• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییلي چارواکی: تل ابیب به د احمد شرع د ښه نیت سره ورته ځواب ووایي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۲۳:۳۷ GMT+۱

العربیه شبکې د یوه باخبره اسرایيلي چارواکي له قوله ویلي، چې د ترکیې په مشرۍ د سوريې حکومت له استازو سره یوه غونډه شوې. دغه چارواکي ويلي: «د احمد شرع په مشرۍ د سوريې حکومت د اسراييل پر وړاندي د ښه نیت نښې ښودلي او سراييل به هم په ورته چلند سره ځواب ورکړي.»

دغه اسراييلي چارواکي په دې ټينګار سره، چې سوریه یو مهم هېواد دی ويلي، چې د اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د ابراهیمي تړونونو سره د دمشق یوځای کیدل کولی شي په سیمه کې وضعیت بدل کړي.

هغه زیاته کړه: «اسراییل په سوریه کې پرمختګونه له نږدې څاري او د اسد د پخواني رژیم د حالاتو بیرته ستنیدل نه مني.

العربیه د دغه اسراییلي چارواکي له قوله دا هم وویل، چې امریکا غواړي د سوریې حکومت بریالی شي او په دې برخه کې یې عملي ګامونه پورته کړي دي.

هغه دا هم وویل چې واشنګټن د سوریې په اړه د اسراییلو او ترکیې د هوکړې د بریالیتوب لپاره کار کړی او غوښتنه یې کړې، چې د وضعیت تر روښانه کېدو پورې د اسراییلي ځواکونو تر واک لاندې سیمو څخه هیڅ «تیری کوونکی» اقدام ونه شي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر په یوه وینا کې، چې د سعودي عربستان له لوړپوړو چارواکو سره یې کړې وه، هیله وښوده چې سعودي به ډېر ژر د «ابراهیم تړونونه» لاسلیک کړي، چې دا د اسراییل او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي‌کولو لړۍ ده.

ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته د خپل سفر په جریان کې له احمد شرع سره هم ولیدل او له هغه یې وغوښتل، چې د اسراییلو سره د خپل هیواد اړیکې عادي کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

فرفاسونګس‌بلاګ: د جرمني د کډوالۍ پروګرام له خنډونو ډک دی

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۲۲:۴۱ GMT+۱

د جرمني د «فرفاسونګس‌بلاګ» په نوم د بشري حقونو یو بنسټ وايي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانانو لپاره د د دغه هېواد فدرالي حکومت پروګرام په پاکستان کې د پلي‌کېدو له جدي خنډونو سره مخ شوی دی.

دا پروګرام چې په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوی چې موخه یې زیانمنو افغانانو ته د قانوني کډوالۍ برابرېدل دي، خو په عمل کې ډېری غوښتونکي له اداري پېچلتیاوو او قانوني لارو چارو له نشتوالي سره مخامخ دي.

د جرمني حکومت ژمنه کړې وه چې د دغه پروګرام له لارې به هره میاشت تر زرو پورې د بشري حقونو فعالانو، ښځو، مذهبي اقلیتونو او خبریالانو په ګډون له ګواښ سره مخ افغانان ومني، خو د دې اشخاصو د پېژندلو او منلو بهیر ننګونکی شوی دی. یوازې ځینې نادولتي سازمانونه اجازه لري چې د دغه پروګرام لپاره کسان ومني، په داسې حال کې چې سلګونه زره اړمن افغانان دغه بهیر ته هېڅ لاس‌رسی نه‌لري.

بل‌خوا، په کابل کې د جرمني سفارت بند دی او غوښتونکي باید د خپلې ویزې او سفري مسایلو د مخ‌ ته بیولو لپاره اسلام‌اباد ته لاړ شي، خو په پاکستان کې پاتې کېدل هم له ګواښونو سره مل وي. ډېری افغانان چې قانوني اسناد نه‌لري او د پاکستاني پولیسو له‌خوا د نیول کېدو یا شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د فرفاسونګس‌بلاګ مقالې لیکوال خبرداری ورکړی چې که څه هم دغه پروګرام د قانون حاکمیت او د بشري حقونو د ملاتړ پر اصولو ولاړ دی، خو د یاد پروګرام ناکامي د دې لامل شوې څو د جرمني پر قانوني او اخلاقي نظام باور ته زیان ورسوي. د کاناډا او متحده‌ایالاتونو په ګډون د یو شمېر هېوادونو دا ډول بشرپاله چارې ساده طرزالعملونه لري.

شنونکي وايي چې جرمني باید د د کډوالۍ پروګرام پر عملیاتي ظرفیت بیاکتنه او د پاکستان له حکومت سره ډېر نږدې کار وکړي ترڅو د افغان کډوالو د بیا ځای پر ځای کېدو په بهیر کې د هغوی حقونه خوندي شي.

په مقاله کې یو له اصلي نیوکو څخه دا ده چې د جرمني د فدرالي ادارې د کډوالو پروګرام د خلکو لپاره روڼ‌والی نه‌لري. د خلکو د باور برعکس، د جرمني د ویزو غوښتونکي نه‌شي کولای په مستقیم ډول د دې پروګرام غوښتنه وکړي، بلکه، یوازې ځینې ځانګړي جرمني نادولتي موسسې دي چې د خلکو غوښتنې څېړي او حکومت ته یې وړاندې کوي. دې چارې له ګواښ سره مخ افغانان له دې بهیره ایستلي او داسې کسان شته په دې تړاو هېڅ معلومات نه‌رلري. د مقالې لیکوال دا اقدام د عدالت د اصولو او نړۍوال خوندیتوب ته د مساوي لاسرسي خلاف ګڼي.

همداراز، په دې مقاله کې په اسلام‌اباد کې د مېشتو افغانانو ستونزمن وضعیت ته هم اشاره شوې ده. ډیری دا خلک له قانوني اسنادو پرته پاکستان ته تللي او د استوګنې د واضح حیثیت د نشتوالي له امله د نیولو، زندان یا شړلو له وېرې سره مخ دي.

ټرمپ: د امریکا سټيل او جاپاني نیپون ترمنځ بهرنۍ پانګونه به ۷۰ زره کاري فرصتونه رامنځته کړي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۲۲:۱۸ GMT+۱

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا د فولادو شرکت (U.S. Steel) او د جاپان د فولادو جوړولو شرکت (Nippon Steel) ترمنځ به شراکت رامنځته شي، چې له مخې به یې د امریکا اقتصاد ته ۱۴ میلیارده ډالره پانګونه جذب شي.

ټرمپ په ټروت سوشل کې ولیکل: «دا شراکت به لږ تر لږه ۷۰ زره کاري فرصتونه رامنځته کړي، او د پانګونې ډېره برخه به په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې ترسره شي.»

ټرمپ زیاته کړه چې راتلونکې جمعه به د فولادو شرکت فابریکې ته د "لویې غونډې" لپاره سفر وکړي.

که څه هم ټرمپ دا شراکت اعلان کړ، خو د معاملې دقیق جزیات یې شریک نه کړل، او دا لا روښانه نه ده چې ایا دا ریښتینی شراکت دی که د ملکیت انتقال.

د ټرمپ له نوي ګمرکي وړاندیز وروسته د امریکا د ونډو بازارونه راولوېدل

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۲۲:۱۷ GMT+۱

رويټر اژانس ویلي، وروسته له هغه چې ټرمپ د اروپايي توکو په وړاندې د ۵۰ سلنې تعرفې وړانديز وکړ، د جمعې په ورځ د امریکا د ونډو ورځيني بازارونه کښته شوي، چې په اونيز ډول یې هم زیان کړی. دا په نړيوال بازار کې د کړکېچ او بې باورۍ نوې څپه یاده شوې ده.

رويټرز اژانس د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۲مه) په یوه خبر کې ویلي، چې د وال سټريټ دريو اصلي شاخصونو لومړي زیانونه کم کړل او د اونۍ لپاره یې له ۲ سلنې زیات زيان وکړ.

په خبر کې ویل شوي، چې S&P ۵۰۰ د ۱۱ سکټورونو، ټکنالوژي، مخابراتي خدمات تر ټولو زيات تاوان کړی.

ایپل د دوو اونیو تر ټولو ټیټې کچې ته راولوېد او له هغه وروسته ۳ سلنه راټیټ شو کله چې ټرمپ د ای فون جوړونکي ته خبرداری ورکړ چې پر هغو ایفون تلیفونو چې په امریکا کې نه جوړيږي خو پر امریکایانو پلورل کيږي ۲۵ سلنه تعرفې ولګولې.

امریکا د خزانې لس کلنې معیاري قرضو ګټې د څو میاشتو له لوړو کچو لږ راکمې شوي.

د کلیفورنیا ایالت د سانتا مونیکا د پانګې مدیریت مشر جمیز سینټ اوبين وویل: «که زه د نن ورځې لپاره سرلیک غوره کړم، نو وایم: 'بیا هماغه کیسه پېل شوه!'"»

نوموړي زیاته کړه: «دا ټرمپ دی چې د تعرفو خبرو تودوخه له اروپایي اتحادیې او ایپل سره بېرته تازه کوي. بازارونه هیله‌مند وو چې د تعرفو تر ټولو بدې خبرې تېرې شوې دي، خو په حقیقت کې لا هم د دې خبرو تودې ايرې پرتې دي.»

په راپور کې د یو شمېر نورو شرکتونو يادونه هم شوې، چې د تعرفو لګولو سره یې زیان لیدلی دی.

اسراييل ۶۰ نور فلسطينان ووژل؛ په غزه کې د مړو شمېر شاوخوا ۵۴ زره ته ورسېد

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۱

د په غزه کې روغتيا وزارت رسنيو ته ويلي، چې د ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر مياشتي څخه تر دې مهاله ۱۲۲ زره ۴۰۰ فلسطينیان د اسراييل په بریدونو کې ټپيان شوي دي. چارواکو ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰ جسدونه او ۱۸۵ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د ترکيې اناډولو خبري اژانس د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۲مه) د فلسطين د روغتیا وزارت له قوله لیکلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسي د اسراییل په بریدونو کې ۵۳ زره ۸۲۲تنه وژل شوي او ۱۲۲ زره ۳۸۲ فلسطينیان ټپیان شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ډېری کسان لا هم تر خاورو لاندې او په سړکونو کې بند پاتې دي او ژغورنکي نشي کولی دوی ته ورسيږي.

د اسرایيلو پوځ د مارچ په ۱۸ مه په غزه کې یو ځل بیا خپل بریدونه پېل کړل او هغه راهسي يې ۳۶۷۳ کسان وژلي او له ۱۰۳۰۰ څخه ډېر نور يې ټپيان کړي دي.

یاده دې وي چې اسراییل د عدالت په نړیواله محکمه کې د نسل وژنې له قضیې سره مخ دی.

اوکراین او روسیې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو زیات بندیان تبادله کړل

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۲۱:۰۶ GMT+۱

د کییف انډیپنډنټ د راپور له مخې اوکراین او روسیې د می په ۲۳مه د ۲۰۱۴ کال کې د روسیې د جګړې له پیل راهیسې د جنګي بندیانو تر ټولو لویه تبادله پېل کړه.

ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ټیلیګرام کې وویل چې د تبادلې د لومړي پړاو د یوې برخې په توګه ۳۹۰ اوکرایني بندیان تبادله شوي دي.

زیلینسکي ویلي: "موږ خپل خلک کور ته راولو. د '۱۰۰۰ په بدل کې ۱۰۰۰' د تبادلې تړون لومړۍ مرحله ترسره شوې ده،"

زیلینسکي لیکلي. "نن - ۳۹۰ کسان موږ ته سپارل شوي. د شنبې او یکشنبې په ورځو، موږ تمه لرو چې تبادله به دوام ومومي."

د روسیې دفاع وزارت وویل چې ۲۷۰ سرتیري او ۱۲۰ ملکي وګړي د لومړي پړاو د یوې برخې په توګه روسیې ته راستانه شوي دي.

د تبادلې په دې موده کې به د دواړو خواوو ۱۰۰۰ جنګي بندیان بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي، چې د می په ۱۶مه په استانبول کې د مستقیمو خبرو اترو په ترڅ کې موافقه وشوه.