• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکي ژبو هېوادونو اعلامیې ته د طالبانو غبرګون؛ افغانان خپلې کورنۍ ستونزې خپله حلوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۶ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ترکي ژبو هېوادونو سازمان ګډې اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي، چې د ترک دولتونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او په بېلابېلو برخو کې د هغوی همکاریو ته اړتیا لري، خو د افغانستان کورنیو مسایلو ته خپله افغانان رسیدنه کوي.

طالبانو ته نږدې رسنیو د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږیز پیغام خپور کړی او نوموړي ویلي: «دا یوه کورنۍ اړتیا ده، د خلکو غوښتنې به په نظر کې نیول کیږي، خو نور هېوادونه باید د افغانستان په اړه خپل مکلفیتونه چې د دوی اړوند دې په پام کې ونیسي. په مختلفو برخو کې دې د افغانستان ملاتړ وکړي. په ډېپلوماټیکو او اقتصادي برخو کې دې اړیکي ښي کړي.»

مجاهد زیاتوي، له ترک دولتونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او په بېلابېلو برخو کې د هغوی همکاري اړینه ده.

نوموړی وایي: «موږ له خپل لوري هم په ډېپلوماټیکو او اقتصادي برخو کې د ښو اړیکو غوښتنه لرو. له افغانستان څخه هم دا ډاډ ورکول کېږي چې د دغه هېواد خاوره به د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارېږي او نه به یې اجازه ورکړل شي.»

د ترکي ژبو هېوادونو سازمان په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان د ثبات لپاره له افغانانو سره د نړیوالو بشري مرستو ملاتړ کوي او د ثبات، پرمختګ او ملي پخلاینې په برخو کې له طالبانو سره کار کولو ته چمتو دي. دغه سازمان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.

ترکیه، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان د دغه سازمان دایمي غړي دي او مرکز یې په استانبول ښار کې دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي په ۴ ولایتونو کې د کوډ ګرو یوه «مسلکي» ډله نیول شوې

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت وايي، چې په بلخ، کندز، ډایکنډي او لغمان کې یې د کوډګرو «یوه مسلکي» ډله نیولې ده. یاد وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د کوډګرو نیول شوې ډلې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو د بلخ، کندز، دایکنډي او لغمان ولایتونو کې د اسلامي شریعت خلاف کړنو د مخنیوي او د ښو چارو د پلي کېدو په موخه، ۸ تنه مسلکي جادوګر د کورنیو ترمنځ د نفاق اچولو په تور نیولي، او له څېړنو وروسته یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي درېیمه) ویلي چې د کوډګرو دې مسلکي ډلې له عامو خلکو او په ځانګړې توګه له مېرمنو څخه د زیاتو پیسو اخیستلو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې.

یاد وزارت ددغو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې یاد وزارت په کابل کې د کوډګرو «یوه خطرناکه» ډله نیولې وه.

یاده دې وي، چې د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د روان کال د غويي پر ۱۰مه ویلي و، چې محتسبانو یې په تېر ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۹۵۳ کوډګر نیولي دي.

روسیې له طالبانو سره د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو همکاریو ژمنه تازه کړه

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطيع‌الحق خالص د “نوسکي نړیوال چاپېریالي کانګرس” په څنډه کې د اقلیمي بدلون په برخه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره کتلي. دغه لیدنه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراخولو په موخه ترسره شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلوېزیون د راپور له مخې، په دې ناسته کې د اقلیمي بدلون په برخه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټینګار وکړ، چې هېواد یې چمتو دی افغانستان ته د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لازم تخنیکي تجهیزات، زده‌کړنیز پروګرامونه او مسلکي تجربو د شریکولو زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه چې روسیه د افغانستان د چاپېریال د خوندیتوب او دوامداره پرمختګ لپاره اوږدمهاله همکاریو ته ژمنه ده.
له بلې خوا، مطيع‌الحق خالص د افغانستان لپاره د اقلیمي مبارزې مهمو برخو ته اشاره وکړه، چې پکې د اوبو د سرچینو مدیریت، د ځنګلونو د وهلو مخنیوی او د بېرته نوي کېدونکو انرژیو په برخو کې د همکاریو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.
دغه کتنه داسې مهال ترسره کېږي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له جدي اغېزو سره مخ دی او د ملي او نړیوالو همکاریو اړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي.

ملاهبت الله په پنجشېر کې د ۱۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یو روغتون بودېجه منظور کړه

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۱:۵۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې، د دغې ډلې مشر ملاهبت الله د پنجشېر ولایت لپاره د یوه ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو پروژه منظوره کړه. د راپور له مخې، د ملاهبت الله په هدایت د دې پروژې لپاره ۱۴۸ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي دفتر وایي، دغه روغتون به ددې ولایت د بهارک په سیمه کې په درې پوړیزه ودانۍ کې جوړ شي.

دوی همدراز زیاتوي چې په دې ۱۰۰ بستریز روغتون کې به د داخله، عمومي جراحي، کوچنیانو، نسایي ولادې، ارتوپېدي، سترګو، غوږونو او ستوني څانګې شاملې وي.

همداراز، روغتون به یوه مجهزه عملیات خونه، درملتون، ایکسرې څانګه، او د ناروغانو د پایوازانو لپاره د تم‌ځای اسانتیاوې هم ولري.

تروسه طالبانو د دغه ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو د کار د پیل په اړه څه نه دي ویلي او نه هم روښانه شوې چې ددغه روغتون د جوړېدو چارې به کله تکمیلیږي.
دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله د یو ولایت د روغتون د جوړېدو لپاره بودېجه ځانګړې کوي.

ایران او پاکستان ۸۷۹ افغانې کډوالې کورنۍ په جبر اېستلي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون وایي، په تېرو ورځو کې ۸۷۹ افغانې کډوالې کورنۍ چې ۳۶۷۸ کسان پکې شامل دي، له ایران او پاکستان څخه په زوره افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، یاد کډوال د تورخم، بولدک، اسلام قلعه، ورېښم، انګور اډه او بهرامچې له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

کمېسیون زیاتوي، چې د راستنېدو پر مهال سیمه‌ییزو کمېټو دغه کډوالو ته لومړني خدمات برابر کړي دي. د ثبت او بایومټریک تایید وروسته، هغوی ته سیمکارتونه او مالي مرستې ورکړل شوې دي.

د راپور له مخې، دا مهال هڅې روانې دي چې دغه کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته انتقال شي او د دوی د بېرته ادغام بهیر په منظم ډول پر مخ لاړ شي.

په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان له لوري د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې، چې له امله یې زرګونه کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د لړۍ دویم پړاو پیل کړی او هره ورځ په سلګونو افغان کډوال تر نیولو وروسته افغانستان ته په جبري ډول ستنوي.

بلخوا طالبانو په ځلونو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په زور د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي او دا یې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

همدا راز د د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د کډوالو د ملاتړو یو شمېر سازمانونو له پاکستان څخه غوښتي، چې په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد دا ځل پر دې غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.

د طالبانو هېواد ورځپاڼې مسوول د پاکستان پوځ ته په اشاره:‏ نوم به مو د نړۍ له نقشې ورک کړو

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو د "هېواد" ورځپاڼې مسوول شبیر احمد عثماني د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي: "که اصلاح نه شول، شریعت په تاک کې ورته ږدو. د هند سره د فولادو د غر په څېر دریږو، نوم یې د نړۍ په نقشه کې ورکوو."

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري ویلي، تر زرو افغانانو د یو پاکستاني وینه ارزښت لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د دولتي ورځپاڼې «هېواد» مسوول شبیر احمد عثماني پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې ‏پاکستاني پوځيان دې له خپلو خولو سره فکر وکړي د افغانستان او افغانانو په اړه دې له بې ځایه خبرو تېر شي.

عثماني خبردارۍ ورکړی: « ‏د یوه مسلمان ګاونډي مسلم حقوق دې وپیژني د دوی پوځي ویاند چې کومې احمقانه خبرې کړې زر دې بښنه وغواړي کنه وروسته به یې سوال او زارۍ قبولې نه شي.»

هغه زیاتوي:«‏د دوی په شان د ډېرو کاغذي مارشالانو نه مو د تیښتې لارې ورکې کړې دي.»
دغه طالب مسوول چې د حقاني شبکې غړی دی او سراج الدین حقاني له نژدې کسانو شمېرل کېږي د پاکستان د پوځ په اړه لیکلي: «‏د دوی رقم بې حیا او بېغیرته پوځ په ټوله نړۍ کې نه شته.»

نوموړي د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري پر اېکس پاڼې د یوه انځو په خپرولو زیاتو ي: « دا د بې غیرتوب اخري حد دی چې هېواد او سیاست دې یې خپل وي او معاملې دې روس او امریکا درباندې وکړي.»

دا لومړی طالب چارواکی دی، چې د پاکستان د پوځ ویاند خبرو ته یې پله خپلې شخصي ټولنیزې شبکې غبرګون ښودلی دی خو تروسه طالبانو په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان د‌ پوځ ویاند احمد شریف چودري د جمعې په ورځ د (غبرګولي دویمه) په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې تر زرو افغانانو ورته د یوه پاکستاني وینه مهمه او د ارزښت وړ ده. د دغه هېواد پوځ او حکومتي چارواکو تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړي.