طالبان: په خوست کې د کوارسو لوی کان کشف شوی

د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند وایي، چې د دغه ولایت د «شمل دوه منده ولسوالۍ» په اړوند سیمه کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی.

د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند وایي، چې د دغه ولایت د «شمل دوه منده ولسوالۍ» په اړوند سیمه کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی.
مستغفر ګربز زیاته کړې، دا کان د طبیعي زېرمو له مهمو ډولونو څخه شمېرل کېږي او د لومړي ځل لپاره په دغه سیمه کې تثبیت شوی دی.
په بیان کې راغلي: «کوارس د الماني ژبې له Quaetz کلیمې نه اخیستل شوی چې یو سخت او قوي منرال دی. دا ډبره بېلابېل رنګونه لري او په بازار کې یې خلک د کرسټال، بلور یا یخک په نومونو هم پېژني.»
د یادونې ده، چې ډېری وخت پر طالبانو نیوکې کېږي چې دغه کانونه په نامسلکي توګه راباسي او تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.
همداراز، پر دې ډلې تور دی چې د افغانستان د کاني زېرمو په اېستلو کې پراخ فساد کوي.


د طالبانو تر کنټرول لاندې له دولتي ادارو نه د علمي کادرونو د ګوښهکېدو پر دوام، د کابل پوهنتون سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې یادې ډلې د دغه پوهنتون لسګونه نارینه او ښځینه استادان ګوښه کړي دي. د سرچینو په وینا، ډېری ګوښه شوي کسان ښځې دي.
دغو سرچینو چې خپله یې هم دندې له لاسه ورکړي، وايي چې د افغانستان له ټولو پوهنتونونو نه استادان ګوښه شوي دي.
ظاهراً، طالبانو د هغوی بستونه تنقیص کړي او پروفیسورانو او کارمندانو ته یې د پوهنتونونو او لوړو زده کړو په نورو برخو کې د کار کولو فرصت نه دی ورکړی.
سرچینې زیاتوي، چې دوی د واټساپ په یوه ګروپ کې د ګوښه شویو کسانو نوملړ لیدلی، چې پهکې د کابل پوهنتون ۲۶۴ استادان او اداري کارکوونکي شاملېږي.
د سرچینو په خبره، په ګوښه شویو کسانو کې ۱۷۰ تنه یې استادان دي او په دوی کې شاوخوا ۷۰ کسان یې ښځې دي.په دغه نوملړ کې د کابل پوهنتون یو مشهور استاد احمدضیا رفعت هم شامل دی.
طالبانو تر اوسه د پوهنتون د ګوښهشویو کارکوونکو او استادانو کره شمېر نه دی اعلان کړی، چې له امله یې په خپلواکه توګه د دې شمېرو تایید ستونزمن شوی دی.
د دې ترڅنګ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې طالبانو د هلمند پوهنتون ۴۰ استادان له دندو ګوښه کړي دي.
د سرچینو په وینا، د هلمند پوهنتون یو شمېر استادانو ته د پوهنتون د ادارې لهخوا خبر ورکړل شوی چې نور یې په پوهنتون کې دنده پای ته رسېدلې ده.
طالبانو په تېرو څو ورځو کې د کابل ننګرهار، خوست، پکتیا، بدخشان او بامیان له پوهنتونونو نه سلګونه استادان او اداري کارکوونکي د «تنقیص» په نوم له دندو ګوښه کړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښهکېدل په سېستماتیک شکل روان دی او یاده ډله هڅه کوي، چې په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګوماري..
د طالبانو لهخوا پر مدرسې د پوهنتون د بدلېدو روان بهیر د افغان اکاډمیکو شخصیتونو، محصلانو او استادانو ترمنځ پراخې اندېښنې راپاورلي دي.
په افغانستان کې د پوهنتونونو د متخصصو او تجربهلرونکو استادانو د ګوښهکېدو بهیر داسې مهال روان دی، چې هېواد تر بل هر وخت ډېر علمي او مسلکي پرمختګ ته اړتیا لري..

د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده او د سوریې د لنډمهالې دورې ولسمشر احمد شرع ترمنځ د افغانانو په منځ کې د بېلابېلو بحثونو او څرګندونو لړۍ دوام لري. په ټولنیزو رسنیو کې روان بحثونه د دې دواړو څېرو پر سیاستونو، کړنو او نړۍوالو اړیکو تمرکز کوي.
له نړۍوالو سره د احمد شرع اړیکې
د ځینو افغانانو نظر دا دی چې احمد شرع په سوریه کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې مهم رول لوبولی دی. د خپلو خبرو له لارې یې د نړۍوالو پروړاندې یو مثبت تصویر وړاندې کړی دی.افغان خبریال ولي ارین پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي «یوه ترهګر خپل هېواد له نړۍ سره وصل کړ او بل ترهګر د افغانستان په څېر هېواد تیاره انزوا ته یوړ.»
د رازمحمد شېرزاد په نوم د ټولنیزو چارو یوه بل فعال د سوریې د لنډمهالې دورې ولسمشر د سیاستونو ملاتړ کړی او د دغه هېواد د بندیزونو پر وړاندې د شرع چټکه مبارزه یې ستایلې ده. هغه لیکلي دي: «که څه هم موږ د سعودي عربستان او قطر پر مېلمهپالنې او تشریفاتو انتقاد وکړ، خو د سوریې د ولسمشر د سیاستونو پر وړاندې زموږ ملاتړ باید مستحکم وي.»
د طالبانو او نړۍوالو اړیکې
د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندازاده په هکله د یو شمېر افغانانو څرګندونې جالبې دي.
د ګلبدین حکمتیار زوی حبیبالرحمان حکمتیار د طالبانو د مشر پر سیاستونو نیوکې کړي او وايي، چې د افغانستان نړۍوال شناخت له هغې لارې شونې دی چې د اسلامي اصولو او د ارزښتونو په چوکاټ ګې له نړۍوالو سره تعامل وشي. د هغه په وینا، طالبان باید پر هغو اصولو ټینګار وکړي، چې د افغانستان په ګټه وي، نه دا چې یوازې د سیاسي فشار لاندې معاهدې ترسره کړي.
ډېر افغانان د طالبانو پر سیاستونو په ځانګړې توګه د نړۍوالو اړیکو او د دغه رژیم د رسمیت پېژندنې په برخه کې بېباوره ښکاري. هغوی ټینګار کوي چې طالبان باید د هېواد د خلکو د ګټو لپاره کار وکړي او له بهرنيو فشارونو سره په هوښیارۍ چلند وکړي.
د طالبانو د ټولنیزو رسنیو فعال رحیم سکندر وايي، طالبان باید خپل اصول وساتي او د اسلامي نړۍ پر ارزښتونو ټینګار وکړي، ځکه چې د افغانانو لپاره د خپلو اصولو پر بنسټ ژوند کول اړين دي.
په ټولنیزو رسنیو کې دغو څرګندونو وروسته تر هغې زور واخیست، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ریاض کې اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان او د ترکیې له ولسمشر سره تر خبرو وروسته، پر سوریې بندیزونه ختموي.
د دې ترڅنګ ټرمپ قطر ته له سفر مخکې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د سوریې د لنډمهالي حکومت له مشر احمد الشرع سره ولیدل.

د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې طالبان ډېری وخت د یو وخت لمونځ دوه-دوه ځلې په خلکو کوي. له کندهار ولایته سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وایي، په کندهار کې د امربالمعروف محتسبان په تفريحي سيمو کې له خلکو په زور غواړي چې جماعت ته ولاړ شي.
سرچينو د چهارشنبه په ورځ (د غويي ۲۴مه) وویل، چې د امربالمعروف محتسبین هر مازدیګر د ښار په مشهورو تفريح ځایونو کې ګرځي او د خلکو د تفريح مخه نيسي.
د دوی په خبره، محتسبان په دوامداره توګه د «شریعت پلي کولو» په موخه خلک ځوروي.
دا په داسې حال کې ده، چې هر مازدیګر په زيات شمېر خلک په احمدشاهي جاده کې د تفريح په موخه کښېنې او مجلسونه کوي.
نورمحمد چې د طالبانو د امربالمعروف ریاست له کارکوونکو سره مخ شوی او یادې ډلې دوه ځلې پرې د ماښام لمونځ کړی وايي: «د ماښام لمونځ مې یو ځل وکړ، د امربالمعروف کسان راغلل، ویل ولاړ سه جماعت وکه، زما خبره يې نه منل، دویم ځل مې بیا لمونځ وکړ.»
اخوا، د کندهار ښار يو بل اوسېدونکی صلاح الدین هم د امربالمعروف د محتسبانو د کړونو شکایت کوي او وایي: « دوی مونږ ته وايي چې مجلس ته مو ډېر وخت ورکړی، د جماعت لمانځه ته هم باید وخت ورکړئ ولاړ سئ په جماعت لمونځ وکړئ.»
له کندهار ولایته سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته همداراز وویل، د طالبانو دغه ډله له خلکو د «لډو، قطعه بازيو او نورو تفریحي توکو» پوښتنې کوي او ټينګار کوي، چې له دې کارونو لاس واخلي.
د کندهار ښار یوه بل اوسېدونکي بیا د نوم د نه اخیستو په شرط وویل، چې له خپلو ملګرو سره د ماسښین شاوخوا په پارک کې ناست و، چې د امربالمعروف محتسبینو سره مخ شول.
د نوموړي په وینا: «طالبانو مونږ ته په غوسې سره وویل چې پاڅېږی لمونځ وکړئ. مونږ ورته وویل چې څو شېبې مخکې مو لمونځ کړی، خو هغوی نه منله او د دویم ځل لپاره یې پر مونږ لمونځ وکړ.»
که څه هم طالبان وایي، چې په دې سره په ټولنه کې ديني ارزښتونه پلي کوي؛ خو د دغه ډلې سخت دریځیو عام ښاریان اندېښمن کړي دي.
ډېری ځوانان زياتوي، چې د کارونو، زده کړو او نورو بوختياو وروسته د فکري ارامتيا لپاره لږ ګړی له خپلو ملګرو سره په همدې تفریح ځایونو کې ناستې کوي.
د دوی په خبره، د طالبانو د ناسم چلند له امله اوس دغه تفريحي وخت هم دوی ته ستونزمن شوی دی.
طالبان په پرله پسې ډول ټينګار کوي، چې د ټولنې د اصلاح په موخه «شریعت او خپل قانون پلی کوي»؛ خو ډېری ټولنیز فعالان بیا د طالبانو دغه سخت دريځي د منفي پایلو سره مخ یادوي او ټينګار کوي، چې دا ډول کړنې ولس له دين او عبادت څخه بېزاره کوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې پر ډېرو تفریحي ځایونو محدودیتونه وضع کړي او خلکو ته اجازه نه ورکوي، چې په خپله خوښه او له خپلې کورنۍ سره تفریحي ځایونو ته ولاړ شي.
د دې ترڅنګ یادې ډلې د شطرنج په ګډون پر ډېرو نورو تفریحي لوبو هم بندیزونه لګولي او حرام یې بولي.

د اسټرالیا دولت د افغان قربانیانو لپاره د رسمي زیانونو د جبرانېدو طرحه جوړې کړې او موخه یې هغو کورنیو ته غرامت ورکول دي، چې د اسټرالیايي دفاعي ځواکونو لهخوا د ۲۰۰۵-۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د ناقانونه بریدونو له امله قرباني یا زیانمن شوي دي.
د دغې طرحې تر اعلان وروسته د «رواداري» په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ په یوه بیان کې د دغه اقدام هرکلی کړی او دا یې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو د کړاوونو د رسميت پېژندنې پر لور یو ارزښتناک ګام بللی دی.
نوموړي بنسټ همداراز غوښتنه کړې، د هغو ادعاوو په اړه چې څېړنې پرې شوي، بشپړ راپورونه باید په روڼ او علني ډول له افغان ولس سره شریک شي، څو د عدالت غوښتنې بهیر په جامع او باوري ډول دوام ومومي.
دا اقدام وروسته تر هغه ترسره کېږي، چې د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو یوه څېړونکي خپل څېړنیز راپور خپور کړ. په دغه راپور کې څرګند شواهد موجود دي او اسټرالیایي سرتېري په افغانستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال په ناقانونه وژنو او د ملکيانو د مال او ملکیتونو په ویجاړولو کې لاس لري. دا طرحه د قانوني مسوولیت ثبوت ته اړتیا نهلري او یوازې هغه پېښې پکې شاملې دي، چې په رسمي څېړنو کې یادې شوې دي.
د دې طرحې له مخې، د زیانونو جبران ښايي د نغدو پیسو ورکړه، په کلي کې د عامه ګټو ودانۍ جوړونه یا د بخښنې او منلو رسمي لیک استولو یا په نورو بېلابېلو بڼو ترسره شي. دا طرحه د اسټرالیا د دفاع وزارت له لوري د ۲۰۲۴ کال لپاره ترتیب او نافذه شوې وه.
هر هغه فرد یا کورنۍ چې د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو لهخوا یې د ناقانونه وژنې په پایله کې یو عزیز یا خپلوان وژل شوی وي یا په خپله د ناقانونه برید او د ملکیت ویجاړېدو قرباني شوی وي، ښايي د غرامت مستحق وبلل شي.
هغه کسان چې د ترهګریزو ډلو یا له بندیزونو سره مخ سازمانونو غړي وي، د اسټرالیا دولت له دې پروګرامه ګټه نهشي پورته کولای. همداراز، د غرامت ترلاسه کول هېڅکله د خلکو پر نورو قانوني حقونو اغېز نهکوي.
د خساراتو ادعاوې په خپله د شخص یا د دوی د مجازي استازي لهخوا وړاندې کېدای شي. دا غوښتنې د اسټرالیاد دفاع وزارت په وېبپاڼه کې د فورمې له لارې په انلاین بڼه سپارل کېدای شي او یا هم خلک کولای شي د پوسټ له لارې یې واستوي.
د اسټرالیا دولت په دې طرحه کې ویل شوي، چې د غوښتونکو لهخوا چمتو شوي معلومات محرم ساتل کېږي او دغه هېواد د محرمیت له قانون سره سم اداره کېږي. همداراز، په هغه صورت کې چې د ارزونې لپاره کافي معلومات نه وي، ښايي دا ادعا رد شي.
اسټرالیايي چارواکو ټینګار کړی، چې په دغه پروګرام کې د کډوالۍ یا د اسټرالیا ویزې ترلاسهکېدو هېڅ ژمنه نه ده شامله او یوازې د پورته یادو شویو جرمونو له امله رامنځته شوي زیانونو پر جبرانېدو تمرکز کېږي.
افغانستان، چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې د نړۍوالو ځواکونو د پوځي عملياتو اصلي ميدان پاتې شوی، د داسې پېښو يوه ترخه بېلګه بلل کېږي. په افغانستان کې د اسټرالیايي ځانګړو ځواکونو رول په وروستیو کلونو کې تر پراخو نیوکو او ارزونو لاندې راغلی و، چې په پایله کې د دغه هېواد دولت افغان ملکیانو لپاره د غرامت ورکولو ته غاړه کېښوده.
د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو د لوی څېړونکي دفتر له خوا د «بررتون راپور»په نوم یو مهم څېړنیز سند خپور شو، چې پهکې مستند شواهد وړاندې شوي او ویل کېږي چې ځینې اسټرالیایي سرتېرو د ۲۰۰۵-۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د غیرقانوني وژنو، شکنجو او د ملکي خلکو د ملکیتونو د ویجاړېدو مسوول بلل شوي دي.
دا راپور چې د نړۍوالو رسنیو او بشري حقونو بنسټونو پراخ غبرګونونه راوپارول، د اسټرالیا دولت یې له جدي حقوقي او اخلاقي مسؤلیتونو سره مخ کړی دی..
دا په داسې حال کې ده، څو ورځې وړاندې د بيبيسي په یوې خپرونه کې د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو په تړاو هم هېښوونکي معلومات په ډاګه شول، چې له مخې یې ښکاري په افغانستان کې یې ماشومان، بې ګناه ولسي خلک او جنګي اسیران وژلي دي.
د برېټانیا یو شمېر پخوانیو سرتېرو ویلي، چې د شپنیو عملیاتو پر مهال یې ملګرو بې ګناه ولسي وګړي وژل..
د بښنې نړۍوال سازمان بیا ویلي، چې په افغانستان کې د برېتانیايي ځانګړو ځواکونو له خوا د ناقانونه وژنو او د هغو د پټولو ادعاوې خورا جدي دي او باید د شفافې او خپلواکې پلټنې له لارې وڅېړل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د کورنيو او بهرنیو رسنیو د استازو او خبريالانو سره په ځانګړې ناسته کې غوښتي، چې پر حقایقو ولاړ خبرونه جوړ او خپاره کړي. که څه هم طالبانو پر ډېرو برخو کې پر رسنينو بندیز لګولی؛ خو دغه ادارې معلوماتو ته د لاسي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبه په ورځ (د غويي ۲۴مه) د کورنيو او بهرنيو رسنیو د استازو او خبريالانو سره د ستونزو د حل او د خپل پيغام وړاندې کولو په موخه ځانګړې ناسته کړې.
خبريالانو د طالبانو له دغه وزارت څخه غوښتي، چې رسنيو ته د معلوماتو د ورکولو په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي او شته خنډونه له منځه يوسي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او له رسنیو څخه یې غوښتنه کړې، چې پر حقایقو ولاړ راپورونه او خبرونه دې تر ولس او نړۍوالو ورسوي.
په دې ناسته کې طالبانو له رسنیو سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پياوړتيا هم ټينګار وکړ.
طالبان په داسي حال کې رسنيو ته د معلوماتو ورکولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي، چې دغه ډله په ډېرو ولایتونو کې پر انځور او ويډيو بنديز لګولی او خبريالان د دوی له اجازې پرته نشي کولی پر ډېرو موضوعاتو کار وکړي.
دغې ډلې په تېرو نژدې څلورو کلونو کې په ټلویزیونو کې سیاسي او د ښځو اړوند خپرونې بندې کړي او یو شمېر هغه خبريالان یې هم زنداني کړي، چې انتقادي خبرونه به یې خپرول.
د خبريالانو ملاتړ بنسټونو په وار-وار له طالبانو غوښتي، چې پر رسنيو او خبريالانو دې بنديزونه لرې کړي؛ خو دغې ډلې په ورته برخه کې لا هم خپلو بنديزونو ته دوام ورکړی دی...