د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشر کازان ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی

‏د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشر غلام حیدر شهامت د کازان ۱۶م پړاو ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی.

‏دغه اژانس پر اېکس پاڼه کاږلي، چې نوموړی به په دغې ناسته کې له اسلامي هېوادونو سره د افغانستان د تخنیکي او مسلکي ‏همکاریو پر پراخوالي بحث او خبرې وکړي.
دغه ناسته به د روانې غوایي میاشتې تر ۲۸مې نېټې دوام وکړي.