• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اروپايي ټولنې تر تړون لاندې؛ سویس د کډوالۍ محدودولو لپاره نوې لارې چارې ګوري

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۷:۴۲ GMT+۱

د سویس حکومت اعلان وکړ چې غواړي له اروپايي اتحادیې سره د همکارۍ د نوې هوکړې له مخې، د اړتیا په صورت کې له اروپايي ټولنې د ازاد تګ راتګ حق محدود کړي.

دا پرېکړه په هغو شرایطو کې عملي کېدای شي چې که خالصه کډوالي، له پولې تېرېدونکي مزدوران، بیکاري یا د ټولنیزو خدماتو اخېستنه له ټاکلي حد زیات شي.

دا پرېکړه داسې مهال ده، چې سویس د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې له اروپايي اتحادیې سره د اقتصادي همکاریو یوه نوې هوکړه لاسلیک کړه، چې اوس هم د تصویب اوږده بهیر ته اړتیا لري.

د کډوالۍ د محدودولو لپاره دا نوې لاره د «حفاظتي مادې» تر عنوان لاندې وړاندې شوې، چې سویس ته دا صلاحیت ورکوي څو د اړتیا په صورت کې، د اروپايي کډوالو جریان تنظیم کړي.

د سویس د کډوالو وزیر بیټ یانس وویل، « حفاظتي ماده پر دېوال د اور وژنې د وسيلې په څېر ده، چې کله اور ولګېږي، خوشاله یې یې چې شته او ژر یې کارولی شې».

د رویټرز د رپوټ له مخې، په پلان کې دا هم راغلي چې که سویس دا ماده فعاله کړي، موضوع به د سویس او اروپايي اتحادیې یوې ګډې کمیټې ته ولاړه شي. که توافق ونه شي، نو دا به محکمې ته وړاندې شي.

سویس، چې د اروپايي ټولنې شتمن هېواد بلل کېږي، په تېرو دوو لسیزو کې د نفوس په چټک زیاتوالي کې د کډوالۍ رول تجربه کړی. همدغې چټکې ودې د ښي اړخو ګوندونو له خوا د کډوالۍ پر ضد د سختو مقرراتو غوښتنه زیاته کړې.

د سویس د کډوالۍ د ریاست سکرتر وینچنزو ماسکیولي وویل، د حکومت د پلان له مخې، له ۲۰۰۲ کال راهیسې باید دغه حفاظتي ماده لږ تر لږه ۸ ځله فعاله شوې وای.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

کاناډا وايي اسراییل په غزه کې د خوړو ناورین د سیاسي فشار په توګه کاروي

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۷:۲۷ GMT+۱

د کاناډا د بهرنیو چارو نوې وزیرې انیتا انند د چارشنبې په ورځ اسراییل تورن کړ چې په غزه کې د خوړو کموالی د فشار د وسیلې په توګه کاروي او ټینګار یې وکړ چې باید له حماس سره د اوربند لپاره هڅې دوام ومومي.

انند، چې نوی ماموریت یې د سې شنبې په ورځ پیل کړ، وویل، « موږ نه شو کولای چې خواړه د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ومنو، تر ۵۰ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي. دا ډول چلند د منلو نه دی».

هغې زیاته کړه چې کاناډا د دوه‌دولتي حل ملاتړ کوي او دغه دریځ ته دوام ورکوي.

اسراییل له مارچ میاشتې راهیسې غزه تړلې ده او د اوربند له ناکامېدو وروسته یې خپل نظامي عملیات بیا پیل کړي.

د فلسطیني چارواکو په وینا، تر اوسه له ۵۲،۹۰۰ زیات کسان وژل شوي او مرسته رسوونکې ادارې وایي، غزه د قحطۍ له ګواښ سره مخ ده.

اسراییل بیا دغه ادعاوې ردوي او وایي حماس مرستې غلا کوي او خلکو ته یې نه رسوي.

ټرمپ له سوریې وغوښتل چې له اسراییل سره اړیکې عادي کړي

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۳:۵۴ GMT+۱

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل د لومړي وزير بنيامين نتنیاهو هغه غوښتنه، چې پر سوریې دې بندیزونه نه لرې کوي، رد کړه او له الشرع څخه یې وغوښتل چې اسراییل سره اړیکې عادي کړي.

دا څرګندونې ټرمپ د سعودي-امريکا د پانګونې فورم پر مهال وکړې، چې د سې شنبې په ورځ په رياض کې ترسره شو.
د اسراییلي رسنيو د راپور له مخې، نتنېاهو تېره مياشت واشنګټن ته د خپل سفر پر مهال له ټرمپ څخه غوښتي و چې د سوریې پر وړاندې دې امریکایي بندیزونه، نه لرې کوي.

یوه اسراییلي چارواکي ویلي چې دا غوښتنه د امنيتي اندېښنو له امله شوې وه.

د نتنېاهو دفتر تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د فاکس نیوز راپور له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سوريې غوښتنه کړې چې د بنديزونو د لرې کېدو په بدل کې دې له اسراییل سره خپلې اړيکې عادي کړي.

ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د سوريې له نوي ولسمشر احمد الشرع سره د يوې تاریخي ناستې پر مهال وکړې.

د سپينې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ټرمپ پر الشرع غږ وکړ چې له اسراییل سره اړیکې عادي، بهرني وسله‌وال له سوريې وباسي، د داعش د بیا راپاڅیدو مخه ونيسي او په شمال ختيځ کې د داعش بنديانو ساتنه پر غاړه واخلي.

په شمال ختيزه سوريه کې نژدې ۱۰ زره داعش وسله وال بنديان دي، چې د امريکا له ملاتړه برخمن کردي ځواکونو (SDF) يې ساتنه کوي. دا مهال نژدې ۱۴۰۰ امريکايي سرتېري هم په سوريه کې د داعش پر ضد ځای پر ځای دي.

ټرمپ له ریاض نه دوحې ته لاړ

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سعودي عربستان نه د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د غوي پر ۲۴مه دوحې ته ورسېد.

هغه د سعودي عربستان له سفر وروسته چې تازه یې بشپړ کړی ، دوحې ته تللی.

ټرمپ به په دوحه کې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او نورو لوړپوړو چارواکو سره رسمي لیدنې ترسره کړي.

ترمپ په ریاض کې د محمد بن سلمان په ګډون د سوریې له لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع سره وکتل او وبې ویل، چې د یوه نوي پیل لپاره پر دمشق بندیزونه لرې کوي.

طالبانو ازبکستان ته ۴۰۰۰ متره مربع مرمر ډبرې ډالۍ کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۰۷:۱۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ارګ وايي، چې د دغې ډلې د ریاست الوزرا ملا حسن اخوند په غوښتنه یې د افغانستان څلور زره متره مربع مرمر ډبرې ازبکستان ته ډالۍ کړې.

د طالبانو له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ډالۍ د طالبانو د رییس الوزرا د دفتر عمومي رییس عبدالواسع له‌خوا د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف او د سورخندریا والي اوګلوبیک قاسموف په شتون کې د ازبکستان لوري ته په ګډ بازار کې سپارل شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي د دغه هېواد د مرمر ډبرو د ترلاسه کولو پر مهال وویل چې «د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې په کلتوري، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې پراخې شوې دي، او په سیمه ییزه کچه، دا یو لوی بدلون دی.»

طالبان وايي، چې عصمت الله ارګاشیف وویل: «ازبکستان هڅه کوي، چې له افغانستان سره خپلې ښې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي، د ستونزو لپاره چټک حل لارې ومومي، او په پوله کې سوداګري، اقتصاد، ټرانزیټ او نور پرمختګونه زیات کړي؛ ځکه چې دا د دواړو هیوادونو په ګټه دي.»

د طالبانو د ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا مرمر د هرات ولایت د چشت ولسوالۍ له یوې کان څخه دي او د امام بخاري زیارت د بیارغونې لپاره دې هیواد ته ډالۍ شوی دي.

د طالبانو دغه پلاوې په داسې حال کې ازبکستان ته سفر کوي، چې د پلاوي مشر عبدالواسع د ملګرو ملتونه د بندیزونو له لېست کې شامل دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو ورځو کې سیمه ییزو او ګاونډیو هیوادونو ته د طالبانو د چارواکو سفرونه زیات شوي دي او په ورته وخت کې د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر عبداللطیف منصور هم په ازبکستان کې دی او د «ازبکستان د انرژۍ اوونۍ په نړیوال فورم» کې یې ګډون کړی دی.

بلوڅ بیلتونپال غورځنګ: بلوچستان کې مو څلور پاکستاني عسکر وژلې او ۸ نور مو ټپیان کړي

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۴ GMT+۱

بلوڅ بیلتونپال غورځنګ وایي، چې د بلوچستان په اورنچ، پنجګور، قلات، نوشکي او سیبۍ سیمو کې یې په بیلابیلو بریدونو کې څلور پاکستاني عسکر وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.

بلوڅ بیلتونپالو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې د یکشنبې په شپه یې د پنجګور په نوک اباد سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو یوه پوسته په نښه کړې، چې دوه پوځيان یې وژلي او ۵ نور ټپیان شوي دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دوی جنګیالیو د کلات په ګاراپ سیمه کې په یوه بل جلا برید کې د پاکستان پوځ د بم شنډولو د ډلې دوه تنه عسکر د ریموټ کنټرول بم په واسطه وژلي او همدا راز یې د کاچي په متري سیمه کې ۳ نور ټپیان کړي دي

د دغه ډلې ویاند جنید بلوڅ وایي، چې د (هیروف ۲.۰) عملیات یې پیل کړي، چې په لړ کې یې تر دې مهاله په ۵۷ سیمو کې ۷۸ بریدونو ترسره کړې دي.

جنید بلوڅ زیاتوي، د بلوڅ بېلتونپاله غورځنګ دا ډول بریدونه به تر هغې دوام ومومي چې ترڅو یې ازادي نه وي ترلاسه کړي.

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د بلوچستان دننه د دغه وسله‌وال غورځنګ فعالیتونه تر بل هر وخت پراخ شوي او د پاکستان د پوځ پر وړاندې یې ځینې لوی بریدونه هم کړي، چې په کې یې ورته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.