• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ وايي قطر د امریکا په العدید هوایي اډه کې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کوي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې قطر به په راتلونکو کلونو کې د قطر پلازمینې دوحې لویدیز پلو العدید هوایي اډه کې، چې د منځني ختیځ تر ټولو لوی امریکايی پوځي مرکز دی، ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.

ټرمپ دغه څرګندونې د خپل سفر پر مهال په دې اډه کې میشتو امریکايي پوځیانو ته وکړې.

هغه دا هم وویل چې قطر د چهارشنبې په ورځ د ۴۲ میلیارده ډالرو دفاعي وسلو قراردادونه لاسلیک کړل.

همدارنګه، د امریکا او متحده عربي امارات ترمنځ یوه ابتدايي هوکړه شوې چې متحده عربي اماراتو ته به په کال کې ۵۰۰ زره چیپونه صادر کړي، چې د مصنوعي ځیرکتیا د ماډلونو د پرمختګ لپاره د ډیټا سنټرونو په جوړولو کې مرسته کوي.

د ټرمپ د خلیج څلور ورځني سفر پر مهال ګڼ شمېر سوداګریز او پوځي تړونونه هم لاسلیک شول، چې یو پکې د قطر ایرویز له خوا تر ۲۱۰ بویینګ جټ الوتکو اخیستلو تړون شامل دی.

ټرمپ به نن له دوحې ابوظبۍ ته ولاړ شي او هلته به د متحده عربي اماراتو له مشرانو سره د مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

امریکا د لومړي ځل لپاره ایران ته د هستوي هوکړې طرح سپارلې

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۱:۵۲ GMT+۱

اکسیوس راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت د لومړي ځل لپاره ایران ته د هستوي موافقې یوه لیکلې طرح وړاندې کړې ده. دغه وړاندیز د ډونالډ ټرمپ حکومت له‌خوا، د عمان په کوربه‌توب د څلورم پړاو خبرو اترو پر مهال عباس عراقچي ته سپارل شوی.

د سپینې ماڼۍ استازي سټیو ویټکاف، دا سند د یکشنبې په ورځ عراقچي ته وسپاره او نوموړي دا طرح د ارزونې او مشورې لپاره تهران ته وړې، چې له خپل ستر مشر علي خامنه‌يي او نورو لوړپوړو چارواکو سره پرې خبرې وکړي.

اکسیوس زیاتوي، ویټکاف تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه ناسته کې هم دا وړاندیز یاد کړی و او هغه یې "ښکلی" او "ډېر مهم" بللی و، خو ټینګار یې کړی و چې خبرو کې باید لا پرمختګ ترسره شي.

دا وړاندیز د امریکا له لوري تر ټولو لومړی رسمي مکتوب دی چې د خبرو اترو له پیل راهیسې ایران ته وړاندې کېږي.

د باخبره سرچینو په وینا، تر دې وړاندې په لومړۍ پړاو خبرو کې عباس عراقچي د ایران د حکومت نظرونه ویټکاف ته سپارلي وو، خو نوموړي هغه وخت ویلي و چې دا وړاندیزونه وختي دي او باید لومړی د باور فضا رامنځته شي.

په درېیم پړاو خبرو کې، عراقچي یو ځل بیا د ایران د نظرونو تازه شوې نسخه وړاندې کړه، چې دا ځل ویټکاف مثبت ځواب ورکړ.

راپور زیاتوي چې امریکایي کارپوهانو دغه طرح وارزوله، ایران ته یې د وضاحت غوښتنو یو لېست واستاوه او ایراني چارواکو یې هم ځواب ورکړ، همداراز خپله یې هم ځینې پوښتنې مطرح کړې.

د دغو متقابلو تعاملاتو په پایله کې، امریکایي پلاوي یوه تفصیلي لیکلې طرح جوړه کړه چې د ټرمپ د حکومت له نظره د ایران د سوله‌ییز هستوي پروګرام لپاره مشخص چوکاټ، د نظارت شرطونه او د تفتیش میکانیزم پکې تعریف شوي دي.

جرمني او برېټانیا په ګډه اوږد واټن ویشتونکې وسلې جوړوي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۰۱:۳۴ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنست، برېټانیا او جرمني په ګډه تر دوو زرو کیلومټرو لرې واټن ویشتونکې وسلې جوړوي. دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د نوې همکارۍ یوه برخه ده.

رویټرز وايي، یاده پروژه تر هغه وروسته پیلېږي چې تېرکال دواړو هېوادونو د اوکراین جګړې د غځېدو په صورت کې له خپلو ځانونو د دفاع په موخه یو امنيتي تړون لاسليک کړی و.

ټاکل شوې، چې دا پروژه د برېټانیا او جرمني د دفاع وزیران په برلین کې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان کړي.

د برېتانیا د دفاع وزیر وویل: «په نننۍ خطرناکه نړۍ کې موږ يو موټی يو او دا همکاري نه يوازې امنيت زياتوي، بلکې د کار او پانګونې لامل هم ګرځي.»

د پروژې د پیل کره نېټه او لګښت لا نه دی اعلان شوی، خو د دواړو هېوادونو چارواکي وايي چې دا ګام به د دواړو لندن او برلین ترمنځ پوځي اړیکې ډېرې پیاوړې کړي.

د دې پروژې تر څنګ، دواړه هېوادونه به د پوځي الوتکو لپاره د توغندیو او نورو پوځي وسلو د پېرلو په تړاو هم خبرې‌اترې وکړي.

د یادونې ده، چې دا پرېکړه ترهغه وروسته کېږي چې څه موده مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې اروپايي هېوادونه باید خپل امنیت په‌خپله وساتي او پر متحده‌ایالاتونو ډېره تکیه ونه کړي..

یوراسیانت: د طالبانو او تاجکستان ترمنځ اړیکې ورو ورو ښه کېږي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۰۰:۵۵ GMT+۱

د یوراسیانت په نوم تحلیلي ويب پاڼې په یوه راپور کې د طالبانو او تاجکستان ترمنځ اړيکې څېړلې او لیکلي يې دي، چې دواړه خواوې په احتیاط خپلې اړيکې ښه کوي. د دې رسنۍ په وینا، طالبانو د تاجکستان د ولسمشر امامعلي رحمان د حکومت مخالف مشر په بلنې سره هڅه کړې چې پر دوشنبه فشار وارد کړي.

د طالبانو او تاجکستان اړیکې له درېیو لسیزو راهیسې ترینګلې دي.

تاجکستان د طالبانو له مخالفینو ملاتړ کړی او هغوی ته یې پناه ورکړې ده؛ خو یوراسیانت لیکي چې تاجکستان د امنیتي او اقتصادي دلایلو له امله اوس له طالبانو سره تعامل ته مخه کړې ده.

د جرمني د رګنزبورګ پوهنتون یو څېړونکی میلاني سدوزی وايي: «د دوه اړخیزو غونډو عامه ماهیت او د طالبانو په وړاندې د تاجک چارواکو له خوا د سختو بیانونو بندول مهم او مثبت بدلونونه دي.»

د طالب چارواکو له خوا له تاجکستان سره د همکارۍ په اړه څرګندونې تېر کال په اوړي کې کابل ته د تاجک پلاوي سفر او د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر څخه د سرحدي بازارونو بیا پرانېستل د اړیکو د ښه والي نښې نښانې يادي شوي دي.

په ورته وخت کې د همدې راپور له مخي، دواړو خواوو اړيکې لا هم له ځينو تضادونو سره مخ دي.

تاجکستان طالبان یوه افراطي ډله ګڼي او د دوی له مخالفینو ملاتړ کوي، په ورته وخت کې بیا طالبان د تاجکستان د جماعت انصارالله افراطي ډلې ملاتړ کوي.

یوراسیانت د تاجک ولسمشر امامعلي رحمان د یوه مطرح منتقد شرف الدین ګاډوېف د کابل سفر ته په اشاره لیکلي: «د ګاډوېف سفر او په یوه ټلویزیونې مرکه کې د هغه سختې څرګندونې، چې پر مهال يې رحمان د یو دیکتاتور او د هغه حکومت د مافیا سره پرتله کړ د طالبانو دوه ګونې لوبه ښيي.»

سدوزی په دې باور دی، چې طالبانو ګاډوېف ته په بلنې ورکولو سره له تاجکستان سره د خپلو اړیکو د اغېزمنولو لپاره نفوذ رامنځته کړی دی.

د راپور له مخې، تاجکستان یو نازک توازن ساتلی دی: له یوې خوا له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې په ځانګړې توګه د برېښنا صادراتو له لارې پراخوي؛ خو د سیاسي ملاحظاتو له امله د طالبانو له رسمیت پېژندلو څخه ډډه کوي..

سدوزي ټینګار وکړ، چې د تاجکستان له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل «ډېر ناشونی دی.»

یوراسیانت همدا راز باور لري، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو بندول کولی شي د طالبانو وړتیا د تاجکستان د وارداتي برېښنا د پیسو په ورکولو کې کمه کړي.

د دې تر څنګ د لوېدیځ د امنیتي مرستو د احتمالي بندېدو په اړه د تاجکستان اندېښنې ممکن د دواړو خواوو د نږدې کېدو مخه ونیسي..

قطر: نړۍواله ټولنه باید د سوریې د ثبات ملاتړ او د دغه هېواد د بیا پرځېدو مخنیوي وکړي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۰۰:۳۴ GMT+۱

د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني له سي اېن‌اېن نړۍوالې ټلوېزیوني شبکې سره په یوې مرکه کې د سوریې پر وړاندې د امریکا د بندیزونو لرې‌کېدل د دغه هېواد د ښه راتلونکي پر لور یو مثبت او اړین ګام بللی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د سوریې د ثبات ملاتړ او د دغه هېواد د بیا پرځېدو مخنیوي وکړي.

د قطر د لومړي وزیر په وینا، د سوریې ثبات نه یوازې د دې هیواد د خلکو؛ بلکې د ټولې سیمې د امنیت او سوکالۍ لپاره حیاتي ارزښت لري.

د یادونې ده، چې قطر د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې تل د سوریې د خلکو لپاره پر سیاسي حل‌لارو او ملاتړ ټینګار کړی دی.

د القاعده اړوند یوې وسله‌والې ډلې په بورکینافاسو کې د ۶۰ سرتېرو د وژنې مسوولیت ومانه

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۰۰:۰۱ GMT+۱

د «سایټ» په نوم یوه نادولتي بنسټ راپور ورکړی، چې د القاعده شبکې اړوند جماعت نصرت اسلام والمسلمین ډلې د بورکینافاسو شمال لور ته په یوې سیمه کې پر پوځي اډې د برید مسوولیت منلی دی. په دغه برید کې لږترلږه ۶۰ سرتېري وژل شوي دي.

دغه بنسټ چې د اسلام‌پاله وسله‌والو ډلو انلاین فعالیتونه څاري، ویلي چې د القاعده اړوند «جماعت نصرت»وسله‌والې ډلې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې په خپرو کړو بیانونو کې د افریقا په بورکینافاسو او مالي هېوادونو کې د څلورو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د «سایټ اطلاعاتي بنسټ»پرته له دې چې څرګنده کړي چې د اسلام‌پاله جماعت نصرت له‌خوا بریدونه په کومه ورځ ترسره شوي، ویلي چې تر ټولو ستر برید د بورکینافاسو په سول ښار کې شوی دی.

د یادې ډلې جنګیالیو د سرتېرو پر یوه مرکز برید کړی دی.

همداراز، یاد بنسټ زیاته کړې چې د دغه هېواد د ختیځې برخې په یوه بل برید کې لږترلږه ۱۰ حکومت پلوه وسله‌وال ځواکونه وژل شوي دي.

د یادونې ده، چې درې هېوادونه، بورکینا فاسو، مالي او نایجر د پوځي مشرانو له‌خوا اداره کېږي. په دغو درې واړو هېوادونو کې د داعش او القاعده په ګډون څو وسله‌والې ترهګرې ډلې فعالیت لري.