ترکي پوليسو ۲۸ افغان پناه‌غوښتونکي نيولي دي

ترکي پوليسو په سیواس ښار کې په درې جلا عملياتو کې ۲۲ افغان پناه‌غوښتونکي نيولي دي. په دې عملياتو کې، شپږ ترکي وګړي هم د انسانانو په قاچاق تورن نيول شوي دي. هممهاله، په کارس ښار کې په يوه بل عملیات کې شپږ افغان پناه‌غوښتونکي نيول شوي دي.

نيول شوي کسان د بهرنیو اتباعو د اېستلو مرکز ته انتقال شوي دي.