
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر نجیب الله حیات حقاني، د همګټو هېوادونو په ۳۱مه ناسته کې د ګډون په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته لاړ. حقاني به د یادې غونډې ګډون کوونکو ته «د سټلایټ، پوسټ او د ټکنالوجۍ» په اړه وینا وکړي.
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نن د غويي پر ۲۹مه، خبر ور کړی، چې د یاد وزارت سرپرست وزیر نجیب الله حیات حقاني به د همګټو هېوادونو په ۳۱مه سیمه ییزه غونډه کې برخه واخلي.
دا غونډه، چې د معلوماتي ټکنالوجۍ (ICT) په برخه کې د سیمهییزو همکاریو د پراختیا، د ۲۰۲۵میلادي کال د نړیوال مخابراتي کنفرانس چمتووالي، دهمګټو هېوادونو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د پُستي او سپوږمکۍ سیستمونو پرمختګ او د ټېلېکام سکتور کې د درغلیو مخنیوي ته ځانګړې شوې، د سیمې د مخابراتي مسوولانو ترمنځ مهمه مشورتي ناسته ګڼل کېږي.
د طالبانو مخابراتو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مولوي حقاني به د غونډې پر مهال د سټلایټ، پوسټ او ټکنالوجۍ اړوندو موضوعاتو په اړه خپله رسمي وینا هم وکړي.
تر سفر وړاندې نوموړي په کابل کې د ازبکستان له سفیر اویبک عثمانوف سره لیدنه کړې او دواړو لوریو د ټکنالوجۍ او مخابراتي همکارۍ پر پراخولو بحث کړی.

پولنډي پولیسو تېره شپه د دغه هیواد په ختیځ کې د هاینووکا ولسوالۍ اړوند لوسینکا سیمه کې یوه اوکرایني ښځه نیولې، چې د بیلاروس له لارې یې ناقانونه پولې ته د اوښتو پنځو افغان کډوالو د لېږدولو هڅه کوله.
د بیاستوک د عامه نظم څانګې پولیسو ددوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې تېره شپه یې یومازدا موټر چې د سیدلې ښار نمبرپلېټونه یې درلودل، د معمول تلاشۍ لپاره ودراوه. د موټر چلوونکې یوه ۳۶ کلنه اوکراینۍ ښځه وه، چې له ځان سره یې پنځه افغانان انتقالول.
پولنډي پولیس وايي، یادې ښځې دوی ته وویل، چې په هاینووکا ولسوالۍ کې د یوې ملګرې کره تللې وه او د راستنېدو پر مهال یې پنځه نارینه د سړک غاړې ته ولیدل، چې د ور ختلو هڅه یې کوله، نو ځکه یې له ځان سره یووړل، خو وروسته یې ومنله، چې د دغو کډوالو د پورته کولو معلومات یې د انټرنېټ له لارې تر لاسه کړي وو.
د اوکراینۍ ښځې او افغان پناه غوښتونکو قضیه د پولنډ سرحدي ځواک ته سپارل شوې.
پولنډي چارواکي وایي، د ناقانونه کډوالو په انتقال کې مرسته یو جنایي جرم دی، چې مرتکب ته یې تر ۸ کلونو پورې د بند سزا ورکول کېدای شي.
پولنډ له وړاندې روسیه او بیلاروس تورن کړي، چې له خپلو خاورو د کډوالو د ناقانونه تېرېدو له لارې د اروپايي اتحادیې پولې کمزوري کوي.
د طالبانو د هېواد ورځپاڼې مسوول شبیر احمد عثماني د پاکستان د دفاع وزیر نیوکې په غبرګون کې لیکلي چې «تاسې له ابتدا نه کرایي تروریستان یئ» خواجه اصف ویلي و، چې پاکستان د طالبانو د پلویتوب له کبله د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل شوی خو اوس هند سره اړیکي پالي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د دولتي ورځپاڼې هېواد مسوول شبیر احمد عثماني د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.
عثماني وايي، «تاسې له ابتداء نه کرایي تروریستان یې».
نوموړی د پوښتنې په ډول ویلي چې ولې افغانستان ستا غلام او که ستا غوندې کرایه کښ دی؟.
شبیر احمد عثماني په اېکسپاڼه کې لیکلي:«د امریکا دپوځي یرغل پر وخت تاسې پاکستان امریکا ته پوځي هوایي اډې، د وسلو او لوژیستیک لویې لارې په واک کې ورکړې. برسیره مو موږ ژوندي پرامریکایانو خرڅ کړو، زندانونه مو رانه ډک کړل.»
شبیر عثماني چې له دې وړاندې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس هم پاتې شوی، د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان په زندانونو کې ددې ډلې پخوانی دفاع وزیر ملاعبیدالله اخوند وژل کېدو او د طالبانو د غړي استاد یاسر ورکېدو ته اشاره کړې ده.
شبیر احمد عثماني د پاکستان حکومت پوښتلی چې «په ټولو بین المللي اصولو منلی ډېپلومات ملا ضعیف مو د کومو اصولو له مخې امریکا ته ورکړو؟ ».
دوه ورځې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په تونده لهجه ویلي و، چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ لپاره کلونه د امریکا او لوېدیزو هېوادونو تورونه وزغمل خو نن یاده ډله د پاکستان پر ضد له هند او اسراییل سره څنګ په څنګ ولاړه ده.
خواجه اصف زیاته کړې وه، چې پاکستان د طالبانو د پلویتوب له کبله د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل شوی خو اوس طالبانو اسلام اباد ته شا کړې ده.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف وايي، چې هېواد یې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند د ګازو د پایپ لاین په څېر د پروژو جوړولو ملاتړ کوي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ د تهران ډیالوګ فورم د ځانګړي مېلمه په توګه په خپلو خبرو کې وویل، چې عشق اباد د سرحدونو او ګمرکاتو په همغږۍ، د تعرفو په کموالي او د توکو د ازاد حرکت لپاره د خنډونو په له منځه وړلو ټینګار کوي.
مرادوف وايي، چې د ترکمنستان ستراتیژي په دې ولاړه ده چې د ټولو اړخونو ګټې په بشپړ ډول مراعات کړي.
رشید مرادوف زیاته کړه، چې هېواد یې له عشقاباد څخه تر ایران پولې پورې د لویې لارې د پراخې پروژې د پلي کېدو ملاتړ کوي.
هغه ټینګار وکړ چې د ترکمنستان، پاکستان او نورو هېوادونو هڅې باید همغږي شي څو یوه سیمهییزه ترانسپورتي شبکه جوړه کړي چې له منځنۍ اسیا څخه هاخوا ختیزې، لویدیزې او جنوبي اسیا ته لاسرسی ولري.
مرادوف د تهران ډیالوګ په دویمه ورځ د خپلې وینا پر مهال وویل چې د اسیا لویه وچه څو اړخیزه، پراخه او څو موخیزه ده او یوازې د ترانسپورت، لوژستیک، انرژۍ، اقتصاد، صنعت او نورو برخو په ګډ پرمختګ سره کېدای شي د سیمې هېوادونه خپل بشپړ اقتصادي او سیاسي ظرفیتونه وکاروي.
هغه زیاته کړه چې ترکمنستان کلونه کیږي د ترانسپورت د زیربناوو د پراختیا او نوي کولو لپاره پراخ پلانونه عملي کړي دي.
طالبان وايي، چې د خوست د ګمرک کارکوونکو له پاکستان نه په یوه وارداتي موټر کې یوه اندازه چاودېدونکي توکي کشف او نیولي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند د دوشنبې په ورځ، د غويي پر ۲۹مه، پر خپل اېکس ولیکل، چې دغه موټر په خوست ګمرک کې په نښه شوی او توکي یې نیول شوي.
په نیول شویو چاودېدونکو توکو کې شاوخوا ۲۷۰ کیلوګرامه باروت، سل کڅوړې ثانیه سوز، ۳۶ کڅوړې پټاکۍ او نور چاودېدونکي مواد شامل دي، چې طالبان وايي، «په ډېر ماهرانه ډول د ګلګل په بایلرونو کې ځای پر ځای شوي وو».
نیول شوي توکي او تورن کسان د پلټنو لپاره د طالبانو امنیتي ادارو ته سپارل شوي دي.
په نورستان ولایت کې د یوې نوې ولسوالۍ د مرکز د ټاکلو پر سر د طالبانو ولایتي مشران له داخلي اختلاف سره مخ دي او د وایګل ولسوالۍ یو شمېر خلکو په دې وروستیو کې د والي خلاف لاریون کړی.
د نورستان ولایت یو شمېر اوسېدونکو په وروستیو ورځو کې د طالبانو له لوري د اداري حدودو د وېش او د نوې جوړېدونکې «وایګل» ولسوالۍ لپاره د مرکز ټاکلو پر پرېکړې پراخ اعتراضونه کړي دي.
د طالبانو د والي قاري زینالعابدین عابد په مشرۍ د اداري جوړښت له مخې، موجوده «وانت وایګل» ولسوالي به په دوو جلا واحدونو ووېشل شي. یوه به د «وانټ» په نوم پاتې شي او بله نوې ولسوالي به د «وایګل» په نوم رامنځته شي.
د دغه پلان تر ټولو جنجالي برخه د وایګل ولسوالۍ لپاره د نوي مرکز انتخاب دی، چې د سیمې د بېلابېلو قومونو مخالفت یې راپارولی.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیوګانې ښيي چې لاریون کوونکو د طالبانو بیرغونه پورته کړي او د «الله اکبر» شعارونه ورکوي.
یو لاریونوال په خپلو خبرو کې وايي، چې « ځینو مغرضو اشخاصو د شخصي انډیوالۍ په پاللو سره ددې ولسوالۍ قومونو ته په نه پام، درې قومونه پرېښودل او وایګل ولسوالۍ یې له پخواني ځای څخه وړله، دا هېڅ قوم ته د منلو وړ نه دي.»
لاریونوالو ګواښ کړی، چې د دوی پرلت به تر هغه ادامه لري چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله د فرمان پر اساس د ولسوالۍ مرکز د قومونو په مشوره انتخاب شي.
لاریون کوونکو، چې د څلورو قومونو مشرانو او خلکو پکې حضور درلود، د وایګل او پارون - کونړ ترمنځ غځېدلی سړک هم بند کړی و.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د دارنس سیمې خلک د طالبانو د والي له پرېکړې سره مخالف دي، چې له وایګل سیمې څخه یوه سیمه د دې ولسوالۍ د مرکز په توګه غوره کړي او دا کار د سیمې د قومونو ترمنځ اختلاف پاروونکی بولي.
پر عامو خلکو سربېره، د نورستان طالب چارواکي هم د ولسوالۍ د مرکز پر سر اختلاف لري.
راپورونه وايي، چې په نورستان کې د طالبانو امنیه قوماندان د لاریون کوونکو پلویتوب کوي او د ولسوالۍ د مرکز لپاره د والي د انتخاب مخالف دی.
تر اوسه طالب چارواکو د دغه لاریون او ناندریو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دوه کاله وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په ۱۲ ولایتونو کې یې ۲۷ نوې ولسوالۍ جوړې کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس هغه وخت لیکلي ول، چې دغه ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې د هلمند، بغلان، فارياب، فراه، سرپل، غور، بادغيس، پکتيکا، زابل، نورستان او کندهار په ولايتونو کې جوړې شوې دي.
تر دې وړاندې افغانستان ۳۶۴ ولسوالۍ درلودې.