امرالله صالح امریکايي سناتور ته: طالبانو سره مالي مرسته د هر ډول اخلاقو خلاف عمل دی

د مخکني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، چې له طالبانو سره د امریکا له لوري د مرستې ترسره کول د هر ډول اخلاقونو خلاف کار دی.

د مخکني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، چې له طالبانو سره د امریکا له لوري د مرستې ترسره کول د هر ډول اخلاقونو خلاف کار دی.
هغه دا څرګندونې د (غوایي ۲۵مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوه امریکايي سناتور «ډریو مک اېون» د هغه لیک په ځواب کې کړې، چې ده ته یې استولی دی.
یاد سناتور صالح ته لیکلي، چې د امریکا په سنا مجلس کې طالبانو ته د لېږل کیدونکو «نغدي کڅوړو خلاف» یې خپلې هڅې جاري ساتلې او هڅه کوي چې پر طالبانو دا مرستې ودرول شي.
د افغانستان د مخکني جمهوري نظام مرستیال وزیر له دغه امریکایي سناتور څخه د مننې تر څنګ زیاته کړې، چې امریکا په «غلي ډول» میلیاردونه ډالر طالبانو ته استولي دي.
هغه لیکلي: «د دغو مرستو د لېږلو لپاره په هېڅ ژبه او کلتور کې توجیه نشته. که بیا هم وي هغه به یو ډېره ناولې او بوینه توجیه وي.»
دغه پخواني افغان چارواکي له دې وړاندې هم د امریکا له لوري طالبانو ته په اونیز ډول «د څلوېښت میلونه ډالرو نغدي کڅوړو لېږد» په تړاو نیوکې کړې او د ډونالډ ټرمپ له حکومته یې غوښتي وو، چې په دې پرېکړه کې د جوبایډن ادارې ښکېل کارکوونکي دې تر عدلي څار لاندې ونېسي.
یو شمېر امریکايي بنسټونو هم د متحده ایالتونو په دغو مرستو توندې نیوکې کړې وې او ان اندېښنې یې ښودلې وې چې د دغه نغدي کڅوړو یوه برخه د القاعده شبکې په ګډون د یو شمېر نورو ترهګرو ډلو لاسونو ته ورغلې دي.
د امریکا پر حکومت یو شمېر څارونکو موسساتو اندېښنه ښودلې وه چې طالبانو دغو مرستو ته د لاسرسي لپاره ان جعلي نادولتي موسسات جوړ کړي دي.
د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه کړې وه، چې طالبانو ته «لېږدیدونکې کې دغه نغدي مرستې» به ودروي، خو راپورنو څرګندنه کړې چې د هغه له دویم ځل واکمنۍ د میاشتو په تېرېدو سره طالبان لا هم له دغو «کڅوړو برخمن» دي.


د یوراسیانت په نوم تحلیلي ويب پاڼې په یوه راپور کې د طالبانو او تاجکستان ترمنځ اړيکې څېړلې او لیکلي يې دي، چې دواړه خواوې په احتیاط خپلې اړيکې ښه کوي. د دې رسنۍ په وینا، طالبانو د تاجکستان د ولسمشر امامعلي رحمان د حکومت مخالف مشر په بلنې سره هڅه کړې چې پر دوشنبه فشار وارد کړي.
د طالبانو او تاجکستان اړیکې له درېیو لسیزو راهیسې ترینګلې دي.
تاجکستان د طالبانو له مخالفینو ملاتړ کړی او هغوی ته یې پناه ورکړې ده؛ خو یوراسیانت لیکي چې تاجکستان د امنیتي او اقتصادي دلایلو له امله اوس له طالبانو سره تعامل ته مخه کړې ده.
د جرمني د رګنزبورګ پوهنتون یو څېړونکی میلاني سدوزی وايي: «د دوه اړخیزو غونډو عامه ماهیت او د طالبانو په وړاندې د تاجک چارواکو له خوا د سختو بیانونو بندول مهم او مثبت بدلونونه دي.»
د طالب چارواکو له خوا له تاجکستان سره د همکارۍ په اړه څرګندونې تېر کال په اوړي کې کابل ته د تاجک پلاوي سفر او د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر څخه د سرحدي بازارونو بیا پرانېستل د اړیکو د ښه والي نښې نښانې يادي شوي دي.
په ورته وخت کې د همدې راپور له مخي، دواړو خواوو اړيکې لا هم له ځينو تضادونو سره مخ دي.
تاجکستان طالبان یوه افراطي ډله ګڼي او د دوی له مخالفینو ملاتړ کوي، په ورته وخت کې بیا طالبان د تاجکستان د جماعت انصارالله افراطي ډلې ملاتړ کوي.
یوراسیانت د تاجک ولسمشر امامعلي رحمان د یوه مطرح منتقد شرف الدین ګاډوېف د کابل سفر ته په اشاره لیکلي: «د ګاډوېف سفر او په یوه ټلویزیونې مرکه کې د هغه سختې څرګندونې، چې پر مهال يې رحمان د یو دیکتاتور او د هغه حکومت د مافیا سره پرتله کړ د طالبانو دوه ګونې لوبه ښيي.»
سدوزی په دې باور دی، چې طالبانو ګاډوېف ته په بلنې ورکولو سره له تاجکستان سره د خپلو اړیکو د اغېزمنولو لپاره نفوذ رامنځته کړی دی.
د راپور له مخې، تاجکستان یو نازک توازن ساتلی دی: له یوې خوا له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې په ځانګړې توګه د برېښنا صادراتو له لارې پراخوي؛ خو د سیاسي ملاحظاتو له امله د طالبانو له رسمیت پېژندلو څخه ډډه کوي..
سدوزي ټینګار وکړ، چې د تاجکستان له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل «ډېر ناشونی دی.»
یوراسیانت همدا راز باور لري، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو بندول کولی شي د طالبانو وړتیا د تاجکستان د وارداتي برېښنا د پیسو په ورکولو کې کمه کړي.
د دې تر څنګ د لوېدیځ د امنیتي مرستو د احتمالي بندېدو په اړه د تاجکستان اندېښنې ممکن د دواړو خواوو د نږدې کېدو مخه ونیسي..

د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند وایي، چې د دغه ولایت د «شمل دوه منده ولسوالۍ» په اړوند سیمه کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی.
مستغفر ګربز زیاته کړې، دا کان د طبیعي زېرمو له مهمو ډولونو څخه شمېرل کېږي او د لومړي ځل لپاره په دغه سیمه کې تثبیت شوی دی.
په بیان کې راغلي: «کوارس د الماني ژبې له Quaetz کلیمې نه اخیستل شوی چې یو سخت او قوي منرال دی. دا ډبره بېلابېل رنګونه لري او په بازار کې یې خلک د کرسټال، بلور یا یخک په نومونو هم پېژني.»
د یادونې ده، چې ډېری وخت پر طالبانو نیوکې کېږي چې دغه کانونه په نامسلکي توګه راباسي او تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.
همداراز، پر دې ډلې تور دی چې د افغانستان د کاني زېرمو په اېستلو کې پراخ فساد کوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې له دولتي ادارو نه د علمي کادرونو د ګوښهکېدو پر دوام، د کابل پوهنتون سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې یادې ډلې د دغه پوهنتون لسګونه نارینه او ښځینه استادان ګوښه کړي دي. د سرچینو په وینا، ډېری ګوښه شوي کسان ښځې دي.
دغو سرچینو چې خپله یې هم دندې له لاسه ورکړي، وايي چې د افغانستان له ټولو پوهنتونونو نه استادان ګوښه شوي دي.
ظاهراً، طالبانو د هغوی بستونه تنقیص کړي او پروفیسورانو او کارمندانو ته یې د پوهنتونونو او لوړو زده کړو په نورو برخو کې د کار کولو فرصت نه دی ورکړی.
سرچینې زیاتوي، چې دوی د واټساپ په یوه ګروپ کې د ګوښه شویو کسانو نوملړ لیدلی، چې پهکې د کابل پوهنتون ۲۶۴ استادان او اداري کارکوونکي شاملېږي.
د سرچینو په خبره، په ګوښه شویو کسانو کې ۱۷۰ تنه یې استادان دي او په دوی کې شاوخوا ۷۰ کسان یې ښځې دي.په دغه نوملړ کې د کابل پوهنتون یو مشهور استاد احمدضیا رفعت هم شامل دی.
طالبانو تر اوسه د پوهنتون د ګوښهشویو کارکوونکو او استادانو کره شمېر نه دی اعلان کړی، چې له امله یې په خپلواکه توګه د دې شمېرو تایید ستونزمن شوی دی.
د دې ترڅنګ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې طالبانو د هلمند پوهنتون ۴۰ استادان له دندو ګوښه کړي دي.
د سرچینو په وینا، د هلمند پوهنتون یو شمېر استادانو ته د پوهنتون د ادارې لهخوا خبر ورکړل شوی چې نور یې په پوهنتون کې دنده پای ته رسېدلې ده.
طالبانو په تېرو څو ورځو کې د کابل ننګرهار، خوست، پکتیا، بدخشان او بامیان له پوهنتونونو نه سلګونه استادان او اداري کارکوونکي د «تنقیص» په نوم له دندو ګوښه کړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښهکېدل په سېستماتیک شکل روان دی او یاده ډله هڅه کوي، چې په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګوماري..
د طالبانو لهخوا پر مدرسې د پوهنتون د بدلېدو روان بهیر د افغان اکاډمیکو شخصیتونو، محصلانو او استادانو ترمنځ پراخې اندېښنې راپاورلي دي.
په افغانستان کې د پوهنتونونو د متخصصو او تجربهلرونکو استادانو د ګوښهکېدو بهیر داسې مهال روان دی، چې هېواد تر بل هر وخت ډېر علمي او مسلکي پرمختګ ته اړتیا لري..

د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده او د سوریې د لنډمهالې دورې ولسمشر احمد شرع ترمنځ د افغانانو په منځ کې د بېلابېلو بحثونو او څرګندونو لړۍ دوام لري. په ټولنیزو رسنیو کې روان بحثونه د دې دواړو څېرو پر سیاستونو، کړنو او نړۍوالو اړیکو تمرکز کوي.
له نړۍوالو سره د احمد شرع اړیکې
د ځینو افغانانو نظر دا دی چې احمد شرع په سوریه کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې مهم رول لوبولی دی. د خپلو خبرو له لارې یې د نړۍوالو پروړاندې یو مثبت تصویر وړاندې کړی دی.افغان خبریال ولي ارین پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي «یوه ترهګر خپل هېواد له نړۍ سره وصل کړ او بل ترهګر د افغانستان په څېر هېواد تیاره انزوا ته یوړ.»
د رازمحمد شېرزاد په نوم د ټولنیزو چارو یوه بل فعال د سوریې د لنډمهالې دورې ولسمشر د سیاستونو ملاتړ کړی او د دغه هېواد د بندیزونو پر وړاندې د شرع چټکه مبارزه یې ستایلې ده. هغه لیکلي دي: «که څه هم موږ د سعودي عربستان او قطر پر مېلمهپالنې او تشریفاتو انتقاد وکړ، خو د سوریې د ولسمشر د سیاستونو پر وړاندې زموږ ملاتړ باید مستحکم وي.»
د طالبانو او نړۍوالو اړیکې
د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندازاده په هکله د یو شمېر افغانانو څرګندونې جالبې دي.
د ګلبدین حکمتیار زوی حبیبالرحمان حکمتیار د طالبانو د مشر پر سیاستونو نیوکې کړي او وايي، چې د افغانستان نړۍوال شناخت له هغې لارې شونې دی چې د اسلامي اصولو او د ارزښتونو په چوکاټ ګې له نړۍوالو سره تعامل وشي. د هغه په وینا، طالبان باید پر هغو اصولو ټینګار وکړي، چې د افغانستان په ګټه وي، نه دا چې یوازې د سیاسي فشار لاندې معاهدې ترسره کړي.
ډېر افغانان د طالبانو پر سیاستونو په ځانګړې توګه د نړۍوالو اړیکو او د دغه رژیم د رسمیت پېژندنې په برخه کې بېباوره ښکاري. هغوی ټینګار کوي چې طالبان باید د هېواد د خلکو د ګټو لپاره کار وکړي او له بهرنيو فشارونو سره په هوښیارۍ چلند وکړي.
د طالبانو د ټولنیزو رسنیو فعال رحیم سکندر وايي، طالبان باید خپل اصول وساتي او د اسلامي نړۍ پر ارزښتونو ټینګار وکړي، ځکه چې د افغانانو لپاره د خپلو اصولو پر بنسټ ژوند کول اړين دي.
په ټولنیزو رسنیو کې دغو څرګندونو وروسته تر هغې زور واخیست، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ریاض کې اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان او د ترکیې له ولسمشر سره تر خبرو وروسته، پر سوریې بندیزونه ختموي.
د دې ترڅنګ ټرمپ قطر ته له سفر مخکې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د سوریې د لنډمهالي حکومت له مشر احمد الشرع سره ولیدل.

د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې طالبان ډېری وخت د یو وخت لمونځ دوه-دوه ځلې په خلکو کوي. له کندهار ولایته سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وایي، په کندهار کې د امربالمعروف محتسبان په تفريحي سيمو کې له خلکو په زور غواړي چې جماعت ته ولاړ شي.
سرچينو د چهارشنبه په ورځ (د غويي ۲۴مه) وویل، چې د امربالمعروف محتسبین هر مازدیګر د ښار په مشهورو تفريح ځایونو کې ګرځي او د خلکو د تفريح مخه نيسي.
د دوی په خبره، محتسبان په دوامداره توګه د «شریعت پلي کولو» په موخه خلک ځوروي.
دا په داسې حال کې ده، چې هر مازدیګر په زيات شمېر خلک په احمدشاهي جاده کې د تفريح په موخه کښېنې او مجلسونه کوي.
نورمحمد چې د طالبانو د امربالمعروف ریاست له کارکوونکو سره مخ شوی او یادې ډلې دوه ځلې پرې د ماښام لمونځ کړی وايي: «د ماښام لمونځ مې یو ځل وکړ، د امربالمعروف کسان راغلل، ویل ولاړ سه جماعت وکه، زما خبره يې نه منل، دویم ځل مې بیا لمونځ وکړ.»
اخوا، د کندهار ښار يو بل اوسېدونکی صلاح الدین هم د امربالمعروف د محتسبانو د کړونو شکایت کوي او وایي: « دوی مونږ ته وايي چې مجلس ته مو ډېر وخت ورکړی، د جماعت لمانځه ته هم باید وخت ورکړئ ولاړ سئ په جماعت لمونځ وکړئ.»
له کندهار ولایته سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته همداراز وویل، د طالبانو دغه ډله له خلکو د «لډو، قطعه بازيو او نورو تفریحي توکو» پوښتنې کوي او ټينګار کوي، چې له دې کارونو لاس واخلي.
د کندهار ښار یوه بل اوسېدونکي بیا د نوم د نه اخیستو په شرط وویل، چې له خپلو ملګرو سره د ماسښین شاوخوا په پارک کې ناست و، چې د امربالمعروف محتسبینو سره مخ شول.
د نوموړي په وینا: «طالبانو مونږ ته په غوسې سره وویل چې پاڅېږی لمونځ وکړئ. مونږ ورته وویل چې څو شېبې مخکې مو لمونځ کړی، خو هغوی نه منله او د دویم ځل لپاره یې پر مونږ لمونځ وکړ.»
که څه هم طالبان وایي، چې په دې سره په ټولنه کې ديني ارزښتونه پلي کوي؛ خو د دغه ډلې سخت دریځیو عام ښاریان اندېښمن کړي دي.
ډېری ځوانان زياتوي، چې د کارونو، زده کړو او نورو بوختياو وروسته د فکري ارامتيا لپاره لږ ګړی له خپلو ملګرو سره په همدې تفریح ځایونو کې ناستې کوي.
د دوی په خبره، د طالبانو د ناسم چلند له امله اوس دغه تفريحي وخت هم دوی ته ستونزمن شوی دی.
طالبان په پرله پسې ډول ټينګار کوي، چې د ټولنې د اصلاح په موخه «شریعت او خپل قانون پلی کوي»؛ خو ډېری ټولنیز فعالان بیا د طالبانو دغه سخت دريځي د منفي پایلو سره مخ یادوي او ټينګار کوي، چې دا ډول کړنې ولس له دين او عبادت څخه بېزاره کوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې پر ډېرو تفریحي ځایونو محدودیتونه وضع کړي او خلکو ته اجازه نه ورکوي، چې په خپله خوښه او له خپلې کورنۍ سره تفریحي ځایونو ته ولاړ شي.
د دې ترڅنګ یادې ډلې د شطرنج په ګډون پر ډېرو نورو تفریحي لوبو هم بندیزونه لګولي او حرام یې بولي.