• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په ۲۵ ولایتونو کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ۳۵ ښارګوټو طرحه جوړه شوې

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۲۳:۴۵ GMT+۱

په داسې حال کې چې په هېواد کې هوا ورځ تر بلې په ګرمېدو ده او ډېری کډوال سرپناه نه‌لري، د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د راستنېدونکو افغان کډوالو د استوګنې لپاره د ۳۵ ښارګوټو د جوړېدو طرحه جوړه شوې او ۲۵ ولایتونو کې به تطبیق شي.

فطرت په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، چې ښوونځي، کلینیکونه، د څښاک اوبو رسونې سېسټم، برېښنا، فاضلاب، جوماتونه او د کرنې یا کوچنیو کسبونو لپاره ځمکې په دې ښارګوټو کې په پام کې نیول شوي دي، خو له دې ادعاوو سره سره، راپورونه او د ځینو ولایتونو د خلکو څرګندونې ښيي، چې ډېری دغسې پروژې یا یوازې اعلان شوي یا هم د لومړنۍ سروې له پړاو څخه نه دي وتلي.

نوموړی زیاتوي، چې د کډوالو پراخې څپې ته د رسېدګۍ په موخه د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اداري مرستیال تر مشرۍ لاندې د «کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون» جوړ شوی دی.

د هغه په وینا، په دغه کمېسیون کې د کډوالو د ثبت، د مرستو جلب، د استوګنې د لنډمهالي مرکزونو جوړول، د تعلیم، روغتیا، قانوني مرستو او نورو برخو ته د رسېدو په موخه ۱۲ کمېټې ټاکل شوې دي.

طالبان داسې مهال افغان کډوالو ته د ښارګوټو او اسانتیاوو د برابرېدو خبره کوي، چې تر اوسه لا هم په ډېرو ولایتونو کې راستنېدونکي افغان کډوال د سرپناه، خوړو او لومړنیو خدمتونو تو ته لاسرسی نه‌لري.

همداراز د دې طرحې د تمویل، عملي‌کېدو، شفافیت او د خدمتونو د کیفیت په تړاو پوښتنې هغه څه دي چې لا هم نه‌دي ځواب شوي.

طالبان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

که څه هم له پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستلو نړۍوال غبرګونونه ښيي او په کور دننه هم بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، خو دغه هېواد بیا دا هرڅه له پامه غورځولي او د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ته یې دوام ورکړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

له زده‌کړو د زرګونو ماشومانو محرومېدل؛ لوګر کې طالبانو ۱۳۰ محلي ټولګي وتړل

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۹ GMT+۱

د عصري علومو له زده‌کړو سره د طالبانو د دوښمنۍ پر دوام سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د دغې ډلې د لوګر د پوهنې ریاست د یاد ولایت په «خوښۍ، ازرې او محمداغې» ولسوالیو کې نږدې ۱۳۰ محلي ټولګي تړلي دي.

سرچینو د دوشنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) زیاته کړې، چې د طالبانو په دغه اقدام سره د لوګر ولایت د لرې پرتو سیمو کې نږدې څلور زره‌ نجونې او هلکان له‌ زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

د سرچینو په وینا، له زده‌کړو په بې‌برخې شویو ماشومانو کې نیمايي یې نجونې دي.

سرچینې همداراز وايي، چې طالبانو د دغو محلي ټولګیو وسایل ټول کړي او په دې سره لسګونه استادانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د «وایفا» په نوم موسسې د دغو ښوونځیو مالي ملاتړ کاوه.

د تېر ۲۰۲۴ کال د وروستیو میاشتو د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې شاوخوا ۱۸ زره محلي ټولګي فعالیت لري، چې په‌کې تر ۵۵۰ زرو ډېر ماشومان لومړنۍ زدکړې کوي. په دې ټولکیو کې ډېری نجونې زده‌کړې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی.

که څه هم نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو ګڼ شمېر بنسټونو په وار-وار سره له طالبانو د نجونو پر زده‌کړو د لګول‌شویو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کوي، خو دغې ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې په سېسماتیک ډول نجونې د عصري علومو له هر ډول زده‌کړو بې‌برخې کړي او دا لړۍ ورځ تر بلې د سختېدو په حال کې ده.

کابل اسلام‌اباد ته ډاډ ورکړی چې د هند او پاکستان جګړه کې به ډيورنډ کرښه سوله ییزه پاتې شي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۱

پاکستان ټوډې ویب پاڼې د دوشنبې په ورځ (د غویي ۲۲مه) خبر ورکړی، چې په کابل کې د طالب چارواکو او پاکستاني ډېپلوماټانو ترمنځ په ناسته کې طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړی، چې د پاکستان او هند ترمنځ روانو ترینګلتیاوو پر مهال به ډيورنډ کرښه سوله‌ییزه وساتي.

د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د چین د استازي یُو شیاویونګ په ګډون له افغان چارواکو، په ځانګړي ډول د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره درې‌ اړخیزه خبرې وکړې چې موخه یې د سیمې همکاري پیاوړې کول و.

په دې ناسته کې سیاسي او اقتصادي اړیکې او همداراز افغانستان د چین د "یو کمربند، یوه لار" نوښت سره یوځای کول مهم بحثونه و.

حقاني د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر ارزښت ټینګار وکړ او همداراز د پاکستان او چین استازو د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره هم ولیدل، چې هغه پاکستان ته د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړ.

دواړو خواوو د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) افغانستان ته د غځولو او د سوداګرۍ د پراخوالي په اړه هم خبرې وکړې.

په دې وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي او د څو ورځو نښتو وروسته لنډ مهالی اوربند رامنځته شوی، چې دواړه خواوې هند او پاکستان په یو بل د اوربند د سرغړونو تورونه پورې کوي.

امریکا افغانانو ته د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام تمدید رد کړ

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی، چې د افغان کډوالو لپاره د لنډمهالي خوندي وضعیت (TPS) به نور تمدید نه شي. دا وضعیت به د ۲۰۲۵کال د مې په ۲۰ نېټه پای ته ورسېږي او د جولای په ۱۲مه به بشپړ ختم شي.

د دغه وزارت په یوې اعلامیه کې د کورني امنیت وزیرې کریستي نویم په وینا، د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او نور د TPS شرایط نه پوره کوي.

نوموړې وايي، ځیني TPS لرونکي کسان د درغلیو او امنیتي ګواښونو له امله تر څېړنو لاندې دي، نو د TPS ختمول د امریکا د ملي ګټو لپاره اړین دي.

د قانون له مخې، لږ تر لږه ۶۰ ورځې مخکې له دې چې د TPS موده پای ته ورسېږي، وزارت اړ دی چې له اړوندو امریکایي ادارو سره مشوره وکړي او د هغه هېواد وضعیت وارزوي، تر څو معلومه کړي چې د TPS د تمدید لپاره شرایط لا هم پر ځای دي که نه او که وي، نو څومره موده باید تمدید شي.

وزیرې نویم وویل: «دا اداره TPS بېرته خپل اصلي، موقتي هدف ته راګرځوي. موږ د خپلو همکارو ادارو سره یوځای د افغانستان وضعیت وڅېړه او دا پایله مو ترلاسه کړه چې افغانستان د TPS شرایط نه پوره کوي. هلته د امنیت وضعیت ښه شوی، اقتصاد یې باثباته شوی او نور داسې شرایط نه شته چې افغانان دې بېرته خپل هېواد ته ستانه نه شي. برسېره پردې دا پرېکړه د امریکا د ملي ګټو سره همغږې ده، ځکه زموږ ریکارډونه ښيي چې ځیني TPS لرونکي کسان د درغلیو او د عامه خوندیتوب او ملي امنیت ته د ګواښ له امله تر څېړنو لاندې دي. د TPS ارزونه د کډوالو د نظام د شفافیت د بېرته راوستلو یوه مهمه برخه ده.»
دا پرېکړه د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو (USCIS) له خوا د افغانستان د وضعیت د ارزونې پر بنسټ او له بهرنیو چارو وزارت سره په مشوره شوې ده.

د کورني امنیت وزیرې دا هم وویل، چې د امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه والي ته په کتو، افغان وګړي بېرته خپل هېواد ته ستنول د هغوی شخصي امنیت ته ګواښ نه متوجه کوي. همدارنګه، دا پرېکړه وشوه چې افغانانو ته د لنډمهال لپاره په امریکا کې د پاتې کېدو اجازه ورکول د امریکا د ملي ګټو خلاف ده.

د راپورونو له مخې، نږدې ۱۴ زره افغان کډوالو د ټي پي اېس (لنډمهالي خوندیتوب) پروګرام له مخې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي، چې له دغې ډلې ډېر شمېر یې لا هم په دې باور دي چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.

یوه جګپوړي بریتانیايي جنرال بریتانیا ته د افغان شاهدانو د تګ مخه نیولې

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۸:۰۳ GMT+۱

یو لوړپوړی بریتانیایی جنرال، چې په افغانستان کې یې د ځانګړو ځواکونو مشري کوله، تورن شوی چې د یادو ځواکونو د جنګي جرمونو د افشا کېدو د مخنیوي لپاره یې د افغان ځانګړو ځواکونو د سرتېرو سلګونه پناه غوښتنلیکونه رد کړي، څو دا احتمالي شاهدان برېتانیا ته لاړ نه شي.

جنرال سر ګوین جنکینز، چې اوس د بریټانیا د دفاع وزیر ستراتیژیک سلاکار دی، له هغه راهیسې له سختو نیوکو سره مخ دی، چې څرګنده شوې هغه دبریټانیا د ځانګړو ځواکونوله خوا د مشکوکو وژنو راپور نه و ورکړی او وروسته یې هغه افسر ته د پنا غوښتنو د ارزونې دنده وسپارله، چې پخپله هم د افغانستان په ماموریت کې ښکېل و.

د بي بي سي له څېړنو سره سم، د زرګونو افغان سرتیرو، په تېره د "ټریپلز" په نوم ځانګړو ځواکونو د پناه غوښتنلیکونه، چې له بریټانیايي ځانګړو ځواکونو سره یې اوږه په اوږه جګړه کړې، رد شوي.

سرچینې وایي، ځینې دغه افغان سرتیري وروسته د طالبانو له‌خوا شکنجه او وژل شوي دي.

د بیځایه شویو افغانانو د مرستو پروګرام کارکوونکو د پروسې د اعتبار پر وړاندې شک څرګند کړی، او اسناد ښيي، چې بریتانیايي ځانګړو ځواکونو ته د "ویټو" حق ورکړل شوی و، څو د غوښتنلیکونو پایله بدله کړي.

یو پخوانی وزیر، جاني مرسر، د جنورۍ ۲۰۲۴ په یوه لیک کې د دغو ځواکونورول "د پام وړ تضاد" بللی و او خبرداری یې ورکړی، چې دا مساله به د افغان تحقیق ډلې له لوري بربنډه شي.

د بریټانیا دفاع وزارت ویلي، هېڅ داسې شواهد نشته چې د افغان سرتېرو د شهادت مخه دې نیول شوې وي، خو بي بي سي وايي، چې د جنرال جنکینز د پرېکړو له امله، لسګونه افغان سرتیري برېتانیا ته نه دي پرېښودل شوي، چې دا د شفافو تحقیقاتو پر وړاندې خنډ ګڼل کېږي.

د محمد صادق په ګډون؛ پاکستاني پلاوي او طالبانو په تورخم کې ناسته کړې

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۱ GMT+۱

د تورخم کميسارۍ په انګړ کې د طالبانو د تورخم کميسار ملا عبدالجبار حکمت او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ترمنځ دوه اړخیزه ناسته شوې. په دې ناسته کې د موجودو ستونزو حل او د خلکو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په تړاو خبرې شوې دي.

د طالبانو د حکومت سیمه‌ییزو چارواکو او د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د دوشنبې په ورځ په تورخم ښارګوټي کې ناسته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخوالي، د ناروغانو او مسافرو تګ‌راتګ، جنازو او ودونو، کډوالو ته د انساني چلند او نورو دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه پکې بحث شوی دی.

په تورخم کې د طالبانو کمیسار وايي، چې دې ته ورته ناستې وخت ناوخت د دواړو لوریو له خوا ترسره کیږي، چې ځینې موضوعات پرې تر یوه بریده حل شوي او دې ناسته کې د پاتې نورو مسایلو د حل ژمنې وشوې.

ناسته کې دواړو لورو یو بل ته ډاډ ورکړی، چې د یادو ستونزو د حل لپاره به خپلې هڅې او همکارۍ لا پیاوړې کړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازي محمد صادق وایي، د تورخم په لویه لاره یې تورخم ښارګوټي کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو په غونډه کې ګډون کړی.

هغه پر خپل اېکس ولیکل، چې دا غونډه په دوستانه فضا، همکارۍ او متقابل درناوي کې ترسره شوې ده.