سوزان لي د اسټرالیا د لېبرال ګوند لومړنۍ ښځینه مشره وټاکل شوه

د اسټرالیا د روغتیا وزارت پخوانۍ وزیره سوزان لي د دغه هیواد د اپوزیسیون لېبرال ګوند د لومړۍ ښځینه مشرې په توګه وټاکل شوه. اغلې لي د اسټرالیا د لیبرال ګوند د مشرتابه ټاکنې د خپل سیال انګس ټیلر په وړاندې د ۲۹ او ۲۵ رایو ترمنځ د ۴ رایو په توپیر سره ګټلې دي.

دا د اسټرالیا د لیبرال ګوند په ۸۰ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یوه ښځه یې مشري په غاړه اخلي.