• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کازان په غونډه کې د طالبانو بېرغ د نورو هېوادونو د بېرغونو له قطاره بېرته لرې کړی شو

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۷:۱۰ GMT+۱

د روسیې او اسلامي نړۍ ترمنځ د نړۍوالې اقتصادي غونډې د پیلېدو په لومړیو ساعتونو کې د طالبانو بېرغ هم د نورو بیرغونو تر څنګ ځړول شوی و؛ خو ټاس خبري اژانس ویلي چې دا بېرغ څو شېبې وروسته بېرته لرې کړی شو.

د کازان له غونډې څو ساعته مخکې د غونډې په ځای کې د طالبانو سپین بیرغ د نورو هېواونو له بېرغونو سره یو ځای ښکارېده، چې د طالب ټولنیزو رسنیو کاروونکو له مثبت هرکلي سره مخ شو.

100%

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۳

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۴

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

۵

د ټلیفوني زنګ پر مهال به د جبري نکاح په اړه د هبت‌الله فرمان اورول کېږي

•
•
•

نور کیسې

نبیل: د اسلام د سخت دریځه قرائت پېټی د افغانانو پر اوږو اچول شوی

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۷:۰۵ GMT+۱

رحمت الله نبیل په عربي هېوادونو کې د ټرمپ هرکلي ته په غبرګون کې ویلي، چې په عربو هېوادونو کې د اسلام رامنځته شوی سخت دریځ ورو ورو مخ پر ختمېدو دی او دا دروند پیټی اوس د افغانانو پر اوږو اچول شوی دی.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دین سخت دریځ او سیاسي نظر د اسلام له نامه لاندې په ځینو عربي هېوادونو کې وده وکړه، ورو ورو نورو ټولنو ته خپور شو او دا ډول تعبیر چې دین ته له سیاسي، سخت‌ دریځه او جګړه‌طلبه لیدلوري ګوري، له کلونو راهیسې د «جهاد»، «اسلام په خطر کې دی» او «دین په خطر کې دی» په څېر شعارونو له لارې پر افغان ولس تحمیل شوی دی.

نوموړی وايي، دغه مفکوره کله د خلکو د دیني احساساتو له لارې، کله د زور او فشار له لارې او کله هم د مقدسو ارزښتونو تر سیوري لاندې پراخه شوې ده او بالاخره یې تر ټولو درنده بیه افغان ولس ورکړه.نبیل وايي، د دین داسخت او سیاسي نظر زموږ پر خلکو باندې د «جهاد» او «اسلام په خطر کې دی» په څېر شعارونو سره شوی دی.

نوموړی وايي، هغه هېوادونه چې د سخت دریځه اسلام مفکورې ته یې په لویو لګښتونو وده ورکوله اوس یو په بل پسې له هغې مفکورې ځان ګوښه کوي او یوازې افغانستان لا هم پر هغه مفکوره ولاړ پاتې دی.

نوموړی وايي، وخت رسیدلی، چې یوه نوې لاره غوره شي او دین د سخت دریځۍ له بند څخه وژغورل شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د کشمیر د برید په تړاو د طالبانو د دریځ ستاینه او مننه کړې

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۱ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ورسره په یوې ټیلفوني اړیکه کې د هند او افغانستان تر منځ د بې باورۍ بې اساسه راپورونه یې رد کړي دي. جی شنکر دا د کابل له سقوط وروسته لومړنۍ اړیکه بللې ده.

جی شنکر د پنجشنې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې د طالبانو د بهرنو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې ښې او رغوونکې خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړې: « د پهلګام ترهګریز برید په اړه د متقي له خوا د غندنې مننه کوم. د هند او افغانستان ترمنځ د بې‌باورۍ رامنځته کولو لپاره وروستیو دروغجنو او بې‌اساسه راپورونو ته د هغه د قاطع رد هرکلی وایم».

شنکر زیاته کړې چې هند د افغان ولس سره تاریخي دوستي لري او د افغانستان د پرمختیايي اړتیاوو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې پرمهال پاکستان دعا وکړه، چې هندي توغندي په افغانستان کې هم لګېدلي، خو طالبانو دغه رپوټونه رد کړل.

د اوکراین ولسمشر وايي د استانبول په خبرو اترو کې برخه نه اخلي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۶:۲۷ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي په استانبول کې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره له لیدنې وروسته وویل، چې دی د مسکو او کییف په خبرو اترو کې برخه نه اخلي، ځکه روسیې یو تشریفاتي پلاوی ور استولی.

ولادیمیر پوتین له زیلینسکي سره په استانبول کې د مخامخ خبرو لپاره ترکیې ته نه‌دی تللی. پوتین یوازې د ټیټې کچې پلاوی لېږلی.

زیلینسکي دا پلاوی تشریفاتي وباله او ویې ویل دا یو شخصي سپکاوی دی، نه یوازې ده ته، بلکې اردوغان او ډونالډ ټرمپ ته هم. هغه زیاته کړه، « که جدي خبرې نه وي، زه په استانبول کې نور څه کار لرم».

ټاکل شوې ، چې د اوکراین د پلاوي مشري ددغه هېواد دفاع وزیر وکړي.

زیلینسکي له اردوغان سره د اوربند، امنیتي تضمینونو او د اوکراین د بیا رغونې پر موضوعاتو بحث کړی.

په ورته وخت کې د روسیې استازي ولادیمیر میدینسکي ویلي، چې دوی د خبرو اترو لپاره جدي دي.

خو روسیه وایي چې اوربند یوازې هله عملي کېدای شي چې د جګړې د حل عمومي ستراتیژي برابره شي

د عربو له خوا د ټرمپ هرکلی؛ ځمکه د عربو زنګېدله لکه ټال

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۵:۴۵ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

د پښتو ژبې یوه تاریخي چاربېته چې د حضرت ابراهیم (ع) په تړاو ویل شوې ده: ځمکه د مکې به زنګېدله لکه ټال په شان د زلزلې به لړزېده امر د رب و د عربو د خاورې په وروستي پنځه کلن تاریخ کې د ۲۰۲۵ کال د می میاشت تر ټولو شانداره میاشت ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې مېلمه و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د می په ۱۳مه له سعودي عربستان نه خپل څلور ورځنی سفر پیل کړ، چې د قطر او متحده عربي اماراتو په ګډون یې ګڼې سیاسي، اقتصادي او تشریفاتي نندارې له ځان سره لرلې.

په دغه سفر کې د عربو ځمکه رښتیا هم په ټال وزنګېده، دا په نړۍ کې د تشریفاتو او ډېپلوماتیک عرف یوه شانداره ننداره وه، چې ټرمپ ته وړاندې شوه.

دا سفر، چې د ټرمپ د تجارتي او سیاسي لیدلوري انعکاس و، نه یوازې د نړۍوالو سوداګریزو تړونونو ډک و، بلکې د شاندارو پروټوکولو او دودیز درناوي نندارو ته هم ځانګړی شوی و.

د دغو نندارو او درناوي په لیدو د سبزعلي خان چاربېته رایادیږي چې وايي:

ښایسته و بې حسابه بلېده لکه مشال

ځمکه د مکې به زنګېدله لکه ټال

دا چاربېته د ابراهیم (ع) په وصف کې ویل شوې وه، کله چې هغه مکې ته راغلی و او له کړاوونو وروسته له نبوت سره مخ کېده.

د عربو له خوا ټرمپ ته شانداره پروټوکول د عربو ځمکه لکه د ټال وزنګوله او په نړۍ کې یې د ډېپلوماتیک پروټوکول یو نوی سبک پرېښود.

100%

سعودي عربستان: د سرې غالۍ شاهي مراسم

ډونالډ ټرمپ ته سعودي عربستان ته د راتګ پر مهال شاهي استقبال ورکړل شو. د ولعهد محمد بن سلمان له خوا د هوایي ډګر په دروازې کې شاهي لښکر استقبال وکړ. د ټرمپ موټریز کاروان چې د زرو کسانو له امنیتي ټيم سره یوځای و، د درنې سرې غالۍ له لارې قصر ته ورسول شو.

په شاهي قصر کې د هغه لپاره د عربو دودیزو نڅاګانو یوه ځانګړې ننداره ترسره شوه، چې پکې "عرضه" د تورو نڅا مهم رول درلود.

د ټرمپ لپاره ځانګړې طلايي ډوډۍ برابره شوې وه، چې د سعودي د سلطنتي کور دودیز خوراکونه او نادر خواړه پکې شامل وو.

سعودي مقاماتو د ټرمپ په درناوي ځانګړې شاهي تمغه هم ورکړ او هغه ته د اقتصادي همکاریو د پراخېدو په ویاړ یوه طلايي شمش یا د سرو زرو دړه هم ورکړل شوه.

100%

قطر: سایبر ټرک موټریز کاروان او د دوحې رنګینه شپه

ټرمپ د می په۱۴مه قطر ته ولاړ، چې هلته ورته د حیرانوونکي عصري استقبال تابیا شوې وه. د ده موټر سایبر ټرک (Cybertruck) و، چې د لوکسو موټرو یو قطار بدرګه کاوه.

په دوحه کې د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني له خوا د ټرمپ په ویاړ یوه شانداره ماښامنۍ (ګالا ډېنر) جوړه شوې وه. دغه مېلمستیا د سمندر پر غاړه د لوسیل ماڼۍ په انګړ کې وه، چې پکې مشهورو اشخاصو، سوداګرو او سیاستوالو څخه هم ګډون شوی و.

په مېلمستیا کې د قطري دود له مخې ورته "مجبوس"، "حریص" او نور خواړه وړاندې شول. دا ټول مراسم د شپې له لیزر نندارو، موسیقۍ او اورلوبو سره پای ته ورسېدل، چې د دوحې اسمان یې رنګین کړ.

بل خوا بیا په اماراتو کې د نجونو د وېښتو غورځول، شاهي نڅاوې او سندرو ټرمپ ته برابره شوې شاهي میلمستیا نوره هم خوندوره کړې وه.

شاهي پروتوکول یا سیاسي پیغام؟

د ټرمپ دا سفر که څه هم د اقتصادي تړونونو او پانګونو له نظره مهم و؛ خو تشریفاتي او پروټوکولي جزییات یې هم ډېر مهم پیغامونه انتقال کړل.

سعودي عربستان د ټرمپ په درناوي کې تر اوسه نادیده پروټوکولونه وکارول، چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې ورته ساری نه و. قطر بیا ټرمپ ته نه یوازې سوداګریز فرصتونه برابر کړل، بلکې عصري درناوی یې هم ورته وکړ، چې له لوکس ټرانسپورټ تر شاهي مېلمستیاو پورې شامل و.

یوه خبره واضحه ده، خلیجي هېوادونه لا هم امریکا ته د اوږدمهالي او یوازیني قدرت په سترګه ګوري او غواړي له دغه هېواد سره خپلې اړیکې لا پیاوړې وساتي.

یو اسلام او دوه تعبیره

په عربي خاوره کې د می د میاشتې ننداره دا روښانه کوي چې سیاست او ډېپلوماسي یوازې ګټې پېژني.

عربان چې په نړۍ کې د اسلام سرلاري دي له لویدیځ سره د غښتلو اړیکو په لټه کې دي؛ خو برعکس په افغانستان کې بیا د اسلام په نوم حاکمه ډله له اسلام څخه کاملاً متفاوت انځور وړاندې کوي او له غیرمسلمانو ټولنو سره اړیکې مردودې ګڼي.

100%

عربان او لوېدیځ: واقع‌بیني که مصلحت؟

عرب هېوادونه لکه سعودي عربستان، قطر، امارات او نور د اسلام له نظره ځانونه "خادم الحرمين" او د اسلامي نړۍ مشران ګڼي، خو په عمل کې یې اړیکې له لوېدیځ سره ډېرې نږدې، هم‌مهاله او حساب شوي دي. مثالونه:

  • سعودي عربستان له امریکا سره سلګونه میلیارده ډالره دفاعي تړونونه لري.
  • قطر د امریکا تر ټولو لویه نظامي اډه لري (العدید).
  • امارات له اسراییل سره هم رسمي اړیکې جوړې کړې.

عرب مشران، که څه هم دیني ژبه کاروي، خو سیاست ته د مصلحت، دوام او نړۍوال نظم له زاویې ګوري. دوی هڅه کوي چې خپل دیني ځایګی وساتي، خو د نړۍ له قدرتونو سره هم پریکون ونه کړي.

طالبان: د "کفر و اسلام" له زاویې د اړیکو پرېکون

ملا هبت الله او د طالبانو یو شمېر مشران، د نړۍوال سیاست پر ځای لا هم په جهادي نړۍ‌لید کې پاتې دي. د دوی لپاره سیاست نه، بلکې د دوی خپله جوړه شوې عقیده اصل ده. له همدې کبله:

  • له امریکا سره مستقیمې اړیکې کفر ګڼي.
  • د افغانانو د اړتیاو پر ځای، د "طاغوت، کفار، جهاد" مفاهیمو ته ارزښت ورکوي.
  • سراج الدین حقاني که څه هم نرمه ژبه کاروي، خو لا هم د امریکا او بایډن په اړه تمسخريي دریځ لري.

دا لیدلوری د طالبانو د تاریخي، نظامي او مذهبي ذهنیت زېږنده دی، نه د اسلامي سیاست بشپړ استازیتوب.

پورته توپیرونو ته په کتو افغانستان له نړۍوالې انزوا سره مخ دی، اقتصادي بندیزونه یې ورځ تر بلې سختېدونکي دي، بشري کړکېچ اوج ته رسېدلی، افغانستان د یو تړلي کلي په څېر پاتې شوی، له زده کړو، تجارت، د کار بازار او ټېکنالوژۍڅخه وروسته پاتې شوی.

ملا برادر له روسیې نه له طالبانو سره په لوړه کچه د رسمي اړیکو غوښتنه کړې

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۵:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روسي د لومړي وزیر له مرستیال حوسنولین مارات شاکر زیانوویچ سره کتلي او له روسیې ېې غوښتنه کړي، چې د کابل او مسکو ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو کچه لوړه او رسمي مرحلې ته داخله کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې ملا برادر په ساختماني او سیمه ییزو چارو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو غږیدلی دی.

ملا برادر په دې لیدنه کې له روسیې څخه غوښتنه کړې چې د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو سطح لوړه او رسمي مرحلې ته داخله کړي څو پر سیاسي ډګر سربیره په اقتصادي ډګر کې هم د عملي پرمختګونو شاهدان و اوسي.

ملا برادر ویلي، چې کابل به په سیمه کې د مسکو د اقتصادي شریک په توګه مثبت رول ولري.

یاد لوړپوړي طالب چارواکي د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د کور جوړولو، دولتي ښوونځیو او روغتونونو، سړکونو، پلونو، اوبو بندونو او د اوبو رسولو سیسټمونو او برېښنا رسولو شبکو کې پانګونه وکړي.

د دغې لیدنې په ترڅ ملا عبدالغني برادر له روسیې څخه د افغان ـ ټرانس پروژې د چارو په بشپړولو کې هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال په یاده لیدنه کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ته ډاد ورکړی، چې د ښار او کور جوړولو په پروژو کې به له طالبانو سره همکاري وکړي.

طالبانو ویلي، چې د روسیې د لومړی وزیر مرستیال ژمنه وکړه، چې د افغان ـ ټرانس پروژې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتېدو او بانکي همکاریو غوښتنې به د روسیې له لومړي وزیر او ولسمشر ولادېمیر پوتین سره شریکې کړي.