• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اذربایجان له هند او پاکستان څخه وغوښتل چې کړکېچ د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۱

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایراموف پر هند او پاکستان غږ کړی، چې خپله مخ پر زیاتیدونکې جګړه د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو حل کړي.

د اذربایجاني رسنۍ کلبیر د راپور له مخې، بایراموف خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د پاکستان او هند په مسله کې د اذربایجان دریځ د نړیوالو قوانینو پر بنسټ دی.

هغه یادونه وکړه: «د اذربایجان دریځ دا دی چې یو هیواد د بل هیواد په خاوره برید کړی دی. موږ له دواړو خواوو څخه غوښتنه کوو چې یوه سیاسي حل لاره ومومي. که څوک زموږ له دریځ څخه ناراضه وي، نو باید په دقت سره یې په پام کې ونیسي. زموږ په نظر، زموږ په دریځ کې یو منطقي چلند شتون لري.»

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

۴

د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی

۵

انډیا ټوډې: روسیه د طالبانو لپاره په یوه مهم ستراتیژیک شریک بدلېږي

•
•
•

نور کیسې

هند د پاکستان د رادار سېسټمونه، تخنیکي تاسیسات، د وسلو ګودامونه او قوماندې مرکزونه ویشتلي

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۰۷:۲۹ GMT+۱
هند د پاکستان د رادار سېسټمونه، تخنیکي تاسیسات، د وسلو ګودامونه او قوماندې مرکزونه ویشتلي
100%

د هند د سېندور عملیاتو مشرې ډګروالې صوفیه قرېشي په ډیلي کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې هند د پاکستان له لوري د نن شپې ترسره شویو بریدونو په غبرګون کې د پاکستان د رادار سېسټمونه، تخنیکي تاسیسات، د وسلو، ګودامونه او د قوماندې مرکزونه په نښه کړي دي.

هغې زیاته کړې، چې دغه پوځي هدفونه یې د پاکستان په سیالکوټ، مریدکي،‌ چکلالې، رحیم یار خان، سکر او چونیا سیمو کې په نښه کړي دي.

د هند پوځ په وینا، د خپلو پوځي الوتکو ځوابي بریدونو کې یې د ملکي وګړو او سیمو خوندیتوب ته د امکان تر کچې پاملرنه کړې ده.

د هند او پاکستان د نظامي ځواک پرتلنه؛ هند له پاکستانه یوولس برابره زیاته دفاعي بودیجه لري

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۱
•
خبرخونه
د هند او پاکستان د نظامي ځواک پرتلنه؛ هند له پاکستانه یوولس برابره زیاته دفاعي بودیجه لري
100%

د هېوادونو د نظامي ځواک درجه بندي د Global Firepower Index (GFP) له خوا کیږي چې له مخې یې د ۲۰۲۵ کال لپاره هند د نړۍ څلورم او پاکستان دولسم قدرتمن هېوادونه ګڼل شوي دي.

د جي ایف پي د ۲۰۲۵ کال لپاره د هند د دفاعي ځواک بودیجه د پاکستان د پوځ له بودیجې یوولس برابره زیاته بللې ده او ویلي یې دي چې هند د ۲۰۲۵ - ۲۶ کال لپاره شاوخوا ۷۸.۷ میلیارده ډالره بودیجه لري او پاکستان بیا د ۲۰۲۵ - ۲۶ کال لپاره ۷.۶ میلیارده ډالره بودیجه لري.

پرتلنه ښيي چې هند د پوځي ظرفیت له پلوه تر پاکستان څو برابره پیاوړی دی، چې زیات پوځ او جنګي وسایل لري.

د پوځ شمېر او جوړښت:
• هند: شاوخوا ۵.۱۳ میلیونه نظامي پرسونل لري، چې پکې ۱.۴۶ میلیونه فعاله پوځیان، ۱.۱۵ میلیونه احتیاطي ځواکونه او ۲.۵ میلیونه غیررسمي ملېشې شاملې دي.
• پاکستان: ټولټال ۱.۷ میلیونه نظامي پرسونل لري، چې پکې ۶۵۴,۰۰۰ فعاله پوځیان، ۵۰۰,۰۰۰ غیر رسمي ملېشې(پارامیلیټري) او ۵۵۰,۰۰۰ احتیاطي ځواکونه شامل دي.

هوايي ځواکونه:

• هند: ۲,۲۲۹ نظامي الوتکې لري، چې پکې ۶۴۳ جنګي الوتکې شاملې دي.
• پاکستان: ۱,۳۹۹ نظامي الوتکې لري، چې پکې ۴۱۸ جنګي الوتکې شاملې دي.

100%

ځمکنی ځواک:
• هند: ۳,۱۵۱ جنګي ټانکونه لري.
• پاکستان: ۱,۸۳۹ جنګي ټانکونه لري.

بحري ځواک:
• هند: یوه هوایي بېړۍ، ۱۱ ډیسټرایرونه، ۱۷ فریګیټونه، او ۱۶ ابدوزونه لري.
• پاکستان: ۸ فریګیټونه، ۵ ابدوزونه، او ۳ کورویټونه لري.

اټومې وسلې:
• هند: شاوخوا ۱۷۲ اټومي سرګلولې لري.
• پاکستان: شاوخوا ۱۷۰ اټومي سرګلولې لري.

100%

که څه هم پاکستان د ځینو برخو لکه د ځانچاودو توپونو او راکټي توپخانې غښتلې برخه لري؛ خو هند د پوځي پرسونل، وسلو، او بودیجې له پلوه برلاسی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي وسلو شتون، هر ډول شخړه لا خطرناکه کوي.

د هند او پاکستان د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د ډیلي هوايي ډګر تر ۱۳۰ ډیرې الوتنې لغوه شوې

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۰۵:۰۷ GMT+۱
د هند او پاکستان د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د ډیلي هوايي ډګر تر ۱۳۰ ډیرې الوتنې لغوه شوې
100%

د انډیا ایکسپریس د راپور له مخې د هند ملکي هوایي چلند د امنیت ادارې ویلي، چې له پاکستان سره د تاوتریخوالي له امله یې د ډیلي هوایي ډګر ۱۳۸ کورنۍ او بهرنۍ الوتنې لغوه کړې دي.

د هوايي ډګر چارواکو په وینا، په لغوه شویو الوتنو کې څلور نړیوالې رارسیدونکې، پنځه نړیوالې تلونکې، ۶۳ کورنۍ رارسیدونکې او ۶۶ کورنۍ تلونکې الوتنې شاملې دي.

چارواکو زیاته کړې: «موږ له ټولو مساپرو غوښتنه کوو، چې د کره معلوماتو لپاره یوازې په رسمي سرچینو تکیه وکړي او د ناتایید شويو موادو له شریکولو څخه ډډه وکړي.»

پاکستان وايي د سایبري برید له لارې یې ۷۰ سلنه هندي برېښنايي شبکې له کاره غورځولي

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۰۲:۲۹ GMT+۱
پاکستان وايي د سایبري برید له لارې یې ۷۰ سلنه هندي برېښنايي شبکې له کاره غورځولي
100%

د پاکستان دولتي رسنیو پي ټي وي نیوز او راډیو پاکستان راپور ورکړی چې پاکستان د سایبري برید له لارې د هند ۷۰ سلنه برېښنايي شبکې "فلج" کړې دي.

همدا مهال د هند او پاکستان ترمنځ بریدونه روان دي.

څو شېبې وړاندې د هند هوایي ځواکونو په پاکستان کې مهمې پوځي اډې په نښه کړې.

د پاکستان پوځ ویلي چې په ځوابي بریدونو کې یې د هند کشمیر په سیمه کې د هندي ځواکونو پوځي اډې په نښه کړي دي.

د هند د بریدونو له کبله په زندان کې د عمران خان ژوند له ګواښ سره مخ دی

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۰۱:۱۷ GMT+۱
د هند د بریدونو له کبله په زندان کې د عمران خان ژوند له ګواښ سره مخ دی
100%

جیونیوز ویلي، پر پاکستان د هند د بریدونو له کبله د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي عمران خان ژوند په زندان کې له خطر سره مخ دی او د موقتي خوشې کېدو لپاره یې غوښتنه شوې. د نوموړي د خوشې کېدو په اړه نن د اسلام اباد محکمې ته عریضه وړاندې شوې ده.

محکمې ته وړاندې شوې عریضه کې ویل شوي: «پاکستان دامهال د هند د یرغل سره مخ دی او په بېلابېل ښارونو کې بریدونه شوي، د عمران خان ژوند په زندان کې له خطر سره مخ دی، ممکن اډیاله زندان هم د ډرون برید هدف وګرځي.»

د عريضې د متن له مخې، چې د پنجاب کورنيو چارو وزارت د چارواکو څخه هم د هغه د خوشې کولو غوښتنه شوې؛ خو هغوی هیڅ جواب نه دی ویلی.

د خان پلویانو غوښتنه کړې، چې محکمه دې په دې اړه اقدام وکړي.