اکسیوس: نتنیاهو له ایران سره د مذاکراتو ناکامۍ او د ټرمپ لهخوا د برید اجازې ته په تمه دی

د اکسیوس د راپور پر بنسټ ، د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو ناکامېدو ته په تمه دی. نوموړی هیلهمن دی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دغه بهیر ناهیلی شي او اسراییل ته اجازه ورکړي څو پر ایران برید وکړي.





