طالبانو، چین او پاکستان د سیمه‌ییز امنیت او اقتصادي ودې په اړه درې اړخیزه ناسته کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د طالبانو، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه نارسمي ناسته نن په بیجېنګ کې ترسره شوه. دغه ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ګډون کړی و.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ناسته کې ټولو لوریو د سیمه‌ییز امنیت او اقتصادي اړیکو د ودې لپاره پر درې اړخیزې همکارۍ ټینګار کړی.
خبرپاڼه کاږي، چې ټولو خواوو د ډیپلوماټیک تعامل پر زیاتوالي او د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي او دارنګه یې د سوداګرۍ د پیاوړتیا او د زېربناوو د پراختیا لپاره د عملي ګامونو د اخیستلو په اړه بحث کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په ناسته کې د یوه کمربند یوې لارې په برخه کې د همکارۍ پر پراختیا او افغانستان ته د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز د غځولو په اړه هم هوکړه شوې ده.
په ناسته کې دارنګه د ترهګرۍ سره د مبارزې او په سیمه کې د ټیکاو او پراختیا د هڅولو لپاره په ګډو ژمنو ټینګار شوی دی.
د خبرپاڼې په وروستۍ کرښه کې راغلي، چې د دغو درې واړو خواوو ترمنځ شپږمه درې اړخیزه ناسته به په کابل کې ترسره شي؛ خو د دغې ناستې د نېټې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.