طالبان وایي، نړۍوال بانک افغانستان کې پر دوی د «پاتې پورونو» د ورکړې بهیر پیلوي

د طالبانو مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د نړۍوال بانک دفتر په کابل کې پرانېستل شوی او اوس هغو شرکتونو ته چې ترې «پوروړی» دی؛ د خپلو پورونو د ورکړې بهیر پیلوي.

د طالبانو مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د نړۍوال بانک دفتر په کابل کې پرانېستل شوی او اوس هغو شرکتونو ته چې ترې «پوروړی» دی؛ د خپلو پورونو د ورکړې بهیر پیلوي.
د (غويي ۲۹مه) د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بانک له بېلابېلو لوژېستیکي او ودانیزو شرکتونو څخه «۵۰ مېلیونه امریکایي ډالره» پوروړی دی.
یاد بانک به نن د «۱۰.۸ مېلیونه ډالرو» پورونو د ورکړې بهیر په مستقیمه توګه پیل کړي او پاتې نور «۳۹.۱۱ مېلیونه» به په درېیو پړاوونو کې د طالبانو مالیې وزارت له لارې ورکړي.
د طالبانو دغه وزارت د دغه پورونو د ورکړې بهیر ستر مالي پرمختګ ګڼلی او ډاډ یې څرګند کړی، چې له دې سره به د نړۍوال بانک له لوري پراختیایي پروژې یو ځل بیا پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له هېواده د بهرنیو موسساتو او ځواکونو په وتلو سره پخواني افغان قراردادیان له سختو ستونزو سره مخ شوي.
نیوکې دا دي، چې د ودانیزو چارو تر څنګ په لوژېستیکي برخو کې د افغان شرکتونو پورونه پر بهرنیو ځواکونو او موسساتو پاتې دي.
همدا راز نیوکې کېږي، چې طالبان هم د هغو شرکتونو پیسې نه ورکوي چې د پخواني حکومت پر مهال یې په بېلابېلو برخو کې پروژې ترسره کړې دي او دولت یې پوروړی پاتې شوی دی.

متقاعد امریکایي جنرال سټنلي مک کرېسټل ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې لهخوا د «لنډمهالي خوندیتوب» پروګرام څخه د برخمنو افغان کډوالو د اېستلو اقدام ډېر «خواشینوونکی» دی.
سټنلي مک کرېسټل چې په افغانستان کې یې پخوا پوځي خدمت ترسره کړی امریکایي تلویزون ویټورن اوټ سره په مرکه کې ویلي:« زه په شخصي توګه له دې پرېکړې سره موافق نه یم.»
مک کریسټل په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې د نړۍوال امنیتي مرستندویه ځواک (اېساف) او امریکایي پوځي ځواکونو قومانده په غاړه لرله.
هغه زیاته کړې، دغه کډوال هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې د خپل حضور پرمهال له امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغو افغانانو لپاره د لنډمهاله ساتنې پروګرام چې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته یې په امریکا کې پناه اخیستې وه؛ د جولای په ۱۲مه پای ته رسېږي.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم په افغانستان کې "ښه امنیتي شرایط" د دې پرېکړې لامل وباله او ادعا یې وکړه، چې د دغه پروګرام څخه د برخمنو کسانو ترمنځ د امنیتي ګواښونو او احتمالي درغلۍ په اړه څېړنې شوې دي او وروستۍ پرېکړه د امریکا د ملي ګټو په پام کې نیولو سره شوې ده.
د لنډمهاله ساتنې پروګرام د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال پیل شو؛ ترڅو د هغو افغان وګړو د اېستلو مخه ونیسي، چې په خپل هېواد کې یې د سیاسي او امنیتي کړکېچ له امله په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه کړې وه.

د بشري حقونو څار بنسټ وایي، د هغو افغانانو د کورنیو غړي چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پر مهال د بهرنیو پوځي ځواکونو لهخوا په ناقانونه توګه وژل شوي؛ له اوږدې مودې راهیسې د عدالت په تمه دي.
د بشري حقونو څار بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، اسټرالیا چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو لهخوا د ادعا شویو جنګي جرمونو په څېړنه کې تر ټولو مخکښه ده او د قربانیانو کورنیو غړو لپاره یې د شکایتونو ثبتولو یوه وېب پاڼه جوړه کړې؛ دغه وېپاڼه، چې د اسټرالیا د دفاع وزارت لهخوا اداره کېږي، د تاوان غوښتونکو لپاره په دري او پښتو ژبو کې انلاین فورم لري.
دغه بنسټ زیاتوي، که څه هم دغه پرمختګ د ستاینې وړ دی؛ خو دا بسنه نه کوي، ځکه چې دغه اقدام پنځه کاله وروسته له هغې ترسره کېږي چې د اسټرالیا هېواد یوې حکومتي پلټنې د لومړي ځل لپاره د احتمالي جرمونو کچه افشا کړه او یوازې یو سرتېری یې د جنګي جرمونو په تور تورن کړ.
د بشر حقونو څار بنسټ د استرالیا دغه اقدام ته په اشارې سره ویلي:« د قربانیانو او د هغوی د کورنیو سره د مشورې په اړه د وضاحت نشتوالی د اندېښنې وړ دی او دغه اقدام د دوي د پوځ د سر خیرات په توګه نه؛ بلکې د نړۍوال قانون له مخې د قربانیانو قانوني حق دی.»
یاد بنسټ په خپل راپور کې وایي، چې لا هم د بشري حقونو افغان فعالین انلاین غونډې جوړوي؛ ترڅو دغه وېب پاڼو ته د خلکو پام واړوي.
د دغه سازمان په وینا؛ د اسټرالیا حکومت باید ډاډ ترلاسه کړي چې افغانان د دغه وېب پاڼې او د شکایت ثبتولو څرنګوالي په اړه پوهېږي.
د راپور له مخې؛ انګلستان چې د جنګي جرمونو لپاره د عدالت تټنګېدو مکلفیت هم لري، په دې برخه کې ډېر سوکه پرمختګ کوي.
څو ورځې وړاندې بيپيسي په عراق او افغانستان کې د برتانوي ځانګړو ځواکونو لهخوا د جنګي جرمونو نوي راپورونه خپاره کړي وو.
په دغه راپورونو کې د ځانګړو ځواکونو د پخوانیو سرتېرو سره د ټپي بندیانو او ملکي وګړو او ماشومانو د اعدامونو د لنډیز په اړه له یوه پخواني سرتېري سره مرکه هم شوې وه.
دغه سرتېری چې پخوا یې په افغانستان کې خدمت کړی و؛ ویلي و:«ما په خپلو سترګو وليدل، چې يو ماشوم يې ولچک کړ؛ بيا يې پرې ډز وکړ. هغه هېڅ ګواښ نه و، يوازې يو کوچنی هلک و.»
د بشري حقونو څار بنسټ وایي، د انګلستان حکومت تر خپله وسه هڅه کړې چې د داسې جرمونو د څار مخه ونیسي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ ویلي، چې نوي تورونه "د پراخې حساب ورکونې اړتیا" روښانه کوي.

د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، هېواد یې د افغان کډوالو د تنظیم او سمون لپاره د ځانګړو تګلارو تر څنګ یو شمېر پلانونونه لري چې له همدې امله یې په پولو کې د پرتو ولایتونو اړونده ادارو ته لازمې لارښوونې کړې دي.
مهاجراني د يکشنبې په ورځ د (غويي ۲۸مه) د مشهد ښار په خراسان رضوي ولايت کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د قانوني او ناقانونه کډوالو ترمنځ توپیر شته.
هغې زیاته کړه، اوسمهال د افغان کډوالو حضور ارزول کېږي؛ خو د دغې تګلارې جزییات یې ور نه کړل.
د ايران دولتي خبري اژانس «اېرنا» په خپل راپور کې ليکلي، چې د کډوالو مديريت دا مهال د ايران د کورنيو چارو وزارت د کاري لومړيتوبونو څخه دی.
سره له دې د ايران اقتصادي شننې ښيي، چې د افغان کډوالو له حضوره ترلاسه شوې ګټې؛ تېر کال د ځينو مهمو دولتي بودجو لکه د پرمختيايي بودجې له اندازې هم زياتې وې.
د «هم ميهن» ورځپاڼې د يو څېړنیز راپور له مخې، که څه هم تل دغه تبليغات کېږي چې افغان کډوال د ايران پر اقتصاد بوج دي؛ خو رسمي شمېرې ښيي چې يوازې په ۱۴۰۳ کال کې د افغان کډوالو له حضوره «رسمي او غيررسمي عوايد» تر درې مېليارده او ۹۰۰ مېليون ډالرو زيات وو.
همدې ورځپاڼې ويلي، چې افغان کډوال په ايران کې د ډېرو دولتي او نادولتي بنسټونو لپاره د دايمي عوايدو یوه سرچينه ګرځېدلې.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېر شمېر افغان کارګر په ايران کې د روغتيايي بيمې له اسانتياوو بې برخې دي.
هممهاله ايران د افغان کډوالو لپاره د ژوند شرايط تر بل هر وخته ډېر سخت کړي دي.
د دغه هېواد د کډوالو چارو مرکز په وينا، يوازې تېر کال له دوه مېليونه او ۲۰۰ زرو څخه زيات افغانان له ايران څخه اېستل شوي دي.
په دغو اېستل شویو کې ګڼ شمېر پخواني امنيتي سرتېري او د پخواني حکومت مامورين هم شامل دي، چې د طالبانو د غچ اخيستنې له وېرې ايران ته تللي وو.
اوس، د دغو کسانو د اېستلو له امله دا اندېښنې زياتې شوې دي، چې کېدای شي هغوی د طالبانو لهخوا ونيول شي يا هم ووژل شي.
د راپورونو له مخې؛ په پکتیکا، بدخشان، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پخواني جمهوري نظام یو شمېر امنیتي منسوبین چې له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي وو، په بېلابېلو وختونو کې د طالبانو له لوري په مرموز ډول وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې دفتر ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د اروپا بشري مرستو څلورم فورم (EHF) نن په بلجیم کې پیلېږي. اروپایي ټولنې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد فورم به د اروپایي کمېسیون او پولنډ هېواد په ګډ کوربهتوب ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مرستو دغه بشرپاله فورم به د پلازمېنې بروکسل ښار په «سکویر» نومې ځای کې جوړ شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د تېرو درېیو غونډو په څېر به دا ځل هم د یاد بشرپاله فورم غونډه د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو شورا (FAC) له غونډې سره سم جوړ شي.
نړۍوال بشري حقونو او نړۍوال قانون ته درناوی، بشري مرستو ته د لاسرسي خوندي کول، د بشري مرستو د کارکوونکو ساتنه، د بشري پراختیا او سولې اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ زیاتول او د بېړنیو مرستو اوږدمهاله حل لارې د دغه فورم له اصلي موخو څخه دي.

د مخکیني جمهوري نظام د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر نور رحمان اخلاقي ویلي، طالبانو نه یوازې افغانان له اسلامي او انساني ازادیو محروم کړي؛ بلکې هره ورځ یې له «تباهۍ او فلج» سره هم مخ کړي دي.
هغه د (غویي ۲۸مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، چې یادې ډلې د افغانانو څخه ډوډۍ، تعلیم، عزت او ښه راتلونکی هم تروړلی دی.
د نوموړي په خبره، طالبان هېڅ ډول مشروعیت نه لري؛ خو د کانونو ناقانونه کېندنې او قاچاق یې په چټکه توګه روان کړی دی.
د اخلاقي په وینا؛ د دغو کېندل کېدونکو کانونو شتمنۍ د «فساد او ترور» شبکو جېبونو ته روانې دي.
د جمهوري نظام د کابینې دغه پخوانی غړی په ښوونځیو کې پر زدهکوونکو د لونګیو په سرولو ته په اشارې سره وایي، چې طالبان غواړي په دې کار سره د خپل سیاسي اطاعات د پراخېدو او وېرې خپرولو هڅه وکړي.
هغه وړاندې لیکي: « د دستار تحمیل نه اسلامي تربیه ده، نه اخلاقي ارزښت. دا یوازې د ځوان نسل د ذهنونو کنټرول وسیله ده او د پردې ترشا پرې ملا خپله شخصي غریزه خړوبوي.»
نور رحمان اخلاقي داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په هېواد کې تر بل هر وخته د لوږې څپه او بشري ناورین پراخ شوی دی.
د طالبانو واکمني د څلورو کلونو بشپړېدو ته په نږدې کېدو سره لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې، چې له امله یې دغه ډله له سختې سیاسي انزوا سره مخ ده.
