حماس یو امریکایی-اسراییلی سرتېری خوشی کړ

حماس نن د دوشنبې په ورځ امریکایي-اسراییلي سرتېری ادان الکساندر خوشی کړ او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته یې وسپاره، څو اسراییل ته انتقال شي.

حماس نن د دوشنبې په ورځ امریکایي-اسراییلي سرتېری ادان الکساندر خوشی کړ او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته یې وسپاره، څو اسراییل ته انتقال شي.
د خلاصون ویډیو ښيي، چې یوه چورلکه د هغه د انتقال لپاره چمتو ولاړه وه، په داسې حال کې چې امنیتي تدابیر سخت نیول شوي وو.
د الجزیرې د رپوټ له مخې، ادان الکساندر د هغو ۵۸ اسیرانو له ډلې یو و، چې کورنۍ یې د تلابیب په واټونو کې مظاهرو ته وتلې او د هغوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې وه.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د دوشنبې په ورځ خپل ولس ته په یوه وینا کې وویل چې سندور عملیات د پاکستان مېشتو ترهګرو پر ضد یو تاریخي او ستراتیژیک ګام و او خبرداری یې ورکړ چې هند به د پاکستان راتلونکي هر حرکت څاري.
مودي په خپله وینا کې وویل: « سندور عملیات یوازې یو نوم نه دی. د مې پر شپږمه شپه او سبا نړۍ ولیدل چې هند څنګه د پاکستان دننه د ترهګرو پر مرکزونو بریدونه وکړل».
ده زیاته کړه، دا عملیات دومره ژور وو، چې ترهګر یې حیران کړل: « ترهګرو دا خوب کې هم نه وو لیدلي چې هند به دومره ستر ګام واخلي. خو کله چې د ملت او وطن خبره راځي، هند پولادي فیصلې کوي».
د هند د لومړي وزیر په وینا، د بهاولپور او مریدکي په څېر سیمو کې د ترهګرو روزنیز مرکزونه چې نوموړي « د نړیوالې ترهګرۍ پوهنتونونه» وبلل، په نښه شول. مودي زیاته کړه، « د سپټمبر ۱۱مې پېښه که وي او که نورې سترې پېښې، له همدې مرکزونو سره یې تړاو او رېښې دي».
مودي وویل، چې په دغو بریدونو کې نه یوازې د ترهګرو ودانۍ، بلکې د هغوی حوصلې هم ویجاړې شوې.
هغه زیاته کړه، « د هغوی مشران، چې په پاکستان کې ازاد ګرځېدل او د هند پر ضد یې پلانونه جوړول، له منځه یووړل شول».
د هند لومړي وزیر پر پاکستان نیوکه وکړه چې د ترهګرو پر ضد د هند د همکارۍ پر ځای، یې پر هند بریدونه پیل کړل او ملکي ځایونه یې په نښه کړل.
مودي زیاته کړه، « د هند له دغو عملیاتو پاکستان وارخطا شو او په دې وارخطايي کې یې د ترهګرو خلاف د هند د همکارۍ پرځای پر هند بریدونه پیل کړل او پر ښوونځیو او مذهبي ځایونو یې بریدونه وکړل. دې کې خپله پاکستان بې نقابه شو او نړۍ ولیدل چې څنګه د پاکستان بې پیلوټه الوتکې او توغندي په اسمان کې له منځه یووړل او د پاکستان پر سینې یې بریدونه وکړل».
مودي پاکستان ته د خبرداري ډول وویل، چې ترهګري او دولت او وینې او اوبه یوځای پرمخ نه شي تلای.
مودي وویل چې هند په درېو ورځو د پاکستان په زړه کې د ترهګرو اډې کنډواله کړې.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان هر راتلونکی اقدام به تر سخت نظر لاندې وي، « د هند درې واړه ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي».
مودي په دې جګړه کې پر خپلو وسلو او ځواکونو وویاړل او ویې ویل، چې هند خپلې وسلې وکارولې.
دا وینا داسې مهال کېږي چې د هند او پاکستان د جنرالانو ترمنځ خبرې پای ته رسېدلې دي، او نړیوالې هڅې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دوام لري.
په داسې حال کې، چې د هند او پاکستان د پوځي عملیاتو رییسانو نن ماښام د وروستیو شخړو په اړه خبرې کړې دي، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي نن د هند پر وخت د شپې اته بجې خپل ولس ته ددې جګړې په اړه وینا کوي.
هندوستان ټایمز رپوټ ورکړی، چې تمه کیږي مودي د سندور عملیاتو او د جګړې د عواملو په اړه خبرې وکړي.
په ورته وخت کې د پاکستان ایکسپرېس ټربیون وايي، چې د دواړو هېوادونو د پوځي عملیاتو رییسانو د تودې کرښې یا هاټ لاین له لارې خبرې کړې دي.
دا خبرې د وروستیو کړکېچونو په رڼا کې د یوه مهم پرمختګ په توګه ارزول کېږي.
پاکستان او هند د متحده ایالاتو په منځګړتوب د شنبې په ورځ د یو بشپړ او سملاسي اوربند اعلان وکړ، چې له مخې یې دواړو خواوو ته ډزبندي شوې.
د پاکستان د پوځ وياند برید جنرل احمد شريف چودري وايي، چې پاکستان د "بنيان مرصوص" عملياتو په ترڅ کې هیڅ هندی پيلوټ نه دی نيولی.
په ټولنيزو رسنيو کې داسې رپوټونه خپاره شوي، چې پاکستان د عملياتو پر مهال یو هندی پیلوټ یا پیلوټه نیولي.
د پاکستان د پوځ وياند وويل: «هیڅ هندی پيلوټ زموږ په ولکه کې نه دی».
د جیو نیوز د رپوټ له مخې، نوموړی وايي، چې د پاکستان هوايي ځواک د هندي هوايي ځواکونو درې رافیل الوتکې او په ټوله کې پنځه جنګي الوتکې ویجاړې کړې دي، خو هند تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې.
اسراییل د جرمونو له نړیوالې محکمې رسمي غوښتنه کړې چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر یواف ګالانت د نیولو حکمونه بېرته واخلي. د جرمونو نړیوالې محکمې د غزې جګړې پر سر د اسراییلي اعتراضونو د صلاحیت ارزونه پيل کړې ده.
د محکمې ویبپاڼې ته د مې پر۹مه نېټه وړاندې شوي اسناد، چې د اسراییل مرستیال لوی څارنوال ګیلاد لاسلیک کړي، ښيي چې تل ابیب همداراز غواړي په فلسطیني سیمو کې د احتمالي جنګي جنایتونو او بشري ضد جرمونو په اړه د ای سي سي تحقیقات ودرول شي.
محکمې د ۲۰۲۴ کال د نومبر پر ۲۱مه د نتنیاهو، د هغه د پخواني دفاع وزیر او د حماس یوه مشر ابراهیم المصري د نیولو حکمونه صادر کړي وو. محکمې د فبرورۍ په میاشت کې د راپورونو له مخې، چې وايي المصري وژل شوی، د هغه د نیولو حکم بېرته اخېستی.
اسراییل، چې د جرمونو نړیوالې محکمې صلاحیت نه مني او په غزه کې د جنګي جرمونو تورونه ردوي، د نتنیاهو او ګالانت پر ضد د حکمونو د قانونیت مخالفت کوي.
د اپرېل په میاشت کې، د محکمې د اعتراضونو څانګې حکم وکړ چې د قضاوت خونې قاضیان باید د اسراییل د اعتراضونو قانوني بنسټ وڅېړي.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې دا بیاکتنه به په کومه بڼه وي او د پرېکړې لپاره هم کوم وخت ټاکل شوی نه دی.
د کردانو ډلې «پي کې کې» چې د ترکیې حکومت پر وړاندې یې له ۴۰ کلونو راهیسې مبارزه کړې، اعلان کړی چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او منحل کېږي.
د ترکي تلویزون ټي ار ټي د راپور له مخې؛ دغه اقدام د دغې ډلې د زنداني مشر عبدالله اوجلان لهخوا د دغه سازمان د منحل کېدو له غوښتنې وروسته وشو.
دغه ډله په ترکیه، اروپايي ټولنه، انګلستان او امریکا کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.
دغې ډلې د خپلې مبارزې په پیل کې د کردانو لپاره د یوه خپلواک هېواد د جوړولو موخه لرله، چې د ترکیې د نفوس شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي.