په جلال اباد کې تېز باد او باران خلکو ته زیانونه اړولي

ځايي سرچیني وايي، چې د پنج شنبې په ورځ ناوخته تېز باد او باران په جلال اباد ښار کې مالي زیانونه اړولي او پر ننګرهار ښار برېښنا قطع شوې ده.

ځايي سرچیني وايي، چې د پنج شنبې په ورځ ناوخته تېز باد او باران په جلال اباد ښار کې مالي زیانونه اړولي او پر ننګرهار ښار برېښنا قطع شوې ده.
افغانستان انټرنشل ته په لیږل شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د تېز باد او باران له امله ځینې ونې ویجاړې شوې دي.
ځايي سرچینې وايي، چې د توپاني باد او باران له امله ځینو خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي ، خو د اوښتي زیان په اړه تراوسه کره معلومات نه دي ور کړل شوي.
په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو ویلي، چې د توپاني باد او باران له امله یې پر جلال اباد ښار باندې برېښنا قطع کړې ده


یو افغان تبعه چې د ایران په «قزلحصار» زندان کې بندي و، د نه خوړو اعتصاب له امله مړ شوی دی. هغه غوښتل د لوږې اعتصاب له لارې د زندان د چارواکو پر چلند اعتراض وکړي، خو د زندان مرستیال فرجنژاد په سپکه لهجه ورته ویلي و: «اعلیحضرت! که مړ شوې، لاړ شه جهنم ته!»
نبي بیاتي هغه مهال له خوړو او اوبو ډډه وکړه، چې د زندان تر ټولو ګڼ میشتې او لوړ امنیت لرونکې لومړۍ برخې ته انتقال شو. بیاتي ویلي و چې د زندان د مسوولانو د سپک او توهینوونکي چلند له امله یې اعتصاب پیل کړی دی.
د زندان سرچینې وايي چې بیاتي او درې نور بندیان د فزیکي شخړې په تور لومړۍ انفرادي توقیف خونې ته انتقال شوي وو.
د بشري حقونو سازمان هنګاو وايي، چې وروسته د زندان د مرستیال رییس اسماعیل فرجنژاد په امر دوی د لوړ امنیت برخې ته انتقال کړای شول.
سره له دې چې بیاتي چارواکي د خپل اعتصاب په اړه خبر کړي وو، خو د هغه خراب حالت ته پاملرنه نه وه شوې.
سرچینې وایي، د درملنې پر ځای چارواکو پر ده فشار زیات کړ او هغه یې د نهمې برخې دهلېز ته ولېږه چې د ترانزیت لپاره کارول کېږي او هلته ورته اساسي اړتیاوې نه وې برابرې شوې.
د بیاتي اعتصاب څلور ورځې دوام وکړ او د رپوټ له مخې، په دې مودې کې هغه ته هېڅ طبي پاملرنه نه ده شوې.
احمدرضا حائري، چې دا مهال د ایران په قزلحصار زندان کې د سیاسي بندي په توګه بندي دی، د افغان بندي نبي بیاتي مړینه د «سیستماتیکې وژنې» په توګه یاده کړې ده.
حائري د غويي پر۱۷ مه د چارشنبې په ورځ له زندان نه د ایران د قضايي قوې رییس ته په یوه پرانیستې لیک کې لیکلي: «د قضایي قوې له لوري هېڅ استازی د دې پېښې د څېړنې لپاره زندان ته نه دی استول شوی. دا بېپامي په عمل کې د یوه زنداني د وژنې د تایید معنا لري».
هغه ویلي، چې د زندانیانو د لوږې اعتصاب حقوقي اصول معلوم دي، خو دا اصول نه یوازې چې مراعات نه شول، بلکې انساني ارزښتونه هم تر پښو لاندې شول. حائري زیاته کړې، « د لوږې اعتصاب د یوه انسان وروستۍ چیغه ده. دا غږونه باید واورېدل شي، نه دا چې چوپ کړل شي».
په لیک کې حائري یادونه کړې چې بیاتي او درې نور زندانیان د یوې فزیکي شخړې په تور د قزل حصار له څلورم بلاک څخه «ورتړلې» خونې ته انتقال شول. وروسته د زندان د روغتیا مرستیال اسماعیل فرجنژاد په مداخلې هغه واحد ته انتقال کړل شول چې تر ټولو زیاته ګڼهګوڼه لري.
نوموړی وايي، بیاتي دا پرېکړه ناعادلانه او توهینوونکې بلله او خبرداری یې ورکړی و چې که هلته وساتل شي، د اوبو او خوړو دواړو اعتصاب به وکړي. حائري لیکلي، د زندان مرستیال فرجنژاد په سپکه لهجه ورته ویلي وو: «اعلیحضرت! که مړ شوې، لاړ شه جهنم ته!» او وروسته یې امر ورکړ چې بیاتي دې د نهم بلاک په دهلېز کې، چې د عامو بندیانو د تګ راتګ ځای دی، واچول شي.
بیاتي له څلورو ورځو اعتصاب وروسته، پرته له دې چې څوک یې حال واخلي، په بشپړ یوازېتوب کې مړ شوی. حائري لیکلي:«دا یوه عادي مړینه نه وه. دا یوه قصدي وژنه وه».
حائري په لیک کې یادونه کړې چې له پخوا یې د ایران په زندانونو کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه په ځلونو خبرداری ورکړی.

د طالبانو هرات والي شیخ مولوي اسلامجار د ترکمنستان د ماري ولایت له والي بگنچ مراد ارازوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پراخولو، د تورغنډۍ بندر له لارې د صادراتو او وارداتو د اسانتیا او د ټاپي په شمول د ګډو اقتصادي پروژو د چټکتیا پر اړتیا ټینګار کړی.
د باختر اژانس د راپور له مخې، دا لیدنه هرات ته د دغه پلاوي د سفر په ترڅ کې ترسره شوې، چې دولتي چارواکو او د خصوصي سکتور یو شمېر استازو هم پکې ګډون درلود.
اسلامجار د انرژۍ، ترانسپورت او د مرمرو ډبرو د صادراتو په برخو کې هم پر ګډو همکاریو ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د طالبانو له اړخه چمتووالی ښودلی.
د ترکمنستان د ماري ولایت والي هم د هرات له لوري د سوداګریزو اسانتیاوو برابرولو ستاینه کړې او ژمنه یې کړې چې هېواد به یې د ترانزیت او سوداګرۍ په برخو کې له افغانستان سره لا ډېره همکاري کوي.
یاده لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې څو ورځې وړاندې د هرات والي په مشرۍ یوه پلاوي د اقتصادي همکاریو د پراخولو په موخه ترکمنستان ته سفر کړی و.
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون (پنجشنبه د غویي ۱۷مه) د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره د ویډيو کنفرانس له لارې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې، د دوه اړخېزو اړیکو پر پياوړتیا او د ګډو اقتصادي پروژو پر پلي کولو خبرې وکړې.
طالبانو ویلي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو ژمنه هم کړې.
طالبانو تېر کال د ټاپي پروژې د پرانیست غونډې پر مهال ویلي و، چې دا پروژه د افغانستان او سیمې د اقتصادي اتصال په برخه کې ډېره ګټوره ده او د افغانستان په خاوره کې یې چارې پیل شوې.

د کندهار په ارغنداب کې هر کال د شالمار دودیزه میله د توتانو له پخېدو سره د پسرلي په موسم کې جوړیږي، خو میله وال وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر میله والو د امر بالمعروف د محتسبینو له خوا ځینې بندیزونه لګول شوي دي.
د شالمار میله د احمدشاه بابا له سلطنت راهیسې هر کال د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې نمانځل کیږي او سلګونه کسان پکې ګډون کوي.
په دې میله کې د کندهار د سپین بولدک، ښورابک، ریګستان، نېش، معروف، ارغستان او تخته پل ولسوالیو د اوسیدونکو ترڅنګ د ډیورنډ ها غاړې سویلي پښتونخوا څخه سلګونه کسان ګډون کوي.
په یاده میله کې تر ډیره د هغو ولسوالیو اوسیدونکې ګډون کوي، چې په سیمه کې روانې اوبه او سمسورتیا نه لري.
شالمار میله د پسرلي په موسم کې د توتانو له پخیدو سره سمه پیلیږي او له شل څخه تر ۴۰ ورځو دوام کوي.
میله وال د ارغنداب په شنو باغونو کې د غیږ نیونې، اتڼ او سندرو ویلو ترڅنګ د ډبرې غورځولو، دوره خط او نورې سیمه ییزې لوبې کوي، خو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دې میله کې په سندرو ویلو او اتڼ کولو بندیز لګول شوی دی.

ځینو میله والو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې له تېرو دریو کالو راهیسې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست محتسبین او استخبارات د میلې په ځای کې ګرځي او له خلکو دریا، قطعې او د لډو وسایل ټولوي.
دغه میله وال اندېښنه لري او وايي، چې که د طالبانو بندیزونه ډیر شي ممکن په راتلونکې کې دغه دودیزه میله پیکه شي او یا هم هیڅ ترسره نه شي.
د قدرت الله په نوم د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسیدونکی چې په شالمار میله کې یې ګډون کړی، وايي:« موږ هر کال له خپل مشرانو سره دغې میلې ته راځو، خو اوس کال په کال دغه میله بې خونده کیږي. دلته پر ډول وهلو، دریا وهولو، اتڼ او نورو عادي مسایلو هم بندیز لګیدلی دی.»

لیکوال او ژورنالیست محمد ابراهیم سپیڅلی وايي:« پخوا به دلته سندرې ویل کیدې، اتڼونه به کېدل خو اوس بندیز باندې لګول شوی، بیا هم خلګ ورته راځي. دا د کندهار د قومونو د یووالي او کلتورونو د ساتلو یوه ښه نمونه ده، د وچو ولسوالیو خلک دلته راځي، د کندهار د مرکز له خلکو سره اشنا کیږي. د کندهار لوی قومونه اڅکزي او نورزي دې میلو ته راځي، ځکه هغوی تر ډیره په وچو ولسوالیو کې اوسیږي او هغوی د غیږ نیولو ډیر شوقیان دي».
ځیني لیکوالان وايي، د شالمار میله د دودیزو لوبو، کلتورونو او یووالي د ژوندي ساتلو یو ښه نمونه ده او طالبان باید د خلکو د خوښیو او د کندهار د سیمه ییزو دودونو مخنیوی ونه کړي.


قرغیزستان په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته صادرات دومره لوړ کړي چې د وارداتو په پرتله ۲۵ چنده زیات دي. اقتصادي شنونکي د صادراتو او وارداتو ترمنځ د بېلانس نشتوالی زیانمنوونکی بولي.
د ۲۰۲۵ کال په جنوري او فبروري دوو میاشتو کې قرغیزستان افغانستان ته د ۱،۰۹میلیارد سومو (شاوخوا ۱۲،۵میلیونه ډالر یا ۸۵۰میلیونه افغانۍ)په ارزښت توکي صادر کړي، خو له افغانستان نه یې یوازې د۴۴،۲ میلیونه سومو (۵۰۶زره ډالر یا شاوخوا ۳۴،۵ میلیونه افغانیو)واردات کړي دي.
دا لوی سوداګریز تفاوت په داسې حال کې دی، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د سیمې هېوادونه، لکه قزاقستان او ازبکستان هم هڅې زیاتوي.
تر ټولو زیات صادرات ۲۵ میلیونه لیتره پټرول دي، چې ارزښت یې له یو میلیارد سومو (تقریباً ۷۸۰ میلیونه افغانۍ) زیات دی. نور صادرات د موټر ټایرونه مغزي مېوې او ۳۹ اسونه دي.
خو واردات بیا کم ارزښته وو، لکه د المونیم لوښي، کاغذي کڅوړې او نباتي محصولات. دا د افغانستان د محدودو صادراتي وړتیاوو څرګندونه کوي، چې تر ډېره د طالبانو تر حکومت لاندې د اقتصادي بندیزونو، غیررسمي بازارونو او نیمګړي تولید له امله دي.
د ۲۰۲۵ د سوداګرۍ دا ارقام د ۲۰۲۴ کال د ورته مودې په پرتله، شاوخوا ۴۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
تېر کال قرغیزستان افغانستان ته د ۷۴۰ میلیونه سومو (شاوخوا ۵۷۰ میلیونه افغانۍ) صادرات کړي وو، خو سږ کال دا کچه له یو میلیارد سومو اوښتې. دا زیاتوالی د سرحدي تدارکاتو ښه کېدل، غیر رسمي هوکړې او د قرغیزستان حکومت هڅو ته منسوب شوی چې غواړي د اقتصادي رکود پر مهال نوي بازارونه ومومي.
په ورته وخت کې قزاقستان هم د طالبانو له حکومت سره په احتیاط سوداګریز تماسونه ټینګوي.
د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې قزاق چارواکو له طالب استازو سره ناستې وکړې. که څه هم استانه طالبان په رسمیت نه پېژني، خو د ۲۰۲۵ په لومړیو کې یې د اوړو، تېلو محصولاتو او درملو صادرات بیا ورسره پیل کړل.
شنونکي د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ او صادراتو او وارداتو کې د بېلانس نشتوالی د افغانستان د اقتصاد لپاره زیانمنوونکی بولي.

پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې د مې له ۳۰مې وروسته به افغان موټر چلوونکي یوازې هغه وخت پاکستان ته داخل شي، چې د اعتبار وړ ویزه ولري، ځکه د موقتي داخلېدو سند (TAD) یوه کلنه موده په همدې نېټه پای ته رسېږي.
چارواکو ویلي، د تورخم په پوله یې د (TAD) ختمېدو اعلانونه په ښکاره ځایونو کې لګولي دي او افغان موټر چلوونکو ته یې په شفاهي توګه هم ویلي چې له دې وروسته به یوازې هغه کسان پاکستان ته پرېښودل کېږي چې پاسپورټ کې د اعتبار وړ ویزه ولري.

پاکستاني چارواکي دې ته د یو سند رژیم نوم ورکړی او د دوی په وینا دا د پاکستان هغې پالیسۍ ته اشاره کوي چې پر بنسټ یې افغان وګړي باید پاکستان ته د داخلېدو، وتلو او استوګنې لپاره د اعتبار وړ پاسپورټ او ویزه ولري.
افغانستان انټرنشنل په تورخم کې له چارواکو سره د موقتي داخلېدو سند (TAD) د تمدید په اړه خبرې کړې دي.
چارواکو ویلي، افغان موټر چلوونکو ته خبر ورکړل شوی چې د یاد سند د اعتبار موده به د روانې میاشتې تر پایه پای ته ورسېږي. خو دا لا روښانه نه ده چې دا اسناد به بېرته تمدید شي او که نه.
چارواکو دا هم ویلي چې دغه سند له دې مخکې تمدید شوی دی.
چارواکو زیاته کړې، د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د تنظیم لپاره، د دواړو هېوادونو موټر چلوونکو ته ځانګړې اسانتیا ورکړل شوې وه چې د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره دواړو خواوو ته تګ راتګ وکړای شي.
خو ډېری موټر چلوونکي له پاسپورټ پرته وو، یا یې د مالي ستونزو له امله نهشوای کولای پر وخت اړین اسناد تر لاسه کړي.
د دې ستونزې د حل لپاره، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارتونو پر موقتي داخلېدو سند (TAD) هوکړه وکړه، چې د ۲۰۲۴ کال د می له لومړۍ نېټې څخه نافذ شو. دغه سند موټر چلوونکو او د هغوی همکارانو ته چې د سفر قانوني اسناد نهلري، موقتي قانوني اسانتیا برابره کړې وه.
یاد اقدام د دې لپاره و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو وسایطو تګ راتګ تنظیم او قانوني شي او پر فعالیتونو ښه څارنه وشي.