• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نتنیاهو: حماس لېږل شوې مرستې غلا کوي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۹:۳۸ GMT+۱

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو غزې ته د مرستو لېږلو ته په اشارې وایي، چې حماس ډله د خپلو ځواکونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لېږل شوې مرستې غلا کوي. نوموړی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې له یوولسو اوونیو راهیسې غزې ته د مرستو د لېږلو لارې په بشپړه توګه بندې وې.

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، که څه هم د کرم شالوم له لارې محدودې مرستې غزې ته داخلې شوې دي، خو تر اوسه پورې په غزه کې هېڅ بشري مرسته وېشل شوې نه ده.
اخوا یو شمېر اسراییلیانو بیا غزې ته د مرستو پر لېږلو اعتراض کړی او د مرسته رسوونکو لاریو پروړاندې یې لاره بنده کړې وه.
خو اسراییلي ځواکونو دغه معترضین د کرم شالوم په پوله ونیول ترڅو مرستې غزې ته ورسېږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۵

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ د زده‌کوونکو پر کاروان چاودنه شوې

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۶ GMT+۱

د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ د زده‌کوونکو په یوه کاروان چاودنه شوې ده. سرچینو ویلي، چې په دغه چاودنه کې تر اوسه پورې د شپږو زده‌کوونکو د وژل کېدو او ګڼو نورو د ټپیانېدو خبرونه ورکړل شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه چاودنه کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ پر یوه بس شوې ده.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه برید غندلی دی.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو تصویرونو کې ښکاري، چې د پاکستاني پوځیانو یو بس په دغه چاودنه کې په بشپړه توګه سوځېدلی دی.
خو لا تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د سرچبنو په وینا، له پېښې وروسته سیمه کلابنده شوې ده.

ایران په برېتانیا کې د خپلو وګړو د نیولو په غبرګون، برتانوی ډیپلومات احضار کړ

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۹:۴۸ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، په تهران کې یې د برېتانیا سفارت چارسمبالی احضار کړی؛ ترڅو د برېتانیا له‌خوا د ایراني وګړو د نیولو او پر ایران د «ناسمو تورونو» د لګولو په اړه خپل اعتراض څرګند کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې د برېتانیا پولیسو په دوو جلا عملیاتو کې ۷ تنه ایراني وګړي نیولي وو.

دغه کسان ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي دولتي رسنیو ته ویلي:« د دغه ډول اقداماتو ناسمې پایلې چې ښايي سیاسي موخې ولري او د ایران پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي؛ مسوولیت به یې د برېتانیا پر غاړه وي.»

د پښتونخوا په نوښار کې زهرجنو خوړو د یوې کورنۍ درې ماشومان مړه کړي دي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۶:۵۶ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت د نوښار ولسوالۍ پولیس وایي، نن د دوشنبې په سهار د (غويي ۲۹مه) د بره اضاخېلو په کلي کې درې ماشومان چې دوه یې خویندې او یو یې ورور دی د زهرجنو خوږو مټایانو په خوړلو مړه شوي دي.

روغتیايي چارواکو ویلي، د دغو ماشومانو مور هم «زهرجن مټایان» خوړلي او په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

په مړو شویو ماشومانو کې مریم اته کاله، حریم شپږ کاله او ورور یې یومان څلور کاله عمر درلود.

اوکراین: روسیې بېګاه شپه پر کیف تر ټولو ستر برید کې ټولټال ۲۷۳ ډرون کارولي دي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د اوکراین هوایي ځواک ادعا کړې، چې له ۲۰۲۲کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو شخړو په لړ کې روسیې پر اوکراین بېګاه شپه تر ټولو ستر ډرون برید کړی دی.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې؛ اوکرایني ځواکونه ویلي، په دغه برید کې ټولټال ۲۷۳ چاودېدونکي ډورن او ډیکوې کارول شوي وو چې له دې ډلې ۸۸ یې شنډ شوي او ۱۲۸ نور ورک شوي دي.

د کیف سیمه‌ییز والي مېکولا کلاشنیک په وینا؛ په سیمه کې د ډرون په برید کې یوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور بیا ټپیان دي.

دغه برید وروسته له هغه وشو، چې د جمعې په ورځ د مسکو او کیېف ترمنځ لومړۍ مستقیمې خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې.

اسراییل په ۴۸ ساعتونو کې په غزه کې ۲۰۰ فلسطینیان وژلي او ۳ لکه یې بې ځایه کړي دي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۱:۲۱ GMT+۱

د غزې د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل پوځ په تېرو دوو ورځو کې له ۲۰۰څخه ډېر فلسطینیان وژلي او درې لکه کسان یې په زوره د غزې له شمالي تړانګې غزې ښار ته بې ځایه کړي دي.

په یوه بیان کې ویل شوي: «د اسراییل په خونړي ریکارډ کې یو بل جرم اضافه شو، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یوازې د غزې په شمالي ولایت کې له ۲۰۰څخه ډېر کسان د ډله ییزو وژنو په یوه دوامداره لړۍ کې ووژل شول.»

یاد دفتر زیاته کړې، چې د اسراییل پوځ له ۱۰۰۰څخه زیات کورونه په بشپړه یا جزوي ډول ویجاړ کړي او له ۳۰۰،۰۰۰څخه ډېر ملکي وګړي یې په زور سره د غزې ښار ته بې ځایه کړي، چې د دوی د سرپناه لپاره اړین زېربنا نه شته.

په راپور کې راغلي، چې «شاوخوا ۱۴۰ قربانیان د کنډوالو لاندې بند پاتې دي ځکه چې اسراییلي پوځ په قصدي ډول د بمباریو ځایونو ته د امبولانس او ​​ملکي دفاع ټیمونو د رسېدو مخه نیولې ده، چې دا د نړۍوال بشري قانون څخه ښکاره سرغړونه ده..»

په بیان کې یادونه شوې، چې «د اسراییل بې پیلوټه الوتکو د سلګونو خیمو په سوځولو تمرکز وکړ چې د جبالیا کمپ په تل الزعتار، د بیت لاهیا ښار او په شمال کې په نورو سیمو کې بې ځایه شویو خلکو ته د سرپناه ورکولو لپاره ټاکل شوي وو، په داسې حال کې چې د شکمنې نړۍوالې چوپتیا او په روانه نسل وژنه کې فعال ګډون شتون لري.»