• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان ملي شورا: تر اوسه ۱،۳ مېلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د پاکستان ملي شورا ویلي، چې د «یوسند» تګلارې له عملي کولو څخه تر اوسه له دغه هېواده لږ تر لږه ۱،۳ میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان جیونیوز د پاکستان د ملي شورا د منشي مختار احمد ملک له قوله راپور ورکړی، چې په پاکستان کې د «یو سند» تګلارې له عملي کېدو راهیسې تر اوسه شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ملک ویلي، چې وړاندې تر دې په پاکستان کې شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال مېشت وو.

مختار احمد ویلي، چې د «یو سند» تګلارې له عملي کولو وروسته یوازې هغه افغانان چې فعاله ویزه او پاسپورټ ولري په دغه هېواد کې د سوداګرۍ، درملنې او یا هم زده کړو لپاره پاکستان ته د داخلیدو لپاره اجازه ورکول کیږي.

د غويي په پنځمه نېټه د دولت په چارو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري ویلي و، چې د پاکستان حکومت  (POR) لرونکو افغان کډوالو ته د جون میاشتې تر پایه پورې وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.

هغه له جیونیوز ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې ویلي و چې که له ملګرو ملتونو سره ثبت دغه کډوال تر یادې نېټې پورې له پاکستان څخه ونه وځي، نو د پولیسو له لوري به په زور واېستل شي.

سره له دې چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له پاکستان نه غوښتنه کړي، چې له دغه هېواد څخه دې افغان کډوال په زور نه اېستل کیږي، خو اسلام اباد نږدې هره ورځ سلګونه افغان کډوال په زور افغانستان ته ستنوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د افغان کډوالو په اړه له امریکا سره خبرو ته چمتو یو

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۱

د عرب نیوز د راپور له مخې، وايي طالبان په دې هڅه کې دي، چې د هغو افغان کډوالو د بیرته ستنیدو په اړه د ټرمپ له ادارې سره «خبرو اترو» ته چمتو شي، چې په جولای میاشت کې به یې په متحده ایالاتو کې قانوني خوندیتوبونه لغوه شي.

د عرب نیوز د راپور زیاتوي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبان «د هغو افغانانو د بیرته راستنیدو په اړه چې نور په کوربه هیوادونو کې د پاتې کیدو معیارونه نه پوره کوي، د امریکا او نورو هیوادونو سره د رغنده خبرو اترو لپاره چمتو دی.»

بلخي زیاته کړې ده، «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، او ټول د ازاد تګ راتګ حق لري.»

واشنګټن د دوشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان د وګړو لپاره لنډمهاله خونديتوب (TPS) به د مئ په ۲۰مه پای ته ورسیږي او د پای ته رسېدو نېټه به یې د جولای په ۱۲ نیټه پلې شي.

د افغان ایواک د مشر شان وان ډایور په وینا، د واشنګټن دا اقدام کولی شي له ۱۱۰۰۰ څخه زیاتو هغو افغانانو باندې اغیزه وکړي، چې ډیری یې د دوو لسیزو جګړو پر مهال د متحده ایالاتو ملاتړ کړی او په اوس وخت کې د طالبانو له ظلم څخه راتښتیدلي دي.

طالبان په داسې حال کې د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه د امریکا سره د خبرو د چمتوالي خبر ورکوي، چې دغه ډلې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته ښځې له زده کړو، دندو او عامه ژوند څخه ایستلي او داسې تګلارې یې پلي کړې، چې ملګرو ملتونو یې د «جنسيتي توپیر» په نوم پېژني.

د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا په نړۍ کې له سوډان څخه وروسته دویم هغه هېواد دی چې له بد سیاسي، اقتصادي او بشري بحران سره مخ دي.

د یادولو وړ ده، چې د امریکا لخوا د افغانانو لپاره د لنډمهال خوندیتوب د پای ته رسولو وړاندې پاکستان او ایران په ډله ییزه توګه د اخراج لړۍ لاپسې چټکه کړې ده.

د روان کال اپریل میاشتې راهیسې ګاونډي هېواد پاکستان له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډير افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.

همدا راز د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په وینا د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او اپریل میاشتو ترمنځ ایران له ۲۶۵۰۰۰ څخه ډیر بې اسناده افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.

ای‌ار‌سي د افغانانو لپاره د امریکا د «لنډمهاله خوندي وضعیت» پر ختمولو اندېښنه ښودلې

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۶:۲۷ GMT+۱

د ژغورنې نړۍوالې کمیټې (ای‌ار‌سي) د بیا استوګنې، پناه غوښتنې او ادغام د پروګرامونو مشر هانس وان دی ویرد، د امریکا د کورنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت (ټي‌پي‌ایس) د ختمولو پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې.

هانس وان دی ویرد د سې شنبې په ورځ وویل: «موږ د امریکا د کورنیو چارو وزارت له دې پرېکړې ژوره اندیښنه لرو. که دا پرېکړه نافذه شي، نو له ۹۰۰۰ زیات افغانان به د اخراج له خطر سره مخ شي».

یاده کمیټه وايي، افغانستان دنړیوالې ژغورنې کمېټې د ۲۰۲۵ کال په اضطراري څار لېست کې د نړۍ یو تر ټولو کمزوری بشري بحران لرونکو هېوادونو په توګه ثبت شوی او د(ټي‌پي‌ایس)لرونکو افغانانو بیرته ستنول به د دې وضعیت په لا بدتره کولو کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: "د(ټي‌پي‌ایس) لرونکي افغانان د امریکا په ټولنو، ښوونځیو او کاري ځایونو کې ارزښتناک غړي دي. د لنډمهاله خوندي وضعیت پای ته رسېدل نه یوازې هغو کسانو ته زیان رسوي چې د امنیت او ساتنې لپاره پرې تکیه کوي، بلکې هغو ټولنو ته هم تاوان رسوي چې د هغوی له ونډې څخه ګټه اخلي."

د ژغورنې نړیوالې کمیټې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، امریکا کې د ۱۲ زره افغانانو لپاره قضایي، د استوګنې، کار ملاتړ او حقوقي خدمات وړاندې کړي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې مشر په دې اړه وویل: «موږ د امریکا له حکومت څخه غواړو چې عاجل دې دغې زیانمنې پالیسۍ ته بیا کتنه وکړي.»

طالبان: په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۱:۲۵ GMT+۱

طالبان د رسمي راپورونو او نړۍوالو سرچینو د شمېرو پر بنسټ وایي، چې یوازې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې څه باندې یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د کډوالو له‌پاره د ۳۵ ښارګوټو طرحې جوړې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت الله د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون رامنځته کړ.

دغه کمېسیون دا دنده لري، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د پراخ راستنیدو په صورت کې د هغوی د استوګنې، ژوند ژواک، لومړنیو خدمتونو او نورو ټولنیزو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

د طالبانو کور او ښار جوړولو وزارت د معلومات له مخې، د هېواد ۲۵ ولایتونو کې د کډوالو د ۳۵ ښارګوټو طرحې جوړې شوي او په ځینو ولایتونو کې د مستحقو کسانو له‌پاره د نمرو وېش هم پیل شوی دی.

طالبان وايي چې دا ښارګوټي په داسې توګه ډیزاین شوي، چې کډوالې کورنۍ پکې په لنډ مهاله او یا دایمي توګه په ډاډ سره ژوند کولی شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د مسوولینو په وینا، تر دې دمه په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه ننګرهار، خوست، کندهار، نیمروز، هرات، فاریاب، پکتیا او غزني کې ګڼ شمېر ښارګوټي د جوړېدو په درشل کې دي.

له پاکستان او ایران څخه هره ورځ لسګونه افغان کډوال په جبر بېرته هېواد ته استول کېږي، چې طالبانو د سرحدي سیمو په اوږدو کې ورته لنډمهاله کمپونه جوړ کړي دي.

له نن سهار راهیسې د تورخم دروازه د پلي تګ راتګ لپاره تړل شوې ده

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۰۷:۴۷ GMT+۱

په تورخم کې سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې له نن سهار راهیسې د تورخم دروازه د پلي تګ راتګ کوونکو پرمخ تړل شوې ده. د دروازه د تړلو لامل نه دی څرګند خو په تورخم کې د‌ پاکستان حکومتي سرچینې وايي، د باران اوبه ډنډ شوې او لاره یې تړلې.

په تورخم کې له سهار راهیسې دواړه غاړو ته سلګونه کسان د تګ راتګ په موخه په انتظار ولاړ دي‌ او لا هم څرګنده نه ده چې لاره به کله پرانېستل شي.

هم مهاله یوه سرچینه وایي، د لارې د بندښت له کبله د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر کې هم ځنډ راغلی دی.

پاکستان د افغان موټر چلوونکو د ویزې اسانتیا پای ته رسوي

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۱:۲۴ GMT+۱

پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې د مې له ۳۰مې وروسته به افغان موټر چلوونکي یوازې هغه وخت پاکستان ته داخل شي، چې د اعتبار وړ ویزه ولري، ځکه د موقتي داخلېدو سند (TAD) یوه کلنه موده په همدې نېټه پای ته رسېږي.

چارواکو ویلي، د تورخم په پوله یې د (TAD) ختمېدو اعلانونه په ښکاره ځایونو کې لګولي دي او افغان موټر چلوونکو ته یې په شفاهي توګه هم ویلي چې له دې وروسته به یوازې هغه کسان پاکستان ته پرېښودل کېږي چې پاسپورټ کې د اعتبار وړ ویزه ولري.

100%

پاکستاني چارواکي دې ته د یو سند رژیم نوم ورکړی او د دوی په وینا دا د پاکستان هغې پالیسۍ ته اشاره کوي چې پر بنسټ یې افغان وګړي باید پاکستان ته د داخلېدو، وتلو او استوګنې لپاره د اعتبار وړ پاسپورټ او ویزه ولري.

افغانستان انټرنشنل په تورخم کې له چارواکو سره د موقتي داخلېدو سند (TAD) د تمدید په اړه خبرې کړې دي.

چارواکو ویلي، افغان موټر چلوونکو ته خبر ورکړل شوی چې د یاد سند د اعتبار موده به د روانې میاشتې تر پایه پای ته ورسېږي. خو دا لا روښانه نه ده چې دا اسناد به بېرته تمدید شي او که نه.

چارواکو دا هم ویلي چې دغه سند له دې مخکې تمدید شوی دی.

چارواکو زیاته کړې، د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د تنظیم لپاره، د دواړو هېوادونو موټر چلوونکو ته ځانګړې اسانتیا ورکړل شوې وه چې د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره دواړو خواوو ته تګ راتګ وکړای شي.

خو ډېری موټر چلوونکي له پاسپورټ پرته وو، یا یې د مالي ستونزو له امله نه‌شوای کولای پر وخت اړین اسناد تر لاسه کړي.

د دې ستونزې د حل لپاره، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارتونو پر موقتي داخلېدو سند (TAD) هوکړه وکړه، چې د ۲۰۲۴ کال د می له لومړۍ نېټې څخه نافذ شو. دغه سند موټر چلوونکو او د هغوی همکارانو ته چې د سفر قانوني اسناد نه‌لري، موقتي قانوني اسانتیا برابره کړې وه.

یاد اقدام د دې لپاره و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو وسایطو تګ راتګ تنظیم او قانوني شي او پر فعالیتونو ښه څارنه وشي.