په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۵ زره بهرنیانو افغانستان ته تګ او راتګ کړی
د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د لومړیو دوو میاشتو په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې افغانستان ته د پنځه زره او ۷۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.
د ۶۷ ښځینهوو په ګډون، دوه زره او ۳۹۳ نور له افغانستان نه وتلي دي.
د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي ادارې نن د غبرګولي ۵مه، وویل چې ثبت شوي ارقام ښیي، چې په یاده موده کې د ۱۱۹ مېرمنو په ګډون دوه زره او ۶۵۸ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۶۷ ښځینهوو په ګډون، دوه زره او ۳۹۳ نور له هېواده وتلي دي.
له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې دوه زره او ۶۱۸ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۰ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته تللي، چې له دې ډلې یې ۳۵۲ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه تللي دي.
د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر (یو زر او ۸۲۰) بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۵۷۷ تنه د هرات له بندرونو او پاتې نور د بلخ او کندهار هوايي ډګرونو، د تورخم، سپین بولدک او د فاریاب اقینې بندر له لارې افغانستان ته تللي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د بښنې نړیوال سازمان استازې سمیرا حمیدي تېره ورځ وویل، چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو «رژیم» هیڅکله مشروع ونه ګڼي او سیلانیان د هغوی د تبلیغاتي ماشین برخه ګرځېدلې ده.
د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، چې طالبانو د افغانستان د ټولو خلکو روح او روان ټپي کړی او اوسنی وضعیت له نسکورولو پرته بله حل لاره نه لري.
صالح پر خپل اېکس د خپلې یوې وروستۍ مرکې په تړاو لیکلي، چې د طالبانو له غړو پرته نور هر کس زیانمن دی او باید د طالبانو نسکورول لومړیتوب وټاکل شي.
صالح د ولسمشر غني او د هغه د کابینې په اړه وايي، چې خپل تعهد او ژبه نه بدلوي او سره له دې چې د جمهوریت دوره کې ستونزې وې، خو د ځان سپیناوي لپاره د جمهوریت په کابینې پسې بد نه شي ویلای.
د صالح په باور، له جمهوریت وروسته چې په افغانستان کې څه پېښ شوي، دا یو سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او انساني ناورین دی.
د چین او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې پراخې شوې دي او دواړه خواوې هڅه کوي، چې خپلې سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکې لا پسې پراخې کړي.
که څه هم چین په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته کله چې طالبانو واک ترلاسه کړ، چین له طالبانو سره محدوده رسمي دیپلوماتیک تماسونه ساتلي دي.
چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی دی.