هغه افغان قاچاقچي چې په جنسي تېري تورن دی، په لس کلن بندمحکوم شو

د برېتانیا محکمه د سیف الرحمان احمدزي په نوم یو افغان قاچاق کوونکی چې په جنسي تېري او له پناه غوښتونکو په باج اخیستنې تورن دی، بلجیم ته لېږدوي. د ډېلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، هغه چې په لس کلن بند محکوم شوی؛ خپله د بند موده به په بلجیم کې تېره کړي.

په راپور کې راغلي، چې د سیف الرحمان احمدزي ترڅنګ د ذیشان بنګښ په نوم یو بل افغان هم د دوی د ۲۱ کسیزې ډلې سره په تېرې نومبر میاشت کې نیول شوي، چې د ټولو د بند سزا په ټولیزه توګه ۱۷۰ کلونه کېږي.
د محکمې د حکم له مخې؛ احمدزی په لس کلن بند او ذیشان بیا په درې کلن بند محکوم شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې دغه ډله د زرګونو کډوالو په قاچاقي لېږد تنظیمولو کې ښکېله وه، چې له افغانستان څخه د ایران، ترکیې او بالکان له لارې یې اروپا ته کډوال لېږدول.
د محکمې قاضي جان زاني وېلي، چې هغه باید د خپل بند سزا پوره کولو لپاره بلجیم ته ولېږدول شي.
د کورنیو چارو وزیرې یویټ کوپر ویلي: «دغه کسانو پراخ ناقانونه قاچاقي عملیات ترسره کول او په هغو کډوالو یې سخت ظلم کاوه، دوی یې قاچاق کول چې په دوی کې ماشومان هم شامل وو.»