د کډوالۍ نړۍوال سازمان: د مئ تر ۱۲مې پورې له ۱۲۸ زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې د روان کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د مئ تر ۱۲مې پورې له ۱۲۸۰۰۰ څخه ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، چې ډېری دغه کډوال په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.