• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هټیوالو شکایت: طالبان د هلمند او کندهار په هټیو کې د ښځو سینګار توکي ښکاره نه پرېږدي

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۱

د کندهار او هلمند یو شمېر هټۍوال وايي، د حوزو مسوولینو ورته ویلي، چې د ښځو د سینګار توکي دې په هټیو کې په ښکاره نه ږدي. دغه هټیوال وايي، د طالبانو د حوزو د مسوولانو له امر نه د سرغړونې په تور ځینې هټۍوالو ته سزاوې هم ورکول شوې دي.

په کندهار ښار کې یو شمېر هټۍوال وايي، د طالبانو د امنیتي حوزو مسوولین یې د کاروبار خنډ ګرځیدلي او دوی ته یې امر کړی، چې په خپلو هټیو کې دې د ښځو د سنیګار توکي په ښکاره نه ږدي.

دغه هټۍ وال وايي، په ښار کې هرې امنیتي حوزې یوه ډله طالبانو ته د کمیسیون په ډول دنده سپارلې ده او هره ورځ له هغو هټیو لیدنه کوي، چې د ښځو د سینګار توکي پلوري.

محب الله، چې د کندهار ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند د رنګریزانو دانې په نوم یو مارکیټ کې هټۍوال دی، وایي، اړوند حوزې ټولې هټۍ ثبت کړې او هره ورځ ورڅخه منظمه لیدنه کوي.

نوموړي زیاته کړه:«هره ورځ درې یا څلور کسان له حوزې څخه راځي او پر دکانونو ګرځي، دوی ګوري چې کوم چا خو به د ښځو د سینګار شیان د دوکان مخ ته نه وي ځړولي او یا خو به په دوکان کې په ښکاره نه وي ایښي. که چا د دوکان مخ ته د ښځو اړوند شیان ځړولي وي، هغه حوزې ته بیايي او بندي کوي یې.»

سره له دې چې په کندهار کې د امر بالمعروف ریاست محتسبینو په ښار کې د رنګریزانو دانې مارکیټ ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګولی خو لا هم دغه مارکیټ ته ښځې د خپلو اړتیا وړ توکو ترلاسه کولو لپاره ورځي.

د کندهار ښار دویمه حوزه کې د رنګریزانو دانې په نوم مارکیټ
100%
د کندهار ښار دویمه حوزه کې د رنګریزانو دانې په نوم مارکیټ

د دې ترڅنګ یو شمېر هټۍوال وايي، طالبان هټۍوال د ماسپښین له لمانځه وروسته هره ورځ له نیم ساعت څخه ډیر وخت د «نصیحت» کولو لپاره ایساروي، خو هغه کسان چې تر لمانځه وروسته بېرته خپلو هټیو ته ورګرځي د طالبانو له خوا په نښه کیږي او امنیتي حوزې ته ورغوښتل کیږي.

د عصمت الله په نوم یو هټۍوال وايي:« دا کارونه مخکې امر بالمعروف والا کول، خو اوس هغوی موږ باندې کار نه لري، د حوزو امرینو اوس دا کار شروع کړی دی. موږ تل مسجد ته د لمونځ لپاره تللو، دا مسجد موږ په خپلو پیسو جوړ کړی دی، خو دوی موږ له لمونځ څخه وروسته هم په مسجد کې راګرځوي او موږ ته نصیحتونه کوي.»

پر همدغه مهال د لښګرګاه ښار یو شمېر هټۍوال هم ورته شکایت کوي او وايي، د حوزو د مسوولینو استازي پر هټیو ګرځي او د هټۍوالو د واردمخه جوړ شوي نوملړ له مخې د ږیرې پرښودلو امر ورته کوي.

دغه هټۍوال وايي، د حوزو د مسوولینو له لوري وضع شوي بندیزونو په اړه یې د کندهار او هلمند ولایت مقام ته څو ځله شکایتونه کړي خو غږ یې نه دی اوریدل شوی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

مالیزیا په څلورو برخو کې له طالبانو سره همکاریو ته تیاری ښودلی

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۱

د نړۍوال ډیالوګ اکشن ادارې استازي جولیان وینبرګ د طالبانو د سوداګرۍ وزیر قاري دین محمد حنیف، سره په لیدنه کې ویلي، چې مالیزیا په څلورو برخو کې د طالبانو له ادارې سره د همکارۍ پراخولو لپاره چمتو ده.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، له جولیان وینبرګ سره په ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، له نړۍوالې ټولنې سره د همکارۍ پراختیا او د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره د مبارزې لپاره د نړۍوالو بنسټونو پر رول هر اړخیز بحث کړی.

طالب وزیر دین محمد حنیف د نړۍوال ډیالوګ اکشن استازي ته د افغانستان اقتصادي وضعیت، د پراختیايي حللارو او د نړۍوالو ادارو د ونډې په اړه څرګندونې کړې دي. نوموړي ویلي، چې نړۍوالې همکارۍ کولای شي د افغانستان د اقتصادي ثبات او چاپېریال ساتنې لپاره ارزښتناکه رول ولوبوي.

په ورته وخت کې جولیان وینبرګ ویلي، چې اندونیزیا او مالیزیا ته د ده وروستي سفرونه ښيي چې دغو هېوادونو د کرنې په وده، د اقلیمي تغییراتو پر وړاندې مبارزه، د اسلامي بانکدارۍ نظام پراختیا او د وړو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ کې مهم پرمختګونه کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې مالیزیا چمتو ده له افغانستان سره هم په همدې برخو کې همکاري پراخه کړي.

دغه لیدنه داسې مهال کېږي چې افغانستان له یو شمېر اقتصادي او اقلیمي ننګونو سره مخ دی او د نړیوالو ادارو همکاري کولای شي په دې برخه کې د پام وړ بدلونونه راولي.

سرچینې: پولیسو یو وار بیا د اسلام اباد له بي ۱۷ ښارګوټي شاوخوا ۵۰ تنه افغانان ونیول

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۱

له اسلام اباد څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې نن سهار یې یو وار بیا د پولیسو په تالاشۍ پیل کړ. د اسلام اباد بي ۱۷ ښارګوټي اوسېدونکي وایي، چې پولیسو نن له دغه ښارګوټي د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۰ تنه افغانان ونیول.

دغه سرچېنه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي، پولیس شاوخوا څلور ساعته کور په کور ګرځېدل او هغه افغانان چې تازه یې د ویزو موده ختمه شوې وه ونیول.
سرچینې وایي، له دغو پولیسو سره چې ډېری یې په شخصي جامو کې ګرځېدل ښځینه پولیسې هم وې.
دغه کډوال وایي، دوی د ویزو د تمدیدۍ قانوني اسناد هم لرل؛ خو بیا هم ونیول شول.
له هغه وروسته چې په پاکستان کې د ویزو موده یوې میاشتې ته راکمه شوه؛ افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي.
د ویزو لوړ لګښتونه او د تمدیدۍ اوږد انتظار د دې لامل کېږي، چې پولیس دوی ونیسي او په جبري توګه یې افغانستان ته ستانه کړي.
دغه کډوال چې تر ډېره لوېدیځو هېوادونو ته د ویزو په تمه دي وایي، پولیس د دغه کډوالو چې تازه یې ویزې ختمېږي؛ کره راپور لري او څنګه چې د ویزو موده ختمه شي، ور وروټکوي.

ځیني کډوال بیا د پاکستاني پولیسو له بډې اخیستنې هم سر ټکوي او وایي، چې د پاکستان پولیس تر ډېره دغه نیول شوي کډوال د بډو په بدل کې هم خوشې کوي او یو څه موده وروسته چې ویزه یې وځنډېږي بیاځلي د دوی له‌خوا نیول کېږي.

دغه کډوال چې افغانستان ته په ستنېدو سره یې ژوند له ګواښ سره مخ دی؛ له دغه هېواده د اېستل کېدو له وېرې اړ اېستل کېږي، چې پولیسو ته بډې ورکړي.

ریچارډ بېنېټ: پښتانه له طالبانو سره تړل، له تبعیضه ډکه او زیانمنونکې خبره ده

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۳:۴۳ GMT+۱

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي: «سویسي چارواکو ډاډ راکړی، چې له دغه هېواده د قومیت پر بنسټ د افغانانو د اېستنې موضوع هیڅ وخت تر بحث لاندې نه وه.»

هغه پر اېکس پاڼه دغه موضوع مهمه ګڼلې او لیکلي یې دي، چې په افغانستان کې د طالبانو سره د پښتنو یو ګڼل او د دغې ډلې تر ولکې لاندې د دوی د امنیت او ملاتړ خبره «ناسمه، له تبعیضه ډکه او زیانمنونکې ده.»

دغې موضوع وروسته له هغه د ځینو سیاست‌والو او بشري حقونو ملاتړو څرګندونې او غبرګونونه راپارولي دي، چې ښایي سویس پښتانه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي او لامل یې «له طالبانو سره د ژبې او ټبر له اړخه د دوی نږدېوالی او پښتنو پناه غوښتونکو ته په افغانستان کې نه ګواښ ښودل شول و.
د سویس نیه څورښر څایتونګ راپور ورکړی و، چې د سویس حکومت د افغان کډوالو د بېرته اېستلو لپاره یوې حساسې طرحې ته اشاره کړې او دا مفکوره د سویس د کډوالۍ په پالیسۍ کې د احتمالي تغییر نښه کېدای شي.

خو دغې موضوع ته تر پراخو غبرګونونو وروسته؛ د سویس د کډوالو چارو ادارې یوې ویاندې ماګدالینا راسټ افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د افغانستان لپاره د پناه غوښتنې او بېرته ستنولو پالیسي وروستی ځل د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې بدله شوې او دا پالیسي د اخراج په بهیر کې د قومونو ترمنځ هېڅ توپیر نه کوي.
د سویس د کډوالو دولتي سکرتریت (SEM) د جرمني ژبو رسنیو ویاندې د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پالیسۍ کې د قومونو پر بنسټ د توپیر راوستلو کوم بدلون نه دی راغلی او نه هم دا موضوع د بحث په اجنډا کې شامله وه.

خالد حنفي: له اسلامي نظام سره د خلکو همکاري واجب ده

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۲۰:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو د اورېدو وزیر خالد حنفي د نورستان له علماوو سره په لیدنه کې ویلي، چې «له اسلامي نظام سره د خلکو همکاري واجب ده.» نوموړي له ديني علماوو او محتسبانو غوښتې، چې په ټولنه کې د ناسمو رواجونو او زياتو لګښتونو مخه ونیسي.

د طالبانو د امربالعمروف او شکایتونو د اورېدو وزير خالد حنفي د سې شنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) د نورستان له ديني علماوو سره په لیدنه کې ټينګار کړی، چې په ټولنه کې باید د بې ځایه لګښتونو او ناسمو رواجونو مخه ونیول شي.

نوموړي زياته کړې، چې د هبت الله اخوندزاده د فرمانونو او حکمونو له مخي، په ټولنه کې اصلاحات رامنځته شوي او باید ټول يې پر ځان عملي کړي.

حنفي ویلي، چې د ښځو مهر او میراث حق په ورکولو کې یې خپلې وروستۍ هڅې کړي او له کورنیو یې غوښتي، چې د ښځو د شرعي حقونو په ورکول کې خپل مسوولیت ادا کړي.

نوموړي زياته کړې: «نارینه په ډېرو برخو کې نجونو ته د مهر او میراث حق نه ورکوي، په بې ځایه لګښتونو سیالۍ کوي او یو بل ته پېغورونه ورکوي، خیراتونه په قرض تر سره کوي، حج ته ولاړ شي؛ خو تر راتګ وروسته دوه برابره مصارف وکړي، د دې ټولو شیانو مخه باید ونیول شي.»

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي تېره اونۍ ویلي و، چې تر اوسه یې د خلکو لسګونه زره شکایتونو ته رسېدنه کړې، چې په دې لړ کې یې ۲۵زره ښځو ته د میراث حقونه هم ورکړي دي.

د دغه وزارت محتسبان د خپل سخت دریځي مشر د امر له مخې ښځینه پرته له محرمه کورني سفرونو ته نه پرېږدي او ان په ځینو ولایتونو کې ښځینه په ټکسي موټرو کې د سفر پر مهال له پوښتنو ګروېږنو سره مخ کېږي.

همداراز د طالبانو د امر بالمعروف ډله په نادولتي موسساتو کې د ښځینه‌وو د کار مخه هم نیسي او نه یې پرېږدي چې دندې وکړي.

ملګرو ملتونو په خپلو راپورونو کې د امربالعمروف قانون د افغان ښځو لپاره خورا ظالمانه او له کړاوونو ډک بللی دی.

د دغه ډلې له زندانونو یو شمېر ازادو شویو مېرمنو نیوکې کړې، چې د طالبانو په زندانونو کې له سختو شکنجو سربېره له جنسي تېریو سره هم مخ شوې دي.

طالبانو په پکتیا کې د راستېدونکو افغان کډوالو لپاره د یوه ښارګوټي پرانیستلو خبر ورکړ

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۰ GMT+۱

طالبان وايي، چې د دغې ډلې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مشر مولوي عبدالسلام حنفي په پکتیا ولایت کې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د «دارالقرار»په نوم استوګنیز ښارګوټی پرانیستی دی.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د سې شنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) زیاته کړې، چې دا ښارګوټی د دغې ډلې د ښارجوړونې او ښاري پراختیا وزارت په همکارۍ جوړ شوی او دوه زره جریبه مساحت لري.

د طالبانو د بیان له‌مخې، د دغه ښارګوټي پروژه پر بنسټیزو اسانتیاوو لکه جوماتونو، ښوونځیو، پارکونو، روغتیایي کلینیکونو، مارکېټونو او د څښاک اوبو سېستم سمبال ده. د ۹۸۰ نمرو درلودونکي دغه ښارګوټي۱۰۰نمرې د سرې میاشتې له‌خوا او یو شمېر نور یې د قطر خیریه بنسټونو په مرسته جوېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ستنو شویو کډوالو ته د دایمي استوګنځيو د برابرولو لپاره هڅې زیاتې کړي دي.
د طالبانو د اقتصاد وزیر څو ورځې وړاندې د کورنیو او بهرنیو موسسو له استازو سره په یوې ناسته کې وویل، چې په شپږو ولایتونو کې یې د کډوالو ښارګوټو کې د ځمکو د وېش چارې پیل کړې دي او په ۱۱ نورو ولایتونو کې هم په پام کې دي.

له دې سره، طالبان د دغو ښارګوټو د پرانیستلو په تړاو داسې مهال خبر ورکوي، چې ګڼ شمېر هېوادوال هېواد ته د بېرته راستنېدو پرمهال د بشري حقونو بنسټیزو اصولو د نه رعایت له امله شکایت کوي.

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د طالبانو د رياست‌الوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مشر عبدالسلام حنفي ویلي و، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د افغانانو اېستل د شرم وړ خبره ده.

ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو جبرې اېستلو ته زور ورکړی دی.

تېره ورځ د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت ویلي و، چې یوازې د تېرې چهارشنبې په ورځ د تورخم له لارې دوه زره او ۲۹۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.