• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په نیمروز کې د ایران دوه تېل وړونکي ټانکرونه سوځېدلي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۷:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د نیمروز ولایت په ابریشم پل کې چې د افغانستان او ایران ترمنځ مهم سوداګریز تمځای بلل کېږي، د ایران دوو تېل وړونکو ټانکرونو د تخنیکي ستونزو له امله اور اخیستی، خو د نیمروز ولایت د چارواکو په وینا، اور د وخت په حساس پړاو کې مهار شوی او د هر ډول انساني تلفاتو مخنیوی شوی.

د طالبانو د نیمروز ولایت مقام له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې اور د اطفایې ریاست له خوا ژر مهار شو او له هر ډول زیان څخه مخنیوی وشو. اعلامیه زیاتوي: «وضعیت په خپل وخت کنټرول شو او ډېر ژر به د پله ترافیکي حرکت بېرته عادي شي.»

طالب چارواکو دا هم ویلي چې هڅه کوي له ورته پېښو څخه په راتلونکي کې مخنیوی وشي.

د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د هیرمند ولسوالۍ سرپرست ولسوال علیرضا شهرکي هم پېښه تایید کړې.

نوموړي ایرنا خبري اژانس ته ویلي: « یو ایرانی ټانکر له افغانستان نه راستنېده او لا د ایران خاورې ته تازه داخلېده چې د ابریشم ترانزیټي پل پر سر ولګېده، خو له نېکه مرغه هیڅ تلفات نه لري».

شهرکي وویل، سره له دې چې د ایران د دوست محمد د اور وژنې اډه بشپړه تیارسۍ حالت کې وه، خو د افغانستان د اور وژنې ډلې پر وخت مداخلې ته په کتو، اړتیا نه وه چې ایرانۍ اطفایه سیمې ته واستول شي.

نوموړي دا هم تایید کړه چې د اورلګېدنې له امله د میلک ترانزیټي پل بنسټیزو جوړښتونو ته زیان نه دی رسېدلی او د اور د علت په اړه تخنیکي پلټنې روانې دي.

د میلک سرحدي دروازه د افغانستان او ایران ترمنځ له مهمو تجارتي او ترانزیتي لارو شمېرل کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

امیرخان متقي راتلونکې اونۍ تهران ته سفر کوي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي راتلونکې اونۍ د يوه لوړپوړي ډيپلوماتيک پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کوي، چې له ايراني چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو او د علاقې وړ ګډو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

تمه ده چې متقي به له ايراني چارواکو سره د ناستو ترڅنګ، په جلا توګه د کابل او تهران ترمنځ پر مختلفو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د ایران د مهر اژانس د رپوټ له مخې، متقي له دې وړاندې د اپرېل پر څلورمه نېټه تهران ته سفر کړی و او هلته يې د ايران د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسيا د چارو له عمومي رییس محمد رضا بهرامي سره کتلي و.

په دې ناسته کې دواړو خواوو د ايران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو، د هلمند سيند، له ايران څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او د سيمې د وروستيو تحولاتو په اړه نظرونه تبادله کړي وو.

متقي په خپلو خبرو کې ټينګار کړی و چې د افغانستان او ايران ترمنځ اړيکې د پراختيا په لور روانې دي او زياته کړې يې وه چې دواړه هېوادونه لوړ پوتانشيل لري، چې په ټولو برخو کې خپله همکاري پراخه کړي.

په غور کې لسګونه بندیان: طالبان موږ ته اوبه او خواړه نه راکوي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۱
•
سلیمان خپلواک

سیمه ییزو سرچینو ویلي چې د غور ولایت د طالبانو امنیه قوماندان نوراغا حیدر د دغه ولایت پسابند ولسوالۍ ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې ۸۰ کسان د مخدره توکو د کښت په تور ونیول او بندیان یې کړل. نیول شوي کسان وايي چې دوی له کوم دلیل پرته شاوخوا ۱۰ څخه تر ۱۵ ورځو پورې بندیان دي.

په یوه ویډیو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، بندیان وايي چې طالبانو ۸۰ کسان په یوه کوچنۍ خونه کې بندیان کړي او هغوی ته خواړه او اوبه نه ورکوي.

د دې خلکو په وینا، ځینې کسان هغه مسافر دي چې له هلمند څخه غور ته راغلي دي.

له نیول شویو کسانو څخه یو تن وویل چې ځینې یې د لرګیو راټولولو پرمهال نیول شوي دي.

په ویډیو کې معلومیږي، چې ټول "۸۰" بندیان په یوه خونه کې ساتل کیږي چې "پنځه متره اوږده او درې متره پلنه ده"، او ځای دومره تنګ دی چې د زندانیانو په وینا، "دوی د لمانځه لپاره ځای نه لري."

په غور کې د طالبانو د قوماندانۍ پرته له دې چې د دې نیول شویو کسانو یادونه وکړي، وویل چې نوراغا حیدر د دې سفر په جریان کې څو کلي د کوکنارو له کروندو پاک کړي دي.

ځینې سرچینې وايي چې طالبانو خپل ځینې مخالفان هم د کوکنارو د کروندو د کرلو په پلمه نیولي.

د سویس کډوالو ادارې د قومیت پر اساس د پښتنو د اېستلو موضوع رد کړه

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۵:۴۹ GMT+۱

د سویس د کډوالو چارو ادارې یوې ویاندې ماګدالینا راسټ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د افغانستان لپاره د پناه غوښتنې او بېرته ستنولو پالیسي وروستی ځل د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې بدله شوې او دا پالیسي د اخراج په بهیر کې د قومونو ترمنځ هېڅ توپیر نه کوي.

د سویس د کډوالو دولتي سکرتریت (SEM) د جرمني ژبو رسنیو ویاندې د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پالیسۍ کې د قومونو پر اساس د توپیر راوستلو کوم بدلون نه دی راغلی او نه هم دا موضوع د بحث په اجنډا کې شامله وه.

ماګدالینا راست د خپلې ادارې په استازیتوب د افغانستان انټرنشنل- پښتو د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا رښتیا هم د قومیت پر اساس ددغه هېواد د اخراج په پالیسۍ کې بدلون راغلی، وویل، « د دا ډول بدلون موضوع هېڅکله زموږ د پالیسي په اجنډا کې نه ده شامله شوې».

یادې ادارې زیاته کړې چې د پناه غوښتنې او بېرته لېږلو پرېکړې د اصلي هېواد د وضعیت د دوامدار تحلیل پر بنسټ کېږي.

د سویس د کډوالو دولتي سکرتریت وايي، چې دوی د افغانستان حالت په دوامدار ډول څاري او که اړتیا پېښه شي، پالیسي بدلوي.

راست وايي، « وروستی بدلون د ۲۰۲۵ کال په اپریل میاشت کې راغلی، چې د افغانانو د بېرته لېږلو بهیر پر ټولو قومونو یو ډول تطبیقېږي».

په ورته وخت کې په سویس کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ وايي، چې د سوېس د فدرالي دولت د مهاجرت له ادارې سره د تماس او وضاحت غوښتنې پر بنسټ، دې ادارې ډاډ ډاډ ورکړی چې دا ادعاوې بشپړې بې‌اساسه دي.

په استول شوې رسمي مکتوب کې ویل شوي، « یاد رپوټ د هغو داخلي اسنادو پر بنسټ لیکل شوی چې یوازې د فرضي سناریوګانو د ارزونې لپاره چمتو شوي وو، څو د احتمالي بیا ادغام پروګرامونو لپاره تیاری ونیول شي. باید واضح شي چې د پناه غوښتنې په تګلاره کې، په ځانګړي ډول د قوم پر بنسټ، هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی».

له دې وړاندې د سویس نیه څورښر څایتونګ رپوټ ورکړی و، چې ددې ادارې د اخراج مسوول د قومیت پر اساس د پښتنو د اخراج نظر ورکړی و، چې ددوی په باور، د طالبانو له اړخه ورته خطر کم دی.

طالبانو په پروژو کې د ځنډ له امله پر دوو افغاني شرکتونو بندیز ولګاوه

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۵:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت دفتر وايي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري «افغان ګندمک شرکت» د دوه کلونو او «رفیع خالد تجارتي شرکت» بیا د شپږو میاشتو لپاره د سرغړونو له امله په هر ډول پروژو کې له ګډون کولو محروم شول.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن سه شنبه، د غويي ۱۶مه، پر اېکس ولیکل، چې ددې ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.

د طالبانو اقتصادي معاونیت وايي چې یادو شرکتونو د اړوندو وزارتونو او ادارو له شرایطو سره تر موافقې وروسته دوه پروژې ګټلې او د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري ورته منظورې شوې وې، چې دوی یې په ټاکلو قیمتونو او تدارکاتي شرایطو تطبیق او بشپړولو څخه انصراف وکړ چې په ملي پروژو کې د ځنډ لامل وګرځېدل.
د طالبانو خبرپاڼې له مخې، په تعدیل شویو او منظورو شویو پروژو کې د قوش‌تېپې کانال یوه برخه، د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د شفلوغ بند، د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د نهر السراج کانال لومړی لاټ، د کندهار – سپین بولدک د دویمې برخې سړک په مختلفو ولایتونو کې د برېښنايي پروژو لپاره د اړتیا وسایل او همداراز په لرې پرتو سیمو کې د باکیفیته مخابراتي او انټرنیټي خدماتو وړاندې کول شامل دي.

د یادو پروژو لګښت شاوخوا ۱۸ میلیارد افغانیو ته رسېږي چې د طالبانو له لوري تمویلېږي.

طالبان: په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګوالو او سوداګرو کنفرانس جوړېږي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۴:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر وايي، چې متحده عربي امارات غواړي په کابل کې د اماراتو د پانګوالو او سوداګرو کنفرانس جوړ کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن سې شنبه، د غويي ۱۶مه، د متحده عربي اماراتو د ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي په حواله وویل، چې په دغه کنفرانس کې به د افغانستان لپاره پر هغو پروژو خبرې وشي، چې په مټ به یې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.

دغه راز نوموړي په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ او د سړکونو جوړولو په برخه کې پانګونې ته د خپل هېواد لېوالتیا ښودلې ده.

په دې لیدنه کې د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تر څنګ ددې ډلې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني هم حضور درلود.

د طالبانو ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې افغانستان له طبیعي سرچینو غني هېواد دی او دوی به هڅه کوي چې په دې زېرمو کې پانګونه جذب او افغانستان په خپلو عوایدو متکي کړي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، ملا برادر زیاته کړې چې د متحده عربي اماراتو پانګوال کولی شي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د متحده عربي اماراتو پانګوالو او سوداګرو کنفرانس جوړیږي.