قطر په واشنګټن کې د اسراییل د سفارت د کارمندانو وژنه وغندله

قطر، چې د اسراییل او حماس په جګړه کې یو مهم منځګړی دی، د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د اسراییلي سفارت د دوو کارمندانو وژنه وغندله.

قطر، چې د اسراییل او حماس په جګړه کې یو مهم منځګړی دی، د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د اسراییلي سفارت د دوو کارمندانو وژنه وغندله.
دغه دوه ډېپلوماټان د یو وسله وال کس چې د "ازاد فلسطین" شعارونه یې ورکول له لورې په ډزو ووژل شول.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل: "د قطر دولت په واشنګټن کې د یهودي موزیم مخې ته د ډزو پیښه غندي چې د اسراییلي سفارت د دوو کارمندانو د وژل کیدو لامل شوه." د قربانیانو کورنیو ته د هیواد "خواخوږي" وړاندې کوي.

د کوریا د مرکزي خبري اژانس (KCNA) په وینا، شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې تیره ورځ د یوې نوې جنګي بېړۍ د ناکامې پرانيستي په مراسمو کې ددغه هېواد ولسمشر کیم جونګ اون سخت غوسه شوی.
دغه پېښه د ختیځ بندري ښار چونګجین کې رامنځته شوې، چیرې چې یوه نوې جوړه شوې ۵۰۰۰ ټنه جنګي بېړۍ د نندارې مراسیم وو.
یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ۵۰۰۰ ټنه وزن لرونکې نوې بېړۍ شاته (stern) تر مخې (bow) وړاندې وښوېده، چې له امله یې جوړښت ته زیان واوښت او بېړۍ په بشپړ ډول د کښتۍ جوړولو له ځایه ونه وتله.
د پېښې لامل نا تجربهګي او د عملیاتو بېاحتیاطي بلل شوی دی.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، چې د دغو مراسمو پر مهال حاضر و دا پېښه یو «جنایي عمل» وباله او ویې ویل چې دا د «مطلقې بېپروايۍ، غیر مسولیت او غیر علمي تجربوي چلند» پایله ده.
هغه ټینګار وکړ چې دا کار د زغم له حده اوښتی دی.
یاده جنګي بېړۍ به د شمالي کوریا سمندري ځواکونو ته یوه مهمه اضافه وای، چې د پوځي بېړیو د جوړولو په برخه کې یې یو لوی او زړه ور ګام بلل کېده.
خو د پرانیستې ناکامې هڅې اوس د هېواد په لوړه کچه دننه نیوکې راپارولي دي.
شمالي کوریا په وروستیو کې د سمندري ځواک د پراختیا هڅې زیاتې کړې دي او د سیمه ییزو قدرتونو سره د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ترڅ کې یې نوې پوځي وسلې هم نندارې ته وړاندې کړي دي.
د نړۍوال ناورین ټيم د ۲۰۲۵ کال په یوه نوي مطلب کې خبرداری ورکړی چې اروپايي ټولنه او د دې ټولنې غړي هیوادونه باید د امنیتي، سیاسي او بشري ناورینونو ته په ډېر جدي ډول پاملرنه وکړي.
دا مطلب چې د «ناورینونو نوملړ» تر سرلیک لاندې خپور شوی، څو مهم مسایل په ګوته کوي او د تاوتریخوالي کمېدو او سولې ته د رسېدو په برخه کې یې د اروپايي ټولنې مهم رول ته شاره کړې ده.
۱. د ټرمپ په واکمنېدو سره د امریکا او اروپا تر منځ د اړیکو ترینګلتیا
په مطلب کې راغلي چې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ بیا ټاکل کېدو د اروپا او امریکا ترمنځ اړیکې یوه حساس پړاو ته رسولې دي. د ناټو، اوکراین او منځني ختیځ پر وړاندې د ټرمپ د ناسمو اقداماتو اروپا دې ته اړ کړې چې خپله دفاعي او ډېپلوماتیکه خپلواکي پیاوړې کړي. که څه هم امنیتي همکاري لا تر اوسه په بشپړه توګه نه ده ماته شوې، خو متقابل باور کمزوری شوی دی.
۲. د غزې اندېښمنونکی وضعیت
اروپايي ټولنه وايي چې د غزې جګړه باید سملاسي پای ته ورسېږي او بشرپاله مرستو ته باید په بشپړه توګه د ننوتلو اجازه ورکړل شي. دغې ټولنې خبرداری ورکړی چې ښايي پر اسراییل د فشار راوړلو لپاره له دغه هېواد سره پر سوداګریزو تړونونو بیاکتنه وکړي.
۳. له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل
دغه راپور د افغانستان-پاکستان په برخه کې له پاکستانه د افغانانو د ډلهییز ایستلو پر وړاندې جدي خبرداری ورکړی دی. د ناورین ډلې په وینا، تر ۸۰۰ زرو ډېر افغانان له دغه هېواده د جبري ایستلو له خطر سره مخ دي. د دغه بنسټ، په وینا دا خلک یو داسې هېواد ته لېږل کېږي چې د بشري ناورین او شدیدې بېوزلۍ تر فشار لاندې دی. په راپور کې ویل شوي، اروپايي ټولنه باید له پاکستانه وغواړي چې د کډوالو ایستل ودروي او د هغوی، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي.
۴. د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ جګړې بیا پیلېدل
د قفقاز په سیمه کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې د تړون د لاسلیک هڅې د ارمنستان د اساسي قانون پر سر د اختلافاتو لامل ګرځېدلي دي.راپور کې راغلي چې اروپايي ټولنه باید د پخلاینې د ترلاسهکېدو او د بیا جګړې د خطر کمېدو لپاره د منځګړيتوب رول ولوبوي.
د نړۍوال ناورین ټيم یا International Crisis Group)) د نړۍ یو له پېژندل شویو خپلواکو څېړنیزو بنسټونو نه دی چې د جګړو، ناورینونو او بشري ستونزو په تړاو له سیمهییزو څېړنو او شواهدو کار اخلي او د سولهییز حل لپاره د سیاست سلا مشورې وړاندې کوي.
د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د می په ۲۲مه ادعا وکړه چې هغه پوځ ته امر کړی چې د اوکراین سره د پولې په اوږدو کې د "امنیتي بفر زون" جوړول پیل کړي.
دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې پوتین د کرسک اوبلاست ته خپل لومړی سفر وکړ، په دې سرحدي سیمه کې تیر دوبی د اوکراین ځواکونو یرغل پیل کړ و. پداسې حال کې چې کریملین ادعا کوي چې دا سیمه یې په بشپړه توګه ازاده کړې، اوکراین وايي چې عملیات په کرسک کې روان دي.
پوتین د حکومتي چارواکو سره په یوه ویډیو کنفرانس کې وویل: "ما دمخه ویلي دي چې د پولې په اوږدو کې د اړین امنیتي بفر زون جوړولو پریکړه شوې ده."
نوموړي وویل:"زموږ وسله وال ځواکونه اوس مهال دا ستونزه حل کوي."
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه تحلیلي مقاله کې ویلي، چې مسکو یو ځل بیا تیار دی، چې افغانستان د واشنګټن سره معامله کړي. نوموړي ویلي، چې افغانان د ازموينو د یو بل بهیر په درشل کې دي او که حالت درک نه شي بیا به دغه فضا او ځمکه د ګواښونو سره مخ وي.
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیا د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) نېټه په یوه مقاله کې د چین، پاکستان، افغانستان، روسیې، امریکا، ایران، هند او یو شمېر نورو هېوادونو د مشرانو څرګندونو ته په اشاره لیکلي: « مسکو یو ځل بیا د افغانستان په اړه د واشنګټن سره معاملې ته تیار دی او دا معامله به دا ځل د اوکراین پر سر وي.»
د نوموړي په خبره، چې د اوکراین پر سر د ټرمپ سخت دريځ او په سپينه ماڼۍ کې د زېلېنسکي سره د سپکاوي ډک چلند څخه معلوميږي، چې «امریکا غواړي اوکراین مسکو ته ډالۍ کړي او به بدل کې يې افغانستان او بګرام ترې غواړي او روسیه دې معاملې ته تیاره ده.»
حکمتیار زياتوي، چې د چين په اقتصادي دهلیز کې د طالبانو شاملېدو ته د امریکا، هند او ایران غبرګون ورته دی او د هغه په خبره دا د ایران او هند د چابهار ګډې پروژې باندي اغېز لري.
د هغه په ټکو د طالبانو د سره د سیمې د هېوادونو وروستۍ اړيکې، د افغانستان په اړه د هېوادونو د استازو څرګندونې دا ښیي، چې افغانان د انکشافاتو او ازموینو د یو بل بهير په درشل کې دي.
حکمتیار وايي له تېرو تجربو باید زده کړه وشي او که حالت درک نه شي ګواښونه به زيات شي.
هغه زياته کړې: « آيا كولى شو ټول ملت، ټول اسلامپال، مجاهدين، اسلام او هېواد ته ژمن افغانان داسې راغونډ كړو چي د گواښونو په وړاندې گډ دريځ او تكلاره ولري، داسې نه چې سبا او د پېښو رامنځته کېدو پر وخت ځيني تسليمېږي، ځيني غرونو ته پورته کیږي او ځيني تښتي.»
په یوناما کې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی چې له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې د طالبانو استخباراتو لهخوا د دغه نړۍوال بنسټ ښځینه کارکوونکو ته د پرلهپسې ګواښونو له امله د هغوی حضوري فعالیت تر نامعلومې نېټې پورې ځنډېدلی دی.
سرچینې د پنجشنبې په ورځ (غبرګولي ۱) زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د طالبانو له دغه ګواښ وروسته خپلو ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې تر بلې خبرتیا او د ستونزې تر حل پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي او دندو ته له ورتګ نه ډډه وکړي. د سرچینې په خبره، له پرون راهیسې د یوناما ښځینه کارکوونکې دندو ته نه دي تللي.
د یوناما په منځ کې دغې باوري سرچینې د نوم نهښودلو په شرط زیاته کړې چې د استخباراتو په نوم د طالبانو یو شمېر جنګیالیو د دغه دفتر ښځینه کارکوونکو ته ګواښ کړی چې نور خپلو دندو ته لاړې نهشي.
د سرچینې د معلوماتو لهمخې، د یوناما ښځینه کارکوونکې خپلو کورونو ته تګ او دندو ته راتګ پرمهال د کابل ښار په پنځو یا شپږو نقطو کې د طالبانو لهخوا څارل شوي او دا سپارښتنې په جدي ډول ورته شوې دي.
دې سره جوخت، په یوناما کې یوې افغان ښځینه کارکوونکې هم افغانستان انټرنشنل-پښتو ته دا موضوع منلې ده.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته زیاته کړې چې طالب جنګیالیو په شفاهي ډول دغه اقدام کړی، خو یاد نړۍوال بنسټ تر اوسه په رسمي ډول په دې تړاو کوم غبرګون نهدی ښودلی. طالبانو هم په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو پر حقونو پراخ محدودیتونه ولګول شول. دوی د زدهکړې، کار، ازاد تګ راتګ او سیاسي مشارکت په ګډون له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو نه محرومې شوې دي. د ملګرو ملتونو، بشري حقونو بنسټونو او نړۍوالو ادارو لهخوا د ښځو پر وړاندې د طالبانو روان چلند «جنسیتي اپارټایډ» بلل کېږي.