په مزارشریف کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډه سوداګریزه خونه پرانیستل شوه

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د بلخ ولايت په مرکز مزارشریف ښار کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډه سوداګریزه خونه پرانیستل شوه.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د بلخ ولايت په مرکز مزارشریف ښار کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډه سوداګریزه خونه پرانیستل شوه.
دغه اژانس د طالب چارواکو په حواله لیکلي، چې له دې سره به دواړو هېوادونو ته پراخ سوداګریز فرصتونه برابر شي.
د راپور له مخې، د دغې خونې پرانيستې ته له ازبکستان څخه یو ۱۰۰ کسیز سوداګریز پلاوی هم راغلی و.
د دغې خونې په پرانیست غونډه کې ځینو افغان سوداګرو هم ګډون لاره.

په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د عنابې ولسوالۍ په بازار کې یې یو شمېر کتاب پلورنځي پلټلي دي. وايي، دوی هغه کتابونه لټول چې د دغې ډلې د حکومت له لوري پرې بندیز لګول شوی.
په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي نصرالله ملکزاده وایي، چې له دې څارنې او پلټنې یې موخه د کتابونو د منځپانګې ارزونه ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبرپاڼه کې د مولوي ملکزاده له قوله راغلي، چې د ټولو هغو کتابونو د خپرېدو مخنیوی کوي چې د «شریعت» او ملي ګټو سره په ټکر کې وي.
بلخوا د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزيزي څو ورځې وړاندې په یوه غوڼده کې وویل، پر ټولو هغو کتابونو بندیز دی، چې «د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر خلاف دي او ملي یووالي ته زيان رسوي.»
نوموړي له لیکوالانو غوښتي، چې د خاصو خلکو د ستاينې پر ځای د ټولنې واقعیتونه وليکي.
د یادولو وړ ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درې میاشتي وړاندې کتاب پلورونکو ته امر کړی، چې د «اسلامي ارزښتونو خلاف» کتابونو له چاپ او خپراوي ډډه وکړي.
یاد وزارت ویلي و، چې په ټولو ولایتونو کې د «منع شویو کتابونو» د راټولولو بهیر دوام لري.
د طالبانو دغو بندیزونو ته لیکوالانو او د کتاب مینه والو سخت غبرګونونه هم ښودلي دي.
دوی نیوکې کړې، چې د طالبانو د سخت دریځو افکارو او د بیان پر ازادۍ د بندیز له کبله اوس هېڅوک لا په خپله خوښه مطالعه هم نه شي کولای او خلک اړ باسي چې د طالبي افکارو لرونکي کتابونه ولولي.
ابوظبي ته د ډونالډ ټرمپ د سفر په درشل کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پر متحده عربي اماراتو یې د ۱.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزاتو او الوتکو د خرڅلاو اجازه یې صادره کړې ده.
دغه خلیج هېواد ته وړاندیز شوي پلور کې شپږ بوینګ CH-47 چینوک هلیکوپټرې او نور پوځي تجهیزات شامل دي، چې ارزښت یې ۱.۳۲ میلیارده ډالره دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او نظامي چارو ادارې په وینا، دا خرڅلاو به د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیت ملاتړ وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي: «متحده عربي امارات به دا تجهیزات د لټون او ژغورنې عملیاتو، طبیعي پیښو سره د مرستې، بشري ملاتړ او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وکاروي.»
امریکایي چارواکو زیاته کړه: «متحده عربي امارات په منځني ختیځ کې د سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم ملګری دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته خپل سفر پیل کړ.
په داسې حال کې چې د پاکستان په ګډون په درېیمو هېوادونو کې د متحدهایالتونو زرګونه افغان همکاران دغه هېواد ته د تګ په تمه دي، امریکا په دې وروستیو کې ۵۹ «سپینپوستو افریقایانو» ته د «نژادي تبعیض د قربانیانو په توګه» پناه ورکړې ده.
د امریکا ولسمشر د روان کال په فبرورۍ میاشت کې پرته له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، د سوېلي افریقا دغې ځانګړې ډلې خلکو ته د لومړیتوب ورکولو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ادعا کړې وه، چې «سپینپوستي افریقایان» له «نسلوژنې» سره مخ دي.
هماغه وخت، د سوېلي افريقا حکومت ټینګار کړی و چې په دغه هېواد کې د «سپینپوستو د سېستماتیکې ځورونې په تړاو هېڅ ډول شواهد نشته او د اېلان ماسک په ګډون یې د ټولو خواوو دا ادعاوې په کلکه رد کړې وې.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د متحدهایالاتونو ادارې دا اقدام په امریکا دننه او بهر کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
یو شمېر امریکايي سیاستوالو او بنسټونو د ټرمپ دا اقدام «یوې ځانګړې ډلې» ته ترجیح ورکول بللي دي.
په متحدهایالاتو کې د اسقفي کلیسا د دې ځانګړې ډلې د مېشتېدو په برخه کې له همکارۍ غوښتنې وروسته پرېکړه کړې، چې نور د کډوالو په موضوع کې د امریکا له فدرالي ادارې سره همکاري نهکوي.
شان روو د کلیسا پیروانو ته په یوه لیک کې ویلي دي: «دا ډېره دردونکې ده چې د پناهغوښتونکو یوې ځانګړې ډلې ته په غېرمعمولي ډول ترجیح ورکول کېږي، په داسې حال کې چې ډېری نور په سختو شرایطو کې کلونه کلونه انتظار باسي.»
ورته مهال، د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې لوړپوړې ډېموکراټې سناتورې جېن شاهین دا اقدام «سیاسي» او «مغشوشونکی» بللی او په وینا یې، دا «پرېکړه د تاریخ د بیا لیکلو او په لېست کې یوې ځانګړې ډلې ته د لومړیتوب ورکولو» هڅه ده.
دا پرېکړه داسې مهال له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې، چې د پاکستان په ګډون په درېیمو هېوادونو کې د امریکا کېس لرونکي زرګونه افغانان په یوه ناڅرګند وضعیت کې را ایسار دي.
د پاکستاني پولیسو لهخوا ځورول، شکنجه، پیسېشکول او ان له دغه هېواده افغانستان ته په جبري ډول لېږل، هغه ننګونې دي چې افغان کډوال ورسره لاس او ګرېوان دي.
د راپورونو پر بنسټ، شاوخوا ۱۱۰ زره افغانان چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته په افغانستان کې پاتې دي، د وېزو د ترلاسهکولو او یا خوندي هېواد ته د لېږدولو په تمه دي. همدا ډول شاوخوا ۹۰ زره نور افغانان په درېیمو هېوادونو کې انتظار کوي، چې نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.
د موبي ګروپ او طلوع نیوز بنسټګر سعد محسني وایي، چې اقتصادي پرځېدل، بشري ناورینونه او د ټولګډونه حکومتولۍ نشتوالی د افغانستان اساسي ننګونې دي. د نوموړي په وینا، له دې ستونزو سره-سره افغانستان هغومره هم غېرفعال نه دی، لکه څنګه چې ډېری خلک یې په اړه فکر کوي.
محسني له العربیه انګلیسي سره په یوې مرکه کې وویل: «زما په اند امریکایي مرستې چې تېر کال له ۷۰۰ مېلیون څخه ډېرې وې، اوس صفر ته راټیټې شوې دي.»
هغه ټینګار کړی چې افغانستان په فزیکي او سوداګریز ډول د لاسرسي وړ دی، خو ډېریو بهرنيانو له پامه غورځولی دی.
د نوموړي په وینا، افغانستان ته پر تګ بندیز نه دی لګېدلی، ګڼ بهرنیان سوداګري کوي او تر څنګ یې چینایي شرکتونه فعال دي، خو اقتصاد لا هم د پرځېدو په حال کې دی او د بشري ناورین وېره لا هم پر خپل ځای پاتې ده.
محسني په دغه مرکه کې د رسنیو چاپېریال ته په اشارې زیاته کړې، چې اوس سانسور یوه اړتیا ده او د طالبانو د کنټرول ښکاره نښې نښانې شته دي.
د موبي ګروپ بنسټګر زیاته کړه: «موږ نه شو کولای موسیقي ولرو، که تاسو ټلوېزیون چالان کړئ، لږترلږه د لومړیو څو دقیقو لپاره یې وګورئ، خورا عادي ښکاري؛ خو زموږ ښځینه وړاندې کوونکې باید د خپل مخ د پټولو لپاره ماسکونه واغوندي، دوی لاهم کار کوي. په حقیقت کې نن ورځ زموږ د خبرونو په څانګه کې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ډېرې ښځې کار کوي.»
سعد محسني په دغه مرکه کې ویلي، چې د شاته کېدو پر ځای یې د نجونو د زده کړو په برخه کې موبي ګروپ په ریاضي، کیمیا، فزیک او بیولوژي کې له نصاب سره سم ښوونیز پروګرامونه پیل کړي دي.
د سعد محسني په اند، ښايي په افغانستان کې بدلون په داخلي اصلاحاتو او بهرنۍ ښکېلتیا پورې اړه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د موبي ګروپ او طلوع نیوز بنسټګر سعد محسني څه موده مخکې د برېټانیا له مشهورې ورځپاڼې ګارډین سره په مرکه کې ویلي و، طالبانو په افغانستان کې فرهنګي فضا خورا تنګه کړې او خلک یې له خوښیو بې برخې کړې دي.
هغه د طالبانو له لوري د طلوع ټلوېزیون د «افغان ستوري» په نامه د سندریزې سیالۍ د بندېدو اړوند د یادې ورځپانې یوې پوښتنې ته په ځواب کې زیاته کړې وه، چې طالبان د «خوشحالیو دوښمنان» دي.
په داسې حال کې چې په هېواد کې هوا ورځ تر بلې په ګرمېدو ده او ډېری کډوال سرپناه نهلري، د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د راستنېدونکو افغان کډوالو د استوګنې لپاره د ۳۵ ښارګوټو د جوړېدو طرحه جوړه شوې او ۲۵ ولایتونو کې به تطبیق شي.
فطرت په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې ښوونځي، کلینیکونه، د څښاک اوبو رسونې سېسټم، برېښنا، فاضلاب، جوماتونه او د کرنې یا کوچنیو کسبونو لپاره ځمکې په دې ښارګوټو کې په پام کې نیول شوي دي، خو له دې ادعاوو سره سره، راپورونه او د ځینو ولایتونو د خلکو څرګندونې ښيي، چې ډېری دغسې پروژې یا یوازې اعلان شوي یا هم د لومړنۍ سروې له پړاو څخه نه دي وتلي.
نوموړی زیاتوي، چې د کډوالو پراخې څپې ته د رسېدګۍ په موخه د طالبانو د ریاستالوزرا د اداري مرستیال تر مشرۍ لاندې د «کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون» جوړ شوی دی.
د هغه په وینا، په دغه کمېسیون کې د کډوالو د ثبت، د مرستو جلب، د استوګنې د لنډمهالي مرکزونو جوړول، د تعلیم، روغتیا، قانوني مرستو او نورو برخو ته د رسېدو په موخه ۱۲ کمېټې ټاکل شوې دي.
طالبان داسې مهال افغان کډوالو ته د ښارګوټو او اسانتیاوو د برابرېدو خبره کوي، چې تر اوسه لا هم په ډېرو ولایتونو کې راستنېدونکي افغان کډوال د سرپناه، خوړو او لومړنیو خدمتونو تو ته لاسرسی نهلري.
همداراز د دې طرحې د تمویل، عمليکېدو، شفافیت او د خدمتونو د کیفیت په تړاو پوښتنې هغه څه دي چې لا هم نهدي ځواب شوي.
طالبان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.
که څه هم له پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستلو نړۍوال غبرګونونه ښيي او په کور دننه هم بېکارۍ، بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، خو دغه هېواد بیا دا هرڅه له پامه غورځولي او د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ته یې دوام ورکړی دی.