ټرمپ او مېرمن یې د کاتولیکانو نوي پاپ ته د سپينې ماڼۍ بلنه ورکړه

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ وايي، چې د امریکا ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس د کاتولیکانو له نوي پاپ سره د لیدنې پرمهال نوموړي ته د ډونالډ ټرمپ او میلانیا ټرمپ بلنه‌لیک وړاندې کړ، څو سپینې ماڼۍ ته سفر وکړي.