طالبانو په سرپل او پکتیکا ولایتونو کې پنځه کسان په درو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په سرپل او پکتیکا ولایتونو کې یې پنځه کسه د بېلابېلو جرمونو په تور په درو وهلي دي.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په سرپل او پکتیکا ولایتونو کې یې پنځه کسه د بېلابېلو جرمونو په تور په درو وهلي دي.
د دغې محکمې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې یې د «قمار» په تور څلور کسه په ۲۵-۲۵ درو وهلي او ترڅنګ یې دغه کسان په یو کال او شږ میاشتو تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.
خو د دغې محکمې په یوې بلې جلا خبرپاڼه کې بیا طالبانو د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې یو کس د جعلي پیسو کارولو په جرم په ۱۶ درو وهلی او ورسره یې په ۱۶میاشتې تنفیذي بند هم محکوم کړی دی.


د پيښور سترې محکمې د افغان کډوالو د شړلو پاليسۍ پر ضد د یوې ځايي مېرمنې غوښتنلیک اورېدلی، چې غوښتنه پکې شوې ددې افغان خاوند ته دې د پاکستان پېژند کارت (POC) جاري شي. د نوموړې وکیل د افغانانو د شړلو اوسنۍ پالیسي غیر قانوني ګڼلې ده.
دغه عريضه د قاضي وقار احمد او قاضي اورنګزيب خان له خوا اورېدل شوې.
د غوښتنلیک ور کوونکې مېرمنې وکيل اجمل خان مومند محکمې ته وويل چې د هغه موکله د مردان د تخت بهایي اوسېدونکې ده او خاوند یې طارق خان افغان دی.
دغه جوړه څلور ماشومان لري او اوس د حکومت د شړلو پاليسۍ له مخې د عريضه کوونکې خاوند د ايستلو له خطر سره مخ دی.
وکيل دا هم وويل چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکو افغانانو شړل غير قانوني دي او د هغو لپاره روښانه قانوني تګلاره نشته.
نوموړي زياته کړه چې ډېر افغان کډوال په پاکستان کې له خلکو سره ژورې اړيکې لري، لکه ودونه، کاروبارونه او جایدادونه، چې د حکومت په اوسنۍ پالیسي کې ورته هيڅ پام نه کیږي.
وکيل خبرداری ورکړ چې که د عريضه کوونکې مېرمنې خاوند شړل کېږي، نو ماشومان به د خپل پلار له پاملرنې بېبرخې شي.
د پاکستان د ایکسپرېس ټربیون د رپوټ له مخې، په عريضه کې غوښتنه شوې چې محکمه دې نادرا یاد پاکستان د ثبت او احصایې ادارې ته امر وکړي چې د عريضه کوونکې خاوند ته د پاکستان اصل کارت (POC) جاري کړي او د شړلو پالیسي بېاعتباره اعلان کړي.
له لومړنيو استدلالونو وروسته، د پېښور محکمې له فدرالي حکومت او نادرا څخه د لیکلي ځواب غوښتنه کړې ده.

په هرات ولایت کې د طالبانو والي نور احمد اسلام جار د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په رسمي سفر تللی دی د هرات ولایت د رسنیو څانګه وایي، چې طالب والي به د خپل سفر په ترڅ کې د ترکمنستان له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د اقتصادي اړیکو په پراختیا به خبرې ورسره وکړي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د دغه سفر موخه د ترکمنستان هېواد سره د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پراختیا او د ګډو پروژو عملي کول دي.
بلخوا په دغه ولایت کې د طالبانو ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي، چې د نورو موخه سربېره د دغه سفر اساسي موخه د ټاپې پروژې تعقبیول هم دي.
د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې ترکمنستان، قزاقستان او طالبانو په ګډه د هرات په ولایت کې د لوژستیکي مرکز د جوړولو لپاره هوکړه کړې وه، دا مرکز به د روسیې تېل اسیایي بازارونو ته د انتقال لپاره د افغانستان لارې کارولو په موخه جوړ شي.

د هند کورنیو چارو وزارت یو شمېر ایالتونو ته امر کړی، چې د ملکي دفاع او وګړو د خوندیتوب لپاره تمرینونه او لازم اقدامات ترسره کړي.
د هندي رسنۍ بهارت ایکسپریس د راپور له مخې، د دې تمرین پر مهال به د هوایي برید خبرداریو لپاره سایرنونه غږول کېږي، او خلکو ته به دا ښودل کېږي چې د برید په صورت کې څنګه ځانونه خوندي کړي.
په دغه تمرین کې به زدهکونکي، کلیوالي او ښاري وګړي هم شامل وي، چې د ملکي دفاع اړوند روزنه وګوري، ترڅو د بېړني حالت پر مهال د خوندي پاتې کېدو لارې چارې زده کړي.
دا اقدامات له هغه وروسته ترسره کېږي چې په پهلګام کې له ترهګریز برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ خورا ترینګلی شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، چې د افغانستان بشري مرستو صندوق تیر ۲۰۲۴ کال ۷۴ میلیون ډالره ترلاسه کړي دي. اوچا تیره ورځ دوشنبه د افغانستان د بشري مرستو په تړاو خپل تازه راپور خپور کړی.
په دغه راپور کې راغلي، چې د مرستو دغه صندوق سره په ۲۰۲۴ کال کې بیلابیلو هېوادونو ۷۴ میلیون ډالره مرسته کړې ده.
د اوچا د دغه تازه راپور له مخې، د بسپنه ورکوونکو هیوادونو په منځ کې، هالنډ ترټولو لویه ونډه لرله.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې روښانه کړې، چې دا مرستې د کال په اوږدو کې په څلورو مرحلو کې د افغانستان بشري مرستو صندوق ته رسیدلې دي.
اوچا، په داسې حال کې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان بشري مرستو صندوق سره د شویو مرستو په اړه خپل راپور خپروي، چې د افغانستان ډیری وګړي له بې کارۍ او پراخې بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) د راپور له مخې، په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه له ۹۷ سلنې څخه زیاته شوې ده. سربېره پردې، ۹۰ سلنه ښځې له کار څخه محرومې، او یوازې ۷ سلنه یې تیر کال له کوره بهر کار کاوه.

د تهران ټایمز د راپور له مخې، د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مرستیال پیام باقري ویلي، چې دغه هېواد د سیمهییز ثبات د پیاوړتیا لپاره له افغانستان سره ستراتیژیکه سوداګریزه ملګرتیا غواړي.
د تهران ټایمز د راپور له مخې، پیام باقري د ایران او افغانستان تر منځ د ګډو سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې.
ښاغلي باقري دغه څرګندونې د ایران د سوداګریزو فرصتونو په اړه جوړ شوي کنفرانس کې کړې او زیاتوي، چې: «ایران او افغانستان کولی شي د خپلو اړوندو سرچینو او وړتیاوو په کارولو سره د ګټو لپاره ښه ملګرتیا رامینځته کړي.»
هغه زیاته کړې: «د ایران پرمختللې صنعتي زیربنا او نړۍوالو بازارونو ته لاسرسی، د افغانستان د معدني شتمنیو، حاصلخیزې ځمکې او ځوان کاري ځواک سره یوځای به کولای شي، دوی طبیعي اقتصادي شریکان جوړ کړي.»
د تهران ټایمز د راپور له مخې، باقري د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې ژبنۍ، کلتوري او تاریخي اړیکې د اقتصادي ودې، سوداګرۍ د پراختیا او دوامداره اړیکو لپاره یو قوي بنسټ او ګټې اساسي فکتور وباله.
بلخوا بیا څو ورځې وړاندې د ایران د کرنې وزیر غلام رضا نوري د طالبانو د یوه پلاوي سره په ناسته کې وویل: «ایران چمتو دی چې افغانستان ته د کرنې په برخه کې تخنیکي او انجینري خدمات صادر کړي.»
نوري زیاته کړه، ایران او افغانستان ژورې کلتوري او تاریخي اړیکې لري او په بیلابیلو برخو کې د نږدې همکارۍ په لټه کې دي:«مونږ افغان مسلکي کسانو ته د کرنې تخصص او پوهه لیږدولو لپاره اړین زیربنا او ظرفیت لرو.»
وروستي معلومات ښیي چې تېر کال د ایران او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، او د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم د تیر کال په پرتله نږدې ۸۴ سلنه زیات شوی چې ټولټال ۳.۱۹۷ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
ایران د افغانستان لپاره یو لومړنی عرضه کوونکی هېواد ګرځیدلی، چې د وارداتو شاوخوا ۲۵ سلنه برابروي.
د یادولو وړ ده، چې د ایران مهم صادرات تیل او د تیلو تصفیې محصولات، فولاد، کرنیزې توکي او ساختماني مواد دي.