ترهګر» د افغانستان اړوندو سیمو ته د عملیاتو لپاره لېږلي دي.

خو دا هغه ادعاوې دي چې هند او پاکستان یې یو پر بل کوي او په دې اړه شواهد نه دي وړاندې شوي.
د پاکستان د استخباراتي سرچینو په وینا، ځینو ځانمرګو بریدګرو ته د اړوندو سیمو د څارنې دنده ورکړل شوې وه او ښایي دغه ځانمرګي بریدګر په «ترهګریزو» فعالیتونو کې له موټر یا موټرسایکل کار واخلي.
جیونیوز د استخباراتي سرچینو په حواله زیاتوي، چې امنیتي ادارې یې د هند تر ملاتړ لاندې د «ترهګریزو» پلانونو شنډولو لپاره لاس په کار شوې دي.
استخباراتي سرچینو ویلي دي، چې په بلوچستان کې د هند د «ترهګرۍ» روښانه شواهد لا دمخه څرګند شوي او هند غواړي په بلوچستان کې د «ترهګرۍ» په هڅولو سره پاکستان ناکراره کړي.

د هند او پاکستان کړکېچ
(د اپرېل په ۲۲مه) د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پهلګام کې په یوه مېله ځای کې د ډزو په یوه پېښه کې ۲۶ سېلانیان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
تر دغه برید وروسته د هند حکومت د پهلګام پېښې په تړاو د پړې ګوته پاکستان ته ونیوله او د دواړه خواوو له‌خوا د یو بل پر وړاندې ګڼ ګامونه واخیستل شول.
خو پاکستان بیا د هند دغه ادعا ردوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ په اړه د نیویارک ټایمز راپور د پولیټزر جایزه وګټله

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۰۰:۱۵ GMT+۱

په افغانستان او عراق کې د امریکا د پوځ د ناکامیو په هکله د نیویارک ټایمز او نیویارکر چمتو شویو راپورونو د ۲۰۲۵ کال دوه جایزې ګټلې دي.

د پولیټزر د داورانو پلاوي په وینا، د نیویارک ټایمز راپور په واضیح توګه وښوده چې «څنګه متحده‌ایالاتو د انسان‌وژنکو سیمه‌ییزو ملېشو په ملاتړ، خلک طالبانو ته اړ کړل او په افغانستان کې یې د خپلې ماتې تخم وکاره.»

د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، د ملېشو یو سیمه‌ییز قوماندان چې د امریکا د پوځ ملاتړ یې درلود، د خلکو په ورکېدو کې ښېکل و.

همداراز، نیویارک ټایمز د سوډان د کورنۍ جګړې په اړه د غوره بهرني راپور، په پنسلوانیا کې د ډونالډ ټرمپ د ناکامې وژنې هڅې د شېبو غوره عکس او په متحده‌ایالاتو کې د مخدره توکو د ناوړه کارونې د وژونکي ناورین په تړاو د ګډ راپور لپاره درې جایزې ترلاسه کړې.

د رویټرز خبري اژانس هم د څېړنیزو راپورونو په برخه کې د پولیټزر جایزه ګټلې ده.

دا جایزه دوی ته د هغو راپورونو لپاره ورکړل شوې، چې د فنتانیل د تولید لپاره کارېدونکو کیمیاوي توکو د نړۍوالې سوداګرۍ په اړه جوړ شوي و.

دې مادې په تېرو څو کلونو کې شاوخوا ۴۵۰ زره امریکایان مړه کړي دي.

د رویټرز خبریالانو د دغه راپور د جوړېدو پر مهال وکړای شول د فنتانیل د جوړونې لپاره ټول اړین توکي وپېري، څو دا وښيي هغه چینايي کیمیاوي توکي چې د امریکا د مصنوعي نشه‌يي توکو بازار تغذیه کوي، تر کومې کچې ارزانه او په اسانۍ سره موندل کېږي او ولې د امریکا چارواکي د دې مرګوني سوداګرۍپه درېدو کې نه بریالي کېږي.

د رویټرز څېړنیزې ډلې یوازې په ۳ زره او ۶۰۰ ډالرو هغه اړین توکي او تجهیزات وپېرل چې لږترلږه د ۳ مېلیون ډالرو په ارزښت فنتانیل تولیدولای شي.

وال‌سټریټ ژورنال د خپل راپور لپاره چې د اېلان ماسک د سیاسي او شخصي بدلونونو په اړه و، د ملي راپور جایزه ترلاسه کړې، خو د واشنګټن پوست ورځپاڼې د ټاکنیز کمپاین پرمهال د ډونالډ ټرمپ د ناکامه وژنې په اړه د غوره بېړني خبر جایزه ګټلې ده.

د نورو مهمو نشریو په منځ کې نیویارکر اوونیزې درې جایزې ګټلې دي.

د پروګرام داورانو یادې اوونیزې نشریې ته د غزې په اړه د غوره تبصرې، غوره تصویري راپور او غوره پوډکاسټ جایزې ورکړې دي.

پروپبلیکا په ټوله امریکا کې د سقط جنین بندیز اغېزو په اړه د راپور ورکولو له امله د عامه خدمتونو جایزه ترلاسه کړې ده.

د یادونې ده، چې د پولیټزر جایزه له ۱۹۱۷ کال راهیسې هر کال د ژورنالېزم او ادبیاتو ښو کارونو ته ځانکړې کېږي.

په ټولییزه توګه پولیټزر ۱۵جایزې د ژورنالېزم بېلابېلو څانګو ته او اته یې هنري لکه، موسیقي تیاتر او داستان‌لیکلو ته ورکول کېږي.

د اوکراین په اوبلاست کې د روسیې د بریدونو له امله لسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۲۳:۴۷ GMT+۱

د اوکراین سیمه ییز چارواکي وایي، چې د سومي اوبلاست په سرحدي سیمو بیلوپیلیا او ووروزبا کې د روسیې د بریدونو له امله درې ځایي کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

چارواکو ویلي، چې روسي ځواکونو په دغه سیمه د هاوانونو او توغندیو بریدونه کړي، چې په دې پېښه کې یو ۱۶ کلن هلک هم ټپي شوی دی.

چارواکو دغه راز وویل، چې بریدونو په بیلوپیلیا او ووروزبا دواړو کې د ملکي زېربناوو تاسیساتو ته زیان رسولی.

سیمه ییزو چارواکو د بریدونو د شدت له امله بېړنۍ تخلیه پیل کړې.

د تخلیې عملې ویلي، چې تمه ده تر راتلونکې ورځې پورې تر ۵۰۰ پورې ملکي وګړي د برید لاندې سیمو څخه واېستل شي.

رویټرز: امریکا غواړي د پراختیا تمویل لپاره نړۍوالې هڅې کمزورې کړي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس ته د ملګرو ملتونو یو نوی رسېدلی داخلي سند ښيي، چې امریکا له مخ پر ودې هېوادونو سره د یوه نړۍوال تړون د کمزوري‌کېدو هڅه کوي. دغه تړون له مخ پر ودې هېوادونو سره د اقلیمي بدلون او اقتصادي ستونزو په برخه کې مرسته کوي.

دغه سند چې د مکسیکو، نیپال، ناروې او زامبیا هېوادونو د دایمي استازولیو له‌خوا د ملګرو ملتونو د سکرټریت په همکارۍ چمتو شوی، د پرمختیایي مالي ملاتړ د څلورم نړۍوال کنفرانس (FFD4) لپاره په لومړنیو مذاکراتو کې د ۱۹۳ غړو هېوادونو دریځ څرګندوي.

ټاکل شوې چې دا کنفرانس د روان کال په جون میاشت کې د هسپانیا په سیویل کې ترسره شي.

د دغه سند پر بنسټ، د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا دولت د نړۍوال مالي نظام د بدلون له ځینو وړاندیزونو سره مخالفت لري.

د چاپېریال پر ککړتیا مالیه، د مالیاتو شفافیت، د سون‌توکو (تېلو) کمښت، جنسیتي برابرۍ، اقلیمي بدلون او څو نور ټکي دي چې امریکا یې په دغه تړون کې نه غواړي.

امریکا له دغه تړونه د هغو برخو د لرې‌کېدو غوښتنه کړې چې شرکتونه دې ته اړ کوي، څو په کومو هېوادونو کې چې اقتصادي فعالیت لري، مالیه باید ورکړي.

همداراز، متحده‌ایالتونو په بې‌وزلو هېوادونو کې د شنو پروژو کې د پانګونې د اسانتیا لپاره د درجه بندي سېسټم له اصلاحاتو سره هم مخالفت کړی دی.

د دې راپور پر بنسټ، د امریکا حکومت له دې سره مخالف دی چې باید د اقتصادي ناورین پرمهال د ټولنیز ملاتړ لپاره کافي او پرته له ځنډه بودیجه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېری مخ پر ودې هېوادونه، له درنو پورونو، د طبیعي پېښو له زیانونو، او د بیارغونې لپاره له جدي مالي اړتیا سره مخ دي.

د چاپېریال او پراختیا نړۍوال انسټېټیوټ مشر ټام مېچل رویټرز ته وویل:: «دا کنفرانس د دې لپاره ډېر مهم دی چې د راتلونکي ۱۰ کلنې مودې لپاره د پرمختیایي موخو د تمویل لومړیتوبونه او اصول وټاکل شي. موږ باید ټول هېوادونه د خبرو مېز ته راوبلو، نه دا چې د ځینو هڅو مخه ونیسو یا یې کمزورې کړو.»

امریکا متحده‌ایالاتو دا دریځ داسې مهال غوره کړی چې لا هم په نړۍوال بانک او نړۍوال وجهي صندوق کې ترټولو لوی ونډه لرونکی هېواد بلل کېږي او د نړۍوالو مالي سیاستونو په لارښوونه کې پرېکنده رول لوبوي.

ملالې یوسفزۍ د غزې لپاره د سمدستي مرستو رسولو او دايمي اوربند غوښتنه وکړه

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۲۲:۲۷ GMT+۱

ټولنیزې فعالې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ یو ځل بیا په غزه کې د سمدستي او دايمي اوربند غوښتنه کړې ده.

ملالې یوسفزۍ په ټولنیزو رسنیو کې د امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز یو پوسټ شریک کړی، چې پکې راغلي: «د اسراییل له لوري د غزې کلابندۍ له امله هلته ماشومان له لوږې سره مخ دي او ناروغان ژوند له لاسه ورکوي. دا زړه دردونکی او خواشینوونکی حالت دی چې بې ګناه فلسطیني ماشومان په غزه کې له لوږې او مرګ سره لاس او ګرېوان دي.»

هغې زیاته کړه: «زه د دغو ماشومانو د خوندیتوب او روښانه راتلونکي لپاره دعا کوم. زه غوښتنه کوم چې ژر تر ژره غزې ته مرستې واستول شي او دايمي اوربند دې وشي.»

راپورونه وایي، چې د مرستو بندېدو له امله په غزه کې د خوړو کړکېچ خورا زیات شوی او نږدې ۳ لکه ماشومان د لوږې له امله د مړینې له ګواښ سره مخ دي.

سربېره پر دې، د ماشومانو لپاره د شېدو ځانګړې فارمولا او نور غذایي مواد نه‌رسېږي، چې له امله یې د ۳۵۰۰ نه ډېر شېدې خوړونکي ماشومان له جدي ګواښ سره مخ شوي دي.

یاده دې وي، چې اسراییل د مارچ په ۲مه د اوربند پر مهال غزې ته د هر ډول مرستو په داخلېدو بندیز ولګاوه، چې تر اوسه لا هم دوام لري.

په ورته مهال، د اوکسفیم په نوم مرستندویه اداره چې غزې ته د خوړو مرستې څاري، ویلي چې د غزې د ماشومانو دا بد حالت د ټولې نړۍ مسوولیت دی.

حوثي وسله وال وايي چې امریکا او اسراییل په یمن هوایي بریدونه کړي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د یمن حوثي وسله وال وایي، چې متحده ایالاتو او اسراییل د دوشنبې په ورځ په حدیده بندر برید کړی دی. دا برید تر هغه وروسته شوی، چې حوثي وسله والو تېره ورځ د اسراییل هوايي ډګر په نښه کړ. په دغه تازه بریدونو کې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.

د حوثیانو له خوا اداره کېدونکي المسیره ټلویزیون وایي، چې امریکا او اسراییل د یمن په لوېدیځ ساحل کې د حدیده په بندر شپږ بریدونه کړي او همدا ډول د باجیل په ولسوالۍ کې هم د بریدونو راپورونه ورکړل شوي.

د اسراییل پوځ تایید کړې، چې دوی د دوشنبې په ورځ په حدیده کې د حوثیانو په اهدافو یې بریدونه ترسره کړي.

د اسراییل پوځ وایي: «جنګي جېټ الوتکو د یمن د ساحل په اوږدو او نورو داخلي سیمو کې د حوثي وسله والو رژیم پورې اړوند ترهګریز اهداف په نښه کړي.»

د دوی په وینا، حدیده بندر د ایراني وسلو، پوځي تجهیزاتو او نورو تجهیزاتو د لېږد او ترهګریزو موخو لپاره کارول کېږي.

د حوثیانو په رسنیو کې راپورونه وروسته له هغه راځي چې اسراییل وویل، چې د یکشنبې په ورځ له یمن څخه توغول شوی توغندی د لومړي ځل لپاره تل ابیب ته نږدې د بن ګوریون نړۍوال هوایی ډګر په احاطه کې ولګېد.