د ټرمپ او پوتین ترمنځ ټیلیفوني اړیکه پیل شوې

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د نوم نهښودلو په شرط ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د دوشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني اړیکه پیل کړې ده.
دغه اړیکه داسې مهال ترسره کېږي چې ټرمپ هڅه کوي د مسکو له خوا د اوکراین پر وړاندې پیل شوې اوږدمهاله جګړه پای ته ورسوي.